Zabul Literature and History - د زابل ادب او تاريخ

Zabul Literature and History - د زابل ادب او تاريخ د زابل اړوند به دلته د زاول، زابلستان او په څنګ کې د پښت

لومړی تعقيب: هېرې شوې پېړۍ کتاب پېژندنه؛دا کتاب هېرې شوې پېړۍ دی، چې (۱۱۱) مخه دی، ليکوال يې شوکت زماني دی. د نوي نسل لپ...
10/05/2026

لومړی تعقيب: هېرې شوې پېړۍ کتاب پېژندنه؛

دا کتاب هېرې شوې پېړۍ دی، چې (۱۱۱) مخه دی، ليکوال يې شوکت زماني دی. د نوي نسل لپاره يې لنډ پيغام دی، هغه دا چې مسلمانې ټولنې پر نړۍ پنځه پېړۍ په ( رياضياتو، طبابت، فلسفه، ادبيات، ستور پوهنه او معماري) برخه کې نوښتونه، بنسټونه او تهدابونه ايجادول.

همدې وخت کې ټوله غربي يا کفري نړۍ د غفلت، شاته پاتې او بې تمدنه ټولنې په توګه ژوند کاوه، خو مسلمانانو بيا اختراوې کولې او نړۍ ته يې ځلا وربښله.

کتاب کې (۱۱) اتلانو کيسې وړاندې شوې، هر يوه چې په اختراعاتو او يا نوښتونو کې څه کړي، هغه بېل بېل پېژندل شوی.

اوس سوال دا دی، کوم ملت چې پنځه پېړۍ نړۍ ته د طب، ساينس او علومو بنسټ راوړي، هماغه ملت ولې اوس د نړۍ تر ټولو پاتې ملت دی، يا به مو له تاريخه زده کړه نه وي کړې او يا به اوس موږ د غفلت په خوب ويده يو.

نور وروسته....

06/04/2026

زابل، زاول، زابلستان او له ښکلا ډکې دوې ولسوالۍ يې؛

زابل د تاريخ په اوږدو کې خورا لوی قدامت لري، د هيواد احثيت ( زابلستان) و، ددې ترڅنګ د لرغونې، منځنۍ او معاصرې دورې ستر شهکاران او ليکوالان يې درلودل. د پښتو حمد، نعت، غزلې، بدلې، حماسې، پښتني ښځينه شاعرې بنسټ پالو او لوی ميرويس نيکه او نازو انا کور پاتې شوی دی. د جلدک شيخ صالح محمد الکوزی، سلطان ملخي توخي، سيدال ناصر، بابا هوتک، ملکيار هوتک، شيخ متي بابا، بي بي خالا، حسن متي او ملابوستان تاريخي کور پاتې شوی دی.

دا دوې هغه ولسوالۍ دي، چې لوی بهانده سيند يې مينځ کې تيريږي، هغه سيند، چې د کندهار دهله ډکوي او هغه سينډ چې داود خان يې پر سر د ( خرني) په نامه بند تړلو سروې او اوليه کارونو پيلولو تابيا نيولې وه، ولې بدبختانه داود سر وخوړ. يادې ولسوالۍ د زابل مرکز کلات څخه درې ساعته مزل د موټر لري، چې زراعت يې خورا لوړ او د شاهانو د مېشتېدنې تاريخ له ځان سره لري.

د ارغنداب ( سايګز، نيک نام، جالو، سردره، اختر) او د خاک افغان ( سولان، خرنی، ده مرد‌ګلزار، دو اب توخي، دو اب خروټي او ځنګلي) هغه سيمې دي، چې طبيعي ښکلا يې خورا لوړه او د خلکو ژوند يې تر ډيره عصري دی.

همدې خاک افغان ته دري کيلومتري کې د هزاره ګانو پول تيلوم موقعيت لري، هلته بيا بېله ټولنه بېل ملت البته د فرهنګ او کلتور ډک ملت هستېده.

يو ځل حتمي ورشئ، ماهيانو مېله، انځر، شکرفارې، بادام، چارمغز او وطني ښوروا په خورا لذت ترينه ډول سړه ورکوي.

دا ويډيو وګورئ او نورو سره يې شريکه کړئ، چې وطن مينه يې ماته شي
سردارولي سړحدي
https://www.facebook.com/share/18SQGKCDA8/
#زابل

د فراغت غونډې په وياړ بلنه؛ درنو علمدوستو؛ د زابل فرصت ښوونيز مرکز د زده کوونکو د شپږمې فراغت غونډې په وياړ تاسو درنو ته...
20/08/2025

د فراغت غونډې په وياړ بلنه؛

درنو علمدوستو؛

د زابل فرصت ښوونيز مرکز د زده کوونکو د شپږمې فراغت غونډې په وياړ تاسو درنو ته بلنه درکوو، تر څو په دې علمي غونډه کې راسره ګډون وکړئ.

وخت: سهار اووه بجي ځای: بادام ګل ماڼۍ
ورځ: جمعه

اړيکې شمیره:۰۷۰۰۳۵۵۱۶۸

خبرتیا!د ملي دفاع پوهنتون  اړوند دملي پوځي اکاډمۍ ( حربي پوهنتون)له پاره ثبت نام پۀ مرکز کابل کې پیل او په ولایاتو کې به...
20/02/2024

خبرتیا!
د ملي دفاع پوهنتون اړوند دملي پوځي اکاډمۍ ( حربي پوهنتون)
له پاره ثبت نام پۀ مرکز کابل کې پیل او په ولایاتو کې به د اردو د جلب و جذب مرکزونو کې نن سبا کې پیل شي.
د دنوم لیکنې شرایط: دولسم ټولګي سند یا درې کالنې نمرې ،مناسب عمر، روغ صحت،افغان تابعیت، نفاقې مسولیت نۀلرل،ډیسپلین ته ژمن او بهترینه فیصدي د نومروله ۸۰% پورته.
دثبت نام وروسته د کانکور فورم ډکېږي. د کانکور کمېټې له خوا کابل کې کانکور آزموینه اخیستل کېږي سوالونه یې کانکور سره توپیر نۀلري.
زده کړې څلور کاله دي ملکي او نظامي ډبل مسلکونو کې لېسانس سند ورکول کېږي.
ملکي پوهنځۍ: سیول انجینري،عمومي انجنیري،حقوق، اقتصاد، کمپیوټر ساینس،انګلیسي ادبیات، اداره و رهبري،اجتماعي علوم.
نظامي پوهنځۍ: پیاده، توپچي،ټانک، کشف و استخبارات،ماین انجنیري،مالي،لوژستیک او مخابره.
امتیازات: لیلیه، جیب خرچ ،لباس او د فراغت سره د دفاع وزارت په چوکاټ کې دنده ورکول.
نقطه: د نظامي ډیپلوم اخیستل د سلو ملکي ډیپلومونو څخه سخت دي په تقسیم اوقات ژوند دی او درنې سختۍ پۀ کې وجود لري،ځکه هم زده کړې، هم مطالعې، هم عملي انداختونه ، ورزشونه منډې او عسکریت .
استادان د نړۍ او سیمې پۀ کچه او د تدریس سیستم سکشنوار هر صنف ۲۰ تنه نظامي زده کړې ګروپوار هر ګروپ ۴۰-۸۰ تنه ..
بعد له دغه سختیو دوهم بریدمن رتبه چې لومړۍ د افسرۍ رتبه بلل کېږي یو ستوری او یو الف یې نښان دی.
که نور معلومات غواړئ د خپل ولایت د اردو جلب جذب مرکزونو یعنې کمیساریو ته ورشئ .
ددولسم ټولګیو فارغان باید په لاندې شرایطو برابر وي.
۱: دافغانستان تابعیت ولري.
۲: داوطلب باید دتابعیت تذکرة ، دوولسم څخه دفراغت یا درې کلنې نمرې ولري ( دتذګرې او شهادتنامې رنګه کاپي)څلور قطعې سپین بګراونډ عکسونه
۳: دامتحان اصلي فورم او دهغه رنګه کاپي ولري
۴: داوطلب بمکلف دی ،چې یوازې یو دامتحان فورم ډک کړي او که چېرته له یو زیات فورمونه ډک کړي دامتحان څخه محروم کېږي
۵: په دغه فورم کې اړوند معلومات دقیق او په صحیح ډول ولیکئ دغلطو ډکولو په صورت کې مسترد کېږي.
۶: ددغه فورم کاپي اعتبار نۀلري، او دامتحان څخه دمحرومیت سبب ګرځي.

13/12/2023

د زابل بل وياړ دې ددې عظيمې او با کلتوره خاورې ته مبارک وي.

د زابل وياړلې خاوره، د وياړليو لوشتيو زلميو څخه لا هم بې برخې نه ده.نوموړي رفيع الله نجمان د کندهار ملالۍ پوهنتون د عموم...
26/11/2023

د زابل وياړلې خاوره، د وياړليو لوشتيو زلميو څخه لا هم بې برخې نه ده.

نوموړي رفيع الله نجمان د کندهار ملالۍ پوهنتون د عمومي اول نمره ګی په مقام ترلاسه کولو سره د درېيم ځل لپاره اول نمره اعلان شو، چې دا د زابل لپاره ستر وياړ دی، د يادولو وړ ده، چې ‌د ياد پوهنتون په سطحه لوړه فيصدي ترلاسه کوونکی د درېيم ځل لپاره ټاکل شوی دی.

ده او د نوموړي کورنۍ ته دې مبارک وي.

06/10/2023

د زابل فرصت ښوونيز مرکز زده کوونکو د ښوونکي نړيواله ورځ ولمانځله؛

د زابل فرصت ښوونيز مرکز نن ورځ د يوې شاندارې غونډې په ترڅ کې د ښوونکي نړيواله ورځ ولمانځله، چې ګڼ شمېر زده کوونکو، ښوونکو او ځوانانو ګډون کړی و. ياده غونډه کې مختلفې ترانې، شعرونه، ويناوې او همدارنګه د ښوونکي مقام ستاينې په پار مقالې ولوستل شوې.

د غونډې وروستيو شيبو کې د زده کوونکو له لوري ښوونکو ته ډالۍ، تحفې او همدارنګه وړوکې ميلمستياوې ترسره شوې.

استاده يو ځل دې بيا مبارک شه، هره ورځ دې د قدر او عزت شه.

د ژابل فرصت ښوونيز مرکز اداره ژمنه او هڅه کوي، چې خپل ټول ملي او اسلامي ارزښتونه به پالي او ساتي.

درنښت
زابل فرصت ښوونيز مرکز اداره

14/07/2023

زابل خاک افغان (کاکړ) ولسوالي؛

له ښکلا او ميوو ډک وطن

شاجوی هولان رباط، سور تاک يا د قيانوس د وخت تاريخچه؟د هولان رباط په سيمه کې د سورتاک غر، چې مخ پر قبله او لمر خاته پروت ...
18/06/2023

شاجوی هولان رباط، سور تاک يا د قيانوس د وخت تاريخچه؟

د هولان رباط په سيمه کې د سورتاک غر، چې مخ پر قبله او لمر خاته پروت دی، ولې لاندې بيا د قيانوس پاچا د وخت سيکې پيدا کېده، ممکن دې څيړنې ته نژدې شو، چې دا د اصحاب کهف د وخت غر دی.

ډېرې څيړنې ته اړتيا لري ولې نا ممکنه هم نه ده.

بولان غر، تاريخي مخينه او ورسره جوخت مختلف روايات؛ دا غر د زابل مرکز قلات څخه جنوب ختيځ لوري ته، چې کابو (۲۵-۳۰) کيلومتر...
14/02/2023

بولان غر، تاريخي مخينه او ورسره جوخت مختلف روايات؛

دا غر د زابل مرکز قلات څخه جنوب ختيځ لوري ته، چې کابو (۲۵-۳۰) کيلومترو پورې مزل دی. د غره په لمن يا نيمايي کې يو کښته مايل ( غار، سوری) دی. له شاوخوا (۵۰-۷۰) لاندې مزل څخه يو برخې ته داخليږي، چې هر اړخ ته کوچنۍ کوڅې او لارې وي، اړ يې چې له اصلي لارې څخه د نه ختا کېدو په پار به يو نښانه پړېدې او همدارنګه به د رڼا لپاره اړين څراغ درسره اخلي.

تاريخي پيوند:

زابل چې لوی اکثريت يې پښتانه دي، د پښتنو ژبه د هندو ارين کورنۍ څخه ده او همدارنګه د پښتنو بېټ نيکه له همدې بولان غره څخه د (۷۰) کيلومتري په فاصله د ختيځ لوري ته لوړګي او يا شملزو سره غونډانو غره کې استوګنه کول او مناجات يې ويل، چې له اولادې يې د خرښبون مزار هلته دی. همدغه برخه کې د پښتنو سر کښو غازيانو او مغولو مقبرې هم شته نو د پښتانه د ورکې قبيلې او د سيکانو سره د سلهاوو ګډو خاصيتونو په درلودلو سره د هندوانو سره لږ ګډې کلتوري اړيکې څرک ليدل کيږي. نوبهار کې د بوتانو پيدا کېده، زابل کې د هندوانو مځکې او همدارنګه د شهرصفا غونډۍ کې د مجسمو تاريخچه ورسره جوخت د احمدشاه بابا سفرونه د هند په لوري د همدې سيوري له لاري هغه څه دي، چې زابل کې د هندوانو مېشتېده او قديمي استوګن ځايونه وه.

بولان غر، غار او يا ښار؛

بولان غار په اړه دا روايت شته، چې همدلته د هندوانو ډلې ډلې خلک راتله او دلته به يې عبادت کاوه، همدا سيمه کې به يې په اوونيو ژوند کاوه، چې د لمر وړانګې تر ډېره پسرلي اوايلو کې روښانه او نژدي وي. همدا روايت وايي چې بولان غار د هندوانو د عبادت ځای و او دلته مجسمې ددوی يو جوړ شوی يا استوګنې سيمه وه خو...

استاد رفيع سره مې شفاهي اوريدلي، چې بولان غار کې مجسمې د اوبو څخه جوړې دي او داسې يو بل غار ايران کې هم شته، چې ددې غار بله خوله د خوست په څټو کنډو کې هم شته، همدا راز هغه غار يا مځکې تل کې چې اوبه لويږي، يو رنګه ګازونه دي، چې مايع په جامد بدلوي، ولې ددې څيړنه، تحقيق نه دی شوی، چې ايا له بهر څخه وړې اوبه له مياشتو يا کال وروسته کوم حالت ځانته غوره کوي.

خو د طبعي ګاز وجود چې مايع يې په جامد کتله بدله کړې، لږ سر ځکه سره خوري، چې دې غار کې د ژويو يا حيواناتو د استوګنې کومه مخينه نشته، حال دا چې حيوانات طبعا همداسې ځای کې استوګنه غوره کوي.

غورچاڼ:

بولان غار د مځکې پيژندونکو له لوري اوږدې او تاريخي څيړنې ته اړتيا لري، چې ادب او تاريخي برخه کې کومه اوږده او يا ثبت کړې تاريخي مخينه نه لري ولې ممکن د مځکې څيړونکو له څيړنې وروسته موږ د زرهاوو کالو يو اوږد او خورا جالب تاريخ له همدې ځايه لاسته راوړو.

ما د ادب تاريخ، تاريخ افغانستان، جغرافيه تاريخي افغانستان د لوی استاد حبيبي، غبار او کهزاد په ډيريو پلټنو سره کوم څه جوت پيدا نه کړه خو...

ژمنه ده، چې له ډيرو څيړنو او تحقيق وروسته به تاسي ته يو څه را پيدا کوم، هو يوه خبره مو هيره نه شي، چې لمن کې يې ګرګين هديرې يادونه شوې او دا جالبه ده، څيړنې ته اړتيا لري.

نور بيا....

زابل- سيوری- ورسره سورغر او بيا د حماسې بنسټ، پښتانه لوی تاريخ ليکل، همدارنګه د وخت د يرغلګرو په وړاندې د ملکيار هوتک په...
10/02/2023

زابل- سيوری- ورسره سورغر او بيا د حماسې بنسټ، پښتانه لوی تاريخ ليکل، همدارنګه د وخت د يرغلګرو په وړاندې د ملکيار هوتک په امر کاريزونو جوړول؛

د کلات ښار جنوب ختيځ لوري ته د سيوري ولسوالي، چې هلته د ملکيار هوتک يانې لرغوني ادب تاريخ دور کې يې له نورو سيمو خلک راوستل او پر دغه سيمه يې کاريزونو کښلو امر وکړ، دا ځکه چې هر يرغلګر به له همدې سيمې د اډې يا اوسېدو کار اخيسته، چې همدا تسلسل تر اوسه يرغلګرې لښکرې تطبيقوي لکه امريکايي يرغل پر مهال هم دلته لويه اډه جوړه شوې وه.

ددې ترڅنګ د مغولو سره د سره غړه لمن يانې سيوري کې بابا هوتک حماسه وويله او يو درنه جګړه تېره شوه، همداسې د صفوي لښکرو په وړاندې سلطان ملخي او ميرويس خان نيکه په مشرۍ ډيري جګړې کړې، چې له همدې جګړو ماتې وروسته بيا يرغليزو لښکرو روغه ورځ نه ده ليدلې، يانې په تاريخي لحاظ د ماتې ميدان پاتې شوی دی. همداسې ددې سيمې يانې ممو نيکه چې ډېره رايه دا ده، محمد هوتک د پټې خزانې ليکوال، اوس يې په همدې نامه کلی هم شته، پټه خزانه هغه کتاب دی، چې د پښتانه تاريخ يې ‌د امير کروړ تر شعر پورې ورساوه او په ټولو ساتل شويو يا تاريخي مستندونو کې يوازي د همدې تذکيرې څخه کار اخيستل کيږي.

ددې سيمې له تاريخي مسير څخه وخت په وخت د سنګر، جګړې ميدان او همدارنګه د تاريخ جوړولو يو ښکاره ثبوت پاتې شوی، لکه د لوی ملا صاحب ساتل هم نادره نه بلکې يو تاريخي واقعيت دی.

نور پر دغه لار به شنکۍ او بيا شملزو ته ورځو، چيري چې د لوی احمدشاه بابا د لښکرو لار او عرفان سلسلې ځيني پيوندونه شته..

نور مخکې....

Address

Zabul
Qalat
4001

Telephone

0700939300

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zabul Literature and History - د زابل ادب او تاريخ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share