Mili English Academy

Mili English Academy Mili English House
ګردېز غزني لين، اولې حوزې ته مخامخ، صحت پلازه دوهم‌ منزل 📞 0792441211 📞 0773484950

ډېر ژر...
10/05/2026

ډېر ژر...

08/05/2026

خبرتیا!

د ملي اکاډمي ټول هغه قدرمن زده کوونکي چې پخوا یې د Exit ازموینه ورکړې او د اسنادو پروسه یې لا نه ده تکميل کړې، ترې هیله کېږي چې د خپلو اسنادو او نورو کارونو د بشپړېدو په موخه سبا شنبه د ثور ۱۹ مه، ۱۴۰۵ نېټه د ملي اکاډمي ادارې ته مراجعه وکړي.

درنښت
د ملي اکاډمي اداره

د رخصتي خبرتیا!ملي د انګلیسي ژبې اکاډمي ټولو اداري کارکوونکو، قدرمنو استادانو او ګرانو زده کونکو ته خبر ورکول کیږي، چې د...
18/03/2026

د رخصتي خبرتیا!

ملي د انګلیسي ژبې اکاډمي ټولو اداري کارکوونکو، قدرمنو استادانو او ګرانو زده کونکو ته خبر ورکول کیږي، چې د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د یادې اکاډمۍ ټولې اداري او تدریسي چارې د چهار شنبې له ورځې څخه، چې د روان زېږدیز کال د مارچ له ۱۸مې نېټې سره سمون خوري، د مارچ تر۲۴ مې نېټې پورې رخصت دي. درسي بهیر به د مارچ په۲۵ مې نېټې، چې د چهارشنبې ورځ ده، بېرته په عادي ډول پیل شي.
له خوښۍ، سوکالۍ او الهي برکتونو ډک اختر ولرئ!

په درنښت
ملي دانګلسي ژبې اکاډمي

NOTICE-
Eid-ul-Fitr Holidays

This is to inform all students of Mili English Academy that the Academy will remain closed on the occasion of Eid-ul-Fitr holidays starting from 18 March.
Due to the Eid holidays, all classes will remain suspended during the said period.
Our regular classes will resume on 25 March.
All students are encouraged to ensure attendance following the holidays and continue their classes regularly.

We extend our warmest wishes to all our students for a joyful and blessed Eid-ul-Fitr.

Thank you,

د‌رخصتي خبرتيا! د ملي اکاډمي ټولو ګرانو زده کوونکو ته خبر ورکول کېږي، چې له ګران هېواد څخه د پخواني شوروي د تېښتې او مات...
14/02/2026

د‌رخصتي خبرتيا!

د ملي اکاډمي ټولو ګرانو زده کوونکو ته خبر ورکول کېږي، چې له ګران هېواد څخه د پخواني شوروي د تېښتې او ماتې په مناسبت د یکشنبې ورځ د لوه۲۶ ، ۱۴۰۴ عمومي رخصتي ده.
له همدې امله ملي اکاډمي هم رخصت دی او د دوشنبې په ورځ به درسونه په نورمال ډول بېرته پيلېږي.
درنښت
د ملي اکاډمي اداره

د جنازې خبرتیا!ډاکټر احمد شاه، حاجي نواب، حاجي جنت خان،،سرکاتب، د ملي انګلیسي ژبې اکاډومۍ مسول استاد لیوال افغان او اقبا...
14/01/2026

د جنازې خبرتیا!
ډاکټر احمد شاه، حاجي نواب، حاجي جنت خان،
،سرکاتب، د ملي انګلیسي ژبې اکاډومۍ مسول استاد لیوال افغان او اقبال مسعود د مرحومې زامن.
د پکتیا ولایت د کرکټ بورډ ولایتي مینجر میرویس امان،محمدالله مسعود،ډاکټر داود ارمان،رحمت الله او عمر د مرحومې لمسیان. د مسعود میرمنې د مړینې له کبله ټولو دوستانو ته خبرورکول ،چې د مرحومې جنازه نن د چهارشنبې پۀ ورځ ماسپښین دوه بجې د میرزکې ولسوالۍ کړکين خولې جان غونډۍ سیمه کې خاورو ته سپارل کیږي، دوستان دې خبر وي.
إِنَّا لِلّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ.

21/12/2025
ژمی له ملي اکاډمي سره...هره ورځ یو نوی ګام یو نوی مهارتپه یوه نوې، اسانه او موثره بڼه.همدا نن اړېکه ونیسئ:WhatsUp:077298...
20/12/2025

ژمی له ملي اکاډمي سره...
هره ورځ یو نوی ګام یو نوی مهارت
په یوه نوې، اسانه او موثره بڼه.
همدا نن اړېکه ونیسئ:
WhatsUp:0772985878 /0792441211

--------------------------------------------------------------------------
ادرس: ګردېز غزني لين، د پولیسو لومړۍ حوزې ته مخامخ، صحت پلازه دوهم‌ پوړ

دغه لیکنه له هغو محصلینو سره پوره مرسته کولای شي، چې غواړي بهرنيو هېوادونو کې پوهنتونونو ته خپل غوښتنلیکونه ولیکي او یا ...
17/12/2025

دغه لیکنه له هغو محصلینو سره پوره مرسته کولای شي، چې غواړي بهرنيو هېوادونو کې پوهنتونونو ته خپل غوښتنلیکونه ولیکي او یا ترې د (Interview) په وخت کې د یوې مشخصې موضوع په اړه پوښتنې کيږي.

د ډېرو بهرنيو سکالرشيپونو او یا هم ټافل یا ایلټس (TOEFL, IELTS) نړیوالو ازموینو په وخت کې کله کله له تاسې د یوې مشخصې موضوع په اړه پوښتنه کېږي چې پر یوه مشخصه موضوع خبرې وکړئ. (البته دا ډول پوښتنې ممکن په نورو ورته مرکو (Interview) په وخت کې هم ښايي له تاسې وشي.
دغه لیکنه له هغو محصلینو او زده کوونکو سره پوره مرسته کولای شي، چې غواړي بهرنيو هېوادونو کې پوهنتونونو ته خپل غوښتنلیکونه ولیکي او یا د نورو مرکو لپاره چمتوالی نیسي. ددې لپاره چې وکولای شو، خپل ځوابونه په ښه شکل هغوی ته وړاندې کړي لاندې څو ټکي در سره د خاکې جوړولو په برخه کې ښه مرستندوی لارښود کېدای شي.

#لومړى:
تر هر څه وړاندې ستاسې خبرې که شفاهي وي او یا تحریري باید په تخنیکي لحاظ منظمې، روانې او د پوهېدو وړ وي! مهمه نه ده، چې د پوښتل شوې پوښتنې په وړاندې تاسې علمي وغږیږئ، بلکې دوی ستاسې د خبرو مهارتونه، کلماتو پر ځای کارونه او منظم روان بهیر په پام کې نیسي!
مشخصاً پر موضوع عمومي بحث وکړئ، ولې مهم دی، ځکه چې.... دا او دا ګټې لري.... خلک ترې په ګڼو برخو کې ګټه اخیستلای شي، ګټور یې ځکه بولم چې.... په سیاست، پرمختګ، بیا روغونه، د خلکو د فکري ويښتیا.... او نور.
په مجموع کې تاسې باید د خپلو خبرو په پیل کې د موضوع اړوند عمومي بحث وغزوئ.
#دوهم:
د پرګراف په دوهمه برخه کې باید د یادې موضوع اړوند پر هغې خوا بحث او خبرې وکړئ، چې د یوه فرد په توګه یې تاسې ګټې د ځان یا نورو لپاره کومې کومې بولئ؟
مثلاً؛ د ټولنپوهنې په برخه کې لوړې زده کړې ځکه راته مهمې دي، چې د مهارتونو په لوړولو کې له شخص سره مرسته کوي، په ټولنه کې د خلکو پر اصلاح مو د پوهې کچه لوړیږي.... که چېرې یو شخص وغواړي، خپله پوهه په مشخصه برخه یا رشته کې سرته ورسوي، نو ډېره اړینه ده، چې یاد زده کوونکی ..... دلته په ځانګړې توګه د ځان په اړه وغږېږئ، چې د ددې او دې دلیل په اساس راته دا موضوع او دا رشته مهمه ده!
خو په هر صورت په دې برخه کې باید تاسې د امکان تر بریده د یوه فرد لپاره د هغې موضوع ګټې په واضع توګه روښانه کړئ، چې له تاسې پوښتل شوې وي او بیا یې ټولنې ته د یو فرد په وړاندې کولو کې څه خیر ټولنې او خلکو ته رسيږئ!
دلته تاسې باید لومړی د ځان په اړه بحث وکړئ او بیا خپل ځان چې ټولنې ته وړاندې کوئ، خپلې ټولنې ته یې خیر او ګټې د بېلګو په وړاندې کولو سره روښانه کړئ!
#درېیم:
په دغه برخه کې تاسې که په هره کچه غواړئ زده کړې وکړئ، د هغې رشتې اړوند د بهرنیو هېوادونو د پوهنتونونو د پروفیسرانو، استادانو او د هغوی د تجربو ګټو باندې یوځل رڼا واچوئ، مثلاً که په یوه امریکايي پوهنتون کې غواړئ زده کړې وکړئ، نو د هغو استادانو تجربې به له تاسې سره څه مرسته وکړي. د مثالونو په وړاندې کولو سره خپلې خبرې اوږدې کړئ. مثلاً په ژوند کې به مو خپلې تجربې قوي شي، ستاسې دغه شخصي تجربې به د ټولنې د وګړو ښېرازۍ لامل شي، ستاسې علمي پوهه به لوړه او غني شي او بیا یې په همدې برخه کې ګټې له ټولنې سره وتړئ، خپل مسولیتونه د ټولنې په وړاندې واضح کړئ. مثالونه وړاندې کړئ!
که مو وخت موند، نو ښه ده، چې په یاده برخه کې یو ځل د پوهنتونونو پر پرتلییزه څېړنه لږ تم شئ، مثلاً، که یوه سړی په افغانستان کې خپله ماستري کوي، څومره ګټوره ده او که یو سړی په ورته برخه کې په یوه بل هېواد مثلاً انګلستان کې ماستري تر سره کوي، څومره ګټوره ده!؟ مثلاً د لوړو زده کړو، ماسترۍ او یا دوکتورا تر لاسه کولو لپاره دلته امنیتي، اقتصادي او ټولنیز شرایط څومره مساعد دي او شرایطو ته په کتو هغه توپیرونه په ژوره توګه روښانه کړئ.
#څلورم:
په وروستۍ برخه کې که د خپلو لاسته راوړنو، د کورنۍ، مور او پلار او په ځانګړې توګه د هغه ټولو لاسته راوړنو په اړه وغږېږئ، چې ستاسې مور او پلار او په ټوله کې یې ستاسې کورنۍ لري.
مثلاً: پلار مو څه کارونه کوي او څومره توره یې تر دې مهاله تر سره کړې ده؟ مثالونه ورکړئ او د کورنۍ د هغو غړو په اړه هم وغږېږئ، چې تر اوسه یې په ژوند کې مهم نوښتونه تر سره کړي وي، مثلاً؛ پلار مو په یوه ښوونځي کې سر ښوونکی دی، هغه د ادارې او د شاګردانو له خوا تل د خپلو مسولیتونو او دندې په ښه توګه تر سره کولو له امله ستایل کیږي، مثلاً په ګڼو برخه کې یې څېړنې کړې دي، کتابونه او مقالې لیکي، ټولنیز خوځښتونه تر سره کوي.... لنډه دا چې مقابل لوری وهڅوئ! هغوی ته د خپل کورني ټیم له خوا ډاډ ورکړئ او یا په اصطلاح چې ځان د خرڅلاو لپاره غوره او لوړ وړاندې کړئ!
په ټوله کې ستاسو خبرې باید د خپلې انتخاب شوې څانګې، پروپوزل يا هغه معلوماتو مطابق وي کوم چې تاسو مخکې د نوم ليکنې پر مهال خپله سي وي يا اپلېکېشن کې دوى ته سپارلي دي، په هېڅ صورت د انټرويو پر مهال ستاسو خبرې باید ستاسو د سي وي يا پروپوزل سره په تناقض او ټکر کې نه وي بلکې هغه څه مو چې په ليکلې بڼه دوى ته سپارلي د هغه د صحيح او کره ثابتولو لپاره هڅه وکړئ تر څو مقابل لورى قانع شي.

او په وروستۍ برخه کې یو ځل بیا روښانه کړئ، چې د پورته یادو دلایلو له امله زه ښه یم او لیوالتیا لرم، چې په یاده برخه کې خپلو لوړو زدکړو ته ادامه ورکړم! ستاسې خبرې باید د پام وړ او ډېرې زړه راښکوونکې وي!

يادونه: دغه لیکنه د ملي اکاډمي د (Presentations) پرېزینټیشنونو یوه برخه ده، چې د استادانو لخوا زده کوونکو ته په بېلابېلو وختونو کې وړاندې کېږي.
-------------------------------------------------------------------
زموږ سره اړېکې:
WhatsUp:0772985878 /0792441211

--------------------------------------------------------------------------
ادرس: ګردېز غزني لين، د پولیسو لومړۍ حوزې ته مخامخ، صحت پلازه دوهم‌ پوړ

د کار موندنې خبرتیا!  دوه تنه د انګلیسي ژبې استادان استخداموي، چې د انګليسي ژبې د تدريس په برخه کې دوه کلنه تجربه ولري ا...
31/10/2025

د کار موندنې خبرتیا!
دوه تنه د انګلیسي ژبې استادان استخداموي، چې د انګليسي ژبې د تدريس په برخه کې دوه کلنه تجربه ولري او په ياده ژبه روانې خبرې وکړای شي.
ملي د انګليسي ژبې اکاډمي د تجربه لرونکو او په واقعي مانا د وړ او مسلکي کسانو د استخدام په برخه کې مسلکيتوب، وړتيا، تجربې او د ښې مفاهمې تر څنګ د انګليسي ژبې د تدريس لپاره انګيزه لرونکو اشخاصو ته لومړيتوب ورکوي.
په شرايطو برابر کسان کولای شي خپله لنډه کاري سوانح د لاندې برېښناليک او يا واټس اپ له لارې را ولېږي.

کاري وخت: سهار او ماسپښین یا نیمه ورځ
#معاش: 15000- 20000 افغانۍ

Email: [email protected]
[email protected]

WhatsUp:0772985878 /0792441211

--------------------------------------------------------------------------
ادرس: ګردېز غزني لين، د پولیسو لومړۍ حوزې ته مخامخ، صحت پلازه دوهم‌ پوړ

Address

Paktia
Paktia

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mili English Academy posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share