Professor Faheem Shah Zafar Kakakhail

Professor Faheem Shah Zafar Kakakhail This page contains of pashto poetry

21/10/2025
10/10/2024

یاره تا لیرلي څه دی په دي صنم کښي
څو څو ځله ویشتي شوي یی دي چم کښي

څه که ته چري په کال کښي هم رانه ش
ستا ثصویر مي دی ساتلي په البم کښي

ته زما پوښتنه اوکړه یا او مکړه
زه به تل ساتمه تا د زړه حرم کښی

ته چي ماته نصیحت کوي د صبر
دي بورا لیدلي څه دي په شړشم کښي

ستا د وصل امیدونه مي شو خاوري
دادي سوزم د بیلتون په جهنم کښي

تا چي اووینمه کله زه له ورایه
دا زړګي مي په درزا شي په هغه دم کښي

دیار خیاله محترم یی په ما ګران یی
تا ساتمه به مدام د سترګو نم کښي

که په هر لور د صبر راغلي حرکت کښي
درجي دي او چتیږی هر قدم کښي

انتها د خوشالي به دي په دو شي
که نصیب دی چرته اوشو بیا زمزم کښي

د څه اوکه د څه مکوه بي شکه
دا فاءده ده هم په مدح هم په زم کښي

سپینه ګیره څه غیب نه دي یو ادیب له
لا خو زور دي شته ظفره په قلم کښي

فهیم شاه ظفر کاکاخیل
10 آکتوبر 2024

20/07/2024

دوطن مخ په خپلو وینو وینځی ډیرعظیم دی دا زما دکلی خلق
(د اردو د یو شعر ترجمه) غزل مي پری لیکلی دی)
۰ فهیم شاه ظفر کاکاخیل

13/12/2023
01/05/2022
مردان د شعر و ادب په لحاظ سره  ډیره مسته او زرخیزه زمکه ده دې  خاوري ډیر پیاوړی او ادبی اتلانان زیګولی دی  په تیره تیره ...
18/09/2021

مردان د شعر و ادب په لحاظ سره ډیره مسته او زرخیزه زمکه ده دې خاوري ډیر پیاوړی او ادبی اتلانان زیګولی دی په تیره تیره چی غزل کښی یی څومره نوم پیدا کړی دی چی د هغوی څومره صفت اوشی نوکم دي لکه اندیش اقبال ذاهد شفق راهی ګوهر او دهغه شان یوڅو نور خو زه چی دلته د کوم شاغر ذکر کوم هغه په دی دنیا کښی نشته یعنی بشر زار ^:::::بشیر زار د یو ښه شاعر سره یو ښه انسان هم وو دلته به دا زیاتی وی چی زه د ګران کشر فیض الوهاب فیض ذکر اونکړم چی د چا په کوششونو چی دا خونده وره فنپاره (شګلن کمر) میدان ته راؤوته الله دی ده ته نور وس او طاقت ورکړی چی د دغسی بی آسري شاعرانو ډاډګیرنه او ملاتړ اوکړی دضلعی واکدارانو هم شکریه ادا کوم چی د بلا شاعرانو فنپاري یی میدان ته داؤ ویستي نور بیا

فیض الوهاب فیض د پښتو د ادب په اسمان  یو ځلنده ستوری دي  دي تر خپله وسه د پښتو ادب خدمت ته ملا تړلې ولاړ دی   کله چی ده ...
17/09/2021

فیض الوهاب فیض د پښتو د ادب په اسمان یو ځلنده ستوری دي دي تر خپله وسه د پښتو ادب خدمت ته ملا تړلې ولاړ دی کله چی ده ته جیب او وخت اجازت ورکړی نو یو خونده وره فنپاره میدان ته راؤباسی او بیاﺉ خپلو مشرانو او کشرانو ته ډالی کړی چی ده د هر چا د وس کارنه دی ماته یی هم داکتاب تنقید نظر اوعمل د یو ملګری په لاسو بخشالی ته راوا ستولو زه دده په دی زیار ده ته د زړه د تل نه امبارکی ږرکوم او دا دعا ورته کوم چی الله دی نور طاقت ورکړی چی د پښتو ادب جولې په نورو ګل ورینو فنپارو خسته کړی

19/08/2021

امام عالی حضرت امام حسین ته د عقیدت پیرذوءینه

اې امام د جنتیانو امامت نه د قربان شم
ای سردار د شهیدانو شهادت نه د قربان شم
سر لوړی نه د قربان شم بهادری نه د قربان شم
لویه ورځ د مبادک شه لوی عظمت نه د قربان شم

په میدان د کربلا کښی په اسلام چی ته قربان شوی
مسلمان په تا ناذیږی ته یو ستوری د اسمان شوی
تر قیامته به یادبږی تر قیامته جاو دان شوی
ته یو ګل وی ټوکیدلی د نکهت نه د قربان شم

و هر چاته به یادیږی د ملت په سر درو کښی
د کوثر شراب د اوڅکل د بهشت په باغیچو کښـی
مرتبه شوه ستا اوچته د جنت په شا زلمو کښی
ستا یو رعب وه دبدبه وه شجاعت نه د قربان شم

ته د علم و عرفان شمع تا تیرو کښی هم رڼا کړه
تا باطل ته لته ورکړه تل د حق د ملګرتیا کړه
مسلمان د یو ملت شی تا مدام به دا دعا کړه
ته یی میاشت د څوارلسمی د ذینت نه د قربان شم

ته د صبر خزانه وی ته په عزم کښی فولاد وی
په اسلام باندی مین وی هم مبن په خپل اولاد وی
اذادی دا ستا مرام وو په عندنه د فساد وی
ته یو مینه محبت وی د الفت نه د قربان شم

ته فرذند د شیر علی یی هم نمسی د مصطفی یی
ته شهید د کربلا یی د ذهره د زړه درزا یی
ته افضل په خپله خونه نازولی د هر چا یی
ته محبوب د پاک الله بی شرافت نه د قربان شم

غریو نیولی هم فرات وو لوړ اسمان په واویلا شو
ستوری واړه په سلګو شول ټول ماحول ژړا ژړا شو
خپله وینه د پیر زو کړه یو ناتار په کربلا شو
سر د ټیټ یذید ته نکړو د جرات نه د قربان شم

تا په لار د ننګیالو کښی د اولاد قربانی ورکړه
هم په دار دی نن منصور ته ابدی ذندګی ورکړه
تا راتلونکی ټول اولس ته یو جذبه مثالی ورکړه
ډیر لاءاق ته د صفت یی د صفت نه د قربان شم

ډیر ظلمونه تا برداشت کړل د یذید لښکر د لاسه
د اسلام په ننګ شهید شوی د ظالم شمر د لاسه
دا تحفه د مینی واخله د فهیم شاه ظفر د لاسه
څومره لوړ ستا شخصیت دی شخصیت نه د قربان شم

Address

Bakhshali

Telephone

+923005867103

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Professor Faheem Shah Zafar Kakakhail posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Professor Faheem Shah Zafar Kakakhail:

Shortcuts

Share

Category