Bacha Khan Research Center

Bacha Khan Research Center

Share

Bacha Khan Research Center was established in 2006 by Bacha Khan Trust.

25/09/2025

د شهيد مولانا خانزېب نوے کتاب «پښتانهٔ او نېشنلزم» د چاپ د مرحلو نه را ووتهٔ. دا کتاب اوس تاسو د باچا خان مرکز نه لاس پهٔ لاس او د ډاک پهٔ ذريعه هم تر لاسه کولے شئ.
د اړيکو شمېره: 03379594333

| | |

20/09/2025

د شهيد مولانا خانزېب نوے کتاب 'پښتانهٔ او نېشنلزم' د باچا خان څېړنيز مرکز د سيوري لاندې چاپ ته حواله شو. لنډو ورځو کښې به د خپلو لوستونکيو لاسونو کښې موجود وي.
| | |

باچا خان ریسرچ سنټر د خپلې وعدې سره سم د شهيد مولانا خانزېب نوے کتاب 'پښتانهٔ او نېشنلزم' چاپ ته ولېږو. ډاکټر فضل الرحیم مروت صېب او د هغوي ټول ټيم ته دې ډېر ډېر مبارک وي.
د خېره څو ورځو کښې به پهٔ شريکه هم پهٔ باچا خان مرکز کښې د دغه کتاب مخکتنه کوو.

|

Photos from Baacha Khan Trust's post 01/09/2025

رسمي اعلامیه

لهٔ اړخه: باچا خان څېړنیز مرکز، باچا خان مرکز، پېښور

06/08/2025

پۀ غمژن غمژن ماحول کښې د خوشحالۍ زېرے!
د شهيد مولانا خانزېب او زلمي ليکوال امير ايسپزي تر مېنځ د اسلام او قامپرستۍ پۀ موضوع مکالمه د 'باچا خان ريسرچ سنټر' د سيوري لاندې چاپ شوه.
د کتاب تر لاسه کولو د پاره زمونږ سره اړيکه ونيسئ او هم نن ئې ترلاسه کړئ!
تر لاسه کولو د پاره:
03457664084
باچا خان مرکز، پجګۍ روډ، پېښور
| |

03/08/2025

د باچا خان څېړنيز مرکز د سيوري لاندې د امير ايسپزي او شهيد مولانا خانزېب پۀ اسلام او قامپرستۍ باندې مکالمه 'اسلام او قامپرستي' به ډېر ژر ستاسو پۀ لاسونو کښې وي.
| |

د خپلې وعدې مطابق، باچا خان ريسرچ سنټر د شهيد مولانا خانزېب 'اسلام او قامپرستي' د خپلو امکاناتو او ژمنتيا لهٔ مخې چاپ کوي. دا نهٔ يواځې يو کتاب دے، بلکه يو فکري خزانه ده، چې د مولانا صېب د فکر لهٔ لارې مونږ ته د باچا خان د فکر تصوير راکوي.
لهٔ دې کتاب وروسته، د مولانا صېب نور درې کتابونه هم د 'باچا خان ريسرچ سنټر' لهٔ خوا چاپ ته چمتو شوي دي، چې ډېر ژر به مينه والو ته ورسي.
مولانا خانزېب د باچا خان د فکر رښتینے لاروے ؤ او د هغهٔ دغه ليکونه او خبرې زمونږ لپاره يو امانت دے. مونږ به دا امانت د نړۍ هر ګوټ ته ورسوو، څو د باچا خان پېغام او د مولانا فکر ژوندے پاتے شي. د علم، امن او شعور دا مشال به نهٔ مړ کېږي.
'اسلام او قامپرستي' چاپ ته لاړو او څو ورځو کښې به ستاسو لاسونو کښې وي. ډېر ګران امير ايسپزي ته پهٔ دې کار ډېر ډېر ډاد او مبارکي ورکوم.
| |

03/07/2025

مياشتنۍ 'پښتون' | جولائي 2025ز

د 'پښتون' د جولائي ګڼه چاپ شوه!
دا ګڼه تاسو هم نن د باچا خان مرکز کتابپلورنځي او د هر لوے کتابتون نه پۀ اسانه تر لاسه کولې شي.
هم نن ئې ارډر کړئ او تر لاسه ئې کړئ!

د ممبرشپ او ډاک ترلاسه کولو دپاره
سرکولېشن منېجر:
سعيد الله سعيد
+92 345 7664084

#پښتون

Photos from Awami National Party's post 09/05/2025

د 'قامي فکر' شپږمه ناسته - 9مه مۍ، 2025ز

موضوع: مائنز اېنډ منرلز اېکټ او صوبائي خودمختاري
او د زلمي ليکوال وسيم مومند کتاب 'د پښتونخوا وسائل پهٔ ټپه کښې'
وېناوال: اېډوکېټ سنګين خان/وسيم مومند

06/05/2025

'قامي فکر'

لۀ يو اوږد انتظار نه پس يو ځل بيا دا لړۍ دوامداره شوه.
موضوع: 'مائنز اېنډ منرلز اېکټ' او صوبائي خودمختاري
او د زلمي ليکوال وسيم مومند تحقيقي کتاب 'د پښتونخوا وسائل پۀ ټپه کښې'
وېناوال: اېدوکېټ سنګين خان/وسيم مومند
وخت: د جمعې ورځ، مازيګر پينځۀ بجې، نهمه مۍ، 2025ز
ځاے: عبدالولي خان تالار، باچا خان مرکز، پېښور
Join us on 9th May for an engaging and thought-provoking discussion with Advocate Sangeen Khan and Waseem Momand on the Mines and Minerals Act & Provincial Autonomy.

'Qaami Fikar'
Speaker: Advocate Sangeen Khan & Waseem Momand
Moderator: Dr. Muhammad Shahzad
Date: Friday, 9th May, 2025
Time: 05:00 PM
Venue: Abdul Wali Khan Hall, Baacha Khan Markaz, Peshawar
We look forward to seeing you there!
Organized by: Bacha Khan Research Center, Bacha Khan Markaz, Peshawar.


|

09/02/2025

د 'قامي فکر' پهٔ پينځمه ناسته باندې د 'بارډر لائن' خصوصي رپورټ
باچا خان څېړنيز مرکز د 'بارډر لائن' د ملګرو مننه کوي.

| |
|

Photos from Bacha Khan Research Center's post 07/02/2025

قامي فکر - پينځمه ناسته

نن د هرمن هېسے پهٔ ناول سدارتها (Siddhartha) او د مهاتما بدهـ پهٔ ژوند او تعليماتو باندې جاپاني بدهائي راهب Junsei Terasawa تفصيلي خبره وکړه چې پکښې پهٔ ګڼ شمېر کښې ځوانانو او مشرانو ګډون وکړو.
ناسته کښې د باچا خان څېړنيز مرکز مشرتابه ډاکټر فضل الرحيم مروت راغلي جاپاني مېلمه ته ډاډ ورکړو چې باچا خان مرکز يواځې د پښتنو د پاره نهٔ بلکې د هر هغه تن د پاره چې د امن، مينې او سولې پېغام راوړي نو ورته پهٔ روڼ تندي هرکلے وائي.
وېناوال ګډونوالو ته پهٔ پښتنه ټولنه کښې د بدهـ ازم کردار او پهٔ پښتنو د دې د اغېز پهٔ اړه بشپړه وېنا وکړه او دا ډاډ ئې ورکړو چې هر کله پېښور ته راځي نو پهٔ باچا خان مرکز کښې به خپله حاضري يقيني کوي.


|

01/02/2025

'قامي فکر'
ستاسو د درانۀ راتګ پۀ هيله

Topic: The Importance of Experience: Learning through Trial & Error
Siddhartha by Hermann Hesse: A Comprehensive Analysis
Speaker: Junsei Terasawa
Moderator: Dr. Muhammad Shahzad
Time: 03:00 PM
Date: Friday, 7th February, 2025
Venue: Abdul Wali Khan Hall, Baacha Khan Markaz, Peshawar
----------
We look forward to seeing you there!
Join us for a thought-provoking conversation with Junsei Terasawa about 'Siddartha by Hermann Hesse'
Organized by: Bacha Khan Research Center, Bacha Khan Markaz, Peshawar


|

Want your school to be the top-listed School/college in Peshawar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address

Bacha Khan Markaz
Peshawar

Opening Hours

Monday 08:00 - 18:00
Tuesday 08:00 - 06:00
Wednesday 08:00 - 06:00
Friday 08:00 - 18:00
Saturday 08:00 - 18:00