Kaber Aryan

Kaber Aryan

共有する

Education for Everyone

18/02/2026

# @راشه کیم ته ملکرو # @

27/11/2025

الله ج جنت نصیب کړه

29/10/2025

> _*د نــــــاول نـــــوم : مـتـخـصصـه ډاڪـتـره*_ 🧑‍⚕️
_*بـــرخـــه : ¹ 𖤇 اولـــــه بــــرخـــه 😍*_
https://whatsapp.com/channel/0029VbAToCjIt5s2UJn4CG2S
> *نشرونڪی: ستااتل🪀

*بِسْــــــــــــــــــمِ ﷲِالــــــــرَّحْمَــــــــنِ ارَّحِيــــــــم🌺*

*_د نــــاول پــــیـــل_*🥰

عمليات خونې ته راننوته
يوه ډاڪټره او دوه نرسانې يې شاته ودريدې
سپينه چپنه شنې نرۍ جامې د وريښمنو جوړ مړوندونه او د سترګو يې هيڅ د اظهار توري نۀ پيدا ڪيدل
سلام يې وڪړ او زياته يې ڪړه نوڪريوال انستيزيلوګ څوڪ دی؟
ما سترګې ور پورته ڪړې نوڪريوال زه يم
ويل يې سمه ده نو ڪار دې شروع ڪړه
انستيزيلوګ ناروغ ته د عملياتو مخڪې نشه ورڪوونڪي ته وايي
نن شنبه وه نو عملياتونه هم زيات وو
متخصصه تازه راغلې وه اولنۍ متخصصه وه چې له دې مخڪې موږ په روغتون ڪې ښځينه متخصصه نۀ درلوده
د متخصصې راتګ او بيا داسې متخصصه لڪه په روغتون چې خدای ج ځانګړی رحم ڪړی وي
اول نمبر عمليات خانه ڪې مو د يوې مېرمنې عمليات پيل ڪړل خو زما ټول پام د متخصصې جرات ادب زړورتيا او ڪار ته ؤ
د ښځينه ناروغانو د عملياتو پر مهال د ډاڪټرو او نارينه انستيزيلوګ تر منځ يوه وړه پرده موجوده وي چې انستيزيلوګ بايد د ناروغ عملياتو برخې و نه ويني ځڪه چې استيزيلوګ يوازې د ناروغ سر ته ولاړ وي او د ناروغ د اڪسيجن او وينې ڪميدنې مسووليت لري
چون بيا هم د ډاڪټرې حرڪات د لاسونو وړل راوړل او د هغې فعاليت معلوميږي
نه پوهېږم د نن مخڪې زه هيڅ د داسې چا تر تاثير لاندې نه وم راغلی ځڪه چې د روغتون په چاپيريال ڪې ما هم يو ښه نوم درلود چې ڪله ڪله به مې خلڪو يو بل ته ڪيسې ڪولې ترڅنګ يې روغتون سپيڅلی او د دې ټول خبرو ور پورې ځای ؤ زموږ ڪار يوازې د ناروغ سره مرسته وه
مګر بيا هم نن بې ارادې وم نه پوهيدم چې ولې
متخصصه اخته ده او زه يې د ڪار په ننداره يم فزيڪي قوت د لاسونو طاقت ذهني جوړښت دا ټول هغه څه وو چې ما تر اوسه په بله ښځينه ډاڪټره ڪې نه وو ليدلي
د طب د برخې يو څو ځانګړي وصول دا دي چې د فڪري او ذهني مهارتونو ترڅنګ به د فزيڪي ښه جوړښت څخه هم برخمن يې لڪه د متخصصې زړورې او غښتلي مټې د سترګو په رپ ڪې د يو ناروغ ڪمياب عمليات ترسره شول ناروغ ريڪورۍ ته وليږل شو او موږ د دوهم ناروغ د عملياتو لپاره په تياري اخته شوو
ريڪوري هغه خونه ده چې ناروغ د عملياتو وروسته د څلورويشتو ساعتونو لپاره پڪې ساتل ڪيږي
متخصصه د عمليات خونې د لاسونو منځلو ځای ته لاړه د لاسونو يې سپين دستڪش لرې ڪړل لاسونه يې پريمنځل او بېرته دروازې ته راوګرځيده
اچولی ماسڪ يې برابر ڪړ سترګې يې راپورته ڪړې ووبښئ ستاسو نوم څۀ دی؟
زياته مې ڪړه مننه اغلي زما نوم خیبر دی او د پنځو ڪالونو راهيسې د ملڪي روغتون سره يم
ويل يې ډېر ښۀ دا خو پوره تجربه ڪاره يې
بيا مې مننه وڪړه او د متخصصې نوم مې ووپوښت تر هغې يې د عمليات خونې په عمومي دروازه دوهم ناروغ را د ننه ڪړ ور مخڪې شوم او ناروغ مو دوهم نمبر عمليات خونې ته داخل ڪړ
ناروغ ته مې د نشې ورڪولو ڪار پيل ڪړ زما ڪار په ختميدو ؤ چې متخصصه راننوته څنګه شو خیبره؟
ما ويل اغلې بس ناروغ د نشې اخيستلو پۀ خال ڪې دی ڪولای شو چې عمليات شروع ڪړو
متخصصې بسم الله ڪړه او عمليات مو شروغ ڪړل
د تېرو عملياتو پۀ شان بيا هم متخصصه اخته شوه ته وا دوه سوه لاسونه يو ځای عمليات ترسره ڪوي
زه همغه شان د متخصصې د ڪار او ځيرڪتيا پۀ ننداره يم چې متخصصې راغږ ڪړ خيبره څنګه دی د ناروغ حالت
زياته مې ڪړه بيخي نورمال حالت لري تاسو خپل ڪار ته ادامه ورڪړئ
چون د دې ناروغ حالت له مخڪې يو څه خراب ؤ ځڪه يې د اڪسيجن اخيستلو پوښتنه ڪوله
دوهم ناروغ هم د ريڪورۍ په طرف روخصت شو متخصصه بيا د لاسونو د منځلو په طرف روانه شوه لاسونه يې وومنځل ځان يې برابر ڪړ او زما خواته راغله
ووبښئ چې په ناروغ اخته شوو زما نوم وړانګه دی د ڪابل د طب پوهنځۍ مې ويلي او په پلاني روغتون ڪې مې دوه ڪاله وړاندې تخصص ڪړی شخصي دنده د بې سرخده روغتون سره لرم او اوس تازه ملڪي روغتون ته د ټرينرې په صفت راغلي يم
ټرينره هغه متخصصې ته ويل ڪيږي چې نورو اېم ډي ډاڪټرو ته ڪار ور زده ڪوي
مننه مې وڪړه او زياته مې ڪړه د خدای ج پيروزينه ده چې ملڪي روغتون ته ستاسو په شان متخصصه راغله باور وڪړئ چې زه مو ڪار او ځيرڪتيا ته حيران پاتې يم نه پوهېږم ڪوم ډول به ستاسو ستاينه پر ځای شي
وو يې ويل هيله ڪوم ستاسو لطف دی چېرته مو درسونه ويلي؟
وو مې ويل کلونه وړاندې د ښوونځي د اخيرنۍ دورې پر مهال يوه شخصي روغتون ته راغلم هغوی سره مې د نرس په صفت د ڪار زده ڪول پيل ڪړل لنډه موده ڪې په ډېر څه پوه شوم د هغې وروسته ملڪي روغتون ته د نرس په صفت راغلم او بيا د انستيزۍ برخې ته رابدل شوم اوس دلته د ملڪي روغتون سره يم او بعد له وخت د شخصي پوهنتون ته ځم چې د طب مې اخيرنی ڪال دی
څو ځلې يې ماشاءالله وويل او د برياوو هيله يې راته وڪړه نن مو مثلثل څو عملياتونه ترسره ڪړل اخيرنی ناروغ هم عمليات شو او ريڪورۍ ته وليږل شو
متخصصې سترګې راپورته ڪړې لڪه چې ستړی شوې عمليات ډېر وو
ما ويل نه اغلې همدا مو مسووليت دی
ويل يې هو مسووليت خو دی مګر ته هم ډېر تڪړه يې د عمر له لحاظه هم ڪم ښڪارې او بيا با استعداده هم يې
د متخصصې د خولې داسې ډاډ اوريدل هم د اختر ڪم نه وو خوشاله شوم او مننه مې وڪړه
متخصصې په سر تړل شوی سپين پلاستيڪ لرې ڪړ ګيډۍ ګيډي زلفې يې په مخ راړنګې شوې دوو نرسو ته يې د عمليات شويو ناروغانو د پاملرنې سپارښتنې وڪړې په تلو ڪې يې خدای پاماني واخيسته او د ښځينه واټ په لور روانه شوه



ملګرو نظرونه ضرور غواړم او بله دا چې زما پوسټونه دا څو ورځې ټولو ملګرو ته نه راسیږي. چاته چې دا وراسیږي خپل ډاډ راکړئ! د پوسټ په شیر کولو کې مو مرسته غواړم.

> *_نــور پــه بـلـه بــرخـه کـی راسـره پـاتـې شـئ._* 🥰

*خــایـسـتـــه نـاول دی تــعــقــیــب یـــی کـــــړی 😍*
*هـتـمـــن د لــــوسـتــلـــو ورســتـــه یـــو لایــڪ 💓*

29/10/2025

کلی کی سخته خاموشی ده
یا لالی مړ دی یا یی کډی تللی دینه

あなたの学校を学校のトップリストMinato-kuにしたいですか?

ここをクリックしてあなたのスポンサー付きリスティングを獲得。

場所

カテゴリー

ウェブサイト

住所

Singapore
Minato-ku, Tokyo