زده کړه learn

زده کړه learn

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from زده کړه learn, Education, Jalalabad.

18/03/2026

آه 😭 کابل + معتادين + شهي___دان شعر
الله تعالی د روژی او ددی بی ګناه مسلمانانو په برکت دشمن یی ذلیل او برباد کړی ټول د زړه له اخلاصه ورته د بربادی دعاوې وکړی دې شرمیدلی د کفر او صلیب غلام پاکستان او ملګرو ته یی.

په شهیدانو باندې وژاړو که تا ولمانځو
د غم اختره مونږ دې څنګه په خندا ولمانځو

داسې تور سوي دي خپلوان هم پکې نه پېژنو
د کومې مور د کومې کونډې واویلا ولمانځو

د هر شهید تر شا بلا د غم داستان پاتې دین
د کوم یتیم میراتې هیلې په ژړا ولمانځو

اوس مو خپل غم ته پرېږده مونږ ته جینازې پرتې دي
نه کیږي اوبښه درځه بل وخت به تا ولمانځو

خویندو راځئ چې د غم خال په تندي کېږدمه
خیشتې نکریزې په سرو وینو د لیلا ولمانځو

درد د اولس وجود کې وکړلې ریښې اختره
مونږ انتقام ته ځو او تا دلته په چا ولمانځو

خوند خو به داسې وکړي ډېر چې لوی اختر قایله
لاهور، پینډۍ او کراچۍ کې په ګډا ولمانځو


#کابل #معتادین #شهیدان #شعر #غزل
#وحشت #بمبار
#پاکستان #پوځ #ظلم #لیونی #معتاد


#اختر

28/02/2026

اهدنا الصراط المستقیم

#قران #ایت

27/02/2026

روژی مسائل حدیث مبارک اعتکاف په اړه
#روژه
#رمضان #حدیث






26/02/2026

د روژی ځېنی مکروهات
#روژه
#رمضان
#مکروه #مکروهات



26/02/2026

حَدَّثَنَا آدَمُ بْنُ أَبِي إِيَاسٍ، حَدَّثَنَا ابْنُ أَبِي ذِئْبٍ، حَدَّثَنَا سَعِيدٌ الْمَقْبُرِيُّ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏"‏ مَنْ لَمْ يَدَعْ قَوْلَ الزُّورِ وَالْعَمَلَ بِهِ فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ فِي أَنْ يَدَعَ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ ‏"‏‏.‏ صحیح البخاری( ١٩٠٣ )

پښتو ژباړه: له حضرت ابوهریره رض څخه روايت ده چې رسول الله ص وفرمايل: هغه څوک چې دروغ عمل او جهالت څخه لاس نه خلی نو هېڅ اړتیا نشته چې الله تعالی ته روژه ونيسي او خپل خوراک او څښاک بند کړي.

#روژه
#رمضان #حدیث






26/02/2026

روژی مسائل حدیث مبارک: حَدَّثَنَا آدَمُ بْنُ أَبِي إِيَاسٍ، حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الْعَزِيزِ بْنُ صُهَيْبٍ، قَالَ سَمِعْتُ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ ـ رضى الله عنه ـ قَالَ قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم ‏"‏ تَسَحَّرُوا فَإِنَّ فِي السَّحُورِ بَرَكَةً ‏"‏‏.‏ صحیح البخاری( ١٩٢٣ )

پښتو ژباړه له حضرت انس رض څخه روايت ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: پېشلمې کوې ځکه پيشلمی کې برکت ده.

#روژه
#رمضان #حدیث






Photos from ‎زده کړه learn‎'s post 25/02/2026

رمضان مبارک یو څو ښکلی سټيکرونه درسره شریکوم
زده کړه learn
#رمضان #روژه


24/02/2026

تراویح ناوخته کول د شپې اخری حصه کې دا جائز ده که نه؟


#تراویح #ناوخته #کول
#لمونځ #روژه #نماز

24/02/2026

حديث شريف نمبر ٤ روژی مسائل

زده کړه learn
#حديث #حديثة

#روژه #رمضان

23/02/2026

سوال: د سږ کال( 2026 میلادي کال) د زکات نصاب څو افغانۍ او کالداري کیږي؟ ځواب: عبدالغفار جُبیر

🤲 يادونه : له ملګرو سره يې شير کئ !
د زکات او قربانۍ نصاب د سپینو زرو (200) درهم دي، چي ددې معادل (612.35) شپږ سوه دوولس اعشاریه پنځه دېرش ګرامه کیږي اوس ددې قیمت په افغانیو او کالدارو سره معلوموو.

✅️ په افغانستان کي اوس یو ګرام سپین زر په (140) افغانۍ دئ چي ټولې : 85,729 افغانۍ کيږي .

که یو څوک تر خپل حاجت اصلي 85,729 افغانۍ اضافه ولري او قرض پر باندي نه وي، دغه کس صاحب نصاب دئ هم به زکات ورکوي او هم به قرباني کوي.

✅️ په پاکستان کي د سپینو زرو یو ګرام په 750 روپۍ دئ، چي ټول حساب یې : پاکستانۍ روپۍ 459,262.5

که یو څوک تر خپل حاجت اصلي 459,262.5 پاکستانۍ روپۍ اضافه ولري او قرض پر باندي نه وي، دغه کس صاحب نصاب دئ هم به زکات ورکوي او هم به قرباني کوي.

🔸️ حاجت اصلي څه شي ته وايي؟
حاجت اصلي په شریعت کي هغه شي ته ویل کیږي چي د هغه ماسوا انسان ژوند نسي کولای، چي دا پر دوه ډوله دي:

۱: حاجت اصلي حقیقي: دا هغه شیان دي چي که دغه شیان نه وي نو د انسان د هلاکت خطره وي، لکه نفقه، اخراجات، کور، د جنګ آلات، د ګرمۍ او یخ کالي.

۲: حاجت اصلی تقدیري: دا هغه شیان دي چي انسان ددې شیانو په فکر کي وي او ضروري یې ګڼي لکه د قرض اداء کول، د کسب سامان آلات، دکور اړین سامانونه، د سورلۍ لپاره حیوان یا موټر، موټر سایکل . و دې ته حاجت اصلي ویل کیږي، که چیري تر حاجت اصلي د نصاب په اندازه روپۍ اضافه وې او کال پر تېر سي بیا زکات سته.

‼️📝 یادونه: تاسي چي په کوم ولایت کي یاست هلته د (612.35) ګرام سپینو زرو د قیمت پوښتنه وکی، بس دغه قیمت نصاب دی، ولایتونه په قیمتونو کي توپیر لري.

زده کړه learn

#سږکال(٢٠٢٦)_زکات_نصاب

#زکات #نصاب #اندازه
#افغانې #کالداری
#افغانستان #پاکستان


23/02/2026

روژه او حدیث مبارک ( ٣ ) نمبر
#روژه
#رمضان
#الجنة






زده کړه learn

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Culinary Team

Attire

Telephone

Website

Address


Jalalabad