NU Golden Jubilee د ننګرهار پوهنتون پنځوسمه کليزه

NU Golden Jubilee د ننګرهار پوهنتون پنځوسمه کليزه ننګرهارپوهنتون خپل تاریخی شالید،لاسته راوړنو،اړیکواواوسنی موقف ته په کتو سره غواړی خپل دعمر پنځوسمه کلیزه په شانداره مرسموسره ولمانځی

د ننګرهار پوهنتون پنځوسمه کليزه
د ننګرهار پوهنتون د بنسټ ډبره د وخت دغوښتنو او د هيواد د ځانگړو شرايطو په پام کې نيولو سره په کال (١٣٤٢) هـ ش،کې د تلې د مياشتې په (١٧) نيټه د ســــــــــهار په اوه نيمو بجو د ملت د بابا ارواښاد ( محمد ظاهر شاه ) د پاچاهۍ په دور کې د دولت د لومړي وزير ارواښاد ( ډاکټر محمد يوسف خان ) د صدارت په مهال د وخت د معارف د وزير ارواښادعلي احمد (پوپل ) له خوا د جلال آباد ښار د شيشم باغ نومې سيمې کې يې کيښودل شوه او په کال ۱۳۴۳ کي يې عملا په فعاليت شروع وکړه. اوس مهال دغه پوهنتون د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد شمال لویدیځ لور ته د۱۱ کیلو متره په فاصله د کابل- جلال اباد په لويه لاره چپ لورته موقعیت لری. او ددي تر څنګه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې هم ددغه پوهنتون دری فاکولتي په دريو کمپاسونو کې فعاليت لري.
په لومړي ځل په دغه پوهنتون کی د طب پوهنځي په علمي فعاليت پيل وکړ، ددې پوهنځي پــــــــــــــــــه اتو څانګو( اناتومي،هستولوژي،فزيالوژي، رياضي، انګليسي،فزيک،کيميا او بيولوژي ) کې د اته تنو مجربو استادانو له خوا (٤٨) تنو محصلينو ته په پښتو ملي ژبه تدريس پيل شو او تر څنګه يې اینګليسي ژبې ته هم ځاى ورکړل شوی وه.
کله چې محترم ګلزار(اميني) د پوهنتون رئيس وه په کال (١٣٥٧) کې د طب پوهنځي تر څنګ د انجينري ، کرنې او ښوونې روزنې پوهنځي تائسيس شول.
چې وروسته بيا د پوهنتون د پرمختيايي پلان سره سم په کال (١٣٦٢) کې د ژبو او ادبياتو ،اقتصاد پوهنځي تاسيس، په کال (١٣٧١) کې د حقوقو او سياسي علومو، شرعياتو پوهنځي تاسيس شول،بالاخره په کال (١٣٧۲) کې د وترنري علومو پوهنځي په (١٣٩٠) کال کې دساينس او کمپيوټر ساينس پوهنځي تاسيس او په (١٣٩١) کال کې دژورناليزم او د عامه اداری پوهنځیو په تاسيس سره ددغه پوهنتون د پوهنځيو شمير ديارلسو ته ورسید.
د لیسانس سویی لپاره دمحصلینو دروزنی ترڅنګ د حقوقواوسیاسی علومو، ښوونی اوروزنی، ژبواوادبیاتو، شرعیاتواوژورنالیزم په پوهنځیوکی د ماستری پروګرامو لپاره کادرونه روزل کیږی اوله نیکه مرغه د شرعیاتو د پوهنځی له لاری د دکتورا په کچه کادرونه روزل کیږی.
د ورځنی پروګرام تر څنګ د حقوقواوسیاسی علومو، شرعیاتو، اقتصاد، ښوونی اوروزنی، عامه اداری ،ژورنالیزم او د ژبواوادبیاتو پوهنځیوله لاری د شپی په پوهنځیو کی محصلین روزل کیږی.
اوس مهال دغه پوهنتون د شپاړس زره محصلينو درلودونکی ده چي د ليسانس په کچه زده کړي کوي خو ددغي شميري څخه علاوه د سلو تنو په شاوخوا کي د هيواد د ننه د نورو پوهنتونونو استادان او علمي او اداري مرکزونو کارکونکي هم په دغه پوهنتون کي د ماستری او دوکتوری په کچه زده کړی کوي.
په ټوله کی د ننګرهار پوهنتون دخپلواړونده پوهنځیوله لاری دتاسیس نیټی څخه تر اوسه (۱۹۰۵۴) فارغین ټولنی ته وړاندی کړی او دافغانی فارغینوترڅنګ د خیبر پښتونخوا ایالت ته هم د فارغینو د ورکړی ویاړ لری.
دننګرهارپوهنتون دخپلوعلمی اواداری چاروتر څنګ د کندهار، کنړ افغان سید جمال الدین، لغمان، د خوست د شیخ زاهد، پکتیا ، پکتیکا او هلمند پوهنتونوسره په علمی چاروکی مرستی کوی .
د ننګرهار پوهنتون د خپل تاسیس د پیل راهیسی د هرډول تاریخی ناتاروسره دمجادلی اوزغم ترڅنګ دکادرونودروزنی ا وفراغت ویاړونه لری
دکورنیواړیکوترڅنګ دننګرهارپوهنتون دهیواد څخه بهر دامریکی متحده ایالتونه ،جرمنی، ایټالیا، پاکستان، هند او نورو هیوادونو د پوهنتونونو او علمی مراکزو سره اړیکی لری او نن سبا د نړۍ په مختلفو هیوادونو لکه: د امریکا، هندوستان، پاکستان او نورو هیوادونو په پوهنتونو کی یی استادان لوړی زده کړی ترسره کوی د يونسکو سره ثبت او د امريکا، جرمني ايتاليا، پاکستان هيوادونو سره علمي تواميتونه لري.
ننګرهارپوهنتون اداره د دي پوهنتون تاریخی شالید، لاسته راوړنو، اړیکو او اوسنی موقف ته په کتو سره غواړی د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه پوهنوال دوکتور محمد طاهر عنايت په لارښودنه د پوهنتون د عمر پنځوسمه کلیزه په شانداره مراسمو سره د لاندي موخو د لاسته راوړلو په خاطر:
ټولنی ته د پوهنتون د ارزښت او لاسته راوړنومعرفی
د پوهنتون سره د خواخوږۍ او مرستی جلبول
د پوهنتون سره د اړیکو زیاتول او تامینول
د محصلینو او استادانو د علمی کچی لوړول
ولمانځی ترڅو د دغه لمانځنی له لوری د پوهنتون سره خواخوږی او مرستی ترلاسه او د پوهنتون په اعتبار کی زیاتوالی راولی او لدی لاری دکورنیو او بهرنیوعلمی او اکاډمیکو سرچینو سره خپلی اړیکی زیاتی او په ټوله کی د پوهنتون وړتیاوی زیاتی ترڅو له کبله یی وړ کادرونه تولید اوټولنی ته د خدمت لپاره عرضه شی نو د دغه غونډی د رنګینولو لپاره غواړی د مینه والو او مسؤلو ادارو څخه هر اړخیزی مرستی جلب کړی
د د لماهغونډي د ښه تجليل په موخه کاري پلان جوړ شوي او د کارونو د ښه برمختګ په موخه لاندي کميټي جوړي شوي دي.
فرهنګی او کلتوری فعالیتونه
ارتباطی اړیکوتامینولوفعالیتونه
دمالی امکاناتوبرابرونکی فعالیتونه
مالی اوچاپیریال ساتنی تنظیمونکی فعالیتونه
خدماتی فعالیتونه
امنیت تنظیمونکی فعالیتونه
امنيتي کميټه
پورتني هره کميټه د عمومي کميټي په چوکاټ کي يو تن مسول او غړي لري چي د ترتيب شوي کاري پلان سره سم به هره کميټه خپلي دندي ترسره کوي.
ددغه پروګرام د ترسره کولو لپاره احتمالي بوديجه په نظر کي نيول شوي چي د بسپني د لاري د پوهنتون سره د خواخوږو او ملي شرکتونو څخه را غونډيږي چي شفافيت او حساب ورکونه به ددغه منابعو او مصارفو په برخه کي یو لوی اصل وي.
د پورته توضيحاتو په نظر کي نيولو سره د ټولو وطنوالو، شخصيتونو، ملي تجارانو، ملي او بين المللي شرکتونو او د ددغه پوهنتون د فارغو محصلينو څخه په درنښت هيله کوو چي ددغه پوهنتون د پنځوسمي کليزي په لمانځنه کي زمونږ سره مرسته وکړي.
په درنښت
پوهندوي محمدباير درمل
د ننګرهار پوهنتون دپنڅوسمي کليزي د لمانځني کميټي مشر

31/05/2022
شپږ کاله وړاندي د ننګرهار پوهنتون د پنځوسمي کالیزي لمانځغونډي څو عکسونه.
06/07/2021

شپږ کاله وړاندي د ننګرهار پوهنتون د پنځوسمي کالیزي لمانځغونډي څو عکسونه.

ننګرهار پوهنتون د تضمين کيفيت په درېيم پړاو ارزيابۍ کې دهېواد په کچه تر ټولو لوړې نمرې « ۸۹.۵» واخېستې.ددغه پوهنتون رهبر...
09/12/2020

ننګرهار پوهنتون د تضمين کيفيت په درېيم پړاو ارزيابۍ کې دهېواد په کچه تر ټولو لوړې نمرې « ۸۹.۵» واخېستې.
ددغه پوهنتون رهبري هيئت استادانو او منسوبینو ته دي مبارک وي.

06/03/2018

د ننګرهار پوهنتون د پاڼی څخه
د وترنري علومو پوهنځي نوى رئيس د نوموړي پوهنځي استاذانو او منسوبينو ته وروپېژندل شو
د ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهنوال پيرمحمد ستانکزى د نوموړي پوهنځي د نوي رئيس په توګه له ټاکل کېدو وروسته نن ورځ رسماً د پوهنتون د رئيس پوهنوال ببرک مياخېل له خوا د نوموړي پوهنځي استاذانو او منسوبينو ته وروپېژندل شو.
په هغه غونډه کې له همدې امله د وترنري علومو په پوهنځي کې جوړه شوې وه، د ننګرهار پوهنتون د رئيس، علمي چارو، محصلانو چارو او د مالي او اداري چارو مرستيالانو سربېره پکې د بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو، استاذانو او اداري کارکوونکو برخه لرله.
غونډه د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل په پرانيستونکې وينا پيل شوه. نوموړي وويل د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ اړينه وبلله، چې د وترنري پوهنځي د لاښه والي او مثبت بدلون لپاره ددې پوهنځي د علمي کادر غړى ښاغلى پوهنوال پيرمحمد ستانکزى د پوهنځي د نوي رئيس په توګه غوره کړي.
ښاغلي مياخېل چوکۍ او منصب امتياز نه، بلکې ستر مسووليت وباله او ښاغلي ستانکزي ته يې د نوي مسووليت د مبارکۍ ترڅنګ د هغې د ښه ترسراوي هيله څرګنده کړه.
د پوهنتون رئيس د وترنري علومو پوهنځي د تېر رئيس پوهندوى سيدضياءالحق بنوري د کړنو، خدمتونو او هلو ځلو ستاينه وکړه او نوموړي ته يې د لوى خداى ج له درباره د اجر غوښتنه وکړه.
د غونډې په پاى کې د وترنري علومو پوهنځي نوي رئيس پوهنوال پيرمحمد ستانکزي خبرې وکړې او د پوهنتون د رياست او وزارت مقام له مشرتابه څخه يې مننه وکړه، چې په نوموړي ددې ستر مسووليت باور وکړ او ژمنه يې وکړه چې د پوهنځي د لاښه والي او معياري کېدو په موخه به نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.

24/09/2017

ننګرهار پوهنتون کې د سولې په نوم پارک پرانيستل شو
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د پرانيستې پر مهال وويل: نوموړى پارک چې ٧٠ سلنه چارې يې ترسره شوي او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي، د ننګرهار د يوه تن ملي سوداګر په مالي مرسته جوړېږي.
نوموړي وويل: سولې پارک د ننګرهار پوهنتون ښځينه محصلينو ته ځانګړى شوى، چې هغوى به ترې د تفريح، مطالعې او سپورت لپاره کار اخلي.
میاخېل وايي:د ننګرهار پوهنتون نهاري انجونې چې د ملي بسونو په وسیله د پوهنتون له رخصتیدو وروسته پوهنتون څخه بیلابیلو سیمو ته ځي ، د ملي بس تر راتګ پورې د دوی لپاره داسې کوم مشخص او خوندی ځای نه وو ، دوی به د انجونو لیلیې ترڅنګ د سړک ترغاړې ناستې چې مناسب نه وو.
دغه دوه نيم جريبه پارک به اوس د دوی لپاره دمه ځای او د مطالعې ځای وي.
له دې سره به د ننګرهار پوهنتون محصلانې د خالي ساعتونو په جريان کې وکولای شي دلته مطالعه او تفريح وکړي.
د لمانځه لپاره ترتيبات او پرده هم په نظر کې نېول شوې ده.

05/07/2016

د کوچينې اختر مبارکې ټولو هېواد والو ته وايم
د روزي په مبارکه مياشتي کې مو خدای ( ج) کړي طاعتونه او عبادتونه قبول کړه، اوس نو ددي وخت رارسیدلی تر څو تاسو محترمو هيوادوالو ته د وړوکې اختر مبارکي ووايم. خداي ج دې وکړي چې د ژوند هره شېبه مو اختر وي هره شېبه مو د خو ښيو او خوشاليو ډکه وي.
پاک پروردګار دې ددې کوچينې اختر په برکت په هېواد کې دايمي سوله قايمه کړي ترڅو هېواد وال مو ارامه فضا کې له خپلو کورنيو سره ژوند وکړي. هيله لرم د اختر په خوښیو کې بي وزله لويان ، ماشومان .. د ځانه سره شريک کړئ.
په درنښت

Adopted from MB سخت باران ، په شيبوشیبو باران یا هم کله چي به د باران وريدو د ځو ورځو لپاره دوام وموند نو ژوند خو هر ځای...
13/03/2016

Adopted from MB
سخت باران ، په شيبوشیبو باران یا هم کله چي به د باران وريدو د ځو ورځو لپاره دوام وموند نو ژوند خو هر ځای اغيزمن کيده خو د ننګرهار په پوهنتون کي هم ځوک د خټو ، چګړو له امله نه شواي ګرځیدلي ان تر دي ډیرو به غوره ګڼله چي پوهنتون ته لاړ نه شي.
که څه هم د دوو ورځو را په دي خوا باران وريږي خو نن سهار په پوهنتون کي ډیره ګڼه ګوڼه وه ان تر دي له ګرځيدلو څخه هم ډیرو خوند اخيسته.
ما هم ددي حالت په ليدلو د ننګرهار پوهنتون مخکني سرپرست ريس پوهنوال دوکتور محمد طاهر عنايت ته چي اوس مهال د جرمنی په يو روغتون کي تر جراحي عمليات لاندي دي دوعا وکړه، دا به یوازي زما دوعا نه وي بلکه ډیرو نورو به هم ورته دوعا کړي وي هغه پدي وجه چي د ننګرهار پوهنتون داخلي سړکونه يي د خواخوږو په چنده سیمټ کړل. د پوهنتون بڼه يي بدله کړه او د زرګونو ونو بوټو په کښينولو سره يي نور هم زرغون او ښکلي کړ. خداي دي هغه تل ژوندي او اباد لري.

26/01/2016

د ننګرهار پوهنتون د اينجنري پوهنځي استاد پوهنوال ګل حکيم شاه د ور پيښی ناروغي له امله دغه فاني نړي سره د تل دپاره خداي په اماني وکړه. نوموړي د هيواد او سيمي په کچه په سلګونو علمي کادرونه روزلي او د هيواد او سيمي يو واقعي خدمتګار وه.
د لوي الله ( ج) څخه ورته جنت او کورني ته يي جميل صبر غواړو.
انا لله و انا اليه راجعون

Address

Afghanistan
Nangarhar

Telephone

0093787977551

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when NU Golden Jubilee د ننګرهار پوهنتون پنځوسمه کليزه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to NU Golden Jubilee د ننګرهار پوهنتون پنځوسمه کليزه:

Shortcuts

Share

Category