21/06/2026
د افغان محصلینو اتحادیې د خواشینۍ او تسلیت پیغام
افغانستان د تاریخ په اوږدو کې داسې ستر، ویاړلي او نومیالي شخصیتونه روزلي دي چې د علم، پوهې، زړورتیا او ملي خدمت له لارې یې د خپل هېواد نوم د نړۍ تر ګوټ ګوټ رسولی دی. همدغو شخصیتونو زموږ د ملت د ویاړ مشعلونه بل ساتلي او د راتلونکو نسلونو لپاره یې د الهام سرچینې جوړې کړې دي.
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان یو ستر ملي شخصیت، د هېواد لومړنی فضانورد عبدالاحد مومند له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او خپل پاک روح یې خپل خالق ته وسپاره.
مرحوم عبدالاحد مومند د ۱۳۳۸ هـ ش کال د جنوري په لومړۍ نېټه د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په سرده سیمه کې زېږېدلی و. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په هېواد کې ترسره کړې او وروسته یې د هوايي ځواک په برخه کې لوړې زده کړې وکړې. د خپلې وړتیا، زیار او علمي استعداد له امله د فضايي پروګرام لپاره وټاکل شو او په ۱۹۸۸ میلادي کال کې یې د «سویوز TM-6» فضايي ماموریت له لارې فضا ته سفر وکړ.
په دې توګه عبدالاحد مومند نه یوازې د افغانستان، بلکې د اسلامي نړۍ له لومړیو فضانوردانو څخه شو. د هغه دغه تاریخي سفر د افغانستان نوم د نړۍ د فضا