Yousaf Jazab

Yousaf Jazab Pashto research & teaching

17/12/2025
09/03/2024

ادب کې د تخيل او تعقل امتزاج
ادب څه دی نو زموږ اکثر ليکونکي چې د ادب سره علاقه او واسطه لري په دغه اند دي چې دا هغه علم دی چې د انسان د تخيل، عاطفې او احساساتو او جذباتو سره ټينګې اړيکې لري نو پوښتنه دا راولاړېږي چې د دې د تعقلاتو سره هم څه رښته شته؟ نو په دغه اړه به نن که خېر وۀ ډاکټر شوکت محمود صاحب ګډون کوونکيو ته وينا کوي ټولو زده کوونکيو ته خواست دی چې د پښتون تينکرز فورم لۀ اړخه راجوړ کړي شوي په دغه پروګرام کې ضرور برخه واخلي
ياد لرل په کار دي چې ډاکټر صاحب شوکت محمود د بنو په خاوره د استاذانو استاذ دی بايد موږ ټول د دغه موقعې نه ګټه وچته کړو
نن 9 مارچ ماسپېښين دوه بجې پرېس کلب بنو ان شاء الله

08/10/2023

د آل پښتون تينکرز فورم علمي او ادبي اړخ

21/07/2023

دې لولي لولينه (د نورولي جان ثاقب صاحب پۀ کتاب زما لیکنه):
د "الناس اعداء لکل ما جهلو"، یعني خلق د هر هغه څۀ دښمن وي چې دوی پرې نۀ پوهېږي، د اثر لاندې دموږ ادبي قهرمانان ادبي او تحریري ژبه کښې ګړدودي یا لهجوي توکونو ته داسې ګوري لکه بلي مژکې ته، ګني څۀ رنګ چې د ژبو کثرت، پۀ لسانیاتي حواله، د قدرت نعمت دے هم دغه رنګ د یوې ژبې بسیار ګړدودونه هیڅ کله دې ژبې ته پۀ بېن المللي توګه زیان نۀ رسوي بلکه دا ژبني تنوع یې د حسن سبب ګرځي – لۀ ښه مرغه پښتو د ژبو پۀ هغه قطار کښې ولاړه ده چې پۀ ګړدودي حواله پرې فطرت ښۀ مهربانه دے مګر دا بېله خبره ده چې چا یې د دې اړخ د جمال ننداره نۀ ده کړې البته دموږ ګلالیو دښمنانو د پښتو د بکرې دا کړۀ کاتۀ څۀ خو څېړلي دي لېکن لۀ بده مرغه یو ځل بیا دموږ دشته دلته هم بې بارانه پاتې شوې ده ځکه چې دا لهجوي څېړنې د سرو کافرو پۀ ژبو کښې شوې دي چې دموږ دانشوران او پوهان ترې کرکه کوي:
پښتانۀ پۀ عقل پوهه چې ناکس دي
کوټه سپي د قصابانو د جوس دي
مګر لولای، زۀ دا نۀ وایم چې هغۀ څۀ دودي ژبني هنر لرلو، د پوهانو پۀ هغه قطار کښې نۀ دے ولاړ چې پۀ ژبه سیاست کوي هغۀ شاید د فطرت پۀ خوږ اواز لبیک کړي دي او چې څۀ رنګ یې د ویزې پۀ اړه یو منفرد دریځ لرلو چې "د کلي بې روزګارو" ته به روزګار لټوي هم دغه رنګ یې یو ژبني مؤقف هم لرلو چې د بنوڅۍ لهجې هر اړخ به خپله شاعرۍ کښې خوندي کوي او پۀ دي توګه د ستر ادبي قهرمان عبدالرحیم مجذوب د روایت امین ګرځېدلے دے چې د "یارانو" د ګیلومانو پرته یې پۀ ادبي ژبه کښې سیمه ایزخواږۀ ګډ کړي دي او پۀ خپل فني او ژبني اړخ یې د چا خیال نۀ دے ساتلے او داسې دې قلندر د خپل فن وفکر ډېر دروند قیمت ادا کړے دے هغه داسې چې د بې قدرۍ او بې ارزۍ پۀ دوزخ کښې یې ژوند کړے دے خو یوه دنیا ګواه ده چې د بې ارزۍ کچکول یې هیچرته نۀ دے ګرځولے – دموږ لولای لېونے دے چې پۀ دې سلسله کښې یې دغه ازغنه لار انتخاب کړې ده هغه داسې چې مجذوب خو د مروتوالې، چې د لهجو معیاري ټولګي سره تعلق ساتي، ویونکے دے لېکن لولای خو د بنوڅۍ، چې د پښتو جهنمي ګړدود یعني کرلاڼي پښه ده او نتیجتاً غېرمعیاري لهجه ده، ژبې پېروکار دے نو ځکه د مجذوب نه به هم غټ قیمت ورکوي او پۀ غټ تاوان کښې دے – پۀ هر حال اوس چې لولای پۀ دنیا تېر دے او موږ سره یې فقط جنتي سندرې پاتې دي نو که ټوله دنیا یې غندي مګر زۀ یې صفتیم ولې چې څۀ دلیلونه لرم چې پۀ لاندیني ډول دي:
اول: د اوازپوهنې برخه
پۀ دې برخه کښې خدای بخښلي لولي هغه اوازونه (فونیم) پۀکارولي دي چې د مېنځنۍ یا کرلاڼۍ منطقې یا د سهېل ختیځ پښتو سره علاقه لري لکه شورېدل کښې د /ش/ اواز (دا ټکے پۀ معنویاتي یا سېمنټکس کچه هم د پښتنو د نورو سیمو نه پۀ ډېره پراخه معنَی کښې استعمالېږي)؛ لیا (چې نورو ځایونو کښې "لا" دے مګر هرکله چې پېلټلائزېشن دلته زیات دے نو دا لفظ "لیا" شوے دے، د دې بل مثال "لیار" لیا "لیاره" ده)؛ ننګېدل (چې د بل ځای ګړدودي بڼه یې "لنګېدل" دي، پۀ دې ټکي کښې د دویم /ن/ تر اثر لاندې اولنے /ل/ هم پۀ /ن/ اوښتے دے، بل مثال یې "نینس" دے چې بل ورژن یې "نولس" دے – یاده دې وي چې پۀ فونالوجي کښې دې عمل ته همرنګي یا اسیمیلېشن وایي البته پۀ "ننګېدل" کښې پرشاتګې همرنګي ده او پۀ "نینس" کښې پرمختګې همرنګي ده)؛ ژغ (چې پېښوریان یې "غګ" ادا کوي او دلته د تقدیم و تاخیر یا میټهاتیسس ښکلے مثال دے)؛ زیېړ(چې مروتواله کښې "زېړ" او بل ځای "ژېړ" دے او ډېرن یا زیاتوب جوتوي)؛ چګول (چې پېښور طرف ته "جګول" دے، دلته د /چ/ او /ج/ صوتي تبادل دے، پۀ دې عمل کښې یا خو غږیز ناغږیز شوے دے او یا ناغږیز غږیز شوے دے)؛ "میېر" (چې مروتواله کښې "نمر" او پېښور کښې "نور" دے) او داسې نور-
دویم: د قواعدو (مارفالوجي) برخه
د ارواښاد لولي د قواعدو حصّه د فونالوجي نه زیاته د کرلاڼۍ منطقې ترجماني کوي د ساري بۀ توګه تولنوځریو (ملکي یا اضافي ضمیرونو) کښې غښتلي یا منفصل (اولني وګړي د پاره) "دما" او(او دویم وګړي د پاره) "دتا" راوړي شوي دي چې معیاري پښتو کښې "زما" او "ستا" استعمالېږي البته کرلاڼیان یې "دې مو/اې مو" او " دې تو/اې تو" استعمالوي پۀ بل لوري د مروتو او بېټنو ګروپ یې "دې ما/اې ما" او " دې تا/اې تا" استعمالوي – پۀ اصل کښې دا غښتلي یا منفصل ضمیرونو اوانۍ برخه "د" [وګورئ د کرلاڼیو، مروتو او نورو "دې/اې"] دے د دې شکل پۀ دریم وګړي کښې جوت دے، د موازنې د پاره لاندې جدول مطالعه کړئ:
ډېر
یو
اولنے وګړے
دې موژ/اې موژ (مروت ګروپ)
دې میژ/اې میژ (کرلاڼ ګروپ)
زموږ/زمونږ (معیاري پښتو)

دې ما/اې ما (مروت ګروپ)
دې مو/اې مو (کرلاڼ ګروپ)
زما (معیاري پښتو)

دویم وګړے
دې تاسو/اې تاسو (مروت ګروپ)
دې توسې/اې توسې (کرلاڼ ګروپ)
ستاسو/ستاسې/ستاسي (معیاري پښتو)

دې تا/اې تا (مروت ګروپ)
دې تو/اې تو (کرلاڼ ګروپ)
ستا (معیاري پښتو)

دریم وګړے (حاضر)
دې دییې/اې دییې (بنوڅي)/
دې دو/اې دو (مروت)/
د دوی (معیاري پښتو)

دې دۀ/اې دۀ (مروت/کرلاڼ ګروپ)
د دۀ (معیاري پښتو) ـــــــــ نر

دې دې/اې دې (مروت/کرلاڼ ګروپ)
د دې (معیاري پښتو) ــــــ ښځه

هسې خو د صوتي بدلونونو د پاره د کرلاڼو سیمه شهرت لري مګر دلته پۀ دې خاصیَت کښې دوی پۀ ځای پاتې شوي دي (البته واول شفټ دلته هم شته) او پۀ معیاري لهجو کښې تغیّر راغلے دے، اولنے وګړے "دما" او "دموږ" نه پۀ ترتیب سره "زما" او "زموږ/زمونږ" شوے دے او دویم وګړے د "دتا" او "دتاسو/دتاسې" نه پۀ ترتیب سره "ستا" او "ستاسو/ستاسې" شوے دے چې د تاریخي ژبپوهنه پۀ زمره کښې راځي، ډېوډ د ببرکزي پۀ حواله تقریباً دغه خبره کوي - څۀ موده مخکښې محترم شین کاف پېښوري صاحب هم د دې خیال څرګندونه پۀ فېسبُوک کړې وه، زۀ دلته لږ نور وړاندې ځم او د دې پرمختګ صوتیاتي جواز لټوم هغه داسې چې:

(۱) دما (دې ما/ اې ما/دې مو/اې مو) »»» زما
(۲) دموږ (دې موژ/اې موژ/دې میژ/اې میژ) »»» زموږ/زمونږ
(۳) دتا (دې تا/اې تا/دې تو/اې تو) »»» زتا »»» ستا
(۴) د تاسو/دتاسې (دې تاسو/اې تاسو/دې توسې/اې توسې) »»» زتاسو/زتاسې/زتاسي »»» ستاسو/ستاسې/ستاسي

دما پۀ اند پۀ اولني او دویم هر دواړو وګړیو کښې سربل (پري پوزیشن) /د/ اول پۀ /ز/ اوښتے دے چې د وتو ځایونه یې یو بل ته نزدې دي لېکن اولني وګړي کښې /ز/، چې غږیزه ده، پسې بل غږیز فونیم /م/ دے نو ادائېګۍ کښې څۀ مشکل نۀ لري ولې پۀ دویم وګړي کښې پۀ غږیز /ز/ پسې بل فونیم ناغږیز /ت/ دے نو د فونالوجي د اصولو لۀ مخې دا تلفظ مشکل پېدا کوي ځکه نو غږیز /ز/ پۀ خپل ناغږیز جوړیدار
/س/ بدل شوے دے یعني:

زما/زموږ/زمونږ (/ز/ او /م/ دواړه غږیز دي) او
ستا/ستاسو/ستاسې/ستاسي (/س/ او /ت/ دواړه ناغږیز دي) -

دې نه علاوه دلته د "سیېره" (مؤنث) [وګورئ "سیان" پۀ مروتواله کښې او "سیورے" (مذکر) پۀ پېښورۍ کښې]؛ "دورای" (مذکر ــــ یو) [وګورئ "دارای" (مذکر ــــ یو) پۀ مروتواله کښې او "دارُو" (مذکر ـــ ډېر) پۀ پېښورۍ کښې]؛ "سپوږمای" (مذکر) [وګورئ "وژمکۍ" (مؤنث) پۀ مروتواله کښې او "سپوږمۍ" (مؤنث) پۀ پېښورۍ کښې]؛ تانیثي مورفیم "یې" [وګورئ "ۍ" مورفیم پۀ نورو ګړدودونو کښې]؛ "لېونیول" [وګورئ "لېوني کول" پۀ نورو لهجو کښې] استعمال د بنوڅۍ لهجې مطابق شوے دے –

دریم: د لغاتو برخه
د لهجې دریم توکے لغات دي چې د شاعرۍ پۀ دې مجموعه کښې، دما د معلوماتو مطابق، تر بل هر بنوڅي شاعر زیات موندل شي او زۀ یې ډېر ګټه ور هم بولم مګر نمونې یې ځکه نۀ راوړم چې د اولنیو دوَو برخو پۀ نسبت ورته د څۀ خاص علم ضرورت نشته – تاسو پخپله د شاعر د دې اسمان د رفعتونو سېل وکړئ –

پۀ مینه او درنښت
یوسف جذاب

غزني خېل کالج
15/07/2023

غزني خېل کالج

خطدا خط مې نن نه تقريبا شل دوه ويشت کاله مخکښې ليکلی وۀ پته نشته چې د هغوي په جرس کښې چاپ دی که نۀ په هر حال دلته يې خپر...
01/07/2023

خط
دا خط مې نن نه تقريبا شل دوه ويشت کاله مخکښې ليکلی وۀ پته نشته چې د هغوي په جرس کښې چاپ دی که نۀ په هر حال دلته يې خپروم چې کاغذ يې ډېر زوړ شوی دی او وروسته به د لوستو نه ووځي

30/06/2023

السلام علیکم
سب بہن بھائیوں کو عیدالاضحٰی بہت بہت مبارک

د ۲۳ جون د پېښور د کانفرنس يادونه
27/06/2023

د ۲۳ جون د پېښور د کانفرنس يادونه

Address

Zahid Abad
Abad
28350

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00

Telephone

+923459794170

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Yousaf Jazab posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Yousaf Jazab:

Shortcuts

Share

Category