24/05/2026
نړيوال ريکارډ 😮
Watan Media
24/05/2026
نړيوال ريکارډ 😮
24/05/2026
روسيه:
د بل هر هېواد په څېر افغانستان هم د د*فاعي و*سلو اخيستلو حق لري
24/05/2026
د پوهنې وزارت له لوري د هېواد د ولسوالیو د پوهنې آمرینو ته د ۲۳۰ موټرسایکلونو د وېش لړۍ د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې پیل شوه.
د دغه وزارت مسوولینو ویلي، چې د دې اقدام موخه د پوهنې د اداري چارو چټکتیا، د ښوونځیو د څارنې ښه والی او د لرې پرتو سیمو د تعلیمي ادارو تر منځ د همغږۍ پیاوړتیا ده.
په یادو مراسمو کې ټینګار وشو، چې دغه موټرسایکلونه به د ولسوالیو د پوهنې آمرینو د تګ راتګ ستونزې کمې کړي او دوی ته به دا زمینه برابره کړي چې د ښوونځیو وضعیت له نږدې وڅاري او د تعلیمي ستونزو پر وخت حل ته رسېدنه وکړي.
د هيواد د ابادۍ په هيله
تازه خبر د هلمند څخه
24/05/2026
د مزارشریف ښار ښاروالۍ له لوري د د مو*لانا جلالالدین محمد بلخي هوايي ډ*ګر د دروازې د جوړولو چارې د شهرنو څلورلارې په سوېل لوري کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې دا پروژه د ښار د ښکلا، عصري کېدو او د هوايي ډګر د ورو*دي ساحې د معیاري کولو په موخه پلې کېږي.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، یاده پروژه د خصوصي سکټور په مالي همکارۍ د (بشیر نوید ګروپ) له خوا تمویلېږي او د نوې ډیزاین له مخې به د دروازې رغنیزې چارې ترسره کیږي
وطن د ابادۍ پر لور
23/05/2026
د تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې چې د م*لا عبد*الغني بر*ادر په مشرۍ ترسره شوه، د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پراختیایي پروژې منظورې شوې.
په دې پروژو کې د حیرتان بندر د ۱۴ کیلومتره سړک جوړول، د کابل-لوګر سړک د یوې برخې رغول، په بېلابېلو ولایتونو کې د روغتونونو جوړول او د برښنا رسونې پروژو بشپړول شامل دي.
چارو*اکي وایي، دا ټولې پروژې د اسلا*مي اما*رت له لوري تمویلېږي.
23/05/2026
له پښتونخوا تښ*تول شوې ماشومه ایله نن پیدا او وژ*غورل شوه او خپلې کورنۍ ته یې وسپارل شوه.
23/05/2026
تازه خبر
د هلمند د ښاروالۍ مسوولینو د ښار په یوه سیمه کې د کرېکټ موجود لوبغالي د ړ*نګو*لو چارې پیل کړې دي.
چار*واکي وایي، پر دغه ځای به نوی عیدګاه جوړ شي، څو د مذ*هبي او د لمانځه د ادا کولو لپاره پراخ او مناسب ځای برابر شي.
د یاد اقدام په اړه د ځینو ځوانانو او د سپورتي فعالیتونو د پلویانو له لوري اند*يښنې هم څرګندې شوې دي، خو ښاروالۍ وایي چې د عامه اړتیاوو او ښار د پلان له مخې دا پرېکړه شوې ده.
ستاسو يې په اړه نظر څه دی، حتمن راته کمېنټ کې وليکئ!
تازه خبر