Afghan Aand Private School

Afghan Aand Private School تعلیم ،شخصیت ،بریا !

📢 د استخدام خبرتیاافغان آند خصوصي ښوونځی د خپلو ښوونیزو چارو د لا پیاوړتیا په موخه ۵ تنه نارینه ښوونکو  ته اړتیا لري.🎓 ش...
21/08/2026

📢 د استخدام خبرتیا
افغان آند خصوصي ښوونځی د خپلو ښوونیزو چارو د لا پیاوړتیا په موخه ۵ تنه نارینه ښوونکو ته اړتیا لري.
🎓 شرط: غوښتونکي باید د تعلیم او تربیې له پوهنځي څخه فارغ وي.
📱 علاقه‌مند کسان کولای شي خپل اسناد او cv د لاندې واټساپ شمېرې له لارې راسره شریک کړي:
0703119001
📧 همدارنګه کولای شئ خپل CV د لاندې برېښنالیک له لارې راولېږئ:
[email protected]
افغان آند خصوصي ښوونځی
د کیفیت، روزنې او روښانه راتلونکي پر لور! 🌱📚

د اوونۍ غوره زده‌کوونکو ته د ستاینې مراسم یوازې د جایزې ورکولو یوه شېبه نه ده، بلکې د هغوی د هڅو، زحمت، ښه اخلاقو، حاضري...
21/08/2026

د اوونۍ غوره زده‌کوونکو ته د ستاینې مراسم یوازې د جایزې ورکولو یوه شېبه نه ده، بلکې د هغوی د هڅو، زحمت، ښه اخلاقو، حاضري او زده‌کړیزو لاسته راوړنو د ارزښتمنولو یوه مهمه وسیله ده.
موږ باور لرو چې هر زده‌کوونکی د پرمختګ وړتیا لري؛ خو هغه څوک چې په دوامداره توګه هڅه کوي، خپل درسونه په دقت تعقیبوي، ښوونکو ته درناوی کوي او له خپلو ټولګیوالو سره ښه چلند لري، د نورو لپاره هم د هڅونې غوره بېلګه ګرځي.
د افغان آند خصوصي ښوونځي د اوونۍ غوره زده‌کوونکي دې بریا ته په رسېدو مبارک وي. ستاسو هڅې زموږ د ویاړ سبب دي. هیله ده دا بریا مو د لا زیاتو هڅو پیل وي او تل د علم، اخلاقو او پرمختګ په لاره کې مخکښ واوسئ.
ستاسو نننۍ هڅه، ستاسو د روښانه سبا بنسټ دی!
تاسې زموږ د ښوونځي ویاړ یاست!
ادرس:- هلمند لښکرګا ښار حاجی ادم خان کلا ته مخامخ افغان آند خصوصي ښوونځی
شمیره او واټساپ:-0703119001

🌟 د اوونۍ غوره زده‌کوونکي ته د ستاینې پیغام 🌟په ډېر ویاړ او خوښۍ سره د دې اوونۍ غوره زده‌کوونکي ته مبارکي وایو. ستاسې زی...
14/08/2026

🌟 د اوونۍ غوره زده‌کوونکي ته د ستاینې پیغام 🌟

په ډېر ویاړ او خوښۍ سره د دې اوونۍ غوره زده‌کوونکي ته مبارکي وایو. ستاسې زیار، هڅه، ښه اخلاق، منظم حضور او د زده‌کړو سره مینه د دې لامل شوه چې د اوونۍ د غوره زده‌کوونکي ویاړ ترلاسه کړئ.

دا بریا یوازې د نن ورځې لاسته راوړنه نه ده، بلکې د دوامدارې هڅې، مسئولیت‌پالنې او لوړو موخو ښکاره بېلګه ده. هیله لرو چې همداسې په علم، اخلاقو او غوره کړنو کې مخ پر وړاندې ولاړ شئ او نورو زده‌کوونکو ته هم د هڅونې او الهام سرچینه وګرځئ.

موږ ستاسې پر وړتیاوو باور لرو او د لا ډېرو بریاوو او روښانه راتلونکي په هیله، له زړه مو مبارکي وایو.

په درنښت
د افغان آند خصوصي ښوونځی اداره !
شمیره: 0703119001
ادرس:- هلمند لښکرګاه ښار د حاجی ادم خان کلا مخامخ افغان آند خصوصي ښوونځی
#

02/08/2026

له ژمنی تر عمله !
لکه څنګه چی مو ویلی وو په هره برخه کی به زده کوونکی په ډیره لوړه سطحه روزوو موږ خپله هره ژمنه پوره کوو ان شا الله
ويډیو تر پایه وګوری !

زده‌کړه د انسان د بریا، پرمختګ او روښانه راتلونکي بنسټ دی. په زده‌کړه سره انسان پوهه، مهارت او ښه اخلاق ترلاسه کوي، خپل ...
25/07/2026

زده‌کړه د انسان د بریا، پرمختګ او روښانه راتلونکي بنسټ دی. په زده‌کړه سره انسان پوهه، مهارت او ښه اخلاق ترلاسه کوي، خپل استعدادونه وده ورکوي او د ټولنې لپاره یو ګټور او مسؤول شخصیت ګرځي. هر څومره چې یو ملت زده‌کړې ته ارزښت ورکړي، هماغومره د پرمختګ، سوکالۍ او هوساینې په لور ګامونه اخلي. له همدې امله، زده‌کړه د هر انسان حق او د بریالي ژوند تر ټولو غوره پانګه ده.

بریا د هڅې، نظم او دوامداره کوښښ پایله ده. هغه زده‌کوونکی چې د علم، اخلاقو، حاضري او ښو چلند له مخې ځان ممتاز ثابت کړي، ...
24/07/2026

بریا د هڅې، نظم او دوامداره کوښښ پایله ده. هغه زده‌کوونکی چې د علم، اخلاقو، حاضري او ښو چلند له مخې ځان ممتاز ثابت کړي، د هفتې د غوره زده‌کوونکي په توګه ستایل کېږي.
زده کوونکو ته د لا بریا غوښتونکی یو !



22/07/2026

له ژمنی تر عمله !
زموږ زده‌کوونکي د خپلو درنو ښوونکو په لارښوونه او ملتیا داسې نوښتونه او عملي کارونه ترسره کوي چې ډېری وخت ناممکن ممکن کوي. دا لاسته‌راوړنې د دوی د استعداد، هڅې، خلاقیت او پر ځان د باور څرګندونه کوي.
موږ ژمن یو چې داسې نسل وروزو چې یوازې د کتابونو لوستونکي نه وي، بلکې د عمل، نوښت او پرمختګ اتلان هم وي. همدا د بریالۍ زده‌کړې او روښانه راتلونکي بنسټ دی.
ادرس :- هلمند لښکرګاه ښار د حاجي ادم خان کلا مخامخ افغان آند خصوصي ښوونځی
شمیره او واټساپ:- 0703119001


20/07/2026

له ژمنی تر عمله !
زده‌کړه هغه وخت لا اغېزمنه کېږي چې له خوښۍ، نوښت او عملي فعالیتونو سره مل وي. په همدې موخه، افغان آند خصوصي ښوونځی د دودیزو تدریسي لارو تر څنګ د صنفي لوبو له لارې هم د زده‌کوونکو ذهني، علمي او ټولنیزې وړتیاوې پیاوړې کوي.
صنفي لوبې د زده‌کوونکو د تمرکز، چټک فکر، حافظې، ګډ کار، سالمې سیالۍ او پر ځان د باور د لوړولو غوره وسیله ده. کله چې زده‌کوونکي د لوبو له لارې درس زده کوي، نو نه یوازې له زده‌کړې خوند اخلي، بلکې مفاهیم هم په اسانه زده کوي او د اوږدې مودې لپاره یې په ذهن کې ساتي.
موږ باور لرو چې بریالۍ زده‌کړه یوازې په کتابونو پورې محدوده نه ده، بلکې د عملي فعالیتونو، نوښت او سالمو صنفي لوبو له لارې د ماشومانو استعدادونه لا ښه غوړېږي.
افغان آند خصوصي ښوونځی
ادرس :- هلمند لښکرګا ښار د حاجی ادم خان کلا ته مخامخ افغان آند خصوصي ښوونځی.
شمیره او واتساپ :- 0703119001


18/07/2026

نن راسره دافغان آند خصوصي ښوونځی د یو تکړه ښوونکی(زلمی ،افغان) په ښکلی اواز کی د قران کریم څو مبارک ایاتونه واوری!




Address

Lashkar Gah, Helmand
Lashkar Gah
0037

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Aand Private School posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category