23/09/2026
۲۳ سپټمبر — د پښتنو کلتوري ورځ
نن په۲۳ سپټمبر د پښتنو کلتوري ورځې په مناسبت، د کراچۍ کې د داوود یونیورسټۍ په زړه کې، نن مو د پښتون کلتور رنګونه خپاره کړل! ❤️🔥💚
پښتني پګړۍ، واسکټونه، اتڼ، رباب او د پښتونولۍ خوږ دودونه—هر څه زموږ د کلتور د ښکلا او ویاړ ښکلی انځور وړاندې کوي. 🫶✨
که څه هم موږ په کراچۍ کې یو، خو خپل کلتور، خپلې ریښې او خپله پښتو ژبه مو له ځانه نه ده هېره کړې.
کلتور هغه خزانه ده چې نسلونه یې له یو بل څخه اخلي او راتلونکو نسلونو ته یې سپاري. ❤️
نن د داوود یونیورسټۍ په میدان کې یوازې یوه ورځ نه لمانځو، بلکې خپله پېژندنه، خپل تاریخ او خپل پښتني هویت لمانځو. 🔥
پښتون کلتور — زموږ هویت، زموږ ویاړ!
پښتو — زموږ ژبه، زموږ مینه!
پښتونولي — زموږ عزت! ❤️🔥
پښتنی کلتور زموږ پېژندنه، زموږ ویاړ دی! ❤️