17/04/2025
ویاړ – چیرې چې بریا پیلېږي!
په بېسارې ویاړ سره د( ۱۴۰۴) تعلیمي کال د نويو زدهکوونکو له پراخ بهیر څخه د لومړۍ ډلې لپاره د ښوونځي د اصولو، نظم، تدریسي بهیر، روزونکو برنامو او نورو مهمو موضوعاتو د پېژندنې ځانګړی پریزینټیشن وړاندې شو، څو نوي ګلالي زده کوونکي له لومړیو دیو روښانه، هدفمند او رقابتي مسیر پیل وکړي.
ویاړ تل د کیفیت، ارزښتونو او دوامدار پرمختګ ویاړلی مقام ساتلی. موږ د ښوونې په ډګر کې یوازې د تدریس خبره نه کوو — بلکې د فکرونو جوړول، د شخصیتونو روزل او د سیالانو لپاره د معیار ټاکل زموږ اصلي ماموریت دی.
د (۱۴۰۴)کال له پیل سره، موږ یو ځل بیا دا پیغام ورکړ:
"موږ انتخاب نه یو، بلکې اړتیا یو!"
مننه له تاسو
چې پر موږ باور لرئ او ان شاء الله ستاسو باور به دتل په څیر هسک او دوامدار ساتو.
ویـــــاړ د فرصتونو نړۍ!