30/07/2026
🌱 د شین باجوړ مهم | Green Bajaur Campaign 🌱
د باجوړ سټوډنټس آګنایزیشن، عبدالولي خان پوهنتون مردان د صدر حسین خان په مشرۍ او د کابینې د غړو افتخار خان،بیت الله، اسرار احمد، او زاهد الله په ګډون، د تحصیل سلارزۍ د برامدک د لکیانو په غره کې د ونو د کرلو یو منظم او مهم پروګرام ترسره شو۔
دا مهم یوازې د ونو د کرلو تر کچې محدود نه وو، بلکې د خپلې سیمې د شنه کولو، د چاپېریال د پاکوالي او د راتلونکو نسلونو لپاره د یو دوامدار او سالم چاپېریال د رامنځته کولو په لور یو مهم او مثبت ګام وو۔
ونه یوازې د ښکلا نښه نه ده، بلکې د ژوند، پاکې هوا، سالم چاپېریال،د خاورې د ساتنې،د بارانونو د توازن او راتلونکو نسلونو د سوکاله راتلونکي ضمانت هم دی۔
له همدې امله، راځئ چې د ونو د کرلو او ساتنې په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړو، ځکه یوه ونه کرل د راتلونکو نسلونو لپاره یوه ارزښتناکه او دوامداره ډالۍ ده۔
که نن یوه ونه وکرو، سبا به زرګونه خلک ترې ګټه واخلي۔ 🌳💚
شین باجوړ، زموږ ګډ هدف!