23/06/2025
د انسان ذهن د ورځې په اوږدو کې شاوخوا 60000 څخه تر 80000پورې فکرونه کوي، یعني په اوسط ډول شاوخوا 2500 تر 3300 فکرونه هر ساعت، او نږدې 40-50 فکرونه هره دقیقه کې.
ځینې مهم ټکي:
1. 90% نه زیات فکرونه تکراري وي – یعني هغه څه چې موږ پرون یا مخکې فکر کړي وي، بیا هم زموږ ذهن ورته راګرځي.
2. ډېر فکرونه منفي وي – د انسان ذهن طبیعي حالت دا دی چې خطر یا اندېښنو ته پام کوي، ځکه بقا ته اړتیا لري. نو دا طبیعي ده چې منفي فکرونه هم وي.
3. ذهني کنټرول ممکن دی – که تمرین وشي (لکه مراقبه، مثبته مفکوره، شکر ادا کول)، انسان کولی شي خپل فکرونه سم لوري ته بوزي.
مطلب دا چي هغه %10 فکر باندي کار وکړئ .!!
د نن ورځ نه سبا ورځ بهتره ده .!?