Wali : ولي

Wali : ولي

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Wali : ولي, Education Website, Helmand, Lashkar Gah.

27/07/2025

کابل، بند شاه عروس

13/07/2025
12/07/2025

که مي دغه څلور خبري وختي زده وای، اوس به کارونه غمیان وای، ژوند به مي بیخي ډېر تغیر وای.
- ستا ټول ژوند یوازي ۴۰۰۰ هفتې دئ، دا نو هغه وخت چي ستا عمر ۷۷ کاله سي. آآ ښه، سبا شنبه ده، ستا خوښه ده، راتلونکې هفته بیا ضایع کوې او که عبادت، ورزش او کار پکښي کوې.

- د خپګان او اندېښنې یو بیخي لوی لامل کار نه کول دي. که هیڅ کار نه لرې، نو هم ځان مصروفه وساته، د یوه نوي مسلک زده کول، د نوي ژبي زده کول، ورزش او مطالعه خپله غټ مصروفیت دئ. زما یو ملګری بیکاره سو، و یو مستري ته ورغلی، ویل ما تر لسانس پوري زده کړي کړي دي، اوس بیکاره یم، له تا څخه هیڅ تنخوا نه غواړم، زه به د ورځي درې څلور ساعته دلې راځم له تاسو سره به کومک کوم. درې میاشتي وروسته ئې کار پیدا کړ، له مستري سره ئې د خدای په امانی وکړ. د مبلینو بدلول او د موټر عادي ستونزي حللول ئې زده دي. د بیکاری وخت دي له برقي، نجار یا کوم مسلکي سره تيري کړه، لږ تر لږه د خپل کور کار خو به کولای سې، که هیڅ نه وي نو د اشپز سره شاګرد سه، د هري مېرمني داسي خاوند خوښ دئ چي اشپزي ئې زده وي.

- پرمختګ هغه وخت کولای سې، کله چي دا ومنې، چي "نه پوهېږم". زموږ هغې هر یو د افلاطون پلار او د سقراط نیکه وي. هر یو دا فکر کوي، چي ولا زه خو نه د موره یو یم. که ډاکټر یې، که انجنیر یې، که مستري یې، که معلم یې او که د هر مسلک څښتن، ونیسه ځان دومره تکړه کړه، چي سبا زموږ مریضان پاکستان ته ولاړ نه سي، بلکي د پاکستان هغې دلته راسي. خلک مو په هندي انجنیرانو نقشې جوړي نه کړي، بلکي هنديان و موږ ته زاری وکړي وای راسئ. تاسي په خدای باور وکړئ، په څلورو خیاطان مي کالي جوړ کړي، یو مي هم پر طبیعت نه دي جوړ، تکړه سلمان نه لرو، چي زما غوندي بدرنګه خلک ښایسته کړي، موټر به خامخا دوو مستریانو ته ورولې، بیا به ئې درېیم ته هم بیایې.
- پر دغو درو شیانو همېشه سرمایه ګزاري وکړي:
اول صحت، ترڅو چي روغ یې نو نامي یې کنې، نو یو میلیون ډالر او فلج بدن به څه خوند وکا.
دوهم زده کړه، څومره چي پوهېږې، هغومره به پر ژوند خوند اخلې، مطالعه وکړه او د ښو خلکو سره کښېنه.
درېیم ښې اړیکي، د سړي د زامنو سره ناسته پاسته وکړه، وخت تر ټولو قیمتي شی دئ، د هر چمبازه او دوکه بازه سره ئې مه ضایع کوه. داسي هم سوي دي، چي له یو چا سره به څوارلس کاله ملګرتیا وکړې، اخر به پوه سې چي دا کم اصل دئ، ځای پر ځای به تناوو ور سوست کړې.

رښتیا ووایاست، دا بیخي ښې خبري نه وې؟ دا کا ماته چا لس کاله مخکي را ښودلي وای، اوس به مي څومره ډېر پرمختګ کړی وای، ونیسه یارانو او انډیوالانو ته هم دا خبري ور ورسوه.

10/07/2025

زموږ د ټولنې اصلاح؟
دغه ځوان پلار پر نصوارو دغسې حال ته رسولی دی.

Want your school to be the top-listed School/college in Lashkar Gah?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address

Helmand
Lashkar Gah
0093