17/12/2017
Congratulations
دا ځل د خيبر پښتنخوا لپاره ټاکنه
په خوښيو مو خبرو چې ښاغلی واکمن صافی, چې پښتونخوا کې د افغانانو لپاره د ټولنيزو کړنو بنسټګرو نه ګڼل کيږي, زموږ د ملي پرمختګ اجتماعي ټولنې برخه وګرځيد او د رياست عمومي عالي مقام په هدايت د پښتونخوا استازی وټاکل شو. ښاغلی صافی به پښتونخوا کې د ټولنې استازيتوب کوي او د ځايي افغانانو, زده کړيالانو او هلته تلونکيو ناروغانو سره به هر راز مرستې کوي.
ښاغلی صافی چې هلته د افغان محصلينو ټولنې بنسټګرو څخه دى, د يادې ټولنې ريس پاتې شوی, نادرن پوهنتون کې د افغان محصلينو مسؤل و او د افغان اتحاديو شورا مشاور سکرتر پاتې شوی.
د نوموړي ټولنيز کارونو ته په کتو, د ملي پرمختګ اجتماعي ټولنه د ښاغلي ټاکنه خپل وياړ ګڼي او د همدې فرصت نه په ګټې اخيستنې تاسي ټولو ته په پښتونخوا کې د لاندې خدمتونو تر بريده ملاتړ کوي.
- د لوړو زده کړو لارښوونه او داخلو کې
- د ناروغانو سره هر راز وړيا لارښوونه او د وينې بانک له لارې د وينې اماده کول.
- د ميشت مهاجرينو او هلته ميشت افغانانو حقوقي لارښوونو او ملاتړ کې.
واکمن صافی صيب!
الله مو راوله