22/12/2025
#رادار څه شی دئ او څنګه الوتکې،توغندي،بیړۍ ورباندې پیدا کوي؟
اوس وخت کې دیوه هیواد فضا دکنترول لپاره رادار درلودل اړین دی.ترڅو خبر شي چې زما دهیواد فضایي حریم ته دکوم بهرني هیواد جیټ، بې پیلوټې الوتکې، توغندي... دننه شوي نه وي. رادارونه څخه په نظامي، ملکي، او دهوا پیژندنې برخو کې دوریځو اولویو بوړبوکیو جهت او سرعت داندازه کولو اونورو برخو کـې کار اخیستل کیږي.
رادارونــــه دفـــزیک دیوه ساده قانون په اساس کـارکوي هغه دغــږ دڅپو انعکاس دی.شاید تاسو لیدلي وي چـــې کله غره یا هم یوه دره کې لوړ آواز غږ وکوئ نو بیرته خپل غږ له څو شیبو وروسته آورئ چې دغه ته دغږ انعکاس وایي. کله چې دغږ څپې تولید شي او دیوه واټن وهلو وروسته دیوه جسم سره دټکر او تماس نه وروسته بیرته منعکسه شي اوبیرته آوریدونکې ته رسیږي. چې دڅپو استول کیدو او بیرته منعکس کیدو دوخت څخه کولای شو سرعت دڅپې او فاصله پیدا کړو.
رادارونه هم رادیویي امواجو(څپو)دلیږلو،او دجسم څخه بیرته دمنعکسو څپو دترلاسه کولو څخه دجسم فاصله او سرعت معلوم کوي.رادارونه اکثریت غږیزو څپو په اساس کار نه کوي ولې هغه ستونزې لري، لرې واټن نشي وهلی،بیرته منکعسه څپې یې کمزورې وي نو رادارونه رادیویي څپې هوا ته استوي.
بې پیلوټې،جیټ الوتکې څه ډول رادار پیدا کوي؟ ځواب ساده دی، رادار رادیویي څپې په لوړ فرکانس سره هوا ته استوي نو که چیرته دهیواد په فضا باندې الوتکې وي نو څپې دالوتکې سره دټکر او تماس وروسته بیرته رادار ته راځي چې په دې سره دڅپې داستولو او بیرته ترلاسه کیدو دوخت دتوپیر څخه کولای شو دالوتکـــې سرعت، واټن پیدا کړو چې الوتکه،مزایل،بیړۍ،جیټ، چیرته ده. حتا کولای شو درادر په وسیله دالوتکې نوعیت، او ماډل وپیژنو. یو رادار ۳ برخې لري اول باید رادیویي څپې واستوي ۲- بیرته منکعسه څپې ترلاسه کړي،۳- او دکمپیوتر په وسیله فقط دغه ډیټا تحلیل شي.
پایلې: هیواد مو باید ملکي او نظامي رادارونه ولري ترڅو دخپل هوایي حریم څخه ساتنه او کنترول وکولای شو.
باید پوهنتونونو کې دکمپیوټر انجنیرنیک تدریس ته لاپسې کار وشي او نورې مهمې برخې یې تدریس او په نصاب کې شاملې شي
-دنورو علمي معلومات او تحلیلونو اودهیواد دآبادۍ خبرونو ترلاسه کولو لپاره زمونږ پاڼه فالو او وڅارئ.
Elham Sharifi👉👍
زمونږ دیوې بلې جالبې لیکنې په تمه اوسئ دایران او اسرایلو پټ ځواک په اړه ده.
C