دا په زړه دننه اور مې
که يه وژنمه ورکيڔم
کم يي نه وژنم سوزيڔم
لوګي کيڔم, ايري کڔم
لکه شمه بدنصيبه
يا به سوزم , يا به مرمه
لا به ځان تالا کومه
لا به تور درياب ته ځمه
بس دى بس که لونيه
دا د ولي ولي باب
جام که ډک سترګي که پټي
ټنګوه دي خوڔ رباب
ورنزدي شه ورنزدي شه
چي د يار شونډي شکري
رو په مينه مينه وکړي
دوه خوڔي خوڔي خبري
توري سترګي يه بليڔي
لکه شمي د معراج
دغه سرو شونډو کي اور دي
اور دي هم د اور علاج
په سرو ګوتو کي جنت دي
که دوڔخ دي که بقا ده
سوزه سوزه خانده خانده
ژاړه ژاړه دا دنيا ده
غني خان بابا
پښتو ادب او تاريخ و شاعرى
پښتو وايه ، پښتو لوله ، پښتو ليکه
22/09/2022
السلام عليکم !
په پښتو ادب ، مورني ژبې ميينانو ، ننګيالو ، ګلالو ، خوګو ، دوستانو امید لرم چې تاسو به د صحت په جامه کښې ئي الله پاک مو راته تاند ساتۍ . ملګرو ما يو سوچ و فکر وکړو چې د پښتو ادب په اړه خپليو مينوالو او په پښتو ژبې ميينانو له يو چينل جوړ کړم. او زما مينوال خپل تاريخ نه خبر شي او پښتو ادب په اړه چې څومره هم معلومات دي نو تاسو سره ئې ددې چينل په وساطت شریک کړم. نو خپله هڅه به کوم چې تاسو له ښه نه ښه شعرو شاعري ، د فولکلور په اړه ، د پښتنو د تاريخ په اړه ګټور معلومات راوړم.
زما د حوصله افزائ د پاره دا چينل خپله او په ادب مینانو سره خپور کړئ . چې زيات نه زیات ملګري ترې استفاده وکړي. شکريه مينه او مننه .
پاملرنه/يادګيرنه : دې چينل کښې به ويډيوګانې ، لېکچرې هله شروع کيږي چې ۵۰۰ سوه سبسکرائبز و لائيکونه په چينل راشي.
PTI Tiger's - YouTube Del dine videoer med venner, familie og verden
تا باندې بلها مئېن
زه او داسې ځه پسې
زه درنه ډېر څه غواړم
خله او داسې ځه پسې
#امن #ژوند #مېنه
د جانان پام راباندی نشته ...
هسې مجنون له ځان نه ولی جوړومه ...
زه ئی خبرو پسی ډیر خفه یم
ماته دی خپل لالې راوغږیږی
♥️🌸
لا خـو مې عشـق مکـمل شـــــوې نۀ دې
چه هــر ارمـان مې قـتل شــــوې نۀ دې
ســتا دَ ریښمین اوربل تیارې خو بۀ وی
چــــراغ دَ ویـنـو مـې بل شــــوې نۀ دې
ګلـــې لا طــــمع دَ وصــــال مـــه کــــوه
لا مــې جــونـګـــړه مـحل شـــوې نۀ دې
دا دې لــحاظ دې دَ غـــــزلـو ســــــترګـو
چـه وایـم زړه مــې ګايل شــوې نــۀ دې
دَ ژونــدون لاره راتـه ګـــــــرانه ښــکاری
خیال مې دې ګلې چه خپل شوې نۀ دې
دَ مـیــکــدې او دَ ښـــائـست مـــنـنـه
کــوم یــو غــزل مې غــزل شـوې نۀ دې
راځــه راځــه چـــــه بـدګـمانـه نـه شــې
ســـاحِــر هــغه دې بـدل شـــوې نــۀ دې
ـــــــــــــــــــــ ؎ ارواښاد ساحر اپرېدی ــ
. د چا صورت ، د چا سیرت ژوندے وي
د ژوند به دغه روایت ، ژوندے وي
مجاز ، پۀ مثل د حباب وي ، اورې
حقیقت نۀ مري ، حقیقت ژوندے وي
زما غزل ، آبِ حیات څښلي دي
زما غزل به تر قیامت ژوندے وي
دا زړۀ به مړ شي او نۀ موړ د څۀ نه
چې پکښې درد لا محبت ژوندے وي
طوفانه ! خېر دے ، زړۀ دې ونړېږي
خو چې ضمیر دې سلامت ژوندے وي
نـن دې پـه کمه ګــناه ونيومــه
نـن دې پـه کمه خطا وتــــــړلم
هر دار ته خپلى خوږى مينې بوتلم
هر غـم تـه خپلــى وفـا وتـــړلم
صاحب شاہ صابر
21/06/2022
https://youtube.com/channel/UC1c0HDwp9UayS_doFv-6JTg
دا زمونږ د يوټيوب پاڼه ده دا درسره خوښه کړئ او نورو ملګرو سره ئې هم شريکه کړي تاسو ته به د ادب په اړه په دې نوي معلومات ملاويږي
چې قيصه د محبت منزل ته رسي
رسوائي اؤ تهمتونه خو به وي
دا منم چې د پښتو قيصه ده ګرانه
خو چې عشق وي منتونه خو به وي
ستا مجبوري منم خو دومره بې روخي ښه نه وي.
دَ زړه تعـــــــــــلق دَ اشــــــارو سلام تا مهٌ رسوه.
18/06/2022
د پښتو ژبې ادب لوے استاد شاعر ، اديب، محقق، نقاد او فوکلوريسټ د بلوچستان يونيورسټۍ کوټه د پښتو څانګې باني چيرمين پروفيسر سيال کاکړ صاحب وفات د پښتو ژبې، ادب دپاره لوے زيان دے. په مادي حواله په پښتنه ټولنه د هغه کمې د مودو احساسيږي خو روحاني حواله به استاد پروفيسر سيال کاکړ صاحب تل ژوندے وي استاد سيال کاکړ صاحب په 1935 کښې د سهيلي پښتونخوا د پښتنو کاکړ ټبر په يو درنه کورنۍ کښې زيږيدلې وو. د اعلي تعليم د حصول نه روستو د کالج نه ليکچرر شپ نه تر بلوچستان يونيورسټۍ د پښتو څانګې د چئيرمين شپ پورې ګڼ شمير روحاني بچي زيږولي دي د هغه نه روستو تر دې دمه د هغه پاللي او روزلي شاګردان ددغې څانګې چيرمينان پاتې دي د ليک، تخليق او تحقيقي ليکنو سره هغه به د ګردې پښتونخوا علمي ، ادبي سيمينارونه په خپل شتون په مادي او روحاني حواله درنول استاد سيال کاکړ ډير نفيس ، سليس، شفيق او ملنسار شخصيت وو په 1990 کښې د باړه ګلۍ د املا په ملي مرکه " سره د اسلام آباد د خيبر پښتونخوا او سهيلي پښتونخوا په ګڼو علمي ادبي دستورو کښې ليدلے اوريدلے وو د هغه مينه او د شفقت لاس به تل زمونږ په سر وو استاد سيال کاکړ صاحب په خپل لاس راکړي کتابونه زما لائبريرۍ د هغه ياد تل ژوندے ساتي . د استاد سيال کاکړ چاپ آثار څه دې ډول دي.
1- کاکړۍ غاړې او څيړنه
2-پښتني افکار {کيسۍ}
3- سپيځلي ګايونه {متلونه }
4- چيغيان { د فکلور يو ډول }
5-ګرانې ملغلرې {شعري مجموعه}
6- پښتنې جام {شعري مجموعه }
7-غورځنګ {شعري مجموعه }
8- ملي دردونه {شعري مجموعه }
9-پښتني فوکلور
10-کاکړۍ
11- ترينو ( د ويڼڅې لهجې په بابله }
12-ملي ادب ... متلونه
13- مزارات ... د پښتنو د بيله بيلو سيمو مزارات
14-د کسې د لمنې جرنلزم
15-پښتني نومونه
16-پښتو مترادفات
17- فوکلوري طب
18- ادبي څيرې
19- د کسۍ د لمنې پښتنه ليکوال
20- پښتو او پښتانه په سهيلي پښتونخوا کښې
21-فوکلوري سوغات
22- فوکلوري سندرې
23- پښتو نکلونه
24- فوکلوري جواهر
25-د کوشنيانو ادب
26-د کوشنيانو ژبه
27, انګۍ
28-منظومه تذکره
29- ادبي انځور
30- سنګر شعري مجموعه
31-کاکړۍ غاړې
32- نثري انځور
33- پخوانې غاړې
34-غوره انځور شاعري
35-ګنجينه ادب فارسي
36-خزينه دانش فارسي
37-زرين انځور
اللّه پاک دې استاد سيال کاکړ صاحب وبخښي عليين دې مقام شي د هغه د وفات په دې لوے غم کښې زه اقبال حسين افکار د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد د کابينې مجلس عمل ټول ملګري د هغه د کورنۍ، ټبر او قام سره برابر شريک يو .
کاپی
Click here to claim your Sponsored Listing.