Raihan Online Quran Academy

Raihan Online Quran Academy Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Raihan Online Quran Academy, Laksar.

که چیري تاسو او یا هم ستاسو قریبان د هیواد بهر ژوند کوي قران کریم او اسلامي زده کړو ته لاسرسی نه لري نو موږ تاسو ته د قران کريم او سلامي زده کړو ښه چانس برابر کړی دی
د مسلکي او تکړه استادانو له خوا تدریس ورکول کیږي
+93707097505
+93731265524

پر رسول الله ﷺ درود ویل، ګناهونه داسي له منځه وړي، لکه یخي اوبه چي اور وژني او پر هغه ﷺ سلام ویل، د غلامانو له ازادولو ه...
22/07/2026

پر رسول الله ﷺ درود ویل، ګناهونه داسي له منځه وړي، لکه یخي اوبه چي اور وژني او پر هغه ﷺ سلام ویل، د غلامانو له ازادولو هم غوره عمل دی.

﴿أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ﴾ژباړه: «خبر اوسئ! یوازې د الله په یاد سره زړونه ډاډ او سکون مومي.»څوک چې ...
17/07/2026

﴿أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ﴾
ژباړه: «خبر اوسئ! یوازې د الله په یاد سره زړونه ډاډ او سکون مومي.»
څوک چې له خپل رب سره اړیکه ټینګه کړي، زړه یې ډاډمن، روح یې هوسا او ژوند یې له برکتونو ډک وي.

نفلي لمونځونه او ثوابونه يې!• د اشراق لمونځ:د اشراق دوه رکعته لمونځ د کامل حج او عمرې ثواب لري.سنن ترمذي، 568• د څاښت لم...
12/07/2026

نفلي لمونځونه او ثوابونه يې!

• د اشراق لمونځ:
د اشراق دوه رکعته لمونځ د کامل حج او عمرې ثواب لري.
سنن ترمذي، 568

• د څاښت لمونځ:
پيغمبر ﷺ أبو هريره ؓ ته د څاښت د لمانځه د ادا کولو نصيحت کړى وو. صحيح بخاري، 1178

• د اوابين لمونځ:
د اوابين شپږ رکعته لمونځ د دوولسو کلونو د عبادت ثواب لري. سنن ابن ماجه، 1167

• د تسبيح لمونځ:
د تسبيح څلور رکعته لمونځ د بېلابېلو ګناهونو د بخښني سبب کيږي. سنن ابو داود، 1297

• د تهجد لمونځ:
تر فرض لمونځونو وروسته غوره لمونځ د تهجد لمونځ دى.
صحيح مسلم، 2755

که ته هرڅومره علمي او نړیوال سندونه ولري، خو قرآن نه لولي، او د قرآن په پیغام او تفسير نه پوهیږي، نو یو بي سواده يې!    ...
08/07/2026

که ته هرڅومره علمي او نړیوال سندونه ولري، خو قرآن نه لولي، او د قرآن په پیغام او تفسير نه پوهیږي، نو یو بي سواده يې!

1. د نبي کریم ﷺ محبت زیاتوي     درود ویل د رسول الله ﷺ سره د مینې څرګندونه ده.2. د دعا قبولېدو سبب ګرځي   درود د دعا لپا...
03/07/2026

1. د نبي کریم ﷺ محبت زیاتوي
درود ویل د رسول الله ﷺ سره د مینې څرګندونه ده.

2. د دعا قبولېدو سبب ګرځي
درود د دعا لپاره دروازې پرانیزي، ځکه درود قبول شوی ذکر دی.

3. ګناهونه بښل کېږي
رسول الله ﷺ فرمايي: څوک چې پر ما یو ځل درود ووايي، الله لس رحمتونه پرې نازلوي او لس ګناهونه یې بښي.

4. په قیامت ورځ شفاعت ور نصیبېږي
څوک چې زیات درود وايي، د نبي ﷺ شفاعت ته به نږدې وي.

5. د جمعې ورځې ځانګړی اهمیت لري
رسول الله ﷺ فرمايي: “په جمعه کې ډېر درود ووایئ، ځکه ستاسې درودونه راته وړاندې کېږي.”

لنډه دا چي: درود ویل نه یوازې ثواب لري، بلکې انسان ته برکت، رحمت او د دنیا و آخرت خیر راوړي.

لۀ حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی، چې سول الله ﷺ وفرمايل: بې شکه فتنې به راشي؛ پهٔ هغې کې ناست سړی لۀ ولاړ څخه...
01/07/2026

لۀ حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی، چې سول الله ﷺ وفرمايل: بې شکه فتنې به راشي؛ پهٔ هغې کې ناست سړی لۀ ولاړ څخه غوره دی، ولاړ لۀ تلونکي څخه غوره دی او تلونکی لۀ منډه وهونکي څخه غوره دی. څوک چې ځان فتنو ته وړاندې کړي، فتنې به هغه راکش کړي. نو که څوک کوم ځای د پناه ومومي، پناه دې واخلي.

رسول الله ﷺ به دا دعا کوله:«اللَّهُمَّ حَاسِبْنِي حِسَابًا يَسِيرًا»ای الله! زما سره آسان حساب وکړه.عائشې رضي الله عنها ...
29/06/2026

رسول الله ﷺ به دا دعا کوله:

«اللَّهُمَّ حَاسِبْنِي حِسَابًا يَسِيرًا»
ای الله! زما سره آسان حساب وکړه.

عائشې رضي الله عنها وپوښتل: ای د الله نبي ﷺ! آسان حساب څه شی دی؟
رسول الله ﷺ وفرمایل:
دا چې د هغه عمل‌ نامه ته وکتل سي او بیا ترې تير سي.
(مسند احمد)

نو مؤمن بنده باید له الله تعالی څخه د آسان حساب غوښتنه وکړي؛ ځکه د قیامت په ورځ نجات د الله تعالی په رحمت او عفوې پورې تړلی دی، نه یوازې په خپلو اعمالو. د «حساب یسیر» معنا دا ده چې الله تعالی د بنده عمل‌نامه وروښيي او بیا یې په فضل او کرم وبښي...

ربه زموږ ټولو سره اسانه حساب وکړه، تاسو امین ووایاست

یو عالم فرمایې :ما یو سړي ته وویل: داسې کور غواړم چې ګاونډیان یې غیبت نه کوي ، نه حسد کوي نه کبیره ګناهونه کوي ، او نه ب...
26/06/2026

یو عالم فرمایې :
ما یو سړي ته وویل:
داسې کور غواړم چې ګاونډیان یې غیبت نه کوي ، نه حسد کوي نه کبیره ګناهونه کوي ، او نه بغض لري.

زه يې هدیرې ته بوتلم ، راته یې وویل: دلته وگرځه پیدا به یې کړې.

د درې شیانو څخه نبی کریم ﷺ پناه غوښتې ده: له نااهله ښځې څخه، له نااهله اولاد څخه او له حرام مال څخه.
24/06/2026

د درې شیانو څخه نبی کریم ﷺ پناه غوښتې ده: له نااهله ښځې څخه، له نااهله اولاد څخه او له حرام مال څخه.

عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:څلور خویونه که په تا کې وي، نو د دنیا د شیان...
21/06/2026

عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
څلور خویونه که په تا کې وي، نو د دنیا د شیانو د لاسه ورکولوهېڅ پروا مه کوه:
- د امانت ساتنه
- په خبرو کې رښتینولي
- ښه اخلاق،
او په خوراک او روزۍ کې پاک لمني (حلال خوړل او له حرامو ځان ساتل)..!

(مسند احمد، حدیث: 6652)

Address

Laksar

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Raihan Online Quran Academy posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share