علمي او معلوماتي مطالب

علمي او معلوماتي مطالب

Partager

طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ
د علم طلب په هر مسلمان هغه که نر او که ښځه وي فرض دی

26/12/2021

عبدالباري جهاني: څرنګه شعر ولیکو؟

شعر له موزونو او منظومو کلماتو څخه جوړ کلام وي، چي د ټولني واقعیتونو او د شاعراحساساتو ته انعکلس ورکوي. او همدغه موزونیت دی چي شعر له نثر څخه بېلوي او کلمات یې په غوږونو کي شرنګی کوي او زیاتره ښه لګیږي. خو توپیر یې د رباب او سارنګ له شرنګ سره دادی چي رباب او سارنګ ژبه نه لري. پښتو رباب، فارسي رباب، اُردو رباب او... رباب نسته. موږ نه پوهیږو چي رباب او سارنګ څه وايی؛ ځکه چي هغوی ژبه نه لري او یوازي شرنګ او سُرلري. هر څومره چي د موسیقۍ د پارچي سُر او تال برابر وي په هغه اندازه پر غوږونو ښه لګیږي.
خو شعر په مشخصه او ټاکلې ژبه لیکل کیږي او په هغه ژبه خپلو اورېدونکو او لوستونکو ته پیغام ورکوي. اورېدونکی او لوستونکی باید لومړی پوه سي او بیا نو واه واه ورته ووايی او یا منفی نظر ورکړي. زما په عقیده د شعر پیغام او د کلماتو ښکلا او پر ځای استعمال دواړه په یوه اندازه اهمیت لري. که شعر د کلماتو له ښکلا، اشارو او استعارو څخه بې برخي کړو بیا نو که هر څومره قوي پیغام هم ولري هغه به عادي نظم وي او شعري ارزښت به یې دونه کم وي چي سړی به یې شعر نه سي بللای. او که برعکس، پیغام د ښکلیو کلماتو، استعارو، اشاراتو او پېچلو مفاهیمو قرباني کړو او له یوه ښاخ څخه بل ته غورځو؛ ښايي پر غوږونو به ښه ولګیږي، ځیني اورېدونکي به حتی سرونه ورته وښوروي او واه واه به ورته ووایی مګر که له اورېدونکو څخه د شعر د پیغام په برخه کي پوښتنه وسي نو ښايی چي لس تنه اورېدونکي به لس ډوله تعبیرونه وړاندي کړي. کاظم شیدا ډېرښه ویلي دي:
مضمون د شعر لکه پیکر دی
رنګین الفاظ یې رخت و زېور دی
ورته ضرور دي دا دواړه توکي
پیکر که هر څو دلربا تر دی
خو زما په عقیده، څرنګه چي شعر مخاطب لري او مخاطب یې لوستونکي او اورېدونکي دي نو پیغام تر ښکلا مهم دی. هر شعر باید پیغام ولري. حتی غزل، چي هر بیت یې، ځیني وختونه بېله موضوع لري، هم باید څرګند پیغام او هدف ولري او پر غوږونو یې د رباب د شرنګ له لګېدلو سره توپیر وسي.
د رحمن بابا شعر ولي تر اوسه ژوندی دی؟ خوشحال خان خټک ولي د پښتنو او پښتو ادب پلار بلل کیږي؟ یو او مهم علت یې دا دی چي د دواړو په شعرونو کي پیغام ته لومړۍ درجه او کلماتو او ښکلا ته دوهمه درجه ارزښت ورکړه سوی دی. د رحمن بابا د شعر کمال د هغه د سادګۍ، روانۍ، ښکلا او پیغام متوازن حرکت دی.
هغه ښکلي الفاظ او کلمات چي کاظم خان شیدا کارولي دي او د مفاهیمو هغه عمق چي د ده په اشعارو کي پروت دی، د پښتو ژبي په کلاسیک ادب کي یې چنداني چا سیالي نه ده کړې.
کړه یې وا لکه ګره د تورو زلفو
باریکي لري تمام دېوان زما
مګر ولي، پښتانه لوستونکي او ادب پوهان، د پښتو په کلاسیک ادب کي، نه د رحمن بابا، نه د خوشحال خټک، نه د حمید ماشوخېل او حتی نه د عبدالقادر خان خټک او نورو په درجه ورته قایل دي. علت یې هماغه د ده خپله خبره ده چي تمام دېوان یې له باریکیو ډک دی او په باریکیو یوازي باریک بین خلک پوهیږي. خو د کاظم خان شیدا شعر او د هغه عالي مفاهیم له هغو اوسنیو شعرونو سره چي سړی یې په هیڅ توګه په تعبیر نه پوهیږي او یوازي د ښکلیو کلماتو او ترکیبونو یو لاړ وي له هیڅ پلوه د مقایسې وړ نه دي. دا نوي شعرونه، چي زه وایم خدای دي د نورو او اکثریت شاعرانو نه ورته پام کوي، د هیچا د پوهېدلو او هضمولو وړ نه دي. زه د تقریباً شپېتو کالو راهیسي شعر لیکم او ټول عمر مي فارسي، پښتو، اردو او انګلیسي شعرونه لوستي دي مګر، پرته له هیڅ ډول مبالغې، ویلای سم چي، د دې نویو شعرونو او ایجاداتو، په څو ځله لوستلو یې په معنا نه پوهېږم. بس کلمات وي، شرنګ وي، آه او اوف وي. نور نو سړی نه پوهیږي چي ولي آه ولي اوف؟ کله کله داسي ښکاري لکه د ښایستو رنګونو په ترکیب کي چي اصل تصویر پټ وي او سړی پوه نه سي چي نقاش څه غوښتل.
مغلق او پرله پېچلي او کله کله بې مفهومه شعرونه د دې لپاره لیکل کیږي چي شاعر غواړي خپلو لوستونکو او اورېدونکو ته د خپل هنر او ضمناً د عقل کمال وښيي. کله کله د دې لپاره لیکل کیږي چي شاعر د څرګند پیغام له ورکولو څخه، د مختلفو عواملو له مخي، وېره لري. کله کله هم شاعر بې موضوع وي او د لیکلو لپاره څه نه لري ځکه نو خپل لاسونه په رنګونو ولړي او د کاغذ مخ په رنګین کړي. کله کله او حتی اکثر وختونه په دې عواملو کي یو هم نه وي او ځوان شاعران زیاتره د نورو شاعرانو د رنګینو کلماتو تر اغېز لاندي راغلي وي او کوښښ کوي چي د ده شعر د نورو تر شعرونو هم مغلق سي او خلک یې پوهي او شاعری ته ګوته په غاښ ونیسي.
د مثال په ډول زه دادی اوس یو آزاد شعر لیکم چي مخکي مي هیڅ فکر نه دی پکښی کړی او که ریشتیا درته ووایم په مفهوم یې هم ځکه نه پوهیږم چي د هیڅ هدف لپاره مي لیکلی نه دی. تاسي یې وګوری چي له هغه څخه څه راباسی. که د کلماتو له پلوه ورته وکتل سي؛ نو خورا شاعرانه کلمات، که څه هم په ډېر تلوار، پکښی ځای سوي دي مګر که د پیغام له اړخه ورته وکتل سي نو چي شاعر پخپله نه په پوهیږي په دې شعر به څوک پوه سي.

زه د لمر په کجاوه کي د سپوږمۍ تر کلي ولاړم
له ګودر څخه مي رنګ د رنجو واخیست
له پاپیو نه مي شرنګ د ګونګرو واخیست
څاڅکي څاڅکي مي د اوښکو
د نرګس او د غاټول له سترګو توی کړل
د آرزو له پېغلو سترګو یوه اوښکه
د ایوب تر لوند ګرېوانه
نوح ته ولاړم تر توپانه
د موسی همسا ته ولاړم
ښاماران مي تېروله
فرعونان مي ډوبوله
په لمبو د کوه طور کي نڅېدمه
زه په خیال کي شاه جهان د دې جهان وم
زه ملنګ عبدالرحمن وم
لکه سپر د خوشحال خان وم
ما د خضر پر چینه مړي لیدلي
تاوېدم لکه پېچک له ارغوانه
بس پردی وم بس بی واکه وم له ځانه
لکه شمع په خپل ځان کي ویلېدمه
لکه اوښکه بې هدفه رغړېدمه
نه پېچک نه ارغوان یم
بس دښمن مي د خپل ځان یم
بې هدفه مسافر یمه روان یم
آه د لمر کجاوه څه سوه؟
زما د آه جنازه څه سوه؟
د سپوږمۍ کلي ته نه ورځي وګړي
ما د خضر پر چینه لیدلي مړي
اوس چي هر مُلا ته وایم خپل خوبونه
وايی خوب د لېونو دی
لېونوته په کار نه دي تعبیرونه.
دا شعر چه سړی هر څومره اوږدوی هغومره اوږدیږي؛ ځکه چي هیڅ هدف نه لري او د هري ښایستې کلمې د کارولو لپاره ځای لري.
په دې وروستیو ورځو کي مي د افغان جرمن په ویب سایټ کي دوه شعرونه لیدلي دي. دواړه د داسي ځوانانو دي چي زه یې له شعری استعداد سره مینه لرم. خو له بده مرغه، په دواړو شعرونو کي، د یوه په مفهوم لا نه یم پوه سوی. ډېر ښکلي کلمات یې اوډلي او زه پوهېږم چي د هر شعر په لیکلو به یې ډېر زیات وخت ( ضایع ) کړی هم وي. مګر کله چي د څه باندي اویا کالو په عمر د پښتو ژبي یو شاعر د هغه له معنا او مفهوم څخه عاجز سي نو دا شعرونه یې د چا لپاره لیکلي دي؟ خو څرنګه چي د پښتو په ژبه کي یوازي تقریظونه لیکل او شاباس ویل رواج لري نو زه د هغوی د نومونو له ذکرولو څخه ډډه کوم. هسی نه چي را ته په قار یا لږ ترلږه خوابدي سي. خو خدای دي وکړي چي زما پیغام ته هم یو څه توجه وکړي.

30/05/2021

د نن ورځې لوستي او ځوانان دومره بېغوره او راحت طلبه شوي چې آن د کوچنیو او اړینو لیکنو د لوستلو لپاره هم وخت نه لري، نه پوهېږم چې ولې د زده کړې او مطالعې سره دومره حد ته بې مینې شوي یوو!
بعضې کسان ډېر ښکلي مطالب لیکي خو د نر زوی ډغ پرې تېر شي و خانه دې خرابه مه شه لږ تم شه، چې دې مخلوق څه درته لیکلي دي، کېدایشي ګټور درته تمام شي خو چا ته وایې!
#مطالعه مو عادت کړئ!
#غالب

30/05/2021

د لوښو مینځلو په مایع باندې لاندې 12 شیان هیحکله مه مینځئ:

1- وېښتان
د لوښو مینځلو مایع ستاسو د وېښتانو طبیعي غوړ له منځه وړي او وچوي یې.

2- لرګین فرش
د لوښو مینځلو په مایع د کوټو لرګین فرش یا غولی هیڅکله مه مینځئ، دا ځکه چې رنګ یې ورته بدرنګوي.

3- د لوښو مینځلو ماشین
د لوښو مینځلو ماشین ته د لوښو مینځلو مایع مه ور اچوئ، دا ځکه دا مایع ډیر زیات ځګ کوي، او دغه ځګ ستاسو ماشین خرابوي.

4- مخ
خپل مخ هیڅکله د لوښو مینځلو په مایع مه مینځئ، دا ځکه چې د لوښو مینځلو مایع د وجود او ستاسو د مخ غوړ له منخه وړي، او ستاسو پوستکی دیر ژر وچوي، کله چې لوښي مینځئ، نو دستکشې په لاس کړئ.

5- سپی
خپل کورنی سبی د لوښو مینځلو په مایع مه مینځئ، دغه مایع به ستاسو د کورني سپي د پوستکي طبیعي غوړ له منځه یوسي او جلدي ناروغي به ورته پیدا شي.

6- نباتات او د کور شنه بوټي او ګلان
نباتات او د کور شنه بوټي او ګلان د لوښو مینځلو په مایع مه مینخئ، په یو ټیوب او انټر نیټ کې دیرې داسې لیکنې او ویډیو ګانې شته چې که ګلان او بوټي په لوښو مینځلو مایع ومینځل شي نو میاشې او د بوټو زبګۍ له منځه وړي، دا غلطه ده، دغه مایع بوټي خرابوي خو میاشې او زبګۍ له منځه نه وړي.

7- چرم یا څرمنه
د څرمنې یا چرمي بوټونه، دستکولونه او کالي د لوښو مینځلو په مایع مه مینځئ، داځکه د څرمنې دننه غوړ له منځه وړي او خرابوي یې.

8- ورېښمین توکي او کالي
خپل ورېښمین توکي د لوښو مینځلو په مایع مه مینځئ چې په بشپړ ډول یې بې ډوله کوي.

9- چدني لوښي
چدني لوښي د لوښو مینځلو په مایع مه مینځئ چې خرابیږي، ښه خبره داده چې چدني لوښي په مالګې او تودو اوبو ومینځئ.

10-هنداره
د کور هندارې د لوښو مینځلو په مایع مه مینځئ، کېدای شي چې دا مایع ستاسو هنداره خط خط کړي.

11- موټر
خپل موټر هیڅکله د لوښو مېنځلو په مایع مه مینځئ چې رنګ یې ورته لومړی تیاره کوي، ځلا یې ورته له منځه وړي او په مکمل ډول یې خرابوي.

12- د کالیو مینځلو ماشین
د کالیو مینځلو ماشین هیڅکله د لوښو مینځلو په مایع مه مینځئ او مه یې ورته اچوئ، دغه ډیر ځګ کوي او ستاسو د کالیو مینځلو ماشین په مکمل ډول خرابوي.

23/02/2021

ښاغلي محب الله شریفزي د عکاسۍ پر هنر کتاب لیکلی دی چې زما په فکر په پښتو ژبه ښايي د دغه مسلک یو ه له لومړنیو هڅو وي. کور یې ودان او په دې هیله چې هر ځوان د خپل مسلک په تړاو پوهه په همدې بڼه له ولس سره شریکه کړي. له نورو یې مه غواړئ چې راته ویې لیکه خپله لاس په کار شئ.
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ مو نېمکرغه، خپله ژبه وپالئ، ویې لولئ او ویې وایاست. خو ته وا په دغو برخو کې به څومره تکړه یوو؟

22/02/2021

د خوښئ ځای دی چې د ان فرنک یادښونه اوس په پښتو ژبه په کتابي بڼه چاپ شول. دا کتاب په نړۍ کې په څو اویا ژبو ژباړل شوی دی. په کتاب کې ګڼ مهم پیغامونه موندلی شو ، ښايي تر ټولو مهم یې دا وي چې هر انسان باید د خپل اختیار او واک حق ولري. انسانان شاید د مذهب، رنګ، نسل او یا ځای له پلوه له یو بله بېل وي خو دا باید په دې مانا نه وي چې چلند دې هم ورسره جلا او بد وشي. صفیه جانې وردګ ته مبارکي وایم چې د څه باندې ۳۵۰ مخونو دغه مهم اثر یې په پښتو ژبه وژباړه. Aksos Book Store

Vocabulaire dans la ville - د ښار په اړه لغات 29/09/2020

ډېر عزتمندو او د قدروړ پښتنو ورونو او خويندو
تر هر څه وړاندې نیکې هيلې او پیرزوينې مې په ورين تندي ومنه

ځیني پښتنو خپلی ژبې پښتو ته ډیر زیار ویستلې او خپلی ژبې پښتو ته یی ډیر پرمختګ وربښلی دى ، له نیکه مرغه بايد ووایم چی ، زموږ ځینې ویښ پښتانه زموږ د پښتو ژبی او پښتنو دپاره یی ډیر ګړند ګامونه اوچت کړي
نو راځئ خپل پښتو ژبه د نورو ژبو سيال کړو او خپل د پښتنو ورونو او خويندو يوټيوب چينلونه خوښ او سبسکرائب کړي هغوي وهڅوو او ملاتړ يي وکړو او همدارنګه خپل پښتو ژبه بډايه کړو.

د پښتو ژبی د چټک پرختګ په هیله

Vocabulaire dans la ville - د ښار په اړه لغات Vocabulaire dans la ville د ښار په اړه لغات la banque بانک le bar بار (دمشروباتو د رانيولو او څښلو ځای)۰ la bibliothèque کتابتون la bijouterie زرګری la bouch...

28/08/2020

زما مستوري خوري! لطفاً دا اوږده لیکنه ولوله!

د ښځي قضيه په هره ټولنه کي د پخوا څخه مطرح ده او په حقيقت کي هم ښځه د شمېر او تعداد له مخي زموږ د ټولني نيمه برخه راجوړوي. دغه موجود د وظائفو او مسؤليتونو له اړخه په ټولنه کي تر ټولو ښايسته موجود دی خو د ستونزو له اړخه بيا د ښځو د حقوقو قضيه د يوې مهمي مسلې او بحث په څېر يوه ګونګه او پېچلې غوټه ګرځېدلې ده.
په اسلام کي د ښځو د حقوقو په اړه خورا لازم او عميق بحث سوی دی او هيڅ ډول پوښتنه بې جوابه نه ده پاته سوې. خو زموږ د ټولنيز جوړښت پر اساس په پورته موضوع کي بحث کول شايد ځيني ستونزي راولاړي کي، ځکه له يوه اړخه دغه لاره ډېره مستوره ده او له بل اړخه دلته د علم، عواطفو او مهربانۍ خاوندان هم ډېر لږ دي، چي ځيني يې په قصداً او ځيني يې په ناخود اګاه توګه د فمينيزم پر ژرنده اوبه ور اړوي.
دلته يا هم د حق پر روښانه څېره باندي کرغېړنه پرده غوړول سوې ده او يا هم د لږ اسلامي علم له وجهي غلط برداشت سوی دی.

که اوس د اسلامي نړۍ تېر تاريخ ته لنډ نظر وکو نو دا به راته ثابته سي، چي اسلامي نړۍ له نژدې دوه سوه کلونو را په دېخوا د بقا په جګړو بوخته ده؛ چي په دغه خطرناکه او څو جبه ييزه جګړه کي مسلمانانو ډېر څه د لاسه هم ورکړل. د مسلمانانو نظام د منځه ولاړی، اسلامي نړۍليد له سوال سره مخ سو، چي په نتيجه کي يې د نورو استعماري تهديدونو تر څنګ يوه خورا عمده موضوع د ښځو حقوق د مطبوعاتو سرټکي وګرځېدل، چي ډېر شمېر لوستي ځوانان، نر او ښځي د دنيا د دغه اصطلاحاتو د وضعي قوانينو او تهاجمي کلتورونو تر اغېز لاندي او متاثره کړل.

د ښځو غربي حقوق په اوسنۍ زمانه کي د مساوات په نوم خورا يو منل سوی اصل دی او د دوی په ګمان چي تر دې اصل بل ښه اصل او قانون نسته. دا تاثر دومره زورور دی، چي که څوک د دې اصل څخه مخالف وي او ښه اصل يې و نه بولي نو داسي مانا لري، لکه د لمر له شتون څخه چي انکار کوي.
په عربي ژبه کي له ډېر پخوا څخه يوه مقوله عامه ده، چي وايي: ( صديقک من صدقک لامن صدقک)
يعني ستا دوست او ملګری هغه دی، چي تاته رښتيا وايي نه دا چي ستا د هري خبري تصديق وکي. نو په همدې خاطر نن هغه کسان او هغه مصلحين چي غواړي د ښځو حقوق را ژوندي کړي پر دوو ډلو وېشل کيږي، يوه ډله دوستان او بله ډله دښمنان دي نو که مغالطه نه وي او حقيقت تر غور لاندي ونيول سي دا خبره پوښلې او پټه نه پاتيږي، چي د دلائلو د ايراد په صورت کي معلوميږي، چي څوک د ښځو دوستان او څوک يې دښمنان دي.

دا يوه روښانه خبره ده، چي ښځه هم تر اسلام وړاندي او هم وروسته، هم په اروپا کي او هم په نوره نړۍ کي د بحث موضوع ګرځېدلې وه او ده. چا په يوه نامه او چا په بل نامه ياده کړه، ځينو په ښو او ځينو په بدو ياده کړې ده. ښځه د نړۍ په تاريخ کي له خورا قوي ظلمونو او تېريو څخه راتېره سوې ده او د دې ټولي قربانۍ قصداً په اوبو لاهو سوي دي. د ښځي کردار په ټولنيزو علومو کي قصداً پټ ساتل سوی دی.
له يونانه تر هنده، له چينه تر اروپا، له عيسويته تر يهوديته، له هندوييزمه تر سيکولريزمه پوري د ښځي په اړه ورته نظريات او قوانين موندلای سو.
خو په دغه قوانينو او نظرياتو کي د هغې پوره حقوق او مراعات نه دي ورکړل سوي، هم په انفرادي سطحه او هم په اجتماعي سطحه د هغې امتيازات او وړتياوي لاندي سوي دي. د هغې سره د زېږېدلو د ماشين په صفت چلند سوی دی.

د ټولي نړۍ په متمدينو او غير متمدينو هيوادونو کي پر ښځو باندي دغسي ظلمونه روان وه، ښځو خپل شرافت او کرامت نه پېژندی، چي حتا ټول انسانيت تر پوښتني لاندي راغلی وو. نو په داسي توره فضا او تپه تياره کي د جزيرةالعرب پر اُفق يو روښانه لمر راوځلېدی، د عدالت او انصاف اسماني چيغه يې د خلکو غوږونو ته ورسول، د ښځو د عزت او کرامت يادونه يې وکړه، ښځه يې د شهوت پرستانو، خود غرضو او حيوان صفته عناصرو څخه وژغورل او د هغوی انساني کرامت او عزت ته يې د اسلام په رُڼا کي نجات ورکړ.
د اسلامي اصولو له اړخه ښځه په انسانيت کي لکه نارينه و بلل سوه، ښځي د نارينوو د بدن نيمايي برخي يادي سوې او ازدواج د يو بشپړ انسان په شکل رامنځ ته سو.
يو حديث شريف کي راځي: ( انما اللنساء شقائق الرجال )
په بل عبارت، ټول انسانان ( نر او ښځي ) په دين او عبادت مکلف سوه، که ښه کوي جنت ته ځي او که بد کوي دوږخ ته به ځي؛ نو په دې باب له نارينوو سره هيڅ تفاوت نه لري. لکه چي الله ﷻ په قرآنکريم کي فرمايي:
( که چانېک عمل سر ته ورسوی، هغه که ښځه وي او که نارينه، په داسي حال کي چي دی مؤمن وي نو موږ به هغه ته په دنيا کي هم پاکيزه ژوند ورکو او په اخرت کي به هم د هغوی مزدوري او جزا په ډېر ښه ډول سره ورکړو ، له هغو عملونو سره کوم چي دوی کړي دي. ) [ النحل: ۹۷ ]

په اسلام کي ښځي ته د زيات عزت ورکولو په خاطر له هغې څخه د شومتيا، برفالۍ او کرکي تعبيرونه درواغ او بد وګڼل سوه، د هغې پر پيدايښت او زېږېدني باندي اووه ورځي د الهي رحمت يادونه وسوه. د اسلام په مبارک دين کي هر وخت، هر ځای، په هرنامه او هره زمانه کي د هغې د عزت او احترام يادونه په بېلابيلو کتابونو کي سوې ده، چي د ټولو يادونه زما له پاره مشکل کار دی.
دا چي نن سبا د لويديز پر اخور لوی سوي د (جنډر مساوات) په نامه يا د ( ښځه پر خپلو پښو درول ) په نامه سره کوم حرکتونه راشروع کړي دي، غواړي د بشپړي ازادۍ او حريت په پلمه، د بشريت د بقا او انساني اړيکو د جوړولو له لاري د مردسالارۍ په نامه زموږ ټولنه نر او ښځي ته وويشي. او بس
غواړي زموږ کورنی نظام، د ودونو جوړښت او د نارينوو قموميت له منځه يوسي، ځيني ډلي لکه سيکولران خو حتا په ډېره سپين سترګي سره زموږ ځيني اسلامي او کلتوري ارزښتونه مسخره کوي او يا يې هم تر نيوکي لاندي راولي او هر انسان ته د خپل جنس د اختيار حق ورکوي، چي له ځانه څخه نارينه جوړوي او که ښځينه جوړوي، ځکه دوی دغه بې لاري د انسان فطري او مسلم حق او يو ډول ټولنيز پرمختګ ګڼي.
دغه ډلی په ټول توان سره کار کوي تر څو ښځه په يوه او بله بهانه د کورنۍ له چاپېريال څخه راوباسي او په ټولنه کی يې د نارينه سره اوږه پر اوږه ودروي، تر څو د دې په بدل کي له ښځي څخه د هغې د قدر او احترام ستر لاملونه مورولي، خورولي او مېرمنتوب واخلي، کوم چي په ټولنه کي د ښځينه د تاثير او اغېز اساسي توکي دي او په ټولنيز مشارکت کي يې هم د ښځي ونډه او رول څرګند کړی دی او ځينو خو بيخي دا له پامه غورځولې ده، چي د ښځي له لوري د کوچيني پيداکول يوه ستره وظيفه ده، چي انسانيت ته بقا وربخښي، له دې امله دا ډېره کمزوري او بې عقلي ده، چي ښځه له مورولۍ څخه وايستل سي.

خو په اسلام کي بيا ښځه تر بلوغ وړاندي په وړکتوب کي د وصي او يا ولي تر سرپرستۍ لاندي احترامانه ژوند کوي، اسلامي شريعت د هغې ساتنه او حمايت يوه فريضه بللې ده او هغه يې د هر چا او هر ډول ظلم او تجاوز څخه په امن کي کړې ده. تر بلوغ وروسته بيا د هغې د مال او نفس اختيار ټول هغې ته سپاري، او د خپلو ټولو تصرفاتو لکه: خرڅول، رانيول، بخښل، اقاله، خيار، سلم، کرايه، اجاره، رهن، قسمت، اقرار، وکالت، کفالت، حواله، شرکت، مضاربت، امانت، وقف، او داسي نورو بشپړ اختيار او واک ورکوي.

خو د بشر په لاس په جوړ سوي تمدن کي د دوی انسان والي ته د شک په سترګه کتل کيږي، چي مثالونه مو هم ياد کړل؛ او د اسلام په مبارک دين کي بيا دوی ته په مختلفو دورانونو کي له ماشومتوبه بيا تر مرګه پوري د هغې پوره احترام سوی دی لکه: د زېږېدو پر اوومه ورځ باندي پر هغې باندي عقيقه کول، د ولي په مصلحت د خپل ازدواج(نکاح) پوره واک او اختيار ورکول، د مړوښۍ په زمانه کي ښځي ته پر مېړه د نفقې، لباس، کور او ساتني حق هم اسلام ورکړی دی. او دې ته ورته په نورو برخو کي لکه: د مېرمني په صفت، د مور په صفت يا د خور په صفت د ښځي د اکرام او عزت روښانه رغبت او مثالونه لرو.
اسلام د ميراث حق هم ښځي ته ورکړی دی. دا که مور وي که لور وي او که مېرمن وي. دا که د ډېر عمر وي که د لږ عمر وي او حتا که د مور په نس کي هم وي، او دنيا ته نه وي راغلی بيا هم د هغې حقوق د پلار په متروکه ميراث کي سته.
اسلام د مېړه او ماينې د حقوقو انتظام هم منځ ته راوړی دی، چي هلته مېړه پر ماينې او ماينه پر مېړه باندي شرعي حقوق لري. اسلامي شريعت ښځي ته د خاص اکرام په موخه د طلاق منظم قانون هم ايښی دی، تر څو د ظالمو نارينوو له استبداد څخه يې ژغورلې وي.
د اسلام مقدس دين پر خپلو اساساتو ولاړ دين دی د بيداره زړونو او سوچه عقيدو او استقامت لپاره پياوړی قانون لري او د هغه عمل لپاره يې ښې لاري چاري لټولي دي، که په اخلاص، صداقت او دقت سره رعايت سي نو د زړونو د ويښتيا او د فکر د روښانتيا لپاره به مو استفاده کړی وي. خو که لږ څه هم فرق او خلاف پکښي راسي نو د هغه خلاف کاره قانون ماتوونکي خپله خطا ده نه د اسلامي قانون نقصان.

خو د دومره ښېګڼو سره سره دا د ډېري حيرانتيا ځای دی، چي د دغسي الهي نظم او محمدي شريعت خاوندان ولي د کاتوليکي امپراطورۍ زېږنده سيکولريزم نظام او قانون ته بې منطقه دلائل تراشي؛ او په ډېره سپين سترګي سره د اسلامي رويې او آن د اسلامي تصور د بدلولو پلان، خصوصاً د ښځو په برخه کي لري. او هره ورځ نوي فکرونه او نوي طرزونه وړاندي کوي، تر څو زموږ باعفته او پاک لمني مېرمني له کورني حريم، د ننګ او ناموس د ساتني له انګړه را وباسي او په خپلو جادوګرو افواهاتو يې اسلامي پرده او حجاب ور څخه پورته کي. او کوښښ کوي چي خپل مبتذل او منحوس فرهنګ زموږ پر مقدساتو باندي جبراً وتپي.
زما په فکر خو دوی دغه کار د دوو موخو له پاره کوي:
يو دا چي زموږ مستوري مېرمني او باحجابه خوېندي د کور له حريمه را وباسي او بل دا چي د ښځي د ازادۍ د منحوس شعار په واسطه هغوی زموږ د اسلامي قانون په مقابل کي ودروي. زه خو بېله کومي مبالغې درته وايم، چي د دې ازادۍ اخري نتيجه فحشا ده، ځکه چي په دغه ډول قوانينو کي د نارينه او ښځينه و تعلقاتو ته په ډېره عادي سترګه کتل کيږي، په تېره بيا د ژوندانه جنسي مسائلو ته. يعني هلته ښځه او نارينه د زوجيت په کمربند نه تړل کيږي او نه هم پر دوی باندي دا فرق لري، چي د دوی جنسي اړيکي د زوجيت په شکل دي او که د زنا په علاقه سره دي. نو اوس دا خبره په ثبوت رسيږي، ټول هغه عادتونه او اخلاق کم چي له داسي نظام څخه راوزي، نو نتيجه به يې خامخا دا وي، چي هر ډول جنسي ارتباطات به ازاد وي.

په پای کي خپلو درنو او مستورو خوېندو ته يو لنډ پيغام پرېږدم:
هغه دا چي ستاسو په وړاندي فقط دوه نظامه پراته دي، يو د عفت، پت او عصمت نظام دي او بل د هر ډول جنسي ازادۍ نظام دی. خوښه مو خپله، چي کوم يو تعقيبوئ.
ليکوال: زلمی توريال

16/08/2020

که وخت لرئ نو حتمن یی ولولئ !😢😢

یوہ_ورحٌ_جبرائیل علیه السلام د نبی کــریم صلی الله علیه وسلم خواته راغی محمد صلی الله علیه وسلم چې وکته جبرائیل علیه السلام ورته پریشانه ښکاره شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل یا جبرائیل عليه سلام څه خبره ده نن ډیرخفه ښکاری جبرائیل علیه السلام ورته عرض وکړه ای د ټول جهان محبوبه نن ماته الله تعالی حکــم کړي دی چې جهنم وګوره د هغه په کتلو سره ما باندی خفګان اثرات را پیدا شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل ماته د جهنم حالات ووایه جبرائیل وویل. د جهنم اووه(۷) درجی دی ترټولو لاندینی درجه کی منافقین اچول کیږی شپږمه(۶) طبقه کی الله تعالی مشرکین اچوی پنځمه(۵) طبقه کی د لمر او سپوږمی عبادت کوونکی اچول کیږی څلورمه(۴) طبقه کی د اور عبادت کوونکی اچول کیږی په دریمه(۳) طبقه کی یهود اچول کیږی په دوهمه(۲) طبقه کی الله تعالی عیسویان جهنم ته اچوی د دې نه وروسته جبرائیل علیه السلام خاموش شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم ترې پوښتنه وکړه چی جبرائیله! ولی غلې شوې اوله طبقه کی څوک اچول کیږي؟ جبرائیل علیه السلام عرض وکړه ای د الله رسوله په اوله درجه کی الله ستا د امت ګناهګاران اچوی کله چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم دا خبره واوریده چی زما امت به هم جهنم ته اچول کیږی نونبی کریم صلی الله علیه وسلم بی حده ډیر غمجن شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم د الله تعالی په حضورکی دعا شروع کړه دری ورځي هم داسی تیریدی نبی علیه السلام به جومات ته راتللو لمانځه پس به بیرته خپلی حجری ته تشریف وړه او دروازه به یی بندوله او د الله تعالی په حضورکی به یی ژړا فریاد کوو صحابه کرام رضی الله تعالی عنهم حیران شول چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم چې کله جومات ته تشریف راوړی بیا کور ته هم نه ځی حجری ته ځي کله چی دریمه ورځ شوه ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه صبر ونه کړای شو دروازی ته راغی او دروازه یی ووهله بیا یی سلام واچوو لیکن د سلام ځواب رانغی هغه په ژړا شو عمر رضی الله خواله راغی وی ویل ما سلام وکړه خو سلام ځواب نه راځی لحاظه تاسی ورشۍ کیدای شی ستاسی ته ځواب درکړی هغه هم ورغلی هغه دری ځله سلام وکړه لیکــن سلام ځواب رانغی عمر رضی الله عنه حضرت سلمان فارسی ته راغی سلمان فارسی د دی واقعی یادوونه علی کرم الله وجه ته وکړه هغه سوچ وکړه چی د دومره عظیم شخصیت د سلام جواب رانغی ماته هلته تګ نه دی پکار بلکی زه دهغه مبارک د سترګو نور لور فاطمه رضی الله تعالی عنها دننه لیږم هغه همداسی وکړه چی فاطمه رضی الله تعالی عنها ته ټول احوال ته ووایی هغه دحجری دروازی ته راغله باباجانه! السلام علیکم کله چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم د خپلی لور اواز واوریده راوچت شو دروازه یی خلاصه کړه د سلام جواب یی ورکړه بیا ورته بی بی فاطمی وویل باباجانه ! څه خبره ده چی دری ورځي کیږی چی دلته تشریف راوړی نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چی جبرائیل زه خبرکړم چی زما امت به هم جهنم ته ځي فاطمی لوری زه د خپل امت ګناه ګارانو په غم کی ډوب یم او خپل مالک نه دعا غواړم چی هغه معاف کړی او د جهنم د اوره یی خلاص کړی نبی کریم صلی الله علیه وسلم بیا په سجده پریوته اوپه ژړا یی شروع کړه . یاالله زما د امت په ګناه ګارانو رحم وکړه او هغه د جهنم د اوره خلاص کړه الله تعالی حکم وکړه : (ولسوف یعطیک ربک فترضی)ای زما دوسته غم مه کوه تاله به دومره څه درکړم چی ته به ورباندی خوشحاله یی هغه په خوشحالۍ راپاڅیده اوویې فرمایل خلکو الله تعالی ماسره وعده کړی چی زه به د قیامت په ورځ ستا امت سره داسی معامله وکړم چی ته به پری خوشحاله یی او زه ترهغی نه خوشحالیږم ترڅو چی زما اخرنی امتی جنت ته نه وی داخل شوی زمونږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په مونږ باندی دومره مشفق اومهربان وو او تل زمونږ په غم کی وو زه ستاسی نه په عاجزانه ډول خواهش کوم چی د خپل نبی کریم صلی الله علیه وسلم شفقت او مهربانۍ پیغام نورو مسلمانانو ته ورسوۍ او په محمد صلى الله عليه وسلم درود شريف ووایی.
فقط د ثواب لپاره یی شیر کړئ ؟
که لوستلی مو وی نوصرف دومره په کمینټ کی ولیکئ چی ولوستل شوه.
Copy

11/08/2020

سړي ته د څلورو او ښځی ته د یو واده حکم ولی ده..؟
زنانه لپاره د یو واده حکم ولی ورکړل شوی ده؟سائنس هم د اسلام د احکاماتو پر تائید کولو مجبور شو.
یو ماهرِ جنین(جنیټک انجنیرنګ Genetic Engeniring)یهودي چی یهودي عالم هم دی په ډاګه وايي چی په مخ د ځمکه له مسلمانو ښځو څخه پاکی،صفا ښځی د یو مذهب هم نشته.پوره قصه داسی ده چی د البرټ آئینسټاين انسټی ټیوټ سره تړلئ یو ماهرِ جنین یهودئ پیشوا رابرټ د اسلام قبول ولو اعلان وکړو چی سبب یی د قرآن مجید حکم چی مطلقه (طلاق شده) ښځی د عدت باره کی ده.واقفیت او پوهیدل دی.او دا حکم چی دری حیضه پوری د بل واده نه کول دي په حکمت پوهیدل شامل دي.د الله تعالی حکم ده
’’والمطلقات یتربصن بأنفسهن ثلاثة قروء[البقرة:228]”طلاق شده ښځی دی ځانونه تر دری حیضونو پوری(د نکاح نه) ایساری کړي”‘‘
دغه آیت د یو حیرت انګیز نوي علم ډي این ای(DNA) د انکشاف لاره جوړه کړه او دا معلومه شوه چی د یو سړي په مني(Semen) کی دوه شپیته فیصده(62%) پروټین له بل سړي څخه مختلف وي او دا چی د ښځی جسم د یو کمپیوټر په شان ده نو هر کله چی نر(سړۍ)ور سره همبستري وکړي نو د ښځی (زنانه)جسم د هغه تمام بیکټریاز جذب کولو نه بعد محفوظ ساتي.
دغه وجه ده چی کله هم که ښځه د طلاق نه فورا وروسته د بل سړي سره واده وکړي یا یو وخت کی له ډیرو سړیانو(Mens) سره تعلقِ جنسي ولري نو په بدن کی يي مختلف قسم ډي این ای(DNA) جمع کیږي کوم چی د خطرناکه وائرسو سبب ګرځي چی نتیجه کی یی خطرناک مرضونه رامنځ ته کیږي لکه ایډز(Aids) وغیره.

سائنس تحقیق کړۍ دی چی د طلاق نه بعد د یو حیض په تیریدو سره جسم له 32 څخه تر 35 فيصده پوری له پروټین څخه پاکیږي او د دوهم حیض نه بعد جسم له 67 څخه تر72 فیصده پوری د انسان پروټین زائله کوي او دریم حیض کی نو بیا جسم کی 99.9% پروټین ختمیږي او داسی رحم د مخکی ډي این ای څخه پاکیږي او بغیر د کوم نقصان یا سائډ افیکټ(Side effect) څخه د نوي ډي این ای قبلولو ته تیاریږي.
یوه رنډۍ ښځه د ډیرو کسانو سره جنسي تعلقات جوړوي چی نتیجتًا د هغی په رحم کی د مختلفو کسانو بیکټریاز (Bacterias) داخلیږي او جسم کی مختلف قسم ډي این ای جمع کیږي چی آخر کار هغه د مختلفو مهلکو مرضو شکار جوړیږي.
او پاتی شوه دا خبره چی ولی د متوفی عنها(هغه ښځه چی میړه یی مړ شي) ښځی عدت د مطلقه ښځی څخه ډیر دی....؟
هغه ځکه چی د غم او خفګان په وجه مخکینۍ ډي این ای زر نه ختمیږي او د ختمیدو لپاره ورته ډیر وخت په کار وي نو ځکه خو داسی ښځو ته د څلور میاشتو او لس ورځو عدت ورکړل شوۍ ده۔۔فر مان الہی ده’’والذين يتوفون منكم و يذرون أزواجا يتربصن بأنفسهن أربعة أشهر و عشرا[البقرة:٢٣٤]‘‘”او له تاسو څخه چی څوک مړ شي او ښځی پریږدي نو په کار ده چی هغوی(ښځی) ځانونه څلور میاشتی او لس ورځی ایسار کړي.""(له نکاح څخه)..
له دغه حقیقت څخه دلاری پیداکولو نه بعد یو ماهره ډاکټر د امریکا په دوه مختلفو محلو کی تحقیق وکړو.

یوه محله چی هلته افریقن اصله مسلمانان اوسیږي چی د هغه ځای د ښځو جنین کی یواځی د یو خپل میړه ډي این ای پیدا کړل شوه.
۔او دوهمه محله چیرته چی اصلي امریکایانی آزادی ښځی اوسیږي د دوي په جنین کی له یو څخه د زیاتو حتی د دوه دری کسانو ډي این ای موجودی وی.
هر کله چی ډاکټر د خپلی ښځی وینه ټیسټ کړه نو ویښونکۍ حقیقت يي مخ ته راغۍ چی د هغه ښځه کی هم د دری مختلفو کسانو ډي این ای موجودی وی.

چی د دی مطلب دا وو چی د هغه ښځه هغه ته دوکه ورکوي او دا چی د هغه په دری بچیانو کی صرف یو د هغه خپل بچۍ ده. وروسته له دی څخه ډاکټر قائل شو چی یواځی اسلام هغه دین دی چی د ښځو د حفاظت ضمانت ورکوي او د دی خبری هم چی مسلمانی ښځی د دنیا تر ټولو پاکی.صفا.او محفوظی ښځی دي..
الله اکبر کبیرا والحمد لله حمدا کثیرا
دوستانو دا پیج هم در سره لائک کړۍ په درنښت..مننه

Photos from ‎علمي او معلوماتي مطالب‎'s post 21/07/2020

لږ وخت مخکی می یو کتاب په ډیر تکلیف او زحمت د مختلیفو سرچینو په مټ ولیکه ‌څیړنی او تحقیقات می ورته وکړل
دکتاب نوم دی
دافغانستان د سیاسی ګوندونو تاریخچه
په تیرو150 کلونو کی

کله چه می دکابل پوهنتون د اړوند پوهنځی معززو اود قدروړ استادانو ته د اصلاح او بیا کتنی لپاره تقدیم کړ ، لارښوونه یی راته وکړه چه د سیاسی ګوندونو په هکله باید په کتاب کی مکمل معلومات راټول کړی تر څو زموږ ځوان نسل په ټولو تیرو واقیعتونو او حقیقت خبر سی خیر دی که ‌د کتاب حجم زیات سی

اوس په همغه کتاب مصروف یم ډیر ژر به یی دوستانو ته ډالۍ کړم
ان شاءالله

Vous voulez que votre école soit école la plus cotée à Paris ?

Cliquez ici pour réclamer votre Listage Commercial.

Emplacement

Type

Site Web

Adresse

Paris
78100