08/04/2022
دسه شنبي ورځ ۲/۱/۱۴۰۱ تاریخ دخديجة الکبری عالي خصوصي دارالمعلمين د(۱۴۰۰) لمريزتعليمي کال دشمشتونصرت مینې دکمپ سلیزومجاهدو،مهاجروکورنۍ غړو دخپلو اولادونواوفارغو محصلاتو لپاره داسنادودتوزیع اوفراغت غونډه کی په ډیراخلاص اوجذبه ګډون لری
غونډه د محترمه خورقاریه نايله دقرآنکریم دڅومبارکو آیاتونوپه تلاوت شروع شوه اوورپسی دعالي دارالمعلمين آغلی مديره استادعادله صلاح ګډونوالوته ښه راغلاست اوپېلزه وينا وکړه اوددارلمعلمین دتاسیس ،ضرورت اواهمیت په هکله یی داسی وویل ښځه چي دانساني ټولني نیمه برخه جوړوي له همدي امله دټولني نیکمرغي اواصلاح دښځي داصلاح سره نه شلیدونکي اوکلک تړاولري
له بل پلوه دسړیو په جوړښت اوروزنه کي دمور رول دهیچا څخه پټ ندي اودتاریخ په اوږدو کښي نومیالي بچې نومیالیو میندو روزلي دي
په افغانستان کښي چي دتعلیم فصیدي په عامه توګه ډیره کمه وه دښځو اړوند دسړیو برابرنوره هم ضعیفه وه خو ددي ټولو کمزورۍ سره بیاهم دپردیوثقافت اوتهذیب دمسیحیت اوعلمانیت ثقافت اوتهذیب دښځوترمینځ دومره مخه نه وه کړي
پوره يوويشت(۲۱) کاله وړاندی(۱۰/۶/۱۳۷۹ )کال ددی کمپ بااحساسه اومسؤلیت پیژندونکو مخلصو،دجمعیت اصلاح افغانستان ورونودخپل ایمانی مسؤلیت پیژندنې پراساس چی ددی کمپ ددولسم ټولګیو فارغ التحصیل خویندو دلوړوتعلیماتو یوه علمي اداره چی ددوی علمي ظرفیت پکښ لوړشی اودخپل هیواد دخویندوسره هم سیالی شی او هم دینی علم زده کړي دحزب اسلامي افغانستان دتعلیم اوتربیه دکمیسون په چوکاټ کښی دخدیجة الکبری رضی الله عنهاعالي داارالمعلمین بنسټ اوتهداب کیښود
دارالمعلمین په يوویشت (۲۱) کلني تعلیمی دوره کښی ډیری لوړی اوژوری ولیدلی خولله الحمد لا تر اوسه دارالمعلمین خپل مسیر په ښه شان سره تعقیبوی
پدغه دارالمعلمین کښی دوه مرحلی تیرې شوی یوه مرحله یی چی دارالمعلمین غیررسمی وو اوبله مرحله کی دافغان دولت دپوهنې وزارت سره په رسمي ډول راجستر شو چی همدا نن مونږ اوتاسو په دی مرحله کی واقع یو
دارالمعلمین پوره (۱۹) نه لس دوری فارغات ورکړی چی (۸) اته دوری غیر رسمي ډول فارغه شوی او (۱۱) یوولس دورې فارغه شوی خویندی دافغان دولت سره راجستر ،ثبت دښوونکودروزنې په تخصصی ډول افغاني ټولنې ته تقدیم کړی دی چی الحمدلله هره یوه محصله یی په خپل ځای کی دتعلیم اوتربیه یوه تخصصی نمونه ده چی نن ورځ یی تاسی په خپلوسترګومشاهده اوګوری اوځپل تعلیمي مسیرپه ښه توګه پرمخ بیایی
ددارالمعلیمن تدریسي مسیر چی دمخلصوباایمانو دتعلیم اوتربیې دمتخصصوورنو لخوا ورته تدریس کیږي دهیواد دتربیه معلم دتعلیمي ادارو په ګټه ګوري کی دممتازو دارالمعلمینوپه قطار کی قرار لری ددارالمعلمین شاګردانی دهیواد دننه دلیسانس اوماستری دورې سر ته رسوی اوپه کدري نمراتوترلاسه کولوسره دهیواد دننه په مختلفوپوهنتونونوسلام ، اونوروپوهنتونونوکی داستادۍ مقدسه وظیفه اجراء کوي (لله الحمد)
دارالمعلمین چی دهیواد دتعلیمي پيداګوژی دښوونکودروزنې دنصاب اومنهچ په پوره تطبیق سربیره ددینی ښوونې پوره نصاب هم تدریس کیږی چی ددارلمعلیمن علمي ارزښت یی لازیات کړی اودهیواد ددارلمعلیمنودتعلیمی سستم اوپروګرام لاندی حرکت اودوام لری
غونډې ته دالبنات المؤمنات اغلی سرمعلمه صاحبه وینا وکړه اوورسته په پېښورکښې دپوهنې اتشې رئيسه آغلی خور يلدابازوان وينا ترسره کړه ، دادارې څخه يي مننه وکړه
اودټولو فارغو محصلاتو کورنيو ته يې مبارکي وړاندې کړه راغلو مېلمنو څخه يې مننه وکړه اوخپلې ټولې خويندی يي تعليم ته وهڅولی
دغونډې اخرنۍ برخه دفارغومحصلاتوداسنادواوتحائفوپه توزیع کی دکمپ دشوری غړو دمیرمنواواغلی خوریلدا بازوان لخوادتحائفواواسنادودتوزیع مراسم ترسره شو
دغونډې په اخرکښی دخدیجة الکبری رضی الله عنها عالی دارالمعلیمن مؤسس الحاج مولوی زړورخان صلاح دغونډی ټولومشارکینوته ښه راغلاست ترڅنګ دښاغلوهریومحترم مرحوم مولوی صاحب عارف بزرګ ،محترم قاری صاحب مؤمن ، محترم انجینر عبدالسلام هاشمي اوالحاج جمعه ګل صاحب څخه دزړه له تله مننه اوقدردانی وکړه چی ددارلمعلمین په مادی اومعنوی جوړښت کی پوره وڼده اخیستی اولادوام لري اوهم دکمپ دشوری دمشرانوڅخه اوپه خصوصی ډ ول جناب محترم استادعبدالجلیل شفقیارصاحب څخه مننه وکړه چی ددارالمعلیمن هرقسم دمشکلاتودحل لپاره هلې ځلی کوي
دغونډې ګډونوالوته دادارې لخوادیوی عصري اوچای په وړاندی کولوسره اسلام ،مسلمانان اوګران هیواد والوته په دعاکولوسره پای ته ورسیده
05/04/2022
24/01/2022
11/09/2021
06/09/2021
05/09/2021