د اللهﷻ د (99) نومونو ژباړه 🌸*
حتماً يې شير کړئ 🥰
1: اللهﷻ : يو دی هیڅ شریک نلري...
2: الرحمٰنﷻ : زيات مهربانه...
3: الرحيمﷻ : رحم كوونكی...
4: الملكﷻ : حقيقي پاچا...
5: القدوسﷻ : زيات سپېڅلی...
6: السلامﷻ : دهرعيب څخه سلامت...
7:المؤمنﷻ : مؤمنانو ته دعذاب څخه امن وركوونكی...
8: المهيمنﷻ : ساتونكی...
9: العزيزﷻ : پر هر چا باندې غالب...
10: الجبارﷻ : دټولو چارو سموونكی...
11: المتكبرﷻ : دلويۍ څښتن...
12: الخالقﷻ : دهر شي پيداكوونكی...
13: البارئﷻ : بې مثله...
14: المصورﷻ : تصوير وركوونكی...
15: الغفارﷻ : زيات بخښوونكی...
16: القهارﷻ : پرهرشي باندې برلاسی...
17: الوهابﷻ : دبدلې پرته وركوونكی...
18: الرزاقﷻ : زيات روزي او رزق وركوونكی د ټولو مخلوقاتو...
19: الفتاحﷻ : خلاصوونکی درحمتونو عامو اوخاصو ته...
20: العليمﷻ : په ټولو پټو اوښكاره شيانو باندې علم لرونكی...
21: القابضﷻ : دبندګانو دزړو تنګوونکی او روح قبض كوونكی...
22: الباسطﷻ : د زړونو او روزۍ خلاصوونكی...
23: الخافضﷻ : كښته كوونكی...
24: الرافعﷻ : دخپلو دوستانو دمرتبو لوړونكی...
25: المعزﷻ : عزت وركوونكی...
26: المذلﷻ : خوارونكی...
27: السميعﷻ : زيات اوريدونكی...
28: البصيرﷻ : زيات ليدونكی...
29: الحكمﷻ : حكم وركوونكی...
30: العدلﷻ : انصاف كوونكی...
31: اللطيفﷻ : دخپلو دوستانو سره نرمي كوونكی...
32: الخبيرﷻ : زيات خبردار...
33: الحليمﷻ : زغم كوونكی...
34: العظيمﷻ : زيات لوې ذات دی...
35: الغفورﷻ : زيات بخښونكی...
36: الشكورﷻ : د لږ نېک كارپه بدله کې زياته مزدوري وركونكی...
37: العليﷻ : زيات لوړ...
38: الكبيرﷻ : دومره لوې چې ترهرڅه زيات وي چې انسان يې فكر كوي...
39: الحفيظﷻ : دټولو مخلوقاتو ساتونكي...
40: المقيت ﷻ : ټولو مخلوقاتو ته قوت وركوونكي...
41: الحسيبﷻ : حساب اخستونكي...
42: الجليلﷻ : زيات لوې...
43: الكريمﷻ : زيات سخاكوونكي...
44: الرقيبﷻ : زيات ساتونکی...
45: المجيبﷻ : دعا قبلوونكی...
46: الواسعﷻ : پراخي راوستونكي...
47: الحكيمﷻ : دحكمت څښتن...
48: الودودﷻ : په زړونو كې محبوب...
49: المجيدﷻ : د سخا يې بيخي زياته ده...
50: الباعثﷻ : مړي دقبرو څخه پورته كوونكي...
51: الشهيدﷻ : په پټو اوښكاره شيانو باندې خبردار...
52: الحقﷻ : شتون يې ثابت دی...
53: الوكيلﷻ : دبندګانو چاره كوونكی...
54: القويﷻ : زيات ځواكمن...
55: المتينﷻ : زيات محكم چې په هيڅ كار كې نه ستړی كيږي...
56: الوليﷻ : دمؤمنانو دوست...
57: الحميدﷻ : ستايل شوی...
58: المحصيﷻ : دټولو مخلوقاتو دشمير له مخې اداره كوونكى...
59: المبدئﷻ : دهرشي لومړی پيداكوونكی ...
60: المعيدﷻ : دوهم ځل ګرځوونكی...
61: المحيﷻ : ژوندی كوونكی...
62: المميتﷻ : مړ كوونكی...
63: الحيﷻ : تل ترتله ژوندی...
64: القيومﷻ : په خپله قائم او دنورو قائموونكی...
65: الواجدﷻ : بې پروا...
66: الماجدﷻ : لوې...
67: الواحدﷻ : په ذات اوصفاتو كې يو دی...
68: الصمدﷻ : بې نيازه اوبې احتياجه دی...
69: القادرﷻ : زيات توانا دی.
70: المقتدرﷻ : خپلواک څرګندونكی دی...
71: المقدمﷻ : وړاندې كوونكی دهغه شي دی چې د وړاندې والي وړتيا لري...
72: المؤخرﷻ : وروسته كوونكی دهغه شي دی چې د وروسته والي وړتيا لري...
73: الاولﷻ : دهرشي لومړی دی...
74: الآخرﷻ : دهرشي وروستی دی...
75: الظاهرﷻ : په نښانو اودلايلو سره ښكاره دی...
76: الباطنﷻ : دخلګو دسترګو څخه پټ دی...
77: الواليﷻ : دهرشي مالك دی...
78: المتعاليﷻ : دمرتبې له مخې زيات لوړ دی...
79: البرﷻ : پر خپلو بندګانو باندې احسان كونكی دی...
80: التوابﷻ : توبه قبلوونكی دی...
81: المنتقمﷻ : بدله اخستونكی دی...
82: العفوﷻ : بښنه كوونكی دی.
83: الرؤفﷻ : زيات مهربانه دی...
84: مالك الملكﷻ : دټولو موجوداتو مالک دی...
85: ذوالجلال والاكرامﷻ : دلويۍ او وركړې څښتن دی...
86: المقسطﷻ : دعدل او انصاف څښتن دی...
87: الجامعﷻ : دقيامت په ورځ دټولو مخلوقاتو يوځای كوونكی دی...
88: الغنيﷻ : بې پروا دی...
89: المغنيﷻ : بې پروا كوونكی دی...
90: المانعﷻ : د تاوانونو څخه ژغورونكی دی
91: الضارﷻ : ضرر رسوونكی دی...
92: النافعﷻ : ګټه رسوونكی دی...
93: النورﷻ : روښنايي كوونكی دی...
94: الهاديﷻ : دسمې لارې ښوونكی دی...
95: البديعﷻ : بې له مادې دمخلوقاتو پيداكوونكی دی...
96: الباقيﷻ : تل تر تله به پاته وي...
97: الوارثﷻ : دټولو مخلوقاتو اصلي وارث دی...
98: الرشيدﷻ : لارښودونكی دی...
99: الصبورﷻ : صبركوونكی دی...
ℰ𝓏𝒶𝓉 𝓀𝒽𝒶𝓃 𝒶𝓀
مرګ دمؤمن مسلمان لپاره تحفه ده
په دی پاڼه کی به انشاء الله تعالی تاسو ته د قرآن کریم تر?
*رسول اللهﷺ فرمایی:*
*د قیامت په ورځ به ماته نیژدې خلک (دشفاعت لپاره) هغه وی چی پر ما یی زیات درود ویلې وی.*
*رواه الترمذی.☑️*
*همدا شېبه!*
*ملایکې د هغو کسانو نومونه لیکې"*
𝐈 ♥ 𝐋𝐨𝐯𝐞 𝐖𝐢𝐭𝐡
*🍁םבםבﷺ🍁*
*درود شريف😘*
*چې درود شریف وايى*
*💗مــــحمـــــد ﷺاللَّهُــمَّﷺ*
*راځي نن فعال کسان☝*
*پرخوږ نبي حضرت*
* #םבםבﷺ درود ووایو♥*
*د جمعې مبارڪہ شپه ده!🌌*
*درودشریف په حضــرت!📿*
*آنلاین ملګری*
*پرمحمدمصطفیﷺباندی*
پنځه واره درودشریف ووایاست
*اودامسج خپلوآنلاین ملګروته وليږئ*
*اوچی څومره ګروپونه درسره* *وی ورواستوۍ ورته*
*ترڅوپرمدنی جانان ﷺ*
*درودشریف په هم دی*
*څلورویشت 24ساعته کی سل زره واره اوویل سی*
*اللهﷻموجنت الفردوس نصیب که*
* #مُحَــمَّد_ﷺ ❤*
*أَعُوذُبِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ*
*بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ*
*اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞َ و عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهيمَ ۞ وَ عَلَى آلَ إِبْرَاهِيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ*
*اَللَّهُمَّ بَارِكَ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞ وَ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إبرَاهِيمَ ۞ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهَيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ❤️*
Copy
14/02/2018
لس پوښتنې چې اللهﷻ به یې هېڅکله له تاسې څخه ونه کړي!
۱- اللهﷻ به له تا څخه دا پوښتنه ونه کړي، چې ستا د پوستکي رنګ څه ډول وو؟ بلکي دا به درنه وپوښتي، چې څنګه انسان وې؟
۲- اللهﷻ به له تا څخه پوښتنه ونه کړي، چې په خپل بکس کې دې جامې درلودې؟ بلکي له تا څخه به پوښتنه وکړي، چې څو کسانو ته دې جامې ورکړې؟
۳- اللهﷻ به له تا څخه پوښتنه ونه کړي، چې د کور لاندینی پوړ دې څو ګزه وو؟ بلکي دا به در څخه وپوښتي، چې په خپل کور کې دې څو کسانو ته هر کلی ووایه؟
۴- اللهﷻ به له تا څخه دا پوښتنه ونه کړي، چې په کومه سیمه کې دې ژوند کاوه، بلکي له تا څخه به دا وپوښتي، چې له خپلو ګاونډیانو سره دې څه ډول چلند وکړ؟
۵- اللهﷻ به له تا څخه دا ونه پوښتي، چې څومره دوستان او ملګري دې لرل؟ بلکي دا به درڅخه وپوښتي، چې له څرنګه کسانو سره دوست او ملګری وې؟
۶- اللهﷻ به له تا څخه پوښتنه ونه کړي، چې ګټه دې څومره وه؟ بلکي دا به درنه وپوښتي، چې له بېوزلو سره دې مرسته وکړه او د هغوی لاس نیوی دې وکړ؟
۷- اللهﷻ به دا درنه ونه پوښتي، چې څه دنده دې درلوده او دغه راز مقام دې څه وو؟ بلکي دا پوښتنه به درڅخه وکړي، چې آیا ته یې وړ وې او په ښه توګه دې ترسره کړه؟
۸- اللهﷻ به ددې پوښتنه درڅخه ونه کړي، چې په موټر کې سپرېدلې او که نه؟ بلکې دا به درنه وپوښتي، چې څو کسان دې خپل ځای ته ورسول، کوم چې د لېږد را لېږد وسیله یې نه درلوده؟
۹- اللهﷻ به دا درنه ونه وپوښتي، چې د رښتیا، صداقت او عدالت په لټه کې دې ولې دومره ځنډ وکړ، بلکي په مهربانۍ سره به تا د دوزخ له دروازې څخه را وګرځوي او د جنت ماڼیو ته به دې ور ننباسي.
۱۰- اللهﷻ به له تا څخه دا پوښتنه ونه کړي، چې دا لیکنه دې ولې خپلو دوستانو او ملګرو ته ونه لوسته، بلکي دا به درنه وپوښتي، چې نورو ته د لوستلو له امله دې په خپل وجدان کې د شرمنده ګۍ احساس کاوه او که نه؟
ژباړه: عطا محمد "میاخېل"
یوه غوښتنه:
-که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي؛ نو لطفاً په کمنټ کې ولیکئ چې، پوره ولوستل شوه.
د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ!
یادونه:
که غواړۍ نور په زړه پورې اسلامي معلومات، اصلاحي لیکنې او ښایسته پند لرونکې کیسې ولولئ؛ نو (ډاکتر حنیف اسلامی و طبی معلومات) فسبوک پاڼه لایک (خوښه) کړئ.
23/11/2016
ته چې خان یې د خوارانو په سر خان یې
خان به چا درته ویل چې خواران نه وی
تر ټولو لويه صدقه ښه او نيکه خبره ده.
تر ټولو غوره مبلغ هغه دى، چې له ژبې څخه مخکې پر خپلو اخلاقو او کړو وړو دعوت او تبليغ وکړي؟؟؟ ځکه هغه څه چې دې هغې پواسطه مونږ تر خپل
هدفه رسېداى شو، هغه نېک او غوره اخلاق دي؛
راځئ ورونو چې تاسې ته ددې ډول مبلغ يوه په
زړه پورې نمونه وړاندې کړم.ــ
يو مسلمان زلمى جرمني ته د زده کړې لپاره تللى وو، هلته چې په کوم کور کې اوسېده دغه کور ته
مخامخ يو جرمني زلمى اوسېده ـ يو وخت دغه
جرمني سفر ته تللى وو او د کور مخې ته يې اخبارونه غونډ شوي ول، کله چې مسلمان دده کور مخې ته اخبارونه وليدل؛ نو ورغى او ټول اخبارونه يې راټول کړل او د امانت په ډول يې دده لپاره وساتل ـ کله چې جرمني راغى او مسلمان زلمي دغه
عمل يې چې وليد؛ نو مسلمان يې ځان ته راوغوښت
او ورته ويې ويل په دې کار ته د انعام وړ يې، هغه ورته وويل، چې نه هېڅکله نه دا زمونږ په دين کې د ګاونډي له حقونو څخه دي، چې کله د ګاونډي مال ضايع کېږي، مونږ يې بايد ساتنه وکړو، هغه جرمني د مسلمان ددغه عمل په ليدو سره مسلمان شو ـ
پر الله قسم دا رېښتينې خوښي ده، چې مسلمان د اسلام ټولې لارښوونې خپلې کړي او نړى ته د خپل حقيقي اسلام انځور وړاندې کړي؛ خو ډېره د خواشينۍ او افسوس خبره ده، چې نن په نړى کې ډېر داسې مسلمانان هم شته، د بد اخلاقۍ له امله يې د خلکو زړونه له اسلامه تورېږي، مسلمانان بايد نړۍ
ته لکه د خپلو سلفو په څېر د اسلام اصلي انځور په خپلو څېرو کې وړاندې کړي، چې کفري نړۍ ته يو
عمـلـي دعـوت شي ـ ماخذ؛ له ژونده خوند واخلئ ـ ـ ـ
ورونو په اخر کې دا وايم چې په دغه ذکر شوي متن دې لومړى ما او بيا تاسې ټولو مسلمانانو ورونو ته الله تعالى د سم عمل کولو توفيق عطا او راکړي؟؟؟
ـ ـ ـ ـ ـ ـ آمـين ـ ـ ـ ـ ـ ـ
تاسې ټولو ورونو څخه دا هيله لرم چې خپلو ملګرو غوږونو ته ددې متن په رسولو کې مو يو تر بله وړاندې والى وکړئ؟؟؟
18/06/2016
السلام عليکم؟؟؟
Assalamu Alikum
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 10]
فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۢ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ
د هغوی په زړونو کښي يوه ناروغي ده، چې الله هغه لا پسي زياته كړه. او كوم درواغ چي هغوى وايي، د هغه په بدله كي د هغو له پاره دردوونكى عذاب دى.
MQB Apps
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Website
Address
Khyber
25000