21/03/2021
د نوروز لمانځل حرام دي!
د نوروز مبارکي او د نوروز په مناسبت خوراکونه، هفت ميوې، لباسونه، ډالۍ ګانې، رخصتي کول، خپل ورځني کارونه ځنډول او ميلو ته تلل قطعاً حرام دي.ځکه دا د مجوسيانو سره مشابهت دى او نوروز د مجوسیانو اختر دى.په دې اړه تفصيلي بحث ابن تيمية رحمه الله په اقتضاء الصراط المستقيم اول جلد او (٢٢٧-٢٢٦- ٢٤٩ ٢٦٩) صفحو کې ليکلی دی.د نوروز لمانځلو حرام والي دلايل:١:-اللهﷻ د (الحشر) سورت په نولس (۱۹) نمبر آیت کې فرمايلي:«وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسٰهُمْ أَنفُسَهُمْ ۚ أُولٰٓئِكَ هُمُ الْفٰسِقُونَ»ژباړه:-او تاسې مه کيږئ په شان د هغو کسانو چې، اللهﷻ يې هېر کړى دى؛ نو اللهﷻ له دوۍ څخه ځانونه هېر کړي دي او دا کسان پوره نافرمانه دي. (يهودو، نصاراو او مجوسیانو اللهﷻ هېر کړی دی).٢:-اللهﷻ فرمایي:«وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ» (سُوۡرَةُ الفُرقان:۷۲ آية)تفسير ابن کثير ٣ جلد ٤٥٢، تفسېر قرطبى ١٣جز٦٢ص، مجموع الفتاوي٢٥جز١٤٧ صفحه کې د ابن عباس، مجاهد ربيع بن انس، ضحاک"رض" مفسرينو څخه نقل کړي دي چې، معنا ددې آيت دا ده چې، مؤمنان دې د مشرکانو اخترونو او ميلو ته نه حاضريږي او په هغې کې دې برخه نه اخلي.٣:-رسول اللهﷺ فرمایلي:-مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُم. (رواه أبو داود)ژباړه:-چا چې مشابهت وکړ له يو قوم سره؛ نو هغه له هغوۍ څخه دى. ابن تيمية رحمه الله په (اقتضاء الصراط المستقيم ١-٢٣١ص) او (فتاوي الجنة ادائمة ٣-٤٢٩) کې ليکلې چې، مشابهت په عبادتونو، عادتونو او اخترونو کې هم راځي؛ نو ځکه د نوروز جشن لمانځل د مجوسيانو سره شباهت دى.۴:-همدا رنګه په بل حدیث شریف کې رسول اللهﷺ فرمایلي دي:-لَيْسَ مِنَّا مَنْ تَشَبَّهَ بِغَيْرِنَا، لَا تَشَبَّهُوا بِاليَهُودِ وَلَا بِالنَّصَارَى» (سنن ترمذي: ۲۶۹۵)ژباړه:-له مونږ څخه نه دی، هغه څوک چې، ځان د غیر سره (چې کافران دي) مشابه کوي، د یهودو او نصاراوو سره مشابهت مکوئ.په پورتني حدیث کې رسول اللهﷺ د یهودو او نصاراوو سره له مشابهت کولو څخه ممانعت کړی دی او بیا یې د هغو خلکو په اړه چې، ځان له دوۍ سره مشابه کوي فرمایلي دي:-دوۍ زمونږ له ډلې څخه نه دي.۵:-سنن الکبري کې ١٤ج ١١٣ص او ٧٦-١٩٣٧٧ نمبر روايت کړي دی چې، هر هغه شخص چې، ژوند يې غوره کړى وو، د مشرکانو په وطن کې او د دوۍ نوروز او مهرجان لمانځي او له دوۍ سره مشابهت کوي او په همدغه ژوند کې مړ شو؛ نو د قيامت په ورځ به له مشرکانو سره پورته شي.۶:- شيخ الاسلام ابن تيمية رحمه الله په (مجموع الفتاوي٢٥جز ١٤٧ص) کې د عمر"رض" او عبدالله بن عمرو"رض" د رواياتو د ذکر کولو څخه وروسته ليکلي دي چې، څوک نوروزي اعمال ترسره کوي نو د اللهﷻ عذاب په ځان وړاندې کوي او بيا يې د (مجموع الفتاوي ٢٥جز١٤٩ص) کې ليکلي دي چې، ددغې ورځې په مناسبت چې، کومې ذبحې او حلالې کيږي ناجايز او حرامې دي؛ نو ددې ورځې په مناسبت غسل، ميلې، د ماشومانو د لوبو اسباب جوړول او د هغه شيانو خرڅول او اخيستل چې، د نوروز په ميلو کې استعماليږي ناروا دي بلکي، ځینې علماء يې کفر ګڼي؛ ځکه په دې کې د کفر د شعايرو تعظيم او احترام دى.۷:- ملا علي قاري په (مرقات شرح مشکوة ١٤ج ٤٩١ص) کې وايي چې، ابو حفص الکبير الحنفي وايي:-که چا د نوروز په ورځ يوه هگۍ هم مشرک ته ډالۍ کړه؛ نودا شخص د اللهﷻ په نزد کافر شو او ټول اعمال يې برباد شول.د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ، ممکن ستاسې له برکته یو څوک دا لیکنه ولولي او د #نوروز له لمانځلو څخه ډډه وکړي، تاسې به یې هم له ثواب څخه برخمن شۍ!