16/05/2026
د نورالهُدا ناصري نجونو ښوونځي له لوري خبرتیا
لکه څنګه چې نوی تعلیمي کال له وړاندې پیل شوی او د ښوونځي د نوملیکنې بهیر هم خپل ځانګړی وخت او شرایط لري، اوس مهال په نورالهُدا ناصري نجونو ښوونځي کې د ټاکل شوي پلان مطابق زده کوونکې د ۱۵ تنو مجربو او مسلکي ښځینه استادانو له خوا له لومړي تر شپږم ټولګي پورې په ډېر شور،شوق او منظم ډول پر خپلو زده کړو بوختې دي.
خو سره له دې، لا هم ګڼ شمېر کورنۍ هڅه کوي چې خپلې لوڼې اوس مهال ښوونځي کې شاملې کړي.په بښنې سره باید ووایو چې د موجوده امکاناتو او ظرفیت له مخې، سږ کال د نورو زده کوونکو د جذب امکان نه لرو.
موږ ژمنه کوو چې ان شاءالله راتلونکی کال به د دویم ټایم لپاره ټول لازم امکانات برابر شي او نږدې د دولس سوه (۱۲۰۰) نجونو زده کوونکو د جذب ظرفیت به ولرو.
په درنښت
اداره