16/08/2026
🛢️ د دندې پېژندنه | Production Manager
په تېلو او ګازو پروژه کې د Production Manager نوم ډېر اورو، خو پوښتنه دا ده:
Production Manager په عملي ډول څه کوي؟
Production Manager هغه کس دی چې د ساحې د تولید ټول عملیات تنظیم، څاري او همغږي کوي، څو تولید په خوندي، دوامدار او ټاکل شوي هدف سره ترسره شي.
د هغه مهم مسؤلیتونه:
🔹 د تولید پلان:
د ورځې، اونۍ او میاشتې د تولید لپاره پلان جوړوي او د ټاکل شوو Production Targets د ترلاسه کولو لپاره کار کوي.
🔹 د څاهګانو څارنه:
د هرې څاه Production، فشار، جریان او عملیاتي وضعیت څاري او د تولید د کمېدو یا غیرعادي حالت علتونه تعقیبوي.
🔹 د Production Facilities څارنه:
د Separator، Pump، Tank، Flowline، Valve او نورو اړوندو تجهیزاتو عملیاتي وضعیت تعقیبوي او د ستونزو د حل لپاره له Maintenance او Engineering ټیمونو سره همغږي کوي.
🔹 د Operators مدیریت:
د Production Operators د دندو، Shiftونو، Daily Activities او Performance څارنه کوي او ډاډ ترلاسه کوي چې عملیاتي کارونه د ټاکلو طرزالعملونو مطابق ترسره کېږي.
🔹 د HSE مراعات:
د تولید هدف د خوندیتوب څخه پورته نه دی. Production Manager باید ډاډ ترلاسه کړي چې Production Operations د HSE Procedures، Permit to Work او نورو خوندیتوب اصولو مطابق ترسره کېږي.
🔹 د Production Losses کنټرول:
که تولید د تخنیکي ستونزې، Equipment Downtime، Well Problem یا بل علت له امله کم شي، علت یې معلوموي او د Production Loss د کمولو لپاره اقدام کوي.
🔹 راپور ورکول او تحلیل:
د تولید ورځني او دورهيي راپورونه ارزوي، Production Data تحلیلوي او د ساحې مدیریت ته د تولید د وضعیت، ستونزو او اړتیاوو په اړه راپور ورکوي.
🔹 د څانګو ترمنځ همغږي:
له Engineering، Maintenance، HSE، Logistics، HR او نورو اړوندو څانګو سره همغږي کوي، ځکه Production یوازې د یوې څانګې کار نه دی.
په ساده ژبه:
Production Manager د تولید د ټولې پروسې د سم جریان مسؤل دی.
د هغه هدف یوازې دا نه دی چې:
❌ «نن څومره بیرل تولید وشو؟»
بلکې دا هم دي:
✅ ولې دومره تولید وشو؟
✅ ولې تولید کم یا زیات شو؟
✅ کومه ستونزه تولید اغېزمنوي؟
✅ څنګه Production Loss کم کړو؟
✅ څنګه تولید خوندي او دوامدار وساتو؟
یو ښه Production Manager هغه څوک دی چې Production، People، Equipment او Safety په ګډه مدیریت کړي.
📌 د «د دندې پېژندنه» لړۍ
#پشتوافيشل #افغانستــان