Affan Pashto

Affan Pashto AFFAN Institute PASHTO is Afghanistan based research organization dedicated to reclaiming Islamic narrative.

الله‌ ته ګرانښت، د خلکو له مينې څرګندېږي!د امام ماوردي په کتاب «أدب الدين والدنيا» کې راځي، چې اميرالمؤمنين عمر بن خطاب‌...
04/10/2026

الله‌ ته ګرانښت، د خلکو له مينې څرګندېږي!
د امام ماوردي په کتاب «أدب الدين والدنيا» کې راځي، چې اميرالمؤمنين عمر بن خطاب‌ وويل:
«کله چې الله‌ ته کوم بنده ګران شي، هغه په خلکو هم ګران کړي».

اې زما ملګريه!
که غواړې، چې خپله مرتبه د الله‌ په وړاندې معلومه کړې، ځان د خلکو پر وړانډې وګوره او هغه ورسره پرتله کړه؛ ځکه کله چې الله‌ ته خپل بنده ګران شي، د ځمکې پر مخ قبوليت ورکوي، زړونه پرې راټولېږي او له خبرو سره يې خلک ارامېږي.
کله چې د خلق قرآن فتنه وه، امام احمد‌ په داسې حال کې چې زولنې يې په لاسونو کې وې، ابن أبي داود ته يې وويل: «زموږ او تاسو پرېکړه به جنازې کوي!».
فتنه له منځه ولاړه، امام احمد‌ په خپل دريځ کلک پاتې شو، وروسته ابن أبي داود ومړ؛ خو په جنازه کې تر لسو کمو کسانو ګډون کړی و.
کله چې بیا امام احمد‌ وفات شو، ټول بغداد يې جنازې ته راوتلی و.

کتاب: د عمر بن خطاب رض پیغامونه

#اسلام

04/10/2026

سکون هغه وخت پیلېږي، چې انسان خپل کارونه الله ﷻ ته وسپاري او د خپل خالق پر حکمت بشپړ باور ولري. 🤲🏻

🎙️ دوکتور حیات الله عتید

01/10/2026

Why Don’t Young People Start a Business? | ولې ځوانان کاروبار نه شروع کوي؟

#کاروبار #ځوانان #پښتو

ته هماغه يې، څنګه چې خپل ځان وينې!د ماوردي په کتاب «أدب الدين والدنيا» کې راځي، چې امیرالمؤمنین عمر بن خطاب‌ وويل:«خپلې ...
30/09/2026

ته هماغه يې، څنګه چې خپل ځان وينې!
د ماوردي په کتاب «أدب الدين والدنيا» کې راځي، چې امیرالمؤمنین عمر بن خطاب‌ وويل:
«خپلې ارداې او همتونه واړه مه ګڼئ؛ ځکه ما چې تر ټولو ډېر لوېدلي او له خپلو موخو شاته پاتې خلک ليدلي، د خپلو کمزورو ارادو او همتونو له امله وو».

اې زما ملګريه!
ته هماغه يې، څنګه چې خپل ځان وينې!
د انسان رښتينی ارزښت هماغه دی، کوم چې دی يې په خپل ځان کې ويني، هغه نه دی، چې خلک يې د ده په اړه وايي/ويني.
هېڅوک تا نه شي سپکولی، څو چې سپکوالي او ذ‌لت ستا په فکر کې ځای نه وي نيول او هېڅوک ستا ارزښت نه شي لوړولی، څو چې ته په خپل نظر کې کوچنی او سپک يې.
جلال الدين رومي به ويل: «څنګه يو وړوکی تخم دا باور کولی شي، چې دننه يې يوه لويه ونه شتون لري!؟».
د څه شي په لټه کې چې يې، هغه ستا په اندرون کې شتون لري!

کتاب: د عمر بن خطاب رض پیغامونه

#اسلام

29/09/2026

The incredible journey of an African Muslim Slave Ayuba Suleiman Diallo | مسلمان غلام

د چا چې خوی نرم و، ژوند به يې خوږ وي!د بيهقي په کتاب «شعب الإيمان» کې راځي، چې اميرالمؤمنين عمر بن خطاب‌ وويل:«زه هغه سړ...
29/09/2026

د چا چې خوی نرم و، ژوند به يې خوږ وي!
د بيهقي په کتاب «شعب الإيمان» کې راځي، چې اميرالمؤمنين عمر بن خطاب‌ وويل:
«زه هغه سړی خوښوم، چې په خپل کور کې لکه ماشوم داسې وي؛ خو چې کله يې وخت راشي (او د جديت ځای وي) لوی سړی شي».

اې زما ملګريه!
د چا چې خبرې نرمې شوې، هرو مرو مينه ورسره کېږي او څوک چې وړې تېروتنې له پامه غورځوي او خوی يې نرم وي، ژوند به يې خوږ وي.
عربو به ويل: «موږ يو چا ته تر هغه سړی نه وايو، څو ونه ګورو، چې مېرمنې ته يې عزت ورکوي او که يې سپکوي».
له عايشې‌ څخه وپوښتل شول، چې نبي کريم‌ په کور کې څه ډول چلند کاوه؟ ويې ويل: «هغه‌ به د خپل اهل او کورنۍ په خدمت کې و».
د امام ذهبي په کتاب «سير أعلام النبلاء» کې راځي، چې زيد بن ثابت‌ تر هر چا ډېر نرم خويه او په کور کې د خوږ مزاج څښتن و.

کتاب: د عمر بن خطاب رض پیغامونه

#اسلام

28/09/2026

Essential Steps to Achieve Success & Your Goals | د بریالیتوب او هدف ته د رسېدو لپاره مهم کارونه
#بریالیتوب #هدف

له خپل دين سره وتښته!په مصنف ابن أبي شيبة کې راغلي، چې اميرالمؤمنين عمر بن خطاب‌ وويل:«له بدکاره سره ملګرتيا مه کوه؛ ځکه...
28/09/2026

له خپل دين سره وتښته!
په مصنف ابن أبي شيبة کې راغلي، چې اميرالمؤمنين عمر بن خطاب‌ وويل:
«له بدکاره سره ملګرتيا مه کوه؛ ځکه هغه بدکاري تاته هم در زده کوي».

اې زما ملګريه!
موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو، چې خواهشاتو او فتنو له هرې خوا يرغل راباندې کړی. داسې زمانه ده، چې نبي کريم‌ يې په اړه ويلي:
«په دې وخت کې په دين باندې کلک پاتې کېدل داسې مثال لري، لکه د اور سکروټه چې په لاس کې ونيسې».
نو نېک ملګري ته څومره ډېره اړتيا لرو، کله چې د الله‌ ذکر او يادونه کوو، هغه مو مرسته کوي، که رانه هېر شوی وي، را په یادوي يې او په همدې توګه به بریالي شو.
د ملګري اخلاق انسان ته داسې ورو ورو سرايت کوي، لکه د مېږتون حرکت؛ انسان په يو ځل ناڅاپي نه بدلېږي، بلکې ورو ورو له خپلو اخلاقياتو لرې کېږي؛ ځکه خو ملګری په پوره دقت غوره کړه!
هو، انسان د خپل نيږدې ملګري په دين دی!

کتاب: د عمر بن خطاب رض پیغامونه

#اسلام

27/09/2026

د ژوند له کړاوونو او مصیبتونو ستړی شوی یې؟ د قیامت دا خبرې واوره! 🥀💔

#قیامت #اسلام #ایمان

پټې چارې د پټو رازونو رب ته وسپاره!له اميرالمؤمنين عمر بن خطاب‌ څخه روايت دی، چې هغه وويل:«که خلک په دې باندې خبر شي، چې...
27/09/2026

پټې چارې د پټو رازونو رب ته وسپاره!
له اميرالمؤمنين عمر بن خطاب‌ څخه روايت دی، چې هغه وويل:
«که خلک په دې باندې خبر شي، چې يو بل ته يې په زړونو کې څه راګرځي، يوازې په تورو سره به روغبړ وکړي».

اې زما ملګريه!
له اړتيا ډېره پلټنه مه کوه او مه هڅه کوه، چې په هر څه پوه شې؛ ځکه کله کله ډېره پوهه لکه ډېره ناپوهي داسې وژونکې وي. د خلکو په تړاو همدومره درته بسنه کوي، چې هغوی يې درته څرګندوي، له دې ورهاخوا پټې چارې د پټو رازونو رب ته وسپاره!
ښه اوسه؛ خو ساده کېږه مه!
ځيرک اوسه؛ خو شکاکي کېږه مه!

کتاب: د عمر بن خطاب رض پیغامونه

#اسلام

Adresse

Bonn

Benachrichtigungen

Erfahren Sie als Erste/r von Neuigkeiten und Aktionen: Wir schicken Ihnen eine E-Mail, wenn Affan Pashto etwas veröffentlicht. Ihre E-Mail-Adresse wird für keinen anderen Zweck verwendet, und Sie können sich jederzeit abmelden.

Kontaktieren Sie Die Schule/Universität

Nachricht an Affan Pashto senden:

Verknüpfungen

Teilen