05/10/2026
د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام
نن، د اکټوبر پنځمه، د ښوونکي نړیواله ورځ ده.
البېروني بشري پیاوړتیا موسسه (AHRO) د ښوونکي نړیواله ورځ د افغانستان ټولو زیارکښو، مخلصو، ژمنو او درنو ښوونکو ته په ډېر درنښت مبارکي وایي او د هغوی د ارزښتمنو هڅو او خدمتونو قدرداني کوي.
موږ باور لرو چې ښوونه او روزنه د انسانانو او ملتونو د پرمختګ، ودې او باثباته راتلونکي بنسټ جوړوي. ښوونکي هغه ارزښتمن شخصیتونه دي چې د علم، پوهې، اخلاقو او روزنې له لارې د ټولنې راتلونکی جوړوي او د نوي نسل د فکري او علمي ودې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.
هیله لرو چې د افغانستان ښوونکو ته د ژوند او کار مناسب شرایط برابر شي، د هغوی مسلکي او ټولنیز مقام لا پیاوړی شي او په یوه خوندي او مناسب چاپېریال کې وکولای شي د هېواد د راتلونکو نسلونو د روزنې او تعلیم په برخه کې خپلو ارزښتمنو هڅو ته دوام ورکړي.
د ټولو درنو ښوونکو مقام ته درناوی او د هغوی له نه ستړې کېدونکو هڅو څخه مننه.
البېروني بشري پیاوړتیا موسسه (AHRO)