اسلامي معلومات

اسلامي معلومات

Partager

لا اله الله محمد رسول الله

01/10/2025

لَعْنَةُ اللهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ
د الله لعنت د وي په دروغجنو باندې.
دغه محترم ټول ژوند په دروغو ويلو تیر کړ زه حیران یم چې په ورځ د اخیرت به الله تعالی ته څه ځواب وایې؟

20/07/2025

وعیدونه د "وعید" جمع ده.

وعید په لغت کې: د عذاب، سزا یا تاوان ورکولو ګواښ ته ویل کېږي.

په اصطلاح کې: هغه ګواښونه دي چې الله تعالی یا رسول الله ﷺ یې د کوم حرام عمل، ظلم یا ګناه په کولو سره خلکو ته کړي وي یعنې خبرداری چې که څوک فلان کار وکړي، الله به یې سخت عذاب کړي.

20/07/2025

په افغانستان کې د غټو موټرو د بار وړولو لپاره کميسيونونه جوړ شوي دي ، چې په نوبت سره موټر ته بار ورکوي ، خو متأسفانه چې په دغه کميسيونونو کې غلا او رشوت ترسره کېږي نو، په دا موضوع د اسلام په رڼا کې تشريح.

په ټولنه کې د نظم او عدالت ساتل د اسلامي شریعت له مهمو اصولو څخه دي که په کومه ټولنه کې د حق او عدالت پر ځای د رشوت، غلا او بې انصافۍ دود رامنځته شي، نو دا نه یوازې د خلکو تر منځ د بې باورۍ سبب ګرځي، بلکې د الله جل جلاله له سختو وعیدونو سره هم مخامخ کېږي د نوبت او حق په پام کې نیول، او د هر کس خپل حلال حق ورکول، د ایمان نښه ده.

:د نوبت او امانت ساتنې په اړه د قرآن او سنتو لارښوونې

۱- د مسئولينو او حاکمانو مسئوليت:

د دې موضوع په اړه لومړی مسئولیت د مسئولینو، حاکمانو او هغه کسانو دی چې، د خلکو چارو ته ګومارل شوي دي د هغوی وجیبه ده چې، د خلکو د حقونو خوندي کولو او د عدالت په پلي کولو کې بې پرې او صادق پاتې شي.

الله تعالی فرمایي:
> إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ (النساء: 58)
"بې شکه الله تاسو ته حکم کوي چې امانتونه خپلو څښتنانو ته وسپارئ او کله چې د خلکو تر منځ قضاوت کوئ په انصاف سره یې وکړئ."

په دې آیت کې واضح امر شوی چې هر کار باید د انصاف او امانت په بنسټ ترسره شي. د نوبت پرچه په حقه توګه ورکول هم د همدې امانت برخه ده.

رسول الله ﷺ فرمایي:
> "الإمام راعٍ ومسؤول عن رعيته." (بخاري او مسلم)
"حاکم ساتونکی دی او د خپلو رعیت په اړه مسؤل دی."

که د نوبت پرچه د رشوت او واسطې په بدل کې ورکول کېږي دا د امانت خیانت دی او حاکم یا مسئول به د الله جل جلاله په دربار کې د دې پوښتنه ځواب ورکوي.

۲- د رشوت په اړه د قرآنکريم لارښوونه:

الله جل جلاله فرمايي:
> وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِّنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ (البقره: 188)
"او خپل مالونه په باطل (د حرامو) لارو مه خورئ او د حاکمانو په لور یې مه وړئ، ترڅو د خلکو د مال یوه برخه په ګناه او ظلم سره وخورئ، په داسې حال کې چې پوهیږئ."

دا آیت په ښکاره توګه د رشوت او باطلې لارې څخه د مال اخیستل حرام ګرځوي د نوبت پرچه په پیسو اخیستل هم همدې حکم ته داخلېږي، ځکه دا د نورو خلکو د حق خوړل دي.

۳- د رسوال الله ﷺ په احاديثو کې د رشوت غندنه:

رسول الله ﷺ فرمايي:
> "لعن الله الراشي والمرتشي."
(سنن ابوداود: 3580)
"الله لعنت کړي رشوت ورکوونکی او رشوت اخیستونکی."

د دې حدیث په رڼا کې دا کار که څوک پرچه په پیسو اخلي او د نورو حق تر پښو لاندې کوي، د لعنت مستحق ګرځي.

۴- د هغو کسانو لپاره لارښوونه چې رشوت نه ورکوي:

هغه موټروانان چې د حق خلاف د پیسو په ورکولو نه بارېږي، هغوی مظلومان دي د اسلام له نظره د مظلوم دعا قبوله ده.

رسول الله ﷺ فرمایي:
> "اتقوا دعوة المظلوم، فإنها ليس بينها وبين الله حجاب."
"د مظلوم له دعا څخه ځان وساتئ ځکه د هغه دعا او د الله تر منځ هېڅ پرده نشته."

هغوی ته ثواب او اجر دی چې د حرامو لارو څخه ځان ساتي ځکه رسول الله ﷺ فرمايي:
> "دنيا د مؤمن لپاره د امتحان ځای دی."
د دې ډول ستونزو په وړاندې صبر کول د مؤمن ایمان پیاوړی کوي.

نو، هغوی کولای شي د قانوني او مشروع لارو له لارې خپل حق وغواړي شکایت وکړي او د ظلم مخه ونیسي.
که څوک د ظلم او رشوت پر وړاندې صبر وکړي او له حرامه ځان وساتي الله جل جلاله به یې په آخرت کې اجر ورکړي.

15/07/2025

سُحت څه ته وایې؟ د تير پوسټ په تعقيب:

سُحت (السُّحت) یو عربي او اسلامي اصطلاح ده چې په فقهه، حدیث او تفسیر کې ډېره کارېږي ، دا کلمه د هغه حرام مال لپاره کارېږي چې: په ناحقه، ظالمانه، یا حرامه طریقه ترلاسه شوی وي.

د سُحت تعریف:

سُحت هغه مال ته ویل کېږي چې د دروغ، رشوت، خیانت، فریب، زور، سود، د قاضي په فاسد حکم، غلا، یا پټ کار (تور کار) له لارې تر لاسه شوی وي.

د سُحت یادونه په قرآن او حدیثو کې:

قرآن کریم:

> «وَيَسْتَمِعُونَ إِلَى الْكَذِبِ وَيَأْكُلُونَ السُّحْتَ...»
(هغوی دروغ ته غوږ نیسي او سُحت خوري...) – [المائدة: 42]

تفسیر:
علماء وایي دا آيت د یـــ.ــهودو د مشرانو په اړه دی چې رشوتونه به یې اخیستل او فاسد حکمونه یې کول.

حديث شریف:
> «كلُّ لحمٍ نبتَ من سُحتٍ فالنارُ أولى به»
(هر بدن چې د سُحت له مال نه وده کړې وي، اور د هغه ځای دی.) – [الترمذي]

سُحت کې شاملې بېلګې:

رشوت: پیسې یا مال د ناحقه فېصلې لپاره ورکول
سود: د پیسو بدل کې زیاته ګټه اخیستل
دروغو سره مرسته د دروغو دعوو له مخې پیسې اخیستل
پټ کار: له دولت یا قرارداده پټ کار کول او ماليه نه ورکول
فریب: خلک دوکه کول او مال تر لاسه کول.

15/07/2025

:په تور کار يا په پټه کار کولو د اسلام له نظره یوه شرعي څېړنه

په نننۍ نړۍ کې ډېری مسلمانان په غربي هېوادونو کې د ژوند له امله له مختلفو اجتماعي او اقتصادي شرایطو سره مخ دي، له دې جملې یو مهم بحث د تور کار (کار په پټه، بې قرارداده، او د دولت له خبرتیا پرته) موضوع ده ددې موضوع د شرعي حکم وضاحت ضروري دی، تر څو مسلمانان خپل رزق د الله د رضا له لارې تر لاسه کړي.

تور کار څه ته وايي؟
تور کار (Black Work یا Travail au noir) هغه ډول کار ته وايي چې:
بې له قانوني قرارداد ترسره کېږي؛
مالیه نه ورکول کېږي؛
له دولتي مرستو سره یوځای دوام لري؛
دولت ته د عاید پټولو په معنا وي.

د اسلام له نظره شرعي حکم

✦ ۱. د دروغو او فریب له لارې مال خوړل حرام دی

په اسلام کې دروغ، فریب او د خلکو مال خوړل له لویو ګناهونو څخه شمېرل کېږي. څوک چې له دولت څخه مرستې اخلي، خو پټ کار هم کوي، د دروغو او خیانت مرتکب کېږي.

آيت مبارک:
> «وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ»
(یو د بل مال د باطل له لارې مه خورئ.) – [البقرة: 188]
حديث:
> «مَن غَشَّ فَلَيْسَ مِنَّا»
(چا چې دوکه ورکړه، هغه زموږ له ډلې نه دی.) – [صحيح مسلم، 101]

✦ ۲. د عهد ماتول او د قوانینو خلاف ورزي حرام دی

یو مسلمان که د کوم هېواد تابعیت، ویزه یا پناه اخلي، نو د هماغه هېواد د قوانینو رعایت شرعاً واجب دی، تر څو چې له اسلامي احکامو سره مخالفت ونه لري. د قوانینو پټ ماتول لکه د مالیې نه ورکول او پټ کار کول دا د عهد ماتونه ده.

آيت مبارک:
> «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ»
(اې مؤمنانو! له خپلو تړونونو سره وفادار اوسئ.) – [المائدة: 1]
حديث:
> «المُسلِمونَ علَى شُروطِهِم»
(مسلمانان باید خپلو تړونونو ته وفادار وي.) – [ترمذي، 1352]

✦ ۳. حرام عاید سُحت دی

د هغه مال خوړل چې له دروغو، دوکې او فریب سره تر لاسه شوی وي، سُحت بلل کېږي. دا حرام عاید دی، چې نه پکې برکت وي او نه الله ته محبوبیت لري.

حديث:
> «كلُّ جَسَدٍ نَبَتَ مِنَ السُّحْتِ فَالنَّارُ أَوْلَى بِهِ»
(هر بدن چې د حرامو مالونو څخه وده کړې وي، اور د هغه ځای دی.) – [الترمذي، 614]

✦ ۴. پر الله توکل او حلال رزق غوره کول

که څوک پر الله توکل وکړي، حلال عاید غوره کړي، او د حرامو مالونو څخه ځان وساتي، نو الله به ورته له داسې ځایه رزق ورکړي چې فکر به یې هم نه وي کړی.

آيت مبارک:
> «وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَهُ مَخْرَجًا، وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ»
(څوک چې له الله نه وډار شي، الله به ورته د خلاصون لاره پیدا کړي، او هغه ته به له داسې ځایه روزي ورکړي چې فکر یې هم نه کوي.) – [الطلاق: 2-3 ]

12/02/2025

راتلونکي جمعې شپه د برات شپه ده: (چانس دلاسه مه ورکوئ)

د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې الله ﷻ ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.

امام حسن بصري رحمة الله علیه به پدې شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یې د برات شپه ده زما اعمال الله ﷻ ته وړاندې کیږي ، الله ﷻ خبر پایله به یې څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي.

حضرت علي رضی الله تعالی عنه به په دې شپه د باندې راووت او په ژړا یې، اسمان ته کتل او ویل به یې اې الله ﷻ نن تاته اعمال وړاندې کیږي، چې د علي اعمال به الله ﷻ خبر څنګه وي؟

صحابه راغلل له رسول الله ﷺ څخه یې و پوښتل، چې
اې د الله تعالی رسوله کله چې د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورځ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟
د اللهﷻ رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دې لپاره روژه نیسم چې په دې ورځ د انسان عملنامه سپینه وي او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عملنامه کې په روژه باندې وشي، د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې ددې لپاره عبادت کووم او په ویښه یې تېروم چې دا مې خوښیږي چې کله مې الله ﷻ ته د کال په اخیر کې اعمال وړاندې کېږي نو هغه مې هم په عبادت کې تیره شي او په عملنامه کې مې اخیر عمل عبادت وي

د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به د برات (شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله.

عایشه(رض) وایې پدې شپه به چې کله رسول الله ﷺ عبادت کوو او کله به یې چې سر په سجده کیښود دومره به یې اوږدوله چې ما به ویل چې اللهﷻ مه کړه د هغه روح قبض شوی دی، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړ وروسته پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې ژاړي او دا دعا کوي (یا الله ﷻ پنا غواړم ستا د عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا د قهر او عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندی، کړی.

ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنې د ګناه نه د خلاصون شپه، ددې شپې خاص عبادت د احاديثو مبارکو په رڼا کې په لاندې ډول دي :

1:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس لوستل او د ايمان لپاره دعا کول.

2:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس بيا د حلال رزق لپاره دعا کول.

3:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس او بيا د لوى عمر لپاره دعا کول.

(د برات په شپه د راتلونکي کال تقدير هم ليکل کيږي)

04/01/2025

د رسول الله په اړه هنده دایې: چا دا فکر کاوه چې، د عبدالمطلب د یتیم دا پیغام به ټوله نړۍ ونیسي؟ هغه مو وراټه، خو لوی شو، سپکې سپورې مو ورته وویلې، خو عزت یې وموند، هڅه مو وکړه چې غلامان ترې بېل کړو، خو سرداران پرې راټول شول، کور مو ترې ونیو، خو ښارونه یې ونیول، په خپل ټول توان سره مو هڅه وکړه، څو د هغه دین په نطفه کې ختم کړو، خو هغه اوس له لس زره په توره سمبال لښکر سره موږ او زموږ زرکلن خدایان مغلوب کړل.
ایا فکر کوی چې ، محمد ص او ورسره ځواک به یې زموږ دروازې ماتې کړي او له دېوالونو به را واوړي؟
ابوسفیان: نه! محمد ص د کور له دېوالونو نه، بلکې د زړو له دروازو داخلېږي، هغه اوس بریالی شوی او دا به د هغه یو تل پاتې بریالیتوب وي.
الهم صلی علی محمد وعلی اله سید نا محمد.

هنده هغه ښځه وه چې، د حضرت حمزه ينه یې ټوټي ټوټي کړه او بيا يې د غاړې خار پکې جوړ کړ او حضرت حمزه د رسول الله ص تره وه.

02/01/2025

يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ.
ژباړه: الله پوهېږي، تاسو نه پوهېږی.

نو، هغه دروازي؛ چې ستا پر مخ بندي دي ، كيداى شي ستا په خير وي.

28/12/2024

راتلونکي رمضان کریم به په ۲۸ د فیبروري پیل شي

13/08/2023

د نامحرمې ښځې سره که مسلمانه وي يا کافره ملګرتيا کول حرام دي.

الله تعالی مؤمنانو ته حکم کړی چې :
وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى (اسراء ۳۲ )
يعنې زنا ته مه نزدې کيږئ د زنا د نزدېوالي اسباب له پردیو ښځو سره نا مشروع ارتباط ، اختلاط او بې حجابې ده .

رسول الله (صلی الله عليه وسلم)فرمايي :
إيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ.(متفق عليه )
له بيګانه او نامحرمو ښځو سره له خلوت نه ځان وساتئ .

لا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ وَلا تُسَافِرَنَّ امْرَأَةٌ إِلا وَمَعَهَا مَحْرَمٌ.
(بخاری )
هيڅ پردی سړی به له بيګانه ښځې سره خلوت(تنها کېناستل) نه کوي او هېڅ ښځه دې بغیر له محرم نه سفر نکوي.

Vous voulez que votre école soit école la plus cotée à Paris ?

Cliquez ici pour réclamer votre Listage Commercial.

Emplacement

Type

Adresse

Paris
75000