03/11/2023
زيري:
دمولوي ثناءالله صفدر صاحب(حفظه الله)
نوي کتاب
(تنوير الافهام في بعض مسائل علم الکلام)
دخيبر پښتونخوا څخه چهاپ سو.
چې پکښې دعصر حاضر دمجسمو (وهابیانو) ټول دلائل يې په تار عنکبوت بدل کړي دي او موقف داهل السنت والجماعت يې په طريقه داعتدال ښه روښانه کړي دي.
پر دغه کتاب تقريباً ۵ کاله زيار وخواري ايستل سوي ده..پر ډيرو جالبو موضوعاتو يې ښه مدلل علمي بحث کړي دي.
پر کتاب باندې دمتکلم اسلام مولانا سجاد حجابي صاحب دامت برکاتهم العاليه(مردان)
او دمحقق العصر مولانا محمد عاصم قاسمي صاحب دامت برکاتهم العاليه (هند)
تقاريظ اخيستل سوي دي.
نو ملګري دي پر وخت دتر لاسه کولو هڅه وکړي.
مؤلف په کتاب کې پر دغه مباحثو باندي تفصيلي بحث کړي دي.
(۱) دصفاتو اقسام:
(۲)دتفويض متعلق داهل السنت والجماعت او دوهابيانو تصريحات:
(۳)په صفات دمتشابهاتو کې دمتاخرينو دمسلک وضاحت:
(۴) ثبوت دتأويل:
(۵) داهل السنت او اهل بدعتو په تاويل کي فرق:
(۶) دتأويل ضرورت څنګه را پيښ سو؟
(۷)دتجسيم داثبات په حواله دوهابيانو دعلماء کرامو تصريحات:
(۸) آيا دغه صفات دمتشابهاتو څخه دي او که دمحکماتو څخه ؟
(۹) په قرآن کريم کې دلفظ استواء مقامات:
(۱۰) داستواء علی العرش متعلق دوهابيانو دعوی او تنقيحات:
(۱۱)مسئله د استواء علی العرش او امام مالک رحمه الله:
(۱۲)دمعيت متعلق دوهابیانو او اهل السنت والجماعت موقف:
(۱۳) په لفظ د:اين الله) سره سوال کول غلط دي:
(۱۴) دالفقه الاکبر په يو عبارت سره دوهابيانو دهوکه:
(۱۵) آيا دالله تعالی کلام نفسي دي او که لفظي؟
(۱۶) داهل السنت والجماعت څخه مراد څوک دي ؟
(۱۷) دلغت عرب څخه داستواء وه معناوي او مسالک:
(۱۸) داشعريو او ماتريديو په مينځ کي په څو مسائلو کي اختلاف موجود دي؟
(۱۹)داشعريو او ماتريديو د داختلاف حيثيت:
(۲۰) دعلم الکلام اصول هم سته او فروع هم:
(۲۱) آيا صفات الٰهيه دالله تعالی عين دي او که غير؟
(۲۲) الله تعالی نه خارج العالم دي او نه داخل العالم؟
(۲۳) آيا ابن ابی العز حنفي وو او که تارک المذهب وو؟
نوټ: کتاب په اردو ژبه دي ان شاءالله لږ وروسته به دژباړي ترتيب همورته جوړ کړل سي.......................
دترلاسه کولو ادرس:
مکتبه رحمة اللعالمين صوابي پشاور:
دواټساپ شميره:
۰۳۱۴۵۵۲۹۳۲۹