10/07/2026
نن په لسمه جولائ کال دوه زره شپږويشت، په ګورنمنټ پوسټ ګريجويټ کالج بنو کې ده پښتون سټوډنټس فيډريشن له خوا ده عوامي نشنل ګوند ده مزهبي امورو مرکزي سیکرټري ملي شهيد مولانا خانزيب أول تلين په مناسبت راجوړه شوې غونډه کې ده جاني خېل سټوډنټس سوسايټي قانوني ټيم ډپټي ليګل ايډوائزر ايډوکيټ هارون باچا سره ده ملګرو ګډون وکړ.
په دې غونډه کې ده شهيد مولانا خانزيب ژوند په حواله او ده مولانا صاحب مبارزې په اړه خبرې وشوې، ملي شهيد ته ده عقيدت ګلونه وړاندې شول، او ده مولانا صاحب روح ته دعاګانې وشوې.
ټولو ګډونوالو عهد وکړ چې خپل ملي شهيدان به هيس کله نه هيره ؤو ، تل به مو په زړونو کې وي او دوئ مبارزه به دوام داره ساتو.
دې غونډې په آخر کې ده پښتون سټوډنټس فيډريشن بنو صدر عابد سورانی او ده پي ايس ايف ملګرو له خوا زموږ ډپټي ليګل ايډوائزر ايډوکيټ هارون باچا ته ده مولانا صاحب کتاب « اسلام او قام پرستي » ډالې کو.
پښتون سټوډنټس فيډريشن ملګرو مننه کؤو چې مونږ ته يې په درناوي بلنه راکړه او غونډه کې يې عزت او احترام راکړ.
پريس سیکرټري جاني خېل سټوډنټس سوسايټي.