29/10/2025
عشاق
أحب الصالحين ولست منهم
وأرجو أن أنال بهم شفاعة
29/10/2025
*🌹د محبوب العلماء والصلحاء عارف بالله حضرت مولانا پیر حافظ ذوالفقار احمد صاحب نقشبندي مجددي دامت برکاتهم العالیه له ګټورو وینا وو څخه🌹*
*🎖️"ګولډن چین"🎖️*
*(طلايي ځنځیر)*
*تاسو ته د "ګولډن چین" (طلایي ځنځیر) په اړه معلومات شته؟*
*که نه وي، نو دا ډېره لويه کم نصیبي ده، او که پوهېږې خو عمل پرې نه کوې، نو دا تر دې هم ستره کم نصیبي ده.*
*🌹حضرت مولانا پیر ذوالفقار احمد صاحب نقشبندي مجددي مدظله🌹* يو ځل وفرمايل:
💖 *دا نيت وکړئ چې يا الله! زه چې هر نېک عمل کوم، د هغې ثواب د حضرت آدم عليه السلام نه تر قيامته پورې هر مسلمان ته ور ورسوه.*💖
✨️ *ګټه:*
🌹 *لکه څنګه چې موږ يو ځل "سبحان الله" ووايو، نو يوه نېکي ترلاسه کوو، او د يوه نېک عمل اجر لس چنده ورکول کېږي، يعنې موږ ته لس نېکۍ راکړل شوې.*🌹
💖 *اوس که موږ دا ثواب ټولو مسلمانانو ته وبخښو، نو داسې وشول لکه موږ چې د هر مسلمان سره احسان وکړ، او د هر احسان په بدل کې موږ ته يو اجر راکول کېږي، او بيا هم د يوه اجر بدله لس چنده ده، يعنې لس نېکۍ.*💖
💗 *او وګورئ چې څومره مسلمانان له دنيا تللي، او څومره به لا راځي – ايا موږ دا شمېرلی شو؟*💗
⭐️ *فکر وکړئ، چې يوازې يو ځل "سبحان الله" ويلو او بخشش کولو سره به څومره نېکۍ ترلاسه شي!*⭐️
💞 *که له همدا اوس دا نيت وشي، نو موږ کولای شو چې د آخرت په حساب کې ډېرې نېکۍ جمع کړو.*💞
سلف صالحینو به ویل:
🌹 *"له آسمانه راکوزېدونکی تر ټولو قیمتي: توفیق ده؛*🌹
🌹 *او له ځمکې نه آسمان ته ختونکی تر ټولو قیمتي: اخلاص دی!"*🌹
(التحبیر شرح التحریر : ۶۲)
*الله رب العزت نه د نیکو اعمالو توفیق غوښتل او هر نیک عمل په اخلاص سره (د الله رب العزت د رضا لپاره) ترسره کولو کوشش باید لازما وکړو*
16/06/2025
یوه سړي *امام ابراهیم بن ادهم رحمه الله* ته عرض وکړ:
🌹 *"زه د شپې لمونځ (تهجد) نشم کولای، نو مهرباني وکړئ علاج یې راته ووایاست."*🌹
هغه وفرمایل:
💖 *"د ورځې د الله نافرماني مه کوه، هغه به تا د شپې خپل حضور ته ودروي. ځکه چې د شپې د هغه په وړاندې درېدنه تر ټولو لوی ویاړ او عزت ده؛ او نافرمان د دې عزت مستحق نه دی!"*💖
(فصل الخطاب في الزهد والرقائق والآداب: ۹/۴۰۰)
16/06/2025
💖 *د محبوب العلماء والصلحاء پیر طریقت رهبر شریعت حضرت مولانا پیر حافظ ذوالفقار احمد صاحب نقشبندي مجددي دامت برکاتهم العالیه له ارشاداتو څخه*💖
🌹 *"الله" لفظ د محبت بلنه ورکوي*🌹
"دا چې د *"الله"* لفظ دی، دا د محبت بلنه ورکوي. دا د عربی ژبې له کلمې *"وَلاہٌ"* څخه اخیستل شوی دی، او په عربي کې *"وَلاہٌ"* او *"وَلِهَ"* دواړه د محبت معنا لري.
همدارنګه، په اردو او فارسي ژبه کې هم *"والا"* هغه چا ته ویل کېږي چې ډېر محبت کوي، یعني عاشق.
(د هندوستان لوی صوفي عالم، علماء دیوبند له اکابرینو څخه)حضرت مولانا فضل الرحمن ګنج مراد آباديؒ د *اللهﷻ* د نوم ژباړه *"من موہن"* کړې ده، یعني هغه څوک چې *زړونه یې خوښوي* او یا *زړه راښکونکی.*
نو هر کله چې مونږ اللهﷻ ته د *"یا الله"* په کلمه عرض وکو؛
نو په بل عبارت کې؛ ګویا مونږ داسې وایو:
💖 *ای زموږ د زړونو محبوبه!*💖
*د اللهﷻ نوم پخپله داسې دی چې معنا یې د زړونو محبوب دی."*
حوالہ کتاب:❣️
خطبات فقیر، جلد۴۳، صفحہ۳۱
15/06/2025
💗امام ابن القیم رحمه الله💗 فرمایلي دي:
🌹💖 ذکر کوونکي ته "ذکر" دومره طاقت ورکوي چې هغه د ذکر سره هغه څه کولی شي چې بې له ذکره یې تصور هم نشي کولی۔💖🌹
28/05/2025
*قیمتي او اهم ترینې ورځې را رسېدلي دي، دا هم ایام معلومات، ایام معدودات (په شمار یو څو ورځې) او هم ایام الحج دي♥️*
*د کال لس غوره ورځې....*
*څې الله رب العزت د سورة الفجر په اولني آیاتونو کې پرې قسم هم کړی.*
د دې هره لحظه به موږ نه ضایع کوو، إن شاء الله...
کولای شو دا کارونه وکړو:
*د سلسلې عالیې نقشبندیې مبارکي خپل ورځني معمولاتو او اشغالو سره سره لاندې اعمالو ته هم جدي توجه وکړو او عمل کې راولو:*
*۱: روژه نیول*
*۲: صدقه ورکول*
*۳: لا اله الا الله ویل (تَهلیل)*
*۴: زیاتې دعاوې کول، هر وخت او خاصتاً په سجدې کې*
🌹🌹🌹🌹🌹🌹🌹🌹
له سهار څخه تر ماښامه او دَ شپې ورځنی مهالوېش داسې تنظیمولی شو:
*💫مسنون دعاګانې (اذکار الصباح والمساء) اپلیکیشن ډاونلوډ کولو سره له هغې نه په ترتیب سره ویل او یا هم چاپي کتاب نه مستندې مسنون دعاګانې ویل.*
*💫 د شپې ویده کیدلو په وخت تهجدو لمونځ ته دَ راپورته کیدلو په کلک نیت او مضبوط عزم سره ویده کېدل– په نیت کولو سره الله رب العزت انسان ته د عمل توفیق ورکوي.*
*💫 ورځ د تهجد لمونځ سره شروع کول*
*💫 د نهو ورځو روژې نیول، که نشي کېدلی نو د عرفې ورځ خامخا روژه نیول*
*💫 فجر(سهار) لمونځ وروسته د قرآن تلاوت*
*💫 ټول لمونځونه پر خپل وخت په جماعت سره اداء کول*
*💫 اشراق او ضحی (څاښت) لمونځ کول*
*💫 ورځ د صدقې سره شروع کول، د وس مطابق هره ورځ صدقه ورکول*
*💫هر چا که له موږ سره زیاتی کړی یې او یا یې حق را څخه خوړلی وي نو ټولو مسلمانانو ته په صدق او خلاص سره معافي کول.*
*💫 صلہ رحمي – چې ناراض وي، هغوی سره جوړ جاړی، چې لیدو ته ورسېدای شئ، ورشئ، او نورو ته پیغام یا زنګ وکړئ*
*💫 د کور کارونو پر مهال ژبه او زړه د الله په ذکر مشغول وساتئ، د الله لویي هر وخت بیان کړئ*
*💫 حد اقل سل (۱۰۰) ځله تکبیرات ووایئ*
تکبیرات دا دي:
*اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ،*
*لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، وَلِلَّهِ الْحَمْدُ*
او دا هم زیات کړئ:
*اللهُ أَكْبَرُ كَبِيرًا، وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ كَثِيرًا،*
*وَسُبْحَانَ اللّٰهِ بُكْرَةً وَأَصِيلاً*
*💫 حد اقل ۱۰۰ ځله تسبیح ویل*
*سبحان الله، والحمد لله، ولا إله إلا الله، والله أكبر*
*💫 په دې لسو ورځو کې هره ورځ محتاجانو ته تر خپل وسع خواړه ورکول*
*💫 د ماسپښین لمونځ وروسته لږ خوب (قیلولہ) وکړئ*
*💫 هره ورځ د قرآن یوه برخه تفسیر زده کړئ*
*💫 په دې ورځو کې شوي اعمال د ټول کال له اعمالو غوره دي، دَ لا زیاتو نیکو اعمالو کولو کوشش وکړئ*
*💫 خپل اخلاق سم کړئ*
*💫 په خبرو کې نرمي راولئ*
*💫 له حسد څخه ځان وساتئ*
*💫 له غیبت کولو ځان وژغورئ*
*💫 په کور کې د دین خبرې وکړئ او ماشومانو ته دیني زده کړې ورکړئ*
*💫 خلکو ته اوبه ورکړئ*
*✨ګرمي ده، د مرغانو لپاره د اوبو انتظام وکړئ.*
*💫 که زکات پاتې وي، اداء یې کړئ*
*💫 د قرآن عظیم الشان تلاوت ډېر کړئ*
*🌹راځئ چې الله جل جلاله خوشاله کړو، همت وکړو، دعاګانې دیرې زیاتې وکړو ځکه دعا د عبادت مغز بلکې دعا غوښتل عین عبادت ده، په الله رب العزت باندې خپلې دعاګانې قبولې کړو. اوټول امت مسلمه ته خصوصا دَ غزې او فلسطین مسلمانان په خپلو دعاوو کې هیر نکړو.🌹*
*💖د حرمینو شریفینو د قبولیت او آدابو والا حاضري لپاره په دې شپو ورځو کې زیاتې دعاګانې غوښتل، ځکه هم دا دحج اداء کولو ورځې دي په همدې مناسبت به دعاګانې مستجاب وي. ان شاء الله💖*
مهرباني وکړئ موږ هم په خپلو دعاوو کې هېر نه کړئ
جزاکم الله خیرا
محبوب العلماء والصلحاء حضرت مولانا پیر حافظ ذوالفقار احمد صاحب نقشبندی مجددی دامت برکاتهم العالیہ کے خلیفہ مجاز
پیر طریقت حضرت مولانا شیخ قاسم منصور صاحب نقشبندی مجددی رحمه اللہ رحمة واسعة کی یاد میں مفتی پیر صدام سالک مدنی نقشبندی کا لکھا ہوا اور ان کے آواز میں عجیب انداز سے پڑھا گیا پورا کلام💖
غیر الله محبت سزا
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Contact the school
Telephone
Website
Address
Akora Khattak
1012