Dr. Mustafa Niazi - ډاکټر مصطفی نیازی

Dr. Mustafa Niazi - ډاکټر مصطفی نیازی دا د پوهاند دکتور مصطفی نیازي رسمي فېسبوک پاڼه ده، پخوانۍ هغه یې د فېسبوک کمپنۍ لخوا تړل شوې.
(1)

10/09/2026

د خلکو د چارو په اړوند واقعی فکر کول د دی لامل شو چې په پخوا کې اسلام کامیاب کړ او خلک به ډلی ډلي په دین کې داخلیدل
شیخ محمد الغزالي رحمه الله

08/09/2026

د غويې د غوښي حلالوالي او خنزیر د غوښي حراموالي لامل
ځینې داسي نیوکه کوي چې کچیرې د خنزیر په غوښه کې میکروبونه شتون لري او انسان ته ضرر رسوي نو د غويې، اوښ.... په غوښو کې هم ځینې میکروبونه موجود دي چې انسان ته ضرر رسوي، نو ولي د خنزیر غوښه حرامه شوي او د غويې، اوښ....نده حرامه شوي؟ ددې په ځواب کې باید وویل شي چې تر اوسه پورې چا دا ندي ویلي چې دا غوښه ددې سبب له کبله حرامه کړی شوي، بلکې څه څیړني چې شوي نو یوه برخه يې بیان کړي، اوس که مونږ نړیوالو څیړنو ته مراجعه وکړو بالخصوص هغه اشخاص چې د تغذیې په مورد کې تخصص لري لکه د ډاکتر آکسAxe انټرنیټې صفحه چې دا زیاته مشهوره او باوري ده، نوموړی څیړونکی وايې: ولي ته د خنزیر د غوښې څخه ډ ډه کوي؟ ځکه چې خنزیر هرڅه خوري که هغه هرڅومره ګنده او چټل وي، تر دي چې زوی يې مړ شي هغه هم خوري، حشرات خوري، بد بویه غوښي خوري، ګندګي خوري، لنډه دا چې هر شی خوري، له همدې کبله دغه حیوان د چاپیریال پاکوونکی بلل کيږي او ځای يې ډیرانونه دي، آن چې ناروغ حیوانات هم خوري، اوس پوښتنه دا ده چې دغه بکتریاوي چې دغه حیوان يې خوري چيرته ځي؟ پدې کې شک نشته چې دا د خنزیر په هډوکو، پښتیو، غوښي او وینې کې سرایت کوي او هلته پاتي کيږي، خنزیر په څلور ساعته کې غذا هضم کوي خو غويې څلورویشت ساعته وخت نیسي، پدې اساس د خنزیر په غوښه کې یو لړ مسموم مواد پاتي کيږي چې ددې له منځه تلل به په جامدوالي او پخوالی سره ترسره کیږي، پدې بنیاد نړیوال صحی سازمان وايې د خنزیر غوښه صحت ته خطرناکه ده امکان لري چې د کولمو د سرطان لامل وګرځي، دارنګه په متحده ایالاتو کې د استهلاکي موادو ځانګړی سازمان موجود دی چې دا د خوراکي توکو په اړوند راپورونه تهیه کوي، نوموړي سازمان د مختلفو خنزیرانو د مختلفو سیمو څخه راغونډي کړي او د دوئ دغوښو معاینات يې ترسره کړه، دوئ څرګنده کړه چې دغو غوښو کې یو شمیر خطرناک وایرسونه موجود دي، د دې سربیره پدې غوښو کې چینجې هم موجود دي، د ځیګر دالتهاب وایروس پکې موجود دی، د نیبا وایروس پکې موجود دی ددې سربیره د خنزیر په غوښه کې داسي مسموم مواد موجود دی چې دانسان اعصابو ته خطر متوجه کوي، ځکه په خنزیر کې هغه حجري شتون نلري چې مسموم مواد له منځه یوسي، له همدې کبله يې خولي په غوښه کې پاتي کيږي، دارنګه د امریکا د سي ډي سي سازمان وايې: لازمه ده چې د خنزیر غوښه زیاته منجمده کړی شي، بیا ډیره پخه کړی شي ترڅو چینجې پکې مړه شي، دا لدي کبله چې د وایرسونو، چینجیو او بکتریاو څخه پاکه شي، له همدې کبله د Axe څیړونکی په پای کې وايې چې زه ولي دومره ځان په تکلیف کړم زه باید د غويې، پسونو او ماهیانو غوښي وخورم، همدا لامل دی چې قرآن کریم پر مونږ د خنزیر غوښه حرامه کړي او د غويې، اوښ، پسونو... حلاله کړي، نو الله پاک نه غواړي چې د انسان بدن ته دغه غوښه داخله شي هغه ذات پدې هکله داسې فرمايې: «حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَ الدَّمُ وَ لَحْمُ الْخِنْزِيْرِ » المائده، ۳، ژباړه: پر تاسې حرامه كړاى شوه مرداره، وينه، دخوګ غوښه.
نو الله پاک خنزیر پیدا کړی او هغه يې د حراموالي په حکمت ښه پوهیږي، هغه ذات پدې ښه پوهیږي چې ولي روژه فرض کړي، ولي لمونځ فرض کړی؟ هغه ذات چې د غويې، پسونو... غوښه حلال ګرځولي هغه ښه پوهیږي چې دا د انسان لپاره مفیده ده، وروسته څیړني هم همدا وايې لکه ډاکټر ایکس، نوموړي هم یو شمیر غوښي ښودلي چې دا د انسان لپاره ګټورې دي چې قرآن کریم له لومړي ورځي همدا مونږ ته بیان کړي، اوس پوښتنه داده چې د غويې .. په غوښه کې هم کله ناکله وایروس موجود وي او کله نا کله پکې چینچې وي، ددې په ځواب کې علماء وايې چې دا د حراموالي لامل نشي کیدلای، ځکه چې انسان کوم کوشش کوي چې علت د حرمت پیدا کړي دا یوه برخه ده نه ټوله چاره نو دخنزیر په منځ کې چتلي جمع کيږي، خولي يې جمع کيږي، نور ډیر اسباب دي چې انسان د خنزیر د غوښيې څخه ځان ساتي، صرف همدا عوامل ندي امکان لري په راتلوونکې کې نور عوامل هم وموندل شي، خو د غويې غوښه په صحی لحاظ درسته ده مګر دا چې په مرض اخته شي دا بیله موضوع ده، ځکه انسان هم ناروغه کيږي، خو د خنزیر د غوښي مشکل دا دی چې د دې غوښي چې کومي معاینې شوي او هغه هم د بیلابیلو سیمو څخه نو دوئ څرګنده کړي چې د خنزیر غوښه په وایرسونو ککړه ده، مګر بالعکس د غويې او پسه غوښه بیا په دغسي وایروسونه نده ککړه، بل دا چې د خنزیر د غوښي ترکیب داسي جوړ شوی چې زر خرابیږي، او فاسدیږي هغه لدي کبله چې پدې غوښه کې بکتریاوي او وایرسونه موجود دي ددې سربیره په داخل کې مسموم مواد موجود دي، له همدې کبله دوئ توصیه کوي چې ښه منجمده کړی شي بیا زیاته پخه کړی شي، له بلې خوا په اسلامي طریقې سره ذبحه هم ددې لامل ګرځي چې مسموم مواد، بکتریاوي او وایرسونه له وینو سره وځي خو هغوئ بیا خنزیر یا خفه کوي یا يې په بله داسې طریقه وژني چې مسموم مواد او بکتریاوي ټولي دننه پاتي کيږي.

06/09/2026

په اسلامي تاریخ کې تر ټولو ستره تیروتنه دا ده چې د دولت او چارواکو کړني څرګندي کړي خو د ملت تاریخ يې له پامه غورځولی، پداسې حال کې چې کارنامي ملتونو لاسته راوړي، زمونږ تمدن کوم چې د اسلامي په لومړيو کې منځته راغی امت اختراع کړ، او هغو علماو جوړ کړ چې د همدې ملت په غیږ کې اوسیدل، دا واړه لاسته راړوني ملت ترسره کړي، مګر لکه مخکې چې وویل شوو، تاریخ تر واکمنو پورې تړلي دي چې دا د تاریخ تیروتنه ده.
دوکتور محمد عماره.

05/09/2026

د مسلمانانو د ضعفیت او کمزورتیا له عوامول څخه یو دا هم دی چې چې حاکمیت د علم څخه جلا شو، هر یو په خپل مسیر کې روان وو، معاصرو مسلمانانو ته دوه ستونزي په میراث پاتي شوي:
لومړی: د لوړو افکارو دڅښتنانو هجرت لویدیځ ته.
دویم: په ناسمه توګه دپوهي د ظروفو ډګول او هغه هم د مستبدو د نظارت لاندي.
شیخ محمد الغزالي رحمه الله

03/09/2026

د دې قاعدي وضاحت چې وايې: «التصرف علی الرعية منوط بالمصلحة» د رعیت اړوند تصرف د هغوئ په مصلحت پورې تړلي.
دا په شرعي سیاست او اسلامي حاکمیت کې مهمه قاعده ده که هغه عامه ولایات وي او که خاص ولایات، د دې قاعدې لاندې دومره مسائل راځي چې له شمېر نه وتلي دي.
د قاعدي لنډه معنی
د امام تصرف چې د رعیت په اړوند يې ترسره کوي پدې پورې تړلی چې په همدې تصرف کې به د ملت مصلحت وي، کچېري امام د دې خلاف تصرف وکوي نو شرعا جواز نلري، احمد زرقاء، شرح القواعد الفقهېه، مخ ۳۰۹.
امام زین الدین ابن نجیم حنفي وايې: «کچېري د امام کړنه په عامه چارو کې په مصلحت بنا وه نو نافذیږي او که نه وه نه نافذیږي، د قاضي تصرف چې د یتیمانو په شتمنیو، یا د میراث په شتمنیو او یا اوقافو کې کوي نو په مصلحت پوري تړلی، کچېري مصحلت پکې نه وو نو تصرف يې صحیح ندی، لدېنه څرګنده شوه چې د قاضي تصرف هغه مهال قابل د نافذیدو دی چې د شریعت سره سمون وخوري»
فقهاو دغه قاعده منلي ده او په مختلفو عبارتونو سره یې څرګند کړیده:
امام شمس الدین سرخسي حنفي وايې: «د امام تصرف مقید په نظر او فکر سره دی»
فخر الدین عثماني حنفي وايې: «هر څوک چې مشري په غاړه واخلي یا لدېنه لاندي دنده واخلي نو تصرف يې جواز نلري مګر دا چې په هغه کې د مصلحت لاسته راوړل وي یا د مفسدي دفع کول وي»
په مجله الاحکام العدلیه کې راغلي: «د قاضي تصرف دخلکو په شتمنیو او اوقافو کې په مصلحت سره مقید کړی شوی»
د قاعدي اهمیت
۱- قاعده د چارواکو هغه تصرفات مقید کوي چې د ملت په اړوند يې کوي، پداسې شکل چې دغه تصرفات به د ملت په مصلحت پورې تړلي وي او د هغوئ لپاره به پکې خیر وي مفسده به پکې نه وي.
۲- کچېري د واکمنو په تصرفاتو کې چې د ملت په اړوند یې کوي مصلحت او خیر نه وو نو په رعیت يې تطبیق واجب ندی، یا هم داسې تصرف وو چې په هغه کې مفسده وه، یا ظلم وو یا خپلوي پالنه وه بیا يې هم تطبیق واجب ندی.
۳- دغه قاعده د واکمنو او ټولو مسؤلو کسانو لپاره حد ټاکي هغه دا چې د دوئ تصرفات به د مصلحت په حدودو کې وي، د تصرفاتو څخه به يې مقصد ضرر یا فساد نه وي، القواعد الکبری، ۲/ ۱۵۸
۴- دغه قاعده د اسلامي اصولو ستر اصل په څنګ کې رانغاړي هغه د مصلحت لاسته راوړل او د مفسدي دفع کول، نو کله چې واکمن د ملت په اړوند تصرف کوي دا د هغوئ په مصلحت او منفعت پورې تړلی او په همدې پورې مشروط کړی شوی.
د قاعدي دلایل
الله تعالی فرمايې: «وَلَا تَقْرَبُوا مَالَ الْيَتِيمِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّىٰ يَبْلُغَ أَشُدَّهُ“» الانعام، ۱۵۲، ژباړه: او دا چې د يتيم مال ته مه نژدې كېږي، مګر په داسې توګه چې ډېره غوره وي.
آیت کې واکمن د یتیم مال ته له نږدي کيدو منع کړی شوي مګر هغه مهال چې په هغه کې مشروع مصلحت وي.
دارنګه الله تعالی فرمايې: «إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَىٰ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ ۚ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا» النساء، ۵۸، ژباړه: مسلمانانو ! الله تاسې ته حكم كوي چې امانتونه د هغو اهل ته وسپارئ، او كله چې د خلكو په مينځ كښې فيصله كوئ نو په عدالت سره يې وكړئ، الله تاسې ته په دې سره ډېر لوى نصيحت كوي او په باوري ډول الله اوريدونكي او ليدونكي دى.
آیت دیته اشاره کوي چې د ملت په اړوند داسې تصرف چې په هغه کې مصلحت وي دا له عدالت او امانتدارۍ څخه دی.
له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وايې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: «ستاسو هر یو مسؤل دی او هر یو د خپل رعیت مسؤلیت پر غاړه لري، سړی په خپل کې مسؤل دی او د هغوئ د پالني مسؤلیت په غاړه لري، ښځه د خپل خاوند د کور مسؤله ده..... نوکر د خپل بادار د مال مسؤل دی.......»
حدیث د مسؤل شخص مسؤلیت واضحه کوي چې د خپل لاندي کسانو ترمنځ به عدالت رعایت کوي، دارنګه پري واجب ده چې داسي تصرف به کوي چې د هغوئ پکې مصلحت وي او یا د مفسدي دفع کول وي.
عمر رضي الله عنه وايي: «ما خپل ځان د الله په مال کې داسې فرض کړی لکه د یتیم سرپرست که محتاج شوم ورنه به يې اخلم او چې کله بېرته شتمن شوم ورته به يې سپارم، که محتاج نه وم نو د اخستلو څخه به يې ځان ساتم».
ددې قاعدي لاندي ګڼ شمېر فقهې مسائل راځي چې ځینې په لاندې ډول دي:
۱- په امام یا پاچا واجب ده چې په ورکړه کې مساوات رعایت کړي، کچېري فرق کولو ته مجبور شو نو لازمه ده چې دا به د حاجت په اساس وي او هدف به يې د عامو مسلمانانو نفع وي، پدې کې به په هیڅ توګه خپلوي او قرابت نه پالي.
۲- په واکمنو لازمه ده چې امین او کفؤ «اهل» شخص د مسلمانانو لپاره وټاکي، ځکه چې په همدې اعتماد کیدای شي ترڅو د هغوئ مصلحت په نظر کې ونیسي او ضرر ورڅخه دفع کړي.
۳- کچېري دوه داسې اشخاص د نکاح غوښتلو لپاره راغلل چې یوه یې له هغه بل نه زیاته وړتیا درلوده خو دویم يې د ولي لپاره ګټور وو، نو پري واجب ده چې هغه چا ته يې په نکاح ورکړي چې زیاته وړتیا يې لرله، ددې خلاف عمل حرام دی، ځکه د ښځي په اړوند يې تصرف د هغې په مصلحت پورې تړلی نه خپل مصلحت پوري، مجموع الفتاوی، ۳۲/ ۴۰
۴- امام یا پاچا د طبیعې زیرمو د نظارت، ساتني، پاکوالي حق لري، ترڅو يې له لوټمارۍ څخه وژغوري او په اړوند يې داسې اجرآت وکړي چې په هغه کې د ملت علیا مصلحت نغښتی وي.
۵- امام یا پاچا ته روا نده چې د مسلمانانو د ځمکي نه کومه برخه یو هېوادوال ته پداسې ډول ورکړي چې په هغه کې نورو ته ضرر وي.
۶- د امام یا پاچا له عدالت څخه دا هم ده چې عامه شتمنۍ په عام المنفعت مواردو کې مصرف کړي چې پدې کې به لومړیتوبونه هم په نظر کې نیسي. دوکتور محمد عثمان شبیر، القواعد الکلیه والضوابط الفقهیه، مخ ۳۵۸.
۷- واکمنو ته نده روا چې د هغه مسؤل له محاسبي څخه څوک منع کړي چې عامه شتمنۍ د هغه تر تصرف لاندي وي.
۸- په امام واجب ده چې تاجران د احتکار څخه منع کړي په تیره بیا د ستونزو پر مهال، الدعاس، القوعدالفقهیه، مخ ۸۲.
۹- جواز نلري چې واکمن څوک د دندي څخه بغېر د سبب نه عزل کړي، ځکه دا کار هم د مسلمانانو د عامه مصلحت په تحقق پورې تړلی دی.
لنډه دا چې دغه قاعده د ولاتو یا واکمنو لپاره حدود ټاکي ترڅو داسې تصرفات وکوي چې په هغو کې د ملت لپاره عامه مصلحت وي او دهغوئ په ګټه او نفع وي. والله اعلم

02/09/2026

د علي وردي د دې خبري شرحه چې وايې: «هر کله چې اجتماعي ظلم سخت شي نو د مسجدونو جوړول او وعظ زیات شي» دغه عبارت یو چا شرحه کړي او ما ته هم ډیر ښه ښکاره شو نو ترجمه مي کړ
چاچې دغه عبارت شرحه کړی نو وایې چې دا سوسیالوجې نقدي عبارت دی، په جوماتونو او دیني وعظ نیوکه نده، ځکه وردي غواړي چې هغې اړیکې ته خلک متوجه کړي چې د اجتماعي، سیاسي بنسټ او دین ترمنځ موجوده ده، دا هغه مهال چې کله دین د ارامي وسیله وګرځي نه د ظلم د مقاومت وسیله.
۱- د اجتماعي ظلم څخه يې هدف څه شی ده؟
د دې څخه يې مقصد هغه حالت دی چې کله ټولنه له لاندې کړنو څخه ډکه وي:
فقر، طبقاتي ژوند.
استبداد، د عدالت نشتوالی
د شتمنۍ او قدرت احتکار
قهر او بي اعتنايې
پدې معنی چې مادي او اجتماعي ژوند کې خلل وي او هغه اصلاح ته اړتیا لري.
وردي ولي دغه چاري د زیاتو مسجدونو او وعظ پورې تړلي دي؟
کومه مفکوره چې وردي نقد کوي هغه دا ده چې ټولنه او یا اجرائیه قوه دیني وعظ ته مراجعه کوي ترڅو د ظلم د پایلو سره تعامل وکوي نه دا چې دهغه اسباب وڅېړي.
په ځای د دې چې فقیر ته ووايې:
ولي ته محروم يې؟ څوک د دغه تفاوت مسؤل دی؟ څه راز به عدالت تحقق مومي؟
نو ورته وايې:
صبر وکړه، له الله نه اجر وغواړه، دنیا فاني ده، او په اخرت کې به ستا لپاره اجر وي.
نو صبر پدې حالت کې امکان لري یو ښکلي روحي قوه ووسي، مګر ستونزه هغه مهال شروع کېږي چې کله د مظلوم د قناعت وسیله وګرځي ترڅو ظلم ته تسلیم شي.
۲- وردي کوم څه غواړي چې څرګند يې کړي؟
نو د دوو کړنو ترمنځ ستر فرق موجود دی
هغه دین چې وايې:
ظلم ختم کړه، عدالت قایم کړه، او د مظلوم مدد وکړه.
او هغه وعظ چې وايې:
ظلم وزغمه، صبر پري وکړه نو الله به يې عوض درکړي.
په لومړي حالت کې دین یوه اخلاقي قوه ده چې انسان ازادوي، او په دویم حالت کې امکان لري وعظ د اجتماعي احتجاج د ارامي وسیله وي.
له همدې کبله د وردي عبارت د دواړو ترمنځ فرق کوي.
د دیانتدارۍ عوامل په هغه ټولنه کې زیاتېږي چې په هغه کې عدالت کم وي.
نو ایا د دې مقصد دا دی چې د مسجدونو جوړول په ظلم دلالت کوي؟
هیڅکله نه، نو عبارت د فهم لپاره دا نکته مهمه ده.
داسې نده چې هر مسجد داجتماعي ظلم له کبله جوړیږي، نه هر وعظ د واکمنو په خدمت کې وي او نه هره دیانتداري د خشوع لامل ګرځي.
بلکې امکان لري چې د مسجدونو جوړول او وعظ د دې عکس وګرځي، د عدالت منبرونه شي، د استبداد د مقاومت او د فقیرانو د دفاع لاملونه وګرځي، پدې اساس وردي د دین ځانګړي اجتماعي دنده نقد کوي، نه خپله دین.
په عبارت کې ژور بعد
وردي په ضمني ډول د دوو کړنو ترمنځ فرق کوي:
په نفسي توګه د انسان اصلاح
په بنسټېزه توګه د ټولني اصلاح
امکان لري چې انسان به وعظ ته اړتیا لري ترڅو يې دردونه خفیف شي، مګر کچېري د درد لامل اجتماعي ظالم نظام وي بیا یوازي وعظ کفایت نه کوي.
امکان نلري چې د فقر علاج دي یوازي په صبر سره وشي، یا دي داستبداد علاج په زهد سره وشي، او یا دي د عدالت دنشتوالي علاج په اخلاقي نصیحتونو سره وشي.
په همدې حالت کې عبارت فلسفي پوښتنه را ولاړوي:
ایا دین د انسان د تغیېر لپاره وکارول شي ترڅو د واقعیت سره ځان عیار کړي، او که د دین ارزښتونه د دې لپاره وکارول شي چې واقعیت ته تغیېر ورکړي ترڅو عدالت قایم شي؟.
لنډيز
امکان لري دوردي خبره په لاندې ډول خلاصه شي:
کله چې ټولنه د ظلم داسبابو د علاج څخه ناتوانه شي، بیا نو د هغه وعظ تولید زیات شي چې له مظلوم څخه د ظلم د پایلو د زغم غوښتنه کوي.
له همدې کبله د وردي عبارت داسې ندی چې په مسجدونو نیوکه کوي هغه چې د عبادت مراکز دي، بلکې پدې نیوکه کوي چې کله دین د عدالت له قوت څخه د اجتماعي ظلم د پټوالي حالت ته وګرځي.
همدا د وردي هغه عبارت دی چې زیاتي پوښتني او نیوکي را ولاړي کړیدي، هغه یوازي ددې پوښتنه نه کوي چې «دین څه وايې؟» بلکې د دې پوښتنه کوي چې «دیني وعظ د ټولني په منځ کې څه کوي؟ او د همدې طریقي څخه څوک ګټه اخلي؟»

02/09/2026

زمونږ اخلاق چېرته لاړو؟
واقعیت دا دی چې زموږ په ټولنو کې غش، دوکه او فریب د دې لامل شوی چې زموږ اعتبار یې ختم کړی او زموږ قوت یې کمزوری کړی!! آن چې یو شمېر ستر پوهنتونونه زموږ د پوهنتونونو او انستیتونو شهادتنامی نه مني، ځکه چې د ارزښت څخه یې مطمئن ندي، دا راز اکثر مصرفوونکي زموږ جوړ شوي توکي نه قبلوي، ځکه چې د غوره صنعت څخه یې مطمئن ندي، ایا دغه وضعیت به زموږ اینده روښانه کړي؟
شیخ محمد الغزالی رحمه الله، الطریق من هنا

01/09/2026

په پرهیزګارۍ کې مبالغه
یوه ورځ خاوند خپل کور ته راغی چې د واده يې لا یو کال نه وو تیر شوی نو ګوري چې ښځه يې ژاړي، هغه يې په غیږ کې ونیوله او په ډېره نرمه لهجه ورسره خبري کوي داسې ګومان يې کول چې ښځه غواړي د خپل پلار کور ته لاړه شي د هغوي ملاقات ته يې شوق شوی، ترڅو خپل خپلوان وګوري، نو پوښتنه يې ورنه وکړه چې د ژړا لامل يې څه شی دی، هغي وویل: هغه مرغۍ چې زمونږ د وني د پاسه زمونږ کور ته مخامخ په ونه کې کیني نو کله چې ما جامي نه وي اغوستي ما ته ګوري امکان لري چې پدې کې ګناه او د الله نا فرماني وي؟؟؟؟؟
خاوند يې خبره د هغي د عفت او له الله نه د ویري له کبله ومنله، لاړ او تبر يې واخیست ونه يې قطع کړه.
د یوي اونۍ څخه وروسته خاوند بیا د خپل کار څخه وختي کور ته راغی ګوري چې ښځه يې د خپل معشوق سره په څنګ کې پرته ده!
هیڅ يې هم ونه کړه صرف هغه څه يې د ځان سره واخیستل چې ورته محتاج وو او د کور او ښار څخه ووت، په اوږده لار کې روان وو چې یو لري ښار ته ورسید، هلته خلک د پاچا د قصر په خوا کې راغونډ شوی وو نو غوښتل يې چې د غونډیدو سبب يې معلوم کړي، هماغه وو چې پوښتنه يې وکړه خلکو ورته وویل: د پاچا خزانه غلا شویده!
پدې وخت کې یو شیخ چې د پښو په ګوتو روان وو تیر شو، نو پوښتنه يې وکړه دا څوک دی؟ هغوئ ورته وویل: دا د ښار شیخ دی د پښو په ګوتو لدې کبله ځي چې وايې کوم میږی يې ترپښو لاندي نشي چې دا ګناه او دالله نافرماني ده.
سړي وویل قسم په الله چې غل مي پیداکړ پاچا ته مي ورسوي
خلکو د پاچا د قصر دروازي ته ورسول او سړی د پاچا ځای ته ورغی هغه ته يې وویل:
محترم سرداره! د ښار شیخ ستاخزانه غلا کړیده، کچېري زه دروغجن وم نو سر مي قطع کړئ، پاچا عسکرو ته امر وکړ چې شیخ حاضر کړي د تحقیق څخه وروسته شیخ د خزاني د غلا اعتراف وکړ، وروسته پاچا دغه سړي ته وویل: څه راز دي وپېژندل چې دا غل دی؟
سړي وویل: کله چې په احتیاط کې مبالغه وي، او خبرو کې د فضیلت او تقوا مبالغه وي، نو پوهه شه چې دا د جرم د پټوالی په خاطر وي.

31/08/2026

زه خپلو ځوانانو ته نږدي یم، د هغوئ استعدادونه ښه راته معلوم دي، په الله قسم خورم که د ی،هو دان،و سره مسابقه وکوي نو ورڅخه به مخکې شي، مګر موږ دغه شتمنۍ معطله کړي، د هغوئ استعدادونه مو شل کړي....
مونږ په خپلو منځونو کې یو بل ټکوو، زموږ اختلاف د دنیوی مادیاتو په اړوند دی، زموږ او د قرآن کریم او نبوي سنتو ترمنځ فاصله ډېره اوږده ده.
شیخ محمد الغزالي رحمه الله

30/08/2026

کله چې مفکوره پټه یا غیب شي نو بت را ښکاره شي
پدې معنی هر کله چې مفکوره، یا نظریه او یا بنسټ پټېږي نو خلک د اشخاصو د تقدیس او تعظیم شروع وکړي، نو بیا شخص د مفکوري قایمقام شي، بت را څرګند شي، نو د دې پر ځای چې خلک د افکارو او نظریاتو مناقشه وکړی د هغو نقد وکړي د دې پر ځای د هغوئ تقدیس شروع کړي او تابع یې شي
مالک بن نبي

Address

London

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr. Mustafa Niazi - ډاکټر مصطفی نیازی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category