د اورګون پوهنې آمریت - آمریت معارف اورگون

د اورګون پوهنې آمریت - آمریت معارف اورگون پوهنه رڼا ده.

د اورګون پوهنې آمریت له مهمو لاسته راوړنو څخهد اورګون پوهنې آمریت د خپلو اساسي موخو له مخې تل هڅه کړې چې زده‌کوونکو ته د...
20/07/2026

د اورګون پوهنې آمریت له مهمو لاسته راوړنو څخه

د اورګون پوهنې آمریت د خپلو اساسي موخو له مخې تل هڅه کړې چې زده‌کوونکو ته د لوړو زده‌کړو فرصتونه برابر او د هغوی علمي وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

د الله تعالی په فضل، د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د کانکور ازموینې په پایلو کې د اورګون پوهنې آمریت تر چتر لاندې د بېلابېلو لېسو ۵۶ تنه زده‌کوونکي خپلو د خوښې وړ پوهنځیو ته بریالي شوي او د هېواد د لوړو زده‌کړو مؤسسو ته یې لاره موندلې ده.

دا بریا د زده‌کوونکو د نه ستړې کېدونکو هڅو، د ښوونکو د اغېزمنو ښوونیزو خدمتونو، د والدینو د ملاتړ او د پوهنې د مسؤلینو د ګډو هلو ځلو ښکاره پایله ده.

اورګون پوهنې آمریت ټولو بریالیو زده‌کوونکو، د هغوی درنو کورنیو او ښوونکو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي او هغوی ته د علم، خدمت او بریاوو ډک راتلونکی غواړي.

د اورګون پوهنې آمریت

د اورګون پوهنې آمریت د اړوندو ښوونځيو د خالي بستونو د ازموينې پايله اعلان شوه.
27/06/2026

د اورګون پوهنې آمریت د اړوندو ښوونځيو د خالي بستونو د ازموينې پايله اعلان شوه.

20/06/2026

خبرتيا
د ښوونکو د اعلان شویو خالي بستونو آزموېنه سه شنبه ماسپښين 2 بجې په دارالمعلمين کې اخیستل کېږي.

د ښوونکو د خالي بستونو د اعلان خبرتیا!د اورګون ولسوالۍ قدرمن ولس ته خبر ورکول کېږي، چې د اورګون د پوهنې آمریت اړوند د ښو...
15/06/2026

د ښوونکو د خالي بستونو د اعلان خبرتیا!

د اورګون ولسوالۍ قدرمن ولس ته خبر ورکول کېږي، چې د اورګون د پوهنې آمریت اړوند د ښوونځیو د ښوونکو تش بستونه اعلان ته وړاندې شوي دي.

یاد بستونه د رشتې(مضمون) مطابق اعلان شوي او د شارټ‌لیست حق‌الاولویت به په لاندې ډول وي:
▪️ د ماسټرۍ اسناد لرونکي
▪️ د لیسانس اسناد لرونکي
▪️ لږ تر لږه څوارلسم پاس اسناد لرونکي

شرايط:
۱- د تعلیمي اسنادو کاپي.
۲- د الکترونيکي تذکرې کاپي.
۳- دوه (۲) قطعې عکسونه له ځان سره ولري

د نوم لیکنې نېټه:
پيل نېټه ۱۴۰۵/۳/۲۵
پای نېټه ۱۴۰۵/۳/۳۰
له ټولو په شرایطو برابر کسانو څخه غوښتنه کېږي، چې د ټاکل شوې مودې په جریان کې د نوم‌لیکنې لپاره مراجعه وکړي.

د نوم‌لیکنې پته: د اورګون پوهنې آمریت

د نوم ليکنې فورمه په کمینټ کې کتلی شئ.

د اورګون پوهنې آمریت

08/06/2026
د شارټ لیستي او ازموينې خبرتيا!د اورګون ولسوالۍ پوهنې آمریت اړوند د اعلان شویو مسلکي اداري بستونو شارټ لیست شوي نوماندان...
07/06/2026

د شارټ لیستي او ازموينې خبرتيا!
د اورګون ولسوالۍ پوهنې آمریت اړوند د اعلان شویو مسلکي اداري بستونو شارټ لیست شوي نوماندانو لیست په لاندې جدولونو کې کتلی شئ.
: ۱۴۰۵/۳/۲۱ پنج شنبه
#وخت: سهار ۹:۰۰ بجې
: د پکتيکا ولايت پوهنې رياست

د اورګون پوهنې آمریت

د اورګون پوهنې آمریت او حسابدارۍ انسټیټیوټ ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شود اورګون پوهنې آمریت د اورګون حسابدارۍ انسټ...
06/06/2026

د اورګون پوهنې آمریت او حسابدارۍ انسټیټیوټ ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د اورګون پوهنې آمریت د اورګون حسابدارۍ انسټیټیوټ له ادارې سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د دې هوکړه‌لیک موخه د انسټیټیوټ محصلینو ته د عملي زده‌کړو او کاري تجربو لپاره د مناسبې زمینې برابرول دي، څو هغوی وکولای شي خپلې مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې کړي او په راتلونکي کې ټولنې ته اغېزمن خدمتونه وړاندې کړي.

د اورګون پوهنې آمریت باور لري چې د تعلیمي او مسلکي بنسټونو ترمنځ همغږي او ګډه همکاري د ځوانانو د ظرفیت لوړونې او د ټولنې د پرمختګ لپاره مهم رول لري.

د اورګون پوهنې آمریت تل هڅه کوي چې له بېلابېلو ادارو او تعلیمي بنسټونو سره ښې او دوامدارې اړیکې وساتي او د ګډو همکاریو له لارې د زده‌کړو او خدمتونو کچه لا لوړه کړي.

د اورګون پوهنې آمریت

د زده‌کوونکو نظم او انضباط؛ د بریالۍ زده‌کړې بنسټ دید اورګون پوهنې آمریت اړوند د پیرکوتي سیمې د جونخېل لېسې زده‌کوونکي د...
02/06/2026

د زده‌کوونکو نظم او انضباط؛ د بریالۍ زده‌کړې بنسټ دی

د اورګون پوهنې آمریت اړوند د پیرکوتي سیمې د جونخېل لېسې زده‌کوونکي د خپل منظم انضباط، غوره اخلاقو او معیاري یونفورم له لارې د علم، پوهاوي او تعلیمي ارزښتونو ښکلی انځور وړاندې کوي.

نظم او انضباط د تعلیمي بهیر د بریا مهم رکن دی، او معیاري یونفورم د زده‌کوونکو د یووالي، مسؤلیت‌پالنې او ښوونیز هویت څرګندونه کوي.

د اورګون پوهنې آمریت د یادې لېسې د ادارې، ښوونکو او زده‌کوونکو دغه غوره هڅې ستایي او هیله لري چې د نظم، انضباط او علمي پرمختګ دغه روښانه بېلګه به نورو تعلیمي بنسټونو ته هم د هڅونې سرچینه وګرځي.

نظم، انضباط او علم؛ د روښانه راتلونکي بنسټونه دي.

د اورګون پوهنې آمریت

د نېکمرغه لوی اختر مبارکۍ پيغام!د اورګون ولسوالۍ پوهنې آمریت د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت ټولو هېوادوالو، په ځ...
27/05/2026

د نېکمرغه لوی اختر مبارکۍ پيغام!
د اورګون ولسوالۍ پوهنې آمریت د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت ټولو هېوادوالو، په ځانګړي ډول د معارف قدرمنو استادانو، زده‌کوونکو او اداري کارکوونکو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.

اختر مو مبارک، عبادتونه مو قبول او هېواد مو تل ودان!

په درنښت
د اورګون پوهنې آمریت

Address

Paktika
Orgun

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 13:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د اورګون پوهنې آمریت - آمریت معارف اورگون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share