31/01/2025
په اباسين پوهنتون کې د افغان محصلینو د اتحاديې عمومی مشر رحيم زي رحیمې د ابن سینا زدکړې مرکز رهبرۍ په خاصه توګه د رحمت الله سهاک صيب څخه نړي مننه کوي چې په آباسين پوهنتون کې د افغان محصلینو اتحادیې په غوښتنې يې هغه ګل رخ نومی افغانه خور چې د ماستری د زده کړو تر څنګ په کوڅو کې د منتو خرڅولو دنده پر مخ وړله هغې ته یې په ابن سینا انگلیش زده کړې مرکز کې د وظیفې لپاره ژمنه وکړه.
په اباسين پوهنتون کې د افغان محصلینو اتحادیه هميشه د خپلو هيواد والو په خدمت کې ❤️
انشاءالله زمونږ هلي ځلې به هميش جارې وي !
06/01/2025
نن ورځ په پیښور کې د افغان قونسلګری مشرتابه
جنرل قونسل حافظ محب الله شاکر په هدایت، د قونسلګری دری کسیزه پلاوی د مفتی عبدالکریم کريم په مشرۍ کې د پیښور آباسین پوهنتون ته تشریف راوړ.
د کتنې په دوران کې، په آباسين پوهنتون کې د افغان زده کوونکو اتحادیې غړو، د آباسین پوهنتون مشرتابه، او د قونسلیټ درې کسیزه پلاوي د افغان زده کوونکو په مشکلاتو او د هغوی د حل لارې په اړه ژورې خبرې ترسره کړې.
د غونډې په پيل کې ، د افغان محصلینو اتحادیې غړو د افغان زده کوونکو د تعلیمي او ټولنیزو مشکلاتو ، د هغوي حقونو او د هغوی د تعلیمي پروګرامونو د پراختیا په اړه د قونسلګری د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د مفتی عبدالکریم کريم د مشرۍ لاندې، د قونسلګری پلاوو د افغان زده کوونکو د ستونزو د حل لپاره د همکارۍ او هر ډول ملاتړ ژمنه وکړه.
د غونډې په پای کې، د افغان زده کوونکو اتحادیې د قونسلګرۍ د هر اړخيزه همکارۍ او ملاتړ څخه د زړه له کومي مننه وکړه، او دا امید يې څرګند کړ چې د داسې ډول غونډو له لارې به د افغان زده کوونکو مشکلاتو ته پاي ټکي کيښودل شې.
30/10/2024
د تسلیت او خواشینۍ پیغام
موږ د خدای یو او بیرته هغه ته ستنیږو
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړو، چې د آباسین پوهنتون افغان زده کوونکو اتحادیې پخوانې عمومي رئیس اسد شهزاد "ایوبي" تره وفات شوې دی، چې زمونږ د افغان زده کوونکو اتحادیه یې په ژوره توګه خواشیني کړه.
د آباسین پوهنتون افغان زده کوونکي او د اتحادیې ټول غړي د پخوانې عمومي رئیس اسد شهزاد آیوبي، د هغه درنې کورنۍ ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګندوي.
په درناوی
افغان زده کوونکو اتحادیه آباسین پوهنتون
23/08/2024
𝐄𝐱𝐜𝐢𝐭𝐢𝐧𝐠 𝐍𝐞𝐰𝐬 𝐃𝐀𝐅𝐈 𝐒𝐜𝐡𝐨𝐥𝐚𝐫𝐬𝐡𝐢𝐩 𝐍𝐨𝐰 𝐎𝐩𝐞𝐧 𝐟𝐨𝐫 𝐀𝐟𝐠𝐡𝐚𝐧 𝐂𝐢𝐭𝐢𝐳𝐞𝐧𝐬
Abasyn University is thrilled to announce the availability
of the 𝐃𝐀𝐅𝐈 𝐒𝐜𝐡𝐨𝐥𝐚𝐫𝐬𝐡𝐢𝐩 𝐟𝐨𝐫 𝐀𝐟𝐠𝐡𝐚𝐧 𝐜𝐢𝐭𝐢𝐳𝐞𝐧𝐬, in collaboration with Inspire Pakistan . This is your chance to further your education and unlock new opportunities for academic and personal growth. Don't miss out on this incredible opportunity.
𝐚𝐩𝐩𝐥𝐲 𝐧𝐨𝐰 𝐚𝐧𝐝 𝐭𝐚𝐤𝐞 𝐚 𝐬𝐢𝐠𝐧𝐢𝐟𝐢𝐜𝐚𝐧𝐭 𝐬𝐭𝐞𝐩 𝐭𝐨𝐰𝐚𝐫𝐝𝐬 𝐚𝐜𝐡𝐢𝐞𝐯𝐢𝐧𝐠 𝐲𝐨𝐮𝐫 𝐝𝐫𝐞𝐚𝐦𝐬
Apply now at: 𝐡𝐭𝐭𝐩𝐬://𝐏𝐞𝐬𝐡𝐚𝐰𝐚𝐫.𝐀𝐛𝐚𝐬𝐲𝐧.𝐞𝐝𝐮.𝐩𝐤/
Phone: 𝟎𝟗𝟏-𝟐𝟓𝟖𝟐𝟗𝟗𝟔/ 𝟎𝟗𝟏𝟐𝟓𝟖𝟐𝟖𝟑𝟓
Whatsapp: 𝟬𝟯𝟯𝟯 𝟵𝟱𝟴𝟬𝟭𝟱𝟱
11/05/2024
د بغلان ولايت بالخصوص بغلان مرکزې ولسوالي کې وروستۍ سیلابونو ډيري هيواد والو ته ځانې او مالې ځيانونه رسولې
د هيواد هره غميزه دردونکې دا
په ياده پيښې کې له خپلو هيوادوالو سره ولاړ يو
له لوي خداي ج څخه شهيدانو ته مغفرت او ژوبل شويو ته روغ صحت غواړو
له حکومتې چارواکو او شتمنو هیواد والو څخه هيله کوو چې د سيلاب ځپلو سره د هر قسمه مرستې څخه دريغه ونکړي
رب دې ګران هيواد له هر ډول قدرتې او دنياوي افتونو څخه په آمان کې وساتي
10/05/2024
بیشکه د بريا راز په مشوره کې پټ دي!
19/03/2024
Attention !
Those afghan students who wants to publish their Research Papers go through the below page.
Note : No changes will be taken while publishing .
https://www.facebook.com/ijbmss?mibextid=ZbWKwL
International Journal of Business Management & Social Sciences-IJBMSS
IJBMSS is a quarterly open-access journal that covers a wide range of disciplines in Social Sciences
27/02/2024
په آباسین پوهنتون کې افغان زده کوونکو اتحادیې غړو نن په پیښور کې د افغانستان سترې قونسلګرۍ سرپرست قونسل حافظ محب االله شاکر صاحب سره لیدنه ترسره کړه.
د غونډې په پيل کې د اتحاديې عمومې ريس رحیم زي رحیمی د اتحاديې غړو معرفت ترڅنګ محترم قونسل صيب سره د ځوانانو نظرونه او فکرونه شريک کړل.
محترم قونسل صیب په آباسین پوهنتون کې د افغان زده کوونکو اتحادیې هلی ځلې وستایلې او هغوی سره د هر قسمه مرستې او لاسنیوي وعده وکړه.
په پای کې د اتحادیې عمومي ریس رحيم زي رحیمي محترم قونسل صیب ته د کائناتو ستر کتاب قران عظيم الشان په ډالۍ کولو سره هغوي ته په آباسین پوهنتون کې د راتلو بلنه ورکړه چې ياده بلنه د قونسل صیب لخوا په ورین تندې قبوله کړلي شوه.
#وضاحت ، پرته له دي چې بیرغ پټ کړو زمونږ نشرات ړنګیدل نو د فيسبوک شرکت د محدودیتونو له کبله مجبور شو چې بیرغونه پټ کړو !
23/02/2024
نن په آباسين پوهنتون کې د افغان محصلینو اتحادیه لخواه د مختلف انواع سکالرشپ يا بورسونه په هکله افغان محصلینو لپاره يو ورځني ورکشاپ ترسره شو
غونډه د تل په څیر د قرآن عظیم الشان په ښکلې اياتونو سره پيل شوه
په غونډې کې درنو ګډونوالو ته لارښوونه وشوه چې څنګه کولای شو +HSF, DAFI , DAFI او نورو بورسونو ته په ښه توګه نوملیکنه وکړو ترڅو يو ښه راتلونکي ولرو
په آباسین پوهنتون کې افغان محصلینو اتحادیه تل د خپلو محصلينو په چوپړ کې !