دنیا کی حقیقت سے صرف چار لوگ واقف ہیں۔ یتیم بچہ، محتاج آدمی، بدصورت عورت اور بے روزگار نوجوان۔
Copied
مومند شاعرې
Researcher, poet and composer. Work as a lecturer at university
غزل
نېزه دې داسې وي، تفنګ دې مدام دغسې وي
دا خلق ورک کړﺉ چې وﺉ جنګ دې مدام دغسې وي
چې راترغاړې شې تر مياشتو معطره اوسم
چې ستا په غاړه دي لونګ دې مدام دغسې وي
انکار ٸې نهء کوو د بوسې نه ٸې مخ نهء اړؤ
خو وې ٸې نهء چې دا قلنګ دې مدام دغسې وي
جنګ دې خداے نهء جوړوي، وينې دې خداے نهء تويوي
په نيکنۍ توره پروت زنګ دې مدام دغسې وي
ستا د ځوانۍ او د شوخۍ د اداګانو نشان
ستا په ورغوي کښې اترنګ دې مدام دغسې وي
زما دې سپينه جامه ټول عمر له پاکه نهء شي
تور د يارۍ ورباندې رنګ دې مدام دغسې وي
ستا نوم ٸې نا اخیست مومندا ! خو بس دا ٸې وٸيل
په ديدنونو مست، ملنګ دې مدام دغسې وي
رضوان الله مومند
۲ اپرېل ۲۰۲٦ء
اسلام اباد
25/04/2025
11/01/2025
د نن ورځې په هېواد اخبار کښې د ارواښاد پروفېسر ډاکټر اقبال نسیم خټک صېب په اړه زما یو څو کرښې د مراد علي مراد صېب په مننه۔۔
د ډاکټر اقبال نسيم خټک ژوند او ادبي شخصيت
لیک: رضوان الله مومند
د پښتو ادب په سپېځلو شخصياتو کښې يو لوے نوم د ارواښاد پروفېسر ډاکټر اقبال نسيم خټک دے، څوک چې ظاهري طور زمونږ سره موجود نۀ دے ، ولې د خپلو نۀ هېريدونکېو خدماتو له کبله نن هم زمونږ په زړونو کښې ژوندے دے ـ ښاغلي د دسمبر په ۱۲ نېټه کال ۱۹۴۲ء کښې د کرک په څوتره نومې کلي کښې د راز بادشاه په کالۀ کښې سترګې غړولې وې ـ د نيکۀ نوم ئې احمد شاه او د ور نيکۀ نوم ئې محمد شاه وۀ ـ
په قبيلوي مناسبت سره ئې تړون د پښتنو د يادې ډلې کرلاڼي پښتنو د مهمې قبيلې خټکو سره وۀ، بيا په خټکو کښې ئې تعلق د تري د يو ذيلي ښاخ عظيم سره وۀ ـ د يو شعرنه ئې د خټکو سره قبيلوي تعلق څۀ داسې په ډاګه کيږي، وائي:
"لباسي خندا مې نۀ زده، زۀ د غرۀ ساده خټک يم
ستا محفل دې سلامت وي که ما شا کړه ستا محفل ته"
اقبال نسيم خټک تر شپږم جماعته پورې زده کړې د خپل کلي په مدرسه کښې ترلاسه کړې دي، په دغه اوان د دوي استاذان ملک اقليم خان، پرېشان خټک، محمد صديق خټک او نورشاه جهان وو ـ د شپږم جماعت نه پس دوي اتم جماعت د خپل کلي د مډل سکول نه پاس کړے دے او بيا لسم جماعت ئې په کال ۱۹۶۰ء کښې د ګورنمنټ هائي سکول کرک نه پاس کړے دے ـ د لسم جماعت نه پس دوي د يو پرائيوېټ طالب علم په حېث په کال ۱۹۶۴ء کښې دولسم او په کال۱۹۶۶ء کښې د څوارلسم امتحانونه په ښو نمبرو پاس کړي دي ـ د دې نه پس دوي په کال ۱۹۷۰ء کښې اول په اردو کښې او بيا په کال ۱۹۷۵ء کښې په پښتو کښې شپاړسم کړے دے چې په کښې ئې په درسته يونيورسټۍ کښې وړومبے پوزيشن اخستے دے ـ
دغه شان دوي خپله تعليمي سلسله جاري ساتلې ده او په پښتو ادب کښې د شپاړسم کولو نه پس ئې "د خوشحال او جماليات" په موضوع په پښتو ادب کښې د پروفېسرجهانزېب نياز په نګرانۍ کښې د جنورۍ په مياشت کال ۱۹۸۴ء کښې پي اېچ ډي ترسره کړې ده، چې ورته د پښتو ادب په تاريخ کښې د وړومبي پي اېچ ډي ډاکټر اعزاز حاصل دے ـ
د پېشې په لحاظ سره ډاکټر اقبال نسيم خټک د لسم پاس کولو نه پس په۲۴ فرورۍ کال ۱۹۶۱ء د کوهاټ د لنډي کچۍ په سکول کښې عارضي استاد مقرر شوے دے او بيا په ۱۰ اپرېل ۱۹۶۲ء د دوي تقرري په ګورنمنټ مډل سکول ميټاخېل شوې ده ـ دغه شان د بي اے او بي اېډ کولو نه پس بيا په ۱۵ جون ۱۹۶۷ء دوي په ګورنمنټ هائي سکول ټل کښې د انګرېزۍ ژبې استاد مقرر شوي دي چې وروستو په يکم مئ ۱۹۷۲ء کښې له دغه ځايه ډب ته بدل کړے شو ـ د دغه نوکرو او په پښتو ادبياتو کښې د شپاړسم کولو نه پس دوي په جولائي ۱۹۷۷ء کښې په پښتو اکېډيمۍ پېښور يونيورسټۍ کښې د ريسرچ ليکچرار په عهده اخستے شوي دي ـ او هم دغه نوکري ده چې دوي ئې د کرک نه پېښور نه په راتلو مجبوره کړي دي ـ د دې نه پس د دوي ټول ژوند په پېښور کښې تېر شوے دے ـ
په کال ۱۹۷۹ء کښې چې کله د اکېډيمۍ او پښتو څانګې ترمېنځه کرښه راښکلے شوه نو د دوي د مرضۍ نه بغېر ئې دوي پښتو څانګې ته راوستل ـ په فروري ۱۹۸۴ء کښې دوي بيا دوي د اسسټنټ پروفېسر په حېث مقرر شو او په کال ۱۹۹۵ء کښې دوي پوره پروفېسر وټاکلے شو ـ د کال ۱۹۹۴ء نه تر د فرورۍ ۱۹۹۹ء پورې دوي بيا د پښتو څانګې چيئرمېن وو ـ او بيا په کال ۲۰۰۲ء کښې د دوي د ملازمت عمر پائې ته ورسېدو او فېنشني شول ـ ولې بيا دوي د څه مودې دپاره د اېم فل او پي اېچ ډي سکالرانو ته د کلاسونو اخستو دپاره ايسار کړے شول ـ
د دوي د شاګردانو فهرست خو ډېر اوږد دے ولې د دوي د اېم فل پي اېچ ډي چې کوم شاګردان وو ، د هغوي نومونه او تحقيقي موضوعات څۀ په دې ډول دي:
د اېم فل شاګردان او د هغوي موضوعات:
1. بي بي مريم، د پښتو د نثر تاريخي او تنقيدي جائزه، ۱۹۸۵ء
2. شاهده بېګم، په پښتو ادب د تصوف اثرات(د روښانيانو پورې)، ۱۹۹۱ء
3. حکيم الله جان، په پښتو شاعرۍ کښې طنز ومزاح، ۱۹۹۵ء
4. فضل ربي، د سيد رسول رسا ژوند او ادبي خدمات، ۱۹۹۹ء
5. کوثر شبانه، خور مير درد او د رحمان د کلام تقابلي جائزه (علامه اقبال اوپن يونيورسټي)، ۲۰۰۰ء
6. روح الله، د پښتو رزميه شاعري، ۲۰۰۱ء
7. فرخنده حيات، د عبدالاکبر خان اکبر ژوند او ادبي خدمات، ۲۰۰۱ء
8. محمد عرفان، پښتو غزل ته د خوشحال بخښنې، ۲۰۰۱ء
9. بادشاه روم، د خوشحال په کلام کښې تلميحات او اشارات، ۲۰۰۲ء
10. عصمت بي بي، د دستارنامې علمي او ادبي جائزه، ۲۰۰۲ء
11. ګل لخته سدوزئ (افغانۍ)، پښتو غزل د شلمې صدۍ په اخري دوه لسيزو کښې، ۲۰۰۴ء
12. زېنب اورکزئ، په پښتو شاعرۍ د اسلام اثرات،۲۰۰۴ء
13. محمد عالمګير، خوشحال په حېث د يو مزاحمتي شاعر، ۲۰۰۵ء
14. نګهت ياسمين، د پښتو افسانې په وده کښې د زنانه ليکوالو کردار (علامه اقبال اوپن يونيورسټي)، ۲۰۰۹ء
15. بنارس خان خټک، د اردو او پښتو د کلاسيکي غزل تقابلي جائزه (۱۹۵۷ء پورې)، (علامه اقبال اوپن يونيورسټي)، ۲۰۰۹ء
16. شېرزمان سيماب، په ملاکنډ کښې د پښتو د غزل ارتقاء، ۲۰۰۹ء
17. مشتاق علي، د رحمان بابا او اقبال تقابلي مطالعه، (علامه اقبال اوپن يونيورسټي) ـ
18. محمد داؤد جان، په پښتو شاعرۍ کښې ملي شعور، (علامه اقبال اوپن يونيورسټي) ـ
د پي اېچ ډي شاګردان او د هغوي د مقالو موضوعات:
1. ډاکټر محمد همايون هما، د پښتو ادب په وده کښې د "قند" کردار، ۲۰۰۱ء
2. ډاکټر زيت الرحمن، پشتو میں اقبال کے متراجم کا جائزہ، ۲۰۰۳ء
3. ډاکټر بي بي مريم، د پښتو د ناول تجزياتي مطالعه، ۲۰۰۴ء
4. ډاکټر حکيم الله جان، په پښتو ادب کښې د طنز ومزاح تنقيدي مطالعه، ۲۰۰۴ء
5. ډاکټر بادشاهِ روم، د خوشحال په کلام کښې مذکور شخصيات، ۲۰۰۷ء
6. ډاکټر محمداجان حقپال (افغان)، د پښتو رباعۍ ارتقاء، ۲۰۱۱ء
7. ډاکټر عصمت بي بي، د خوشحال او اقبال په کلام کښې مشترک قدرونه، ۲۰۱۲ء
8. ډاکټر جاوېد اقبال خټک، د همېش خليل ژوند او ادبي خدمات، ۲۰۱۴ء
ډاکټر اقبال نسيم خټک د اېم فل د اتلسو او د پي اېچ ډي د اتؤ شاګردانو نګراني کړې ده ـ
په پښتو ادب کښې د اعلیٰ خدماتو په وجه دوي وخت په وخت يو شمېر اعزازات او اېوارډونه هم اخستې دي چې تفصيل ئې څۀ داسې دے:
1. ګولډ مېډل (اېم اے پښتو) ۱۹۷۵ء
2. په پښتو ادب کښې د وړومبي ډاکټر اعزاز، ۳۰جنوري ۱۹۸۴ ء
3. د مولانا مودودي اسلامي ادب اېوارډ، ۲۴مارچ ۱۹۸۹ء
4. د اعزاز فضيلت صدارتي اېوارډ، ۱۹۹۴ء
5. علامه اقبال انټرنېشنل کانفرنس لاهور اېوارډ، ۲۴ اپرېل ۲۰۰۳ء
6. اباسين آرټس کونسل ادبي اېوارډ ۲۴مئ ۲۰۱۲ء
7. اجمل خټک ادبي اېوارډ، ۲۱مارچ ۲۰۱۳ء
8. ماسټر خان ګل ميموريل اېوارډ، ۵دسمبر ۲۰۱۳ء
9. خوشحال خان خټک ادبي اېوارډ، ۲۰ اپرېل ۲۰۱۴ء
10. د کرک د ضلعې ادبي شخصيت اېوارډ، ۵ فروري ۲۰۱۵ء
11. خان محمد زمان خان خټک امن اېوارډ، ۱مئ ۲۰۱۵ء
ډاکټر اقبال نسيم خټک د پښتو ادب يو ښۀ تخليقکار، محقق، نقاد، ژباړن او ښۀ نثرنګار وۀ ـ د دوي په چاپ شوو اثارو کښې "خوشحال او جماليات"، "د راز خبرې په کاغذ"، "دردانې"، "د رنګ او بو قافله"، "پشتون شناس"، د تاند او بهاند تخيل شاعر"، "د جبل النور په لمن کښې (سفرنامه)، "د ماشوم پالنه(ترجمه)"، "سپرټ اف اسلام(ترجمه)"، د جادو چاقو (ترجمه)، منشيات که زهرِقاتل(ترجمه) او "په اسلام يو نظر" شامل دي ـ د دې نه علاوه دوي يوه اوږده موده په مختلفو ورځپاڼو کښې د کالم نګارۍ سلسله هم جاري ساتلې ده او په مختلفو کتابونو ئې سريزې هم ليکلې دي ـ
څومره پورې چې زما مطالعه ده نو په دغه کتابونو ئې ليکل خوندي دي ـ "د ايکي يو ځوي مرثيه (حارث عبدالرحمان)، چې په هر کاڼي په هر بوټي تحرير شوم(سيد زاهد حسېن زاهد)، ګل ورين (مجيد الله خليل)، خوږلن (بهرام زخمي)، ګنګوسه (اسير منګل)، نيمه خوا (غلام افرېدے)، بنزے (ناول)"غازي سيال"، رڼا (خېبر افرېدے) ، ګل پاڼه (ډاکټر علي خېل درياب)، تازه ګلونه (صلاح الدين اصلاح)، د حمزه بابا خطونه (خيال سيد ابادي) او د چيندي غاړه (محمدالله ارمان) "ـ
دغه شان د دوي په ناچاپه اثارو کښې "حال حقيقت وايم" د ذکر وړ اثر دے ـ کوم کښې چې دوي د خپل ژوند د يو شمېر حقيقتونو نه پردې پورته کړې دي، د پښتو ادب کومو شخصياتو چې وخت په وخت دوي سره کومې ناوړه روئې کړې دي هغه ئې ډېر په واضحه توګه بيان کړې دي په اخره کښې د ټولو د معافۍ اعلان کړے دے ـ
د ډاکټر اقبال نسيم خټک د درانۀ او سپېځلي شخصيت په حقله ډېر څۀ ليکلے کېدے شي ځکه چې هغۀ د ډېر خور اور شخصيت مالک تېر شوے دے، ولې زۀ به دغه لنډې خپلې خبرې د هغوي په دې شعر راټولې کړم چې چې:
" مونږ د خپل زړګي په وينو د ادب شمعې کړې بلې
مبارک شۀ زلمو جونو په رڼا کښې مو سفر دے"
د ډاکټر کرن خان له خلې۔۔۔
تاسو هم ټپه شٸ۔۔۔ګورو چې څوک به ښهء ټپه رالېږي
04/12/2023
غـــــــزل
ســـتا یـــــادونه کـــه تـــراخــــهء دي
خــو د نـــهء راتلـــو نـــهء ښـــهء دي
د یـــو دوؤ ســــترګو خاطـــــــر دے
ګنـــې دلـــــــته زمــــا څـــــــــهء دي
انــــسانان دي جــــو بــــس ښهء دي
پښــــــتانــــهء دي او کــه نــــهء دي
ســـر به خورم خو سر به نهء خوري
دا لـــوظــــونه پښـــــــــــــتانهء دي
ښکلي ټیـــــنګ پـــــه یـــوه نهء دي
د زړګــــــــــــــــو کـــلي پــــرهء دي
وایــــــه مـــــونږ د چــا د څـهء یو؟
تــه وے دوﺉ د چـــــا د څـــهء دي؟
چــــې مـــونږ روغ ورسره ښهء یو
لېــــــوني راســــــــــره ښـــــهء دي
د ګلـــــونو پــــه څېـــــر ښــــکاري
د ګلـــــونــــــو د کــــــــــالهء دي؟
چې مـــــــــومند! څو سپینې اووې
بلـــها خــــلق تــــــــرې خـــفه دي
رضوان الله مومند
٤ دسمبر ٢٠٢٣ء
09/11/2023
زما څو شعرونه
Click here to claim your Sponsored Listing.