Abu Jawad Educational Center

Abu Jawad Educational Center From Zero to Hero, the Global Way!!

20/09/2026

د محشر ورځ هغه ستره ورځ ده چې ټول انسانان به له مرګ وروسته یو ځل بیا راژوندي کېږي او د الله تعالی په وړاندې به راټولېږي. په همدې تړاو نور معلومات زموږ د یوه زده‌کوونکي له خولې واورئ.

18/09/2026

قرآن کریم کوم کتاب دی؟
په اړه یې زموږ د یوه تن زده‌کوونکي له خولې واورئ.

15/09/2026

د پرونۍ غونډې مستند راپور راسره وګورئ

نن د ابو جواد ښوونیز مرکز د غونډو تالار د یوې سترې غونډې کوربه و. یاده غونډه د انګلیسي ژبې د برخې د ځلېدونکي ستوري د اعل...
14/09/2026

نن د ابو جواد ښوونیز مرکز د غونډو تالار د یوې سترې غونډې کوربه و. یاده غونډه د انګلیسي ژبې د برخې د ځلېدونکي ستوري د اعلان او د غوره شاګردانو د ستاینې په مناسبت جوړه شوې وه.
غونډه د قاري صاحب سلیمان په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د ابو جواد ښوونیز مرکز ګلالیو شاګردانو مقالې ترانې او ښکلې ویناوې وړاندې کړې چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شوې.
د غونډې په پای کې د انګلیسي ژبې د برخې پنځلس غوره شاګردان او د وینډوز ټولګي هغه شاګردان چې خپل ټولګی یې بشپړ کړی و په ستاینلیکونو وستایل شول.
د ځلېدونکي ستوري لقب عثمان ولد نوراسلام ته ورکړل شو چې د ابو جواد ښوونیز مرکز د ادارې له لوري ورته مختلفې ډالۍ هم ورکړل شوې.
په پای کې د ټولو ګډونوالو څخه د زړه له کومې مننه کوو. ان شاءالله د ابو جواد ښوونیز مرکز اداره به په راتلونکې کې هم دا ډول علمي او تشویقي غونډو لړۍ ته دوام ورکړي.

د ابو جواد ښوونیز مرکز د نشراتو څانګه

12/09/2026

د نوو زده‌کوونکو د جذب پروسه په ډېر ښه شکل روانه ده.
که غواړئ اولادونه مو انګلیسي کمپیوټر لیک‌لوست او ریاضي په معیاري او ښه ډول زده کړي نو همدا نن یې د ابو جواد ښوونیز مرکز له علمي کاروان سره یوځای کړئ.

د کارموندنې خبرتیاد ابو جواد ښوونیز مرکز اداره د خپلو علمي خدمتونو د لا پیاوړتیا په موخه په لاندې برخو کې نوي استادان اس...
11/09/2026

د کارموندنې خبرتیا

د ابو جواد ښوونیز مرکز اداره د خپلو علمي خدمتونو د لا پیاوړتیا په موخه په لاندې برخو کې نوي استادان استخداموي
۲ تنه د انګلیسي ژبې استادان
۱ تن د لیک لوست استاد
۱ تن د ریاضیاتو استاد
شرایط
۱ اړوند تحصیلي سند او لږ تر لږه دوه کلنه تدریسي تجربه
۲ له نوو تدریسي طریقو او میتودونو سره بلدتیا
علاقه‌مندان دې خپله CV او تحصیلي اسناد د لاندې واټساپ شمېرې له لارې راواستوي

0770963656

نن په ابو جواد ښوونیز مرکز کې د انګلیسي څانګې له زده‌کوونکو څخه د Showcase Quiz تر سرلیک لاندې امتحان واخیستل شو. د ابتد...
10/09/2026

نن په ابو جواد ښوونیز مرکز کې د انګلیسي څانګې له زده‌کوونکو څخه د Showcase Quiz تر سرلیک لاندې امتحان واخیستل شو. د ابتدایي صنفونو امتحان د ماسپښین په ۲ بجو او د لوړو صنفونو امتحان د مازدیګر په ۴ بجو ترسره شو.
د یاد امتحان پایلې به په نږدې راتلونکو ورځو کې د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې اعلان شي ان‌شاءالله.

09/09/2026

ماشومان مو باید له ماشومتوبه په اسلامي ملي او وطني روحیه وروزل شي.

07/09/2026

د اسلامي زده‌کړو ترڅنګ باید عصري علوم هم زده کړو تر څو تېر برم ته ستانه شو ان‌شاءالله

04/09/2026

ابو جواد ښوونیز مرکز په تعلیمي ډګر کې هغه تم‌ځای دی چېرته چې هره ورځ د ځوانانو هیلې د علم هنر او پوهې په شبنم غوړېږي.

Address

Koot
Nangarhar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Abu Jawad Educational Center posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share