Pashto and Urdu poetry

Pashto and Urdu poetry اشعار & سنہری باتیں

دپــــښتنو په غــــم غـــــمجنه يمهســـــــــتانه ريــــــاسته ګيلمنه يمهدا تــــه چې وايي نا مــعلومه افراد پــه تـــا ...
03/08/2025

دپــــښتنو په غــــم غـــــمجنه يمه
ســـــــــتانه ريــــــاسته ګيلمنه يمه

دا تــــه چې وايي نا مــعلومه افراد
پــه تـــا د ډير وخت نه شکمنه يمه

تــــــوان د کـــفن د اخـيستو نه لرم
نه وسـايل شــته نه شــــتمنه يــمه

ستا د وژلـــو بــــندوبست روان دى
قـــسم پـــه رب که دروغـــجنه يمه

څـوک مې د سر سادر کفن له ساتي
چـــــا ښخه کـــــړې بې کـــفنه يمه

خــــــيال د عــزت به د پښتو ساتمه
زه يـــوسفزۍ يـــمه پـــتمنه يـــــمه

22/06/2024

درخت اپنا پھل کبھی نہیں کھاتا اور نہ ہی اپنا پانی پی سکتا ہے ہم پردیسیوں کی زندگی بھی ایسی ہے ساری زندگی دوسروں کے لئے جیتے ہے

15/03/2024

پلاران ميراث له وارثان ساتي زامن لويوي
د دعاګانو لوڼه لرې لهٔ قلمه ساتي

یاسر اکمل روغانے

15/03/2024

درخت اپنا پھل کبھی نہیں کھاتا اور نہ ہی اپنا پانی پی سکتا ہے ہم پردیسیوں کی زندگی بھی ایسی ہے ساری زندگی دوسروں کے لئے جیتے ہے
Musafari 😭😭😭

15/03/2024

سحری کے وقت ڈبل لوگوں کا اٹھانا (پاسہ کنہ جان امی دی بیا ماتہ قاریگی) اور سنگل 🌝
(پاسہ کنہ سنڈا )
🤣
سنگل سنڈا گان پکی مینشن کئی۔

29/11/2023

غزل

دا زړه او د مستۍ دغه غورځنګ، سبحان الله
په ورانه هدیره کې د ژوند رنګ، سبحان الله

دا یو ثواب مو ډیر دی چې سحر لمانځه د پاره
مُلا راپاڅوو د جام په کړنګ، سبحان الله

په یو نظر باچا کړي د مودو مودو ملنګ
په بل نظر باچا کاندي ملنګ ، سبحان الله

خبر شوې ستا له مرګه د وفا د لار شهیده
چې حورې شوې پخپلو کې په جنګ، سبحان الله

زما د سر قاتل، زمونږ قاضي، د ښار ساتونکی
ټول ناست وو به محفل کې څنګ په څنګ، سبحان الله

د بل کلي د خان په ډاډ زمونږ د کلي چڼي
اوس غواړي د خیرات په ځای قلنګ، سبحان الله

راشده په دروغو به يې څنګه باور نه کړم؟
دا شونډې، دا خبرې، دا آهنګ،سبحان الله

25/11/2023

تا به د مينې رنګ کې رنګ کړم
لکه لـونګ به دې پـه غـاړه ګرځومه

#ټپه Copy

25/11/2023

چاته د خپلې موجودګۍ احساس په څه ورکړمه
شپلۍ دې رانکړله وخته او شپونکے دې کــــــړمه
د شپلۍ غــــــــــــــــــــــــــږ

25/11/2023

Address

Islamabad

Telephone

+966509312664

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pashto and Urdu poetry posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share