28/03/2025
نصاف دې ته وایي…
تورَن یو ۱۵ کلن هلک و. په یوه دوکان کې یې غلا وکړه، خو ونیول شو. کله چې ونیول شو، نو هڅه یې وکړه چې د ساتونکي له لاسه وتښتي. د مقاومت پر مهال د دوکان یوه المارۍ هم ماته شوه.
قاضي د جرم تفصیل واورېد او له هلک څخه یې وپوښتل: "ته رښتیا هم څه غلا کړي دي؟"
هلک اعتراف وکړ: "ډوډۍ او د پنیر بسته."
قاضي وپوښتل: "ولې؟"
هلک لنډ ځواب ورکړ: "راته اړتیا وه."
"ولې دې و نه پېرله؟"
"پیسې نه وې."
"د کور خلکو نه به دې اخیستې وې؟"
"کور کې یوازې مور لرم. ناروغه او بېروزګاره ده. دا ډوډۍ او پنیر مې د هغې لپاره غلا کړل."
"ته کوم کار نه کوې؟"
"کار مې کاوه، په موټر مینځلو کې. خو یوه ورځ مې د مور د پالنې لپاره رخصتي واخیسته، نو له کاره وشړل شوم."
"ولې دې له چا مرسته و نه غوښته؟"
"له سحره مې غوښتله، خو هېچا مرسته و نه کړه."
محکمې پلټنې پای ته ورسېدې، او قاضي خپله پرېکړه اعلان کړه:
"غلا، او په ځانګړي ډول د ډوډۍ غلا، یو ډېر دروند جرم دی. او د دې جرم مسوول موږ ټول یو، د محکمې هر کس، زه پخپله هم. زه پر ځان او پر هر چا چې دلته حاضر دی، لس ډالره جریمه لګوم. هېڅوک نشي کولی پرته له دې چې لس ډالره ورکړي، له محکمې ووځي."
دا یې وویل او له خپل جېب څخه یې لس ډالره را واخیستل او د میز پر سر یې کېښودل.
"سربېره پر دې، زه پر دوکان زر ډالره جریمه لګوم، ځکه چې دوی له یوه وږي ماشوم سره غیر انساني چلند وکړ او پولیسو ته یې وسپاره. که دا جریمه د ۲۴ ساعتونو دننه ادا نه شي، محکمه به د دوکان د بندېدو حکم صادر کړي."
د پرېکړې وروستي ټکي دا وو:
"د دوکان اداره او د محکمې حاضرین، دواړه به دا جریمه هلک ته ورکوي، او محکمه له هغه څخه بښنه غواړي."
د پرېکړې تر اورېدو وروسته د ټولو حاضرینو سترګې له اوښکو ډکې شوې. خو هلک، د خپل زړګي له درده، دومره ژړل چې خبرې یې بندې شوې، او بیا بیا یې قاضي ته کتل...
( ټولنې همداسې وده کوي، هغوی خپلو وګړو ته یوازې انصاف نه، بلکې عدل هم ورکوي.)
له اردو ژباړه!
15/03/2025
د وطن ویاړلې مور
دا مور د شهر نو کوڅو کې کتابونه پلوري. یو دوه ملګري یې په اړه داسې وايي:
"ډېره غیرتي ښځه ده، ما خپله لیدلې ده او یو شل روپۍ مې ورسره پاتې شوې ما ویل مه یې راکوه در بښلې مې دي، اما بیا یې دوه قلمونه راکړل، مانا دا چې ځینې خلک نمایشي یو څه پلوري نور هدف یې سوال کول دي، اما دا په ریښتیا هم چې غیرتي وه، او نفس یې نه قبلول چې څوک د مفتې پیسې ورکړي."
بل ملګری لیکي: "یوه ورځ رستورانت کې ناست وو، راغله. یو ملګري همداسې پیسې ورکولې، نه یې اخیستې. ویل یې کتاب راڅخه واخله!
11/03/2025
ما به تل ویل چې ژوند اسانه دی، تر هغو چې لوی شوم او پوه شوم چې پلار مې راته اسانه او خوښ کړی و. الله دې ورته د دنیا او آخرت اساني ورکړي.
09/03/2025
د روژی ماتولو ګټه خرما سره:
خرما په ویټامینونو، فایبر او انټي اکسېډنټونو کې بډایه ده او د اوږدې ورځې روژې وروسته ژر انرژي
برابروي.
رسول الله مبارک صلی الله علیه واله وسلم فرمایي: کله چې څوک روژه ماتوي، نو باید روژه د خرما په خوړلو ماته کړي خو که خرما ونه مومي، نو باید روژه په اوبو ماته کړي، ځکه اوبه پاکوونکې دي.
08/03/2025
دنیا په نیکو او ښو اخلاقو ښکلي ده🌱🤍
که د یتیم خندا ، د ګونډې ښځي دعا ، ناروغ ته هیله ، ګاونډې ته ښه ملګري اوخپلوانو کي محبوب وي نو مبارک ده شه ، ته تر ټولو ښه ژوند کوي..♻️💎☺️
06/03/2025
لس هغه اسلامي کتابونه چې زما پر فکر او ژوند يې ډېر اغېز کړی دی👇🏻
دويم کتاب - (لاتحزن - مه خپه کېږه!)
لا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنا (مه خپه کېږه، الله ج له مونږ سره دی)
موږ څومره لوی رب لرو او د دې لوی ذات د بې پایه رحم، مهربانۍ او نعمتونو څخه برخمن یو؛ خو بیا هم ځيني وخت د ژوند شته ستونزې، ستړياوې او ازموینې کله ناکله زموږ زړونه تنګوي. داسې وختونه راځي چې انسان ناهیلی کېږي، هر څه ته د بدګومانۍ په سترګه ګوري، خپل ارزښت له لاسه ورکوي، او د ژوند ډيوه ورته تته يا د مړه کېدو په حال ښکاري. داسې حالت د انسان د احساساتو سربېره د هغه عقیده، امید او دروني سکون ته هم زیان رسوي او تر خپل اغېز لاندې يې ساتي.
(مه خپه کېږه!) د نامتو عالم ډاکټر عائض القرني یو له هغو کتابونو څخه دی، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې د خلکو زړونه روښانه کړي دي. دا کتاب په لسګونو ژبو ژباړل شوی دی، په ميلونونو ټوکه پلورل شوی دی، چې په پښتو ژبه هم شاوخوا تر يو لک ټوکو پلورل شوی دی.
په دې کتاب کې د قران کریم مبارک آیتونه، نبوي احادیث، د صحابهوو او اسلامي تاریخ غوره بېلګې راټولې شوې دي، چې انسان ته نه یوازې زغم، صبر او امید ورزده کوي، بلکې د زړه ټکور کېږي يې هم. دا کتاب موږ ته د امید لرلو، سکون ته رسېدلو او مثبت فکر پیغام راکوي.
لیکوال يو ځای په سريزه کې ډېر ښه وايي (ما د غمجنو او انديښمنو خلکو په غمونو او انديښنو کې ځان شريک ګڼلی، له دردمنو خلکو سره مې يو ځای ژړلي...) نو د دې کتاب هره کرښه د یو نوي ژوند الهام دی، هره موضوع یې د زړه سکون دی او هر مخ یې د ژوند ښکلا ده، نو مه خپه کېږه! او د دې کتاب سره خپل ژوند ته نوی لیدلوری، انګېزه او مثبت فکر راوړه، ځکه دغه کتاب د نېکمرغۍ د بحث او پلټنې په اړه سلګونه پيغامونه له ځان سره لري، دا کتاب همدا اوس ترلاسه کړه او یو نوی بدلون تجربه کړه.
Zaar
26/02/2025
خاوره د قدرت ستره ډالۍ ده، خاوره مثبته انرژي ورکوي چې منفي انرژي د پښو په واسطه جذبوي او په طبیعي چاپیریال کې وخت مصرفول فشار کموي، په خاوره کې شته باکتریاوې د پوستکي لپاره ګټورې دي او دفاعي سیستم پیاوړی کوي،
دا عمل انسان له طبیعت سره نښلوي او روحي سکون وربخښي. ماشومتوب کې به مو لوڅې پښې لوبې کولې، د کورونو انګړونه او کوڅې به مو خیرنې وې، له ناروغیو لرې وو..
په اوسني عصر کې ماشومانو ته په خټو کې لوبې کول لرې خبره ده، که لږې خټې په جامو شي، میندې په لنډو مترو پیل کوي. له همدې امله کوچني ماشومان په لویو ناروغیو اخته دي. دا باید ومنو چې څومره له قدرته لرې یو. روغتیایي ستونزې به وي، چې لا به زیاتې شي. کاپي شو.
25/02/2025
داليکنه مي له فيسبوک کاپي کړه .
د نن نه پوره دوه هفتی مخکې له ډول ډول اروايې ناروغيو سره مخ وم.
ژوند راته بيخي سخت شوی وو، اصلي لامل يې له وطنه لرې والی وو.
هر کله چې وطن ته راستون شوم نو پيل مې په مطالعه وکړ تر دا دمه مې ډيره مطالعه وکړه او د ټولو پايلې مې ستاسې و مخې ته ايښي دي.
شکر اوس ډير ښه يم، تاسې هم که خفه ياست مطالعه شروع کړئ.
دغه دنيا واقعن يو ډول خوشحالي او خوند لري که چيرې اوس خپل ځان سره په جنګ بوخت يئ نو تر قوي مطالعې وروسته به نورو ته مشورې ورکوئ.
(د ماتو زړونو لپاره) کتاب مې پرون له صافی صيب څخه وپېره!
نوی کتاب دی، زه تل هڅه کووم هغه کتابونه چې وړ وي ستاسې مخې ته يې راوړم.
تاسې هم هغه کتابونه مطالعه کړئ، چې د لوستلو وړ وي.
که زما په ليکل شوي آثر کې هم د ګټې څه نه وو نو هيڅکله يې هم مه اخلئ.
د هغو کتابونو پلټنه وکړئ چې په ايورو کې د لال مثال لري،
ماته يو وخت ياد صيب ويلي وو چې اوسپنه او مس هر ځای پيدا کيږي.
خو خلک د اوسپنې او مسو په شتون کې بيا هم په سرو زرو پسې غرونه سوري کوي، که ليکوال ټولنې ته ښه کار وکړي.
او ټولنه د سرو زرو په ارزښت پوه نشي نو دا معلومه خبره ده چې هر تجار به سرمايه ګذاري په اوسپنه او مسو کوي.
زما مطلب دادی، د دې لپاره چې ليکوالان تاسې ته غوره کتابونه وليکي د فیسبوکي نقد پر ځای په هغو کتابونو پيسې ورکړئ چې لياقت يې لري.
او غوره کتاب وي، او د دې لپاره چې ليکنه اوږده او ستړې کوونکې نشي نو غوره کتاب به درته په بل پوسټ کې دروپېژنم.