R Hamdard

R Hamdard personal

«احمدشاه ابدالي »د جون ۳مه، د افغاني تمدن سرلاري او د اوسني افغانستان د بنسټګر احمدشاه بابا رحمت‌الله عليه د مړينې ۲۵۴ ت...
04/06/2026

«احمدشاه ابدالي »
د جون ۳مه، د افغاني تمدن سرلاري او د اوسني افغانستان د بنسټګر احمدشاه بابا رحمت‌الله عليه د مړينې ۲۵۴ تلين دی. هغه ۲۷۱ کاله مخکې، د اکتوبر په میاشت کې، د یو زړور، بیدار او وطن‌دوست افغان تر مشرۍ لاندې، په ۱۷۴۷ کال کې د یو خپلواک دولت بنسټ کېښود.
احمد خان ابدالي په اصل کې د کندهار د سدوزیو له ټبر څخه و. نوموړی په ۱۷۲۲ کال د هرات ولایت په ارګ کې زېږېدلی دی. په ۱۷۳۱ ز کال، کله چې د هغه مشر ورور ذوالفقار خان د نادر افشار له لوري ماته وخوړه، نوموړی بېرته خپل پلرني ښار کندهار ته ستون شو.
کله چې نادر افشار په ۱۷۳۸ کال کندهار فتح کړ،
احمد خان په ۱۸ کلنۍ کې د نادر افشار د پوځ لیکو ته داخل شو او له ۱۷۴۰ تر ۱۷۴۷ پورې یې په بیلابیلو پوځی ماموریتونو کې فعاله ونډه واخیسته، چېرته چې یې د افغان لښکرو تر څنګ ګډون درلود او د جګړو له ډګره بریالی راووت.
له ۶۰۰ کلونو ځنډ وروسته، د پخواني خراسان له خاورې نه د افغانستان را منځ ته کېدل، یو تاریخي پرمختګ و. دا هغه وخت و چې د خوارزمشاهيانو، مغولانو، تیموريانو، صفويانو، بابريانو او د نادر افشار له‌خوا پر دې خاوره ډېر ظلمونه شوي و. احمدشاه بابا هغه څوک و چې موږ ته یې د افغانستان په نوم یو مستقل هېواد د میراث په توګه پرېښود.
روح دې ښاد وي
Ramazan Hamdard

مسؤوليت دې وپيژنه!د دې لپاره چې د ګرمتيا ګوته درته ونه نيول شي، اړ يي چې در سپارل شوی کار/مسؤولیت دې په ښه توګه مخته يوس...
21/04/2026

مسؤوليت دې وپيژنه!

د دې لپاره چې د ګرمتيا ګوته درته ونه نيول شي، اړ يي چې در سپارل شوی کار/مسؤولیت دې په ښه توګه مخته يوسې.
د انساني ژوند د ښه والي لومړی اصل خپل مسؤليت پيژندل دي او د مسؤوليت په ښه ډول مخته وړل ستاسې ژوند له بد مرغيو ژغورې.

تاسې د خپلو چارو مسؤول شخص ياست، هڅه وکړي چې پام ورته وکړي.

Ramazan Hamdard
,,
R Hamdard
+

په کورنۍ مئین اوسه!ولې په کورنۍ مئین يو؟منلی تحليلدکورنۍ کليمه چې د انګليسي ژبې له (family) څخه اخيستل شوې ده،يو يو توری...
20/04/2026

په کورنۍ مئین اوسه!

ولې په کورنۍ مئین يو؟منلی تحليل
دکورنۍ کليمه چې د انګليسي ژبې له (family) څخه اخيستل شوې ده،يو يو توری يي د لاندې کليمو څخه جوړ ده
"Father and Mother I Love You"
خو د Family څخه مراد يوازې مور او پلار نه دي بلکې خور، ورور،...
دا چې خوښ ژوند له مينې پرته ناشونی دی، بايد يو بل وزغمئ او لاس نيوی يي وکړئ
Friends, take care of your family, Because life is very short and death does not inform

__+__Ramazan Hamdard __+__

--+--R Hamdard --+--

د نادرکۍ اعلان! 😭يـو شمیر لمـونځ کوونکي چې د (رمـضان المـبارك) مياشتې په اوږدو کې به مسلسل مسجد ته راتلل خو د اختر د لما...
24/03/2026

د نادرکۍ اعلان! 😭
يـو شمیر لمـونځ کوونکي چې د (رمـضان المـبارك) مياشتې په اوږدو کې به مسلسل مسجد ته راتلل خو د اختر د لمانځه وروسته د مسجد څخه نادرکه شوي دي که هر چا وليدل خبر يې کــړئ چې په مسجدونو کې اوس هم لمنځونه ادا کـېږي مساجد ستاسو د راتګ انتظار کوي.
د ملا پجليګر خبره دا روزه ګل او روزه دين.

your brother Ramazan Hamdard fallow me please

Address

London

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when R Hamdard posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share