فيض امان خصوصي ښوونځۍ

فيض امان خصوصي ښوونځۍ

Share

راسي چي خپل راتلونکي نسل دپوهي
دستر نعمت څخه برخمن کړو!

24/03/2026

ښوونځی ته ښه راغلاست
هیله ده رخصتي په خیر تیري سوي یی.

17/02/2026

فیض امان خصوصي ښوونځی د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو له امله خپل ټول ګران هیوادوال ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي او له لوی څښتن څخه ټولو ته د دې مبارکې میاشتې د خیر، برکت، روغتیا او سولې هیله لري.

Photos from ‎فيض امان خصوصي ښوونځۍ‎'s post 03/02/2026

فیض امان خصوصي ښوونځی خپلو زده‌کوونکو ته د باکیفیته زده‌کړو د برابرولو په موخه هڅه کوي چې د نظري درسونو تر څنګ عملي او عصري زده‌کړې هم وړاندې کړي. په دې ښوونځي کې زده‌کوونکي یوازې له کتابي معلوماتو سره نه پاتې کېږي، بلکې د تدریسي ویډیوګانو، عملي تمرینونو او بېلابېلو تعلیمي فعالیتونو له لارې خپله پوهه نوره هم پیاوړې کوي. تدریسي ویډیوګانې زده‌کوونکو سره مرسته کوي چې درسونه په اسانه او روښانه ډول درک کړي، او عملي زده‌کړې هغوی ته دا فرصت برابروي چې خپل زده کړي مهارتونه په واقعي ډول وکاروي. د همدې نوښتګرو لارو له لارې، فیض امان خصوصي ښوونځی هڅه کوي داسې بااستعداده، بااعتماده او مسلکي زده‌کوونکي وروزي چې د راتلونکي لپاره چمتو وي.

دنشراتو اوعامه اړیکو مدیریت #

24/01/2026

د فیض امان خصوصي ښوونځي محترمو زده‌کوونکو او ګرانو والدینو ته خبرتیا!
د هوا د شدید یخوالي له امله، د زده‌کوونکو د روغتیا او خوندیتوب په پام کې نیولو سره، د فیض امان خصوصي ښوونځي ټولې درسي چارې له
د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د سلواغې له ۵مې ( یکشنبه) څخه تر
د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د سلواغې تر ۹مې ( پنج شنبه ) پورې رخصت دي.
ښوونځی به، ان‌شاءالله، د یادې مودې له پای ته رسېدو وروسته په خپل عادي وخت بېرته پیل شي.
له درنو والدینو څخه هیله ده چې د رخصتۍ پر مهال د خپلو ماشومانو د مطالعې او روغتیا خیال وساتي.
ستاسو له همکارۍ څخه مننه.
په درنښت
د فیض امان خصوصي ښوونځي اداره

24/12/2025

قدرمنو هېوادوالو!
زموږ د ښوونځي د یو زده‌کوونکي پلار له سخت ازمایښت سره مخ دی. د هغه کوچنی زوی له دوامدارو تشنجي (مرګي ته ورته) حملو او جدي عصبي او روحي ستونزو کړېږي،
نوموړی پلار، چې پخوا د ډېرو ماشومانو د درملنې سبب ګرځېدلی، نن د خپل ماشوم لپاره د یو مسلکي تشخیصي مرکز او متخصص ډاکټر په لټه کې دی. له بده مرغه، له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې د ورځې او شپې سکون له لاسه ورکړی.
موږ له ټولو درنو ډاکترانو، روغتیايي بنسټونو او خیرغوښتونکو خلکو څخه په درنښت هیله کوو:
که د ماشوم د دقیق تشخیص او درملنې لپاره کوم مناسب مرکز یا متخصص پېژنئ، مهرباني وکړئ لارښوونه وکړئ.
او که بل څه نه وي، نو دعا ورته وکړئ.
ستاسو یو پیغام، یوه لارښوونه یا یوه دعا کېدای شي د یو ماشوم د ژوند د ژغورنې سبب شي.
په درنښت
دفیض امان خصوصي ښوونځي اداره

دنشراتو ارتباطاتو اوعامه اړیکو مدیریت

Photos from ‎فيض امان خصوصي ښوونځۍ‎'s post 01/12/2025

فیض امان خصوصي ښوونځي

فیض امان خصوصي ښوونځي کې د دوو میاشتو له دوامدارو درسي فعالیتونو وروسته، امتحانونه په بریالیتوب سره واخیستل سوه.
نن ورځ د دغو ازموینو د پایلو د وېش مراسم په شانداره او منظم ډول د ښوونځي په انګړ کې ترسره شول.

په مراسمو کې د ښوونځي مسولینو، استادانو او زده‌کوونکو ګډون کړی و. د غونډې په ترڅ کې لومړی د قرآن کریم څو مبارک آیاتونه تلاوت شول، وروسته د ښوونځي مسؤلینو د زده‌کوونکو د پرمختګ، هڅونې او د زده‌کړې د لاښه کېدو په اړه خبرې وکړې.

لایق زده‌کوونکو ته ستاینلیکونه، جایزې او تشویق ورکړل شو، او د هغوی هڅې وستایل شوې. د فیض امان خصوصي ښوونځي مدیر ډاکتر حکمت الله امان له ټولو استادانو، زده‌کوونکو او میندو پلارونو څخه د همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ښوونځی به د زده‌کړې د کیفیت د لا لوړولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.

په پای کې، مراسم د دعا په ادا کولو سره پای ته ورسېدل.

دنشراتو اوعامه اړیکو مدیریت

15/11/2025

د فیض امان خصوصي ښوونځي اعلامیه

د زده‌کوونکو د یونیفورم (لباس) د تطبیق په اړه

درنو والدینو!

د ښوونځي د نظم، انضباط او یو شان ظاهر لپاره فیض امان خصوصي ښوونځی خپلو ټولو زده‌کوونکو ته د رسمي یونیفورم اغوستل لازمي ګڼي.
مهرباني وکړئ په دې برخه کې له ښوونځي سره بشپړه همکاري وکړئ څو زموږ ماشومان د ښوونې او روزنې په چاپېریال کې منظم، مرتب او مسوولانه ښکاره شي.

🟩 والدینو ته زموږ سپارښتنې:

خپل ماشوم ته هره ورځ پاک، منظم او بشپړ یونیفورم تیار کړئ.

د زده‌کوونکي یونیفورم کې د رنګونو، بڼې او اندازې بدلون اجازه نه لري.

د غیر رسمي لباس څخه جدي ډډه وشي.

ماشوم دې بې یونیفورمه ښوونځي ته نه لېږل کېږي.

🟦 د یونیفورم د اغوستلو ګټې:

زده‌کوونکي په یو شان او منظم ډول ښوونځي ته راځي.

د نظم، انضباط او مسوولیت احساس لوړوي.

په زده‌کوونکو کې د ځان باور او د ښوونځي سره د تړاو حس پیاوړی کوي.

دفیض امان خصوصي ښوونځي اداره

Photos from ‎فيض امان خصوصي ښوونځۍ‎'s post 09/11/2025

🌟 د فیض امان خصوصي ښوونځي نوې زده‌کړیزه کړنه

د میاشتنۍ ارزونې نوښت پیل شو
نېټه:/۱۴۰۴/۸/۱۸ – یکشنبه

د فیض امان خصوصي ښوونځي په انګړ کې، نن ورځ د زده‌کوونکو د میاشتنۍ ارزونې لړۍ پیل سوه.

په دې نوښتګر اقدام کې د لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې ټول زده‌کوونکي ګډون لري، څو د خپلو زده‌کړو نتیجه وازمويي او د لا بریا پر لور یو بل ګام واخلي.

د ښوونځي دروند مدیر ډاکټر حکمت الله امان د پرانیستې پر مهال وویل:

"دا ډول ارزونې نه یوازې د زده‌کوونکو د استعداد د ودې لپاره مهمې دي، بلکې د دوی د زحمتونو او هڅو نښه هم ده."

هغه زیاته کړه چې د ارزونې ټول پړاوونه به په بشپړه شفافۍ ترسره کېږي، او پایلې به ډېر ژر د زده‌کوونکو د هڅونې او ستاینې په موخه اعلان شي.

د فیض امان خصوصي ښوونځي د نشراتو څانګه

Photos from ‎فيض امان خصوصي ښوونځۍ‎'s post 05/11/2025

فيض امان خصوصي ښوونځۍ
د اطلاعاتو او کلتور ریاست او فیض امان خصوصي ښوونځۍ تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو.

نن ورځ چهار شنبه، د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر م/ولوي سلطان محمد حنیف او د فیض امان خصوصي ښوونځي د مسؤل ډاکتر حکمت الله امان تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو.

دواړه لورو د هوکړه لیک لاسلیکولو پر مهال له یو بل سره پر دایمي همکاریو او د ټولني پر خدمت کولو هر اړخیز بحث وکړ، او ویې ویل: چي موږ او تاسو باید په ګډه هلمندي ولسونه ته خدمات وړاندي کړو تر څو دا ټولنه په خپلو پښو نوره هم ودریږي.

یاد سوي هوکړه لیک کي ویل سوي چي فیض امان خصوصي ښوونځۍ به هغه زده کړیالانو ته چي د یاد امریت له لوري ورته معرفي کیږي په ۴۰ سلنه تخفیف مني او ځای ورکوي.

د هلمند ولایت لوستي ځوانان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د داسي هوکړه لیکونو هر کلی کوي، دوی وایي: داسي د همکارۍ هوکړه لیکونه موږ ته د زده کړو فرصت په لاس راکوي تر څو موږ خپلي زده کړي وکړو.

باید یادونه وسي چي تر دې وړاندي هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست او یو شمېر نورو خصوصي ښوونیزو مرکزونو ترمنځ د تخفیف په موخه ګڼ شمیر هوکړه لیکونه لاسلیک سوي دي.

راپور: باختر خبري آژانس/ هلمند

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۴ هـ ق

هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست!

03/11/2025

فیض امان خصوصي ښوونځی

🔹 مسلکي استادان
🔹 منظم درسي چاپېریال
🔹 مجهز ترانسپورت
🔹 د معارف درسي نصاب تدریس کېږی
🔹 نور اړین مضامین هم تدریس کېږی

📢 نوټ: د ماسپېښین د دورې لپاره فیض امان خصوصي ښوونځی ۴۰٪ تخفیف تر راتلونکې قوس میاشتې پورې اعلان کړی دی.

✨ د نوي تعلیمي کال لپاره له نرسري څخه تر شپږم ټولګي پورې زده کوونکي قبولوي.

📣 نوم لیکنه جریان لري!

📞 0704294387
📞 0747202183

🏫 ادرس: لشکرګاه – د سولي چوک ختیځ طرف د حاجي نادر اکا مسجد نه وړاندې، فرعي کوڅه .

02/11/2025

فيض امان خصوصي ښوونځۍ

01/11/2025

زه ښوونکی یم!

تاسو خپل اولادونه رالېږئ، زه یې نه وهمه، نه یې تهدیدوم نه پرې چغې وهم، نه یې له ټولګي باندې وباسم.
زه کوښښ کوم چې هغوی ولیکي، زده کړي، بحث وکړي، فکر وکړي، نوښت وکړي او د وطن په درد دوا شي..
زما یوازینۍ هیله ده، چې هر یو یې راتلونکې کې لوی شخصیت جوړ شي لکه:
استاد، ډاکټر، انجنیر، ، سفیر، وزیر، وکیل، قاضي ...
کله چې درس ورکوم، که ټولګي کې راته څلویښت نفر ناست وي، داسې فکر کوم، لکه څلوېښت استادان، څلویښت ډاکټران، څلویښت پوهاندان او .. نور راته ناست دي، که لس ، شل، سل وي، همدسې فکر کوم.
زه د هغوی کتابچې ګورم، شخړې یې ختموم، او د سولې هڅه کوم.
دا مې دنده ده چې د کمزوري مرسته وکړم،
حق د حق خاوند ته وسپارم،
ټولګي کې چوپتیا وساتم،
او د ناستې عدالت مراعت کړم.
زه ګورم چې څنګه ناست دي؟ جامې یې څنګه دي؟ نوکان یې لنډ دي که نه؟
حتی کله ناکله بوټان هم ور تړم.
زه پوهېږم څوک یتیم دی، څوک شتمن ، څوک لږ سست، څوک هڅاند، څوک ذهني ناروغ، څوک بې خوبه.
هر یوه ته د هغه حق ورکوم.
زه د ټولګیو د هوا خیال هم ساتم، پاکوالی او ښکلا یې هم له یاده نه باسم.
زه د یو نه تر پنځه سو کورنیو او پنځه سوه زده کوونکو مسوول یم.
زه باید تل زغم او موسکا ولرم،
تر څو د هر زده کوونکي ستونزه حل کړم.
زه کله کله د نرس دنده هم تر سره کوم:
د زده کوونکي پر تندې لاس ږدم او تبه یې معلومو م، کله کله د کوم زده کونکي له پوزې وینه روانیږي هغه تر تشناب رسوم پر سر ورته اوبه اچوم؛ تر څو د پوزې وینه یې ودرېږې.
کله د ارواپوه دنده سرته رسوم، د یو مایوسه زده کوونکي مړاوې هیلې را ژوندي کوم.
کله نا کله د یو نیم زده کوونکي په غوسې او تېزو خبرو ځان هم کڼوم.
کله چې ستړی شم، د سر درد دوا خورم،
کله یو چاکلیټ خولې ته واچوم تر څو انرژي پیدا کړم
کله چې نمرې ورکوم زړه مې د زده کوونکو له کمو نمرو دردېږي
ځان ملامت بولم.
نو، د ښوونکي ځانګړی درناوی وکړئ!
سلام ورته وکړئ، مننه ترې وکړئ.
ځکه هغه ستاسو د اولادونو په روزنه کې له تاسو سره شریک دی، ستاسو له اولادونو سړي جوړوي.

استاد Lecturer
کاپي

Want your school to be the top-listed School/college in Lashkar Gah?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address

Lashkar Gah