Educational Development Society 'EDS

Educational Development Society 'EDS Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Educational Development Society 'EDS, Educational Research Center, Luqman Banda Dir lower, Dir.

د تعلیمی پرمختیا ټولنې (Educational Development Society )لقمان بانډه  وړومبے سټډي سرکل نن ورځ په ٢٦ اپریل کال٢٠٢٣ د لقما...
26/04/2023

د تعلیمی پرمختیا ټولنې
(Educational Development Society )
لقمان بانډه وړومبے سټډي سرکل نن ورځ په ٢٦ اپریل کال٢٠٢٣ د لقمان بانډه خاص کلی کښې ترسره شو ۔ په سټډي سرکل کې د دیر د نوابی دور په تعلیم د هاغه وخت په تعلیمي ستونځو او د نواب په دیر کښې د تعلیم دپاره په کار او زیار د هغې په لاملونو ، او په اثراتو باندې بحث مباحثه وشوه۔ په سټډی سرکل کې زمونږ ګران مشر او د سټډی سرکل وائناوال سر علمگیر خان په موضوع پراخه خبرې وکړي او پائي کښې ترې اوريدونکو د دغه دور سره تړلې پوښتنې وکړې،
په ننۍ غونډه کښې ملک آصف آفغان ،طارق الله خان ، راشد خان راشدؔ ، ضیاء شاهد ، منظور اقبال ، منصور حيات او ګنړ شمير نورو ملګرو ګډون درلود۔
د سټډې سرکلو د لړې دا اولنۍ کړۍ وه دا لړۍ به هم دغسې دوامداره ساتو.
په اخر کښې د ټولو راغلو ښاغلو ملګرو د رائے او راتګ نړۍ مننه .
په درنښت ؛
خبريال ؛ وصال خان آفغان ؔ

25/04/2023
سلامونه نیکې هیلې  او احترامات !ګرانو ملګرو څه رنګه چې تاسو ته معلومه ده چې مونږ د ”تعليمي پرمختیا ټولنې“ په نامه یوه سو...
24/04/2023

سلامونه نیکې هیلې او احترامات !
ګرانو ملګرو څه رنګه چې تاسو ته معلومه ده چې مونږ د ”تعليمي پرمختیا ټولنې“ په نامه یوه سوسائټی راجوړه کړ ده او د دی ټولنې په مقاصدو کښې ړومبی مقصد په ټولنه کښې د تعلیم يافته ځوانانو دپاره سټډی سرکلې راجوړه ول دي هوم په دغه لړ کښې زمونږ ملګرو سبا ورځ د اپریل د میاشتي په پنځه ویشتمه نیټه مازیګر پینځه نیمی بجی ”ده دير د نوابي دور په تعليم“ موضوع باندی د سټډی سرکل تابع کړي ده ،
د دي سټډی سرکل وئیناوال به زمونږ ډېر محترم ايم فل سکالر ښاغلي ”عالمګیر خان“ وی چا چې خپلې د بي ايس زدکړې د تاريخ په څانګه د سوات جهانزيب کالج نه پوره کړې، او وس مهال په پيښور پوهنتون کښې خپلې لوړې زدکړې ترسره کوې لګيا دي . د هغوې د څيړنې سرخط يا موضوع د دير نوابى رياست دي ،
تاسو ټولو ته پدی سټډی سرکل کښې د ګډون بلنه درکوؤ .

نيټه: ۲۵ اپریل ۲۰۲۳
وخت: مازیګر پينځه نیمی بجی
ځاﺉ : لقمان بانډه خاص کلی ۔

24/04/2023

سلامونه نيکې هېلې او احترامات !
زيري !
زما د خپل کلې لقمان بانډه ګرانو ملګرو ، د علم پوهې او زدکړو مينوالو! تاسو ټولو ته زيري درکوو چې مونږ څه ملګرو دا کوښښ او هڅه کړې چې تاسو ته په خپل کلې کښې د ”تعليم پرمختيا ټولنې “ په نامه يوه سوسائٹی راجوړه کړو او د علم او ادب مئينان مونږ سره په دې ټولنه کښې خپل ځانګړې هنرونه او پوهه شريک کړې ، ستاسو مرستو او ملاتړ ته اړتېا لرو ، په ټولنې کښې به مونږ کوښښ کوو چې د کلې علاقى ځوانان د کتاب او علم سره آشنا کړو په دغه لړۍ کښې به مونږ بيلا بيل تکړه او د علم خاوندان رابلو او تاسو ته به په هر ډول موضوع خبرې کوې ،ليکچر به درکوې په خصوصې توګه د نوې نسل د رهنمائي ، لارښودنې او تربيت او زدکړو يوه لړۍ به پېل شې او دغه وائناوال به خپلې خاطرې هم مونږ سره د سبق په او عبرت په طور شريک کوې .

د ټولو علم او ادب مينه والو او خوښونکو ملګرو نه هېله لرو چې په دې کارِ خير کې زمونږ سره مرستې او ملاتړ وکړئ ،
څوک هوم چې زمونږ سره په دی ټولنه کښې شریک کیدل غواړي نو خپله د وټسپ شمیره زمونږ سره شریکه کړﺉ ۔
ددې ټولنې لنډه پيژندنه/ پيژندګلو
د ټولنې نامه,
د تعليمى پر مختيا ټولنه ؛
Education Development Society :
اغراض مقاصد :
Objectives :

١.سټډي سرکل، Study circles
٢.مکالمہ ، Debates
٣.سيمينارز ، Seminars
٤.کانفرنسیز ، Conferences
٥.کيرئير کونسلنګ ، Career councilling
٦.بک سټالز . Book stales
٧.په کتاب خپل نظر وړاندې کول. Book Review .
٩ سياسى مباحثے political Debates

درنښت: وصال آفغان
يو بې روزګاري ده بل بلها ضرورتونه
خېټه مې ډوډۍ غواړي او ذهن مې کتاب .
امجد شهزادؔ

Address

Luqman Banda Dir Lower
Dir

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Educational Development Society 'EDS posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share