خوشحال خان سٹوڈنٹس ھاسٹل سوات🏠
Khushal Khan Students Hostel Swat
Stay Curious, Stay Here
دہ راتڰ ڈیرہ مننہ🤍
دہ عوامی نیشنل پارٹئ صوبائ ڈپٹی جنرل سیکرٹری سکندر شھزاد خان ایڈوکیٹ، اصغر فاروق خان ، انور علی غوربندی اؤ شاہ ولی خان پہ خوشال خان سٹوڈنٹس ھاسٹل سوات کی۔
دہ راتگ ڈیرہ مننہ🤍
20/02/2026
اتفاق په پښتانه کښې پېدا نه شو
ګنې ما به دمغل ګرېوان پاره کا
هره چاره د پښتون تر مغل ښه ده
اتفاق ورڅخه نشته ډېر ارمان.
نن د خوشال بابا د مړينې ورځ ده خوشال بابا که ېو اړخ ته د پښتو ژبې لامثاله شاعر جهان پوهه اديب دې د بده مرغه که پښتانه علم دوست پاتي شوي وې د خپل ژبې فرهنګ نه ئې ځان او نړۍ خبر کړې وې نو زما په فکر پښتو ادب د جهاني ادب سره د سيال کولو لپاره نور بېشمېره کلاسک شاعران به پرېدو فقط خوشال بابا هم پوره وو خوشال بابا چې ادبي بهير کښې د نړۍ د هر اديب نه ستر دې په پښتنه خاوره زېږدلې که فکري افاقيت د خوشال بابا اوکتل شي نو د ،ټالسټائي ، شيکسپئر ،ټېګور ،او ،خليل جبران ، نه هم لوئي دې خو نړۍ خو څه کې چې خپل قام ئې هم لا پوره نه پېژني مولانا عبد المجيد افغاني وائي چې خوشال بابا پخپل کلام سره شاعري پښتنه کړې د فطرت او جمال شاعر دې په لوڅه وېنا کښې هم د تهذيب او تمدن پلوشې په څرک وي خوشال بابا د پښتنې ټولنې نبض شناس دې .
د خوشال بابا د ستر والي دوېم ستر اړخ قامي دې چې دا په نړۍ کښې د بل ډېر کم شاعر په برخه به وي د مغلو په ضد ترمرګه د قامي مبارزې له کبله د پښتون قام ستر اتل دې او د پښتنو په ټولو اتلانو کښې دا ځانګړتيا ده چې که ېو خؤا پخپل وخت کښې بې مثاله ديني او عصري عالم دې نو بلخوا د مبارزې د مېدان عملي لامبوزن د قلم سره د تورې څښتن دې.
ځنې ناپوهه پښتانه د خوشال بابا د مغلو د وخت په اړه د هغه د خانداني اړيکو په وجه نيوکې کوي خو دا ېاد لرئ چې د نړۍ په سر هيڅ کم اتل د مور د ګېډۍ نه مبارز نه وي دا د وخت او سياسي چاپېريال اغېز وي چې څوک پکښې څومره د فکري او عملي ارتقاء نه پوخ تېرېږي څوک پکښې خائن کېږي او څوک پکښې اتل کېږي .
پښتانه د بده مرغه د جهالت خويونو د افراطيت غبرګونونو ښکار کړي د خوشال بابا په اړه چې د مغلو سره د اړيکې واوري بس هر سړې د تاريخ قاضي د ځان نه جوړ کړي د خوشال بابا مبارزه هم ډېره په وړوکي ګز ناپ کوي که ځنې بې سمبره ګزونو راکاږو نو تاسې ېقين اوکئ چې مخې ته به مو ېو اتل متل او نه کم تقدس او سپېځلتيا پاتي شي د انسان شخصيت په ېو ځانګړي چاپېريال کښې وده کوي ځکه وائل کېږي چې دېته مه ګوره ! چې ېو سړي په خوشالې کښې چرته ولاړ وي بلکې دېته ګوره چې د قامي مبارزې او ازمېښت په وخت کښې دې په کم قطار کښې کمربند ولاړ دې دخوشال بابا ددقه ازمېښت په وخت کښې د قام په څپ کښې هسک ولاړ پاتي شوې داد انسانانو ټولنه ده بس په انساني معيار باندې هرڅه کچ کول پکار وي .
د خوشال بابا د ژوند اخري پينځلس کاله ترمرګه قامي مبارزه ده په اسلام او رواج کښې اعتبار آخري خاتمې له وي د خوشال بابا چې کم وخت د قام او خاورې په ننګ د پاڅون وو هغې ترمرګه کړې خپل منصب خاني جاګيرونو نه تېر شوې بس دغه پوره ده خپل اتل پخپله مه سپکوئ !
ډاکټر ېار محمد مغموم وائي چې د خوشال بابا د کتابونو په اړه ليکوالانو د مبالغې نه کار اغيستې مېجر راورټي دوه نيم سوه ېاد کړي خو دا خبره مستند نه ده ځکه د خوشال بابا دستياب کتابونه څه اوولس دي خوشال بابا د مغلو په ضد څه سل جګړې کړې وې څه پينځه څلوېښت زره اشعار ئې پښتو ژبې ته ورکړي ..
د تاريخ مرصع او د خوشال بابا د اشعارو څخه اندازه لږي چې د خوشال بابا شپېته ځامن او دري دېرش لونړه وې چې د دوه نومونه مالوم شوي ،تاج بي بي ،او ،حليمه بي بي ، د ښځو شمېر ئې اوولس پورې یادېږي ځنې غېر منکوحه د وينځو په نامه هم وې ځامنو ټولو نه زړه چاودې وو اشرف خان هجري او ځنې نور ئې په ادب کښې لوئي نوم لري.
د خوشال بابا ديوان په ړومبي ځل ځتيځ پوهه ،مسټر اېچ ډبليو بيليو ،سپرنټنډنټ پېښور زندان د زندان داروغه سلطان بخش په مرسته په کال 1880 کښې چاپ کړې وو ددغه ديوان قلمي نسخه د جمال ګړۍ د افضل خان خټک ملکيت وو هم دغه نسخه په 1929 کښې د ديوان خوشال بزبان افغاني و فارسي ،هم د هوتي مردان نه خور شوې وو د دیوان مقدمه د اېډورډ کالج اد شرقي ژبو استاذ مولانا عبد المجيد افغاني باجوړي سعدي ليکلې وه.
په درېم ځل ئې ديوان د قندهار نه په 1938 کښې د علامه حبيبي په زيار خور شو په څلورم ځل د دوست محمد کامل د مقدمې سره په 1952 کښې خور شو بيا په 1967 کښې د سيد رسول رسا د مقدمې او هم دغه ديوان په دوېم ځل په کال 2008 کښې د يونيوړسټي بک ايجنسي په زيار خور شو خو لامثاله چاپ د هر قسم غلطو تکرار نه پاک د ډاکټر ېار محمد مغموم د مقدمې سره د يونيورسټي بک ايجنسي له خؤا په کال 2016 کښې خور شو چې تراوسه ميلاوېږي .
خوشال بابا څنګه قامي مبارز شو ؟ څنګه د مغلو سره په ځانله په جګړه شو دا ګورو .
د مغل واکمن شاه جهان په وخت کښې د خوشال بابا اړيکې لکه د پلار نيکه په څېر د مغلو سره خوږې وې خوشال بابا پخپله ددې منل کوي چې ما ډېر ناحقه وينې د مغلو لپاره توي کړې تر دې چې په ايسپزو کښې د خوشال بابا ځنې دوستې او د خپلوې اړيکې هم وې خو د مغلو سره د اړيکو په برخه ئې احتياط کؤو خوشال بابا پدغه زمانه کښې د ،ملو خان ايسپزي ، لور واده کړې وه خو د واده په ورځ د خپلې سخرګنې کره سوات ته د مغلو د خاطره نه ووتلې ځکه چې ايسپزي د مغلو په ضد وو لکه خوشال بابا ېو ځائې کښې وائي !
زه نوکر يوسفزيه روګردان وو
ځکه ورغله ترسواته زما ګران وو
ملو خان د واده چار زما په زړه کړه
زه په کور د صدر مور ئې راواده کړه .
په کال 1657ز کښې د شاه جهان د تشو متيازو په رنځ اخته شو د باچاهي د کاره ووت ځامن ئې پخپل مېنځ کښې سره اونښتل دارا شکوه او شجاع ېو اړخ ته اورنګزېب او مراد بخش بل لور ته وو اورنګزېب په جګړو کښې لاس برې شو د عادل او متقي مسلمان په نامه مشهور دغه باچا ړومبې خپل پلار د باچاهي لپاره زندان ته واچولو دارا شکوه ئې په سترګو ړوند او بيا اووژلو او شجاع ئې ژوندې ،تري تم ،کړو په 1658 کښې په تخت کېناست دوېمه ناسته ئې په شان شوکت سره په تخت ناسته په 1659 کښې اوکړه بغاوتونه ئې ختم کړل او د ابو المظفر محي الدين محمد اورنګزېب عالمګير لقبونه ورته غوره کړې شو .
خوشال بابا د تخت په جګړه کښې هم د اورنګزېب ملاتړ وو د دارا شکوه نه خوشال بابا خفه وو ځکه چې هغه د خوشال بابا په مقابله کښې د باکو خان بابا مرسته کوله سيد امير خان خوافي پدغه وخت کښې د کابل صوبه دار او مرزا عبد الرحیم ئې په پېښور ځائې ناستې وو.
د خوشال بابا د مغلو سره د شخړې د تادؤ بنسټ د ميرزا او خوافي په دسيسه هغه وخت کېښودل شو چې کله اورنګزېب د دوېم جلوس نه پس عام اولس ته د اسانې لپاره د خوراکي اجناسو ځائې په ځائې اخيستونکې قلنګ ماف کړو چې ورسره د لويو لويو زميدارو ګټه وټه کمه شوه د پېښور مرزا د کابل صوبه دار ته دا اووئل چې ترڅو غټ غټ زميدار اونه نيول شي نو ستا حکم څوک نه مني ددې خبرې نه مقصد د ميرزا خوشال بابا نيول وو د خوشال بابا نيولو لپاره ئې د زميدارو په نيولو کښې د خوشال بابا ترونو ته د مرستې لپاره پنځوس زره بډۍ هم ورکړې خوافي د خپل غرض لپاره د خوشال بابا د شکنجه کولو لپاره په 1664 کښې په هندوستان کښې د اورنګزېب سره د ملاقات په وخت ېو مبهم اجازت واغيست خوافي چې پېښور ته راستون شو نو د جنورۍ په مېنځ کال 1664 کښې د جمعې په ورځ خوشال بابا پېښور ته د مغل دلبار ته لاړو هلته ورته اووئل شو چې سبا راشه ! درې ورځې پس د ګجرات شېخ په واسطه د مشورې په بانه راوغوښتل شو په ورتلو خوشال بابا اونيول شو پينځه سېره بېړۍ ښپو ته واچول شوې د خوشال بابا ترونو د مغلو نه خپل انامونه واغيستل.
د نيولو نه پس دوه مياشتې پېښور کښې زنداني پروت وو صوبه دار تې پنځوس زره روپۍ غوښتې خو خوشال بابا نه ورکولې په روژه کښې په کال 1665 کښې ډيلي ته اورسول شو ،امين خان مير بخشي ، او د خوشال بابا رونړو د وړاندې د خوشې کېدو ډېرې هڅې اوکړې خو بریالي نشو خوشال بابا د زاؤزاد په اړه هم اورنګزېب د نيولو او هند ته د راوستو حکم اوکړو خو کورنۍ د خپل عزت بچ کولو لپاره د ايسپزو په سيمه مردان ،سیکري ،او بيا ، سنګاؤ،ته سر پناه وېوړه ايسپزو ورله پخپل ننګ پناه ورکړه .
خوشال بابا د ،جې پور ،او ډيلي ،په رياست کښې په ،رتهنبور ، کښې دوه نيم کاله زنداني وو دهغه ځاېه چې خوشې کړې شو ،اګرۍ ، ته بوتلل شو د زندان نه آزاد وو خو خپل وطن ته د راتګ اجازه ورته نه وه کله چې اورنګزېب ،مهابت خان ، په کال 1668 کښې د کابل صوبه دار اوټاکو نو خوشال بابا ته هم وطن ته د تلو اجازه ورکړې شوه .
په زندان کښې خوشال بابا د مغلو سره د مزاحمت پرېکړه کړې وه په راستنېدو کښې د ېو لوئي حکيم سیاسي مبارز په توګه ئې خپل معروصي چاپېريال څارلو چې کم وخت پاڅون به غوره وي د خپل سیاسي عزم څرګندونې څه داسې کړې وې
ما وې زه به د مغل په نوکرې کښې
رکيبونه کړم د سروسپينو نه نال
برناحقه ئې زنځيرونه راپه ښپو کړل
واه واه هسې نوازش هسې مآل
دپيپلو پانړې خوره ! په غره کښې اوسه !
نه چې پان د هندوستان خورې زما جنده
که ګزر په خېرآباد اوکړې نسیمه !
ېا دې ګشت وشي د سرائې د سيند په سيمه
په بار بار ورته زما سلام عرض کړه !
ورسره زما د لوريه څو تسليمه
اباسين ورته نارې اوکړه په زوره
ولندي ته وېنا اوواېه حليمه !
ګوندي وي چې بېا مې ستاسې جام نصيب شي
ګنګنا جمنا به نه ووترقديمه
پښتنې جونې دې زلفې باد ته نيسي
چې شمال ئې بوئي راوړي په رتهنبور کښې
مرګه هومره مهلت راکړه ! په جهان کښې
چې جمدر د مدعي په وينو سور کړم
پس له بنده دې دا عزم
د خوشال د خاطر جزم
ېا نيولې مخ مکې ته
ېا مغلو سره رزم
ېا ېو قونج د غره نيولې
مونځ روژه د لوستو بزم
په 1668 کښې ايسپزو د مغلو په ضد بغاوت اوکړو جګړه زر ختمه شوه مهابت خان په ،ګړي کپوره ، مردان کښې د قلا جوړولو هڅه کوله خوشال بابا ته ئې د مرستې په توګه د ،هزارې منصب ،وړانديز اوکړو خوشال بابا تې انکار اوکړو او د قلا نه جوړولو ئې هم ورته اووئل دغه وخت کښې ،امين خان د ،کابل صوبه دار اوټاکل شو په 1672 کښې په کنړ کښې مغلي پوځ د ساپي قيبلې د ېوتور سرې بي عزتي اوکړه خلکو پوځيان اووژل د کنړ والي ،حسېن بیګ ،په کنړ حمله اوکړه خو پوځ ئې اووژل شو امين خان د پښتو په ضد روغې جوړې په ځائې د زور پرېکړه اوکړه امين خان د خوشال بابا د زندان نه په خوشې کولو کښې ډېره مرسته کړې وه په ژمي کښې ،امين خان ،کابل ته تلو خوشال بابا او مستجاب مومند هم ورسره وو په لنډي خانه کښې په مغلي لښکر د ايمل خان مومند په مشرۍ کښې سخت بريد اوشو مغلو ماتې اوخوړه څلوېښت زره لښکر ئې پښتنو لواړ تېر کړو امين خان د ډېر لږ پوځ او خوشال بابا سره د علي ماجد نه راستانه شو باقي پاتي پوځ ئې د ،تاترۍ ،په لور تېښته اوکړه د امين خان ښځه ځوئي مير عبد الله د خور خاوند ميرزا سلطان اووژل شو لور او مور ئې ژوندې اونيول شوه چې روستو په پېسو خوشې شو .
د لنډي خانې د جنګ پورې خوشال بابا لا په شش وپنج کښې وو خو د مغلو د مرستې نه ئې زړه موړ وو د امين خان سره د نزدې اړيکې له وجې زړه نازړه وو د چاپېريال سياسي جائزه ئې اغيسته مغل چې د خوشال بابا د مرستې نه ناهيلي شو نو دده ځوئي بارام خان ئې په لاس کښې اونيولو بارام خان د پلار نه پدې خفه وو چې دده سکه رور اشرف خان ته هغه مخه ورکړې وه هم دغه وخت دې غالبا د 1673 خؤاشا چې د خوشال بابا او د مغلو جګړې روانې شوي د بارام خان سره هم د خوشال بابا څوک جګړې شوي بارام خان د مغلو لپاره د خپل پلار د نيولو هڅه کوله ډېرو پښتنو قبيلو د ايسپزو سره ښه په نره د خوشال بابا مرسته اوکړه دغه نظم هم خوشال بابا پدغه کال وائلې چې
پرورده که د مغلو په نمک ېم
د اورنګ له لاسه هم د غرېوه ډک ېم
په ناحق ئې په زندان کړم ېوڅو کاله
خدائې خبر دې که پخپل ګناه زه شک ېم
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګېالې د زمانې خوشال خټک ېم.
په 1675 کښې مغلي پوځ په کړپه کڅۍ کنډؤ کښې د ایمل خان مومند د لښکر نه ستره ماتې اوخوړه ايمل خان مومند او دريا خان اپريدې دوانړه د خوشال بابا مل شو او په ګډه ئې جګړو ته دوام ورکړو .
خوشال بابا ددې دوانړو په اړه وائي
ايمل خان درېا خان دواړه په ښه رنګ تېر شول په ننګ
د دواړو په فراق زما تل آه و ماتم دې.
د ایمل خان بابا قبر په ثبوتو سره د ننګرهارولایت د لالپورۍ ولسوالی سره اړوند د چکنور په کلي کښې دې د هزار ناؤ په کلي کښې هم مېشت پاتي شوې.
دا دواړه د خوشال بابا په ژوند مړه وو خوشال بابا هم د اووه اتيا کالو په عمر د جمعې په ورځ په اووويستم د ربيع الاول په کال 1689 کښې د اورکزو په تيراه ،ډمبره ،سيمه کښې ساه ورکړه څه وخت پس د خوشال بابا مړې خپلې سيمې ته راوړل شو اوسنې قبر هم د خوشال بابا دې د صفيه حليم د څېړنې ترمخه دا قبر په 1933 کښې عبد الخالق خليق او نورو مشرانو په مرسته تائيد سره په نښه شو او د مزار چارې تر 1949 بشپړ شوې .
مولانا خانزېب.
“Stay Curious, Stay Here🏠”
15/02/2026
خوشحال خان ھاسټل تہ دہ راتڰ ېؤ جھان مننہ🤍
10/02/2026
د راتڰ ډېرہ ډېرہ مننہ🤍
02/02/2026
“Stay Curious, Stay Here”
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Khyber Pakhtunkhwa
19130