Nasib Ashna parivat school نصیب اشنا خصوصي ښوونځی

Nasib Ashna parivat school نصیب اشنا خصوصي ښوونځی

Share

�ستاسو اعتماد زموږ کیفیت�
علم ــــ ادب ــــ نظم ــــ وطن سره مینه.

22/11/2025

په ستاینغونډه کي دیو زده کوونکي دپلار خوږي خبري.

Photos from ‎Nasib Ashna parivat school نصیب اشنا خصوصي ښوونځی‎'s post 21/11/2025

نصیب آشناخصوصي ښوونځی یو ځل بیا دیوې شانداره غونډي کوربه وو. یاده غونډه چي دښوونځی دلومړي مقام ګټلو په مناسبت جوړه سوی وه په کي دیاد ښوونځی مدیر صیب، ښوونکو، دپوهني دریاست استازو، دخصوصي ښوونځیو مسؤلینو، دامارتي ښوونځیو مدیرصاحبان زدکوونکو او دزده کوونکو والدینو ګډون کړی وو. په پیل کي غونډه دقرانکریم په تلاوت سره پیل سو وروسته دیا ښوونځی مدیر صیب په خپله وینا کي دزده کوونکو کورنیو ته دیاد مقام مبارکي ورکړه او دا ډاډ يي ورکړي چي له دي وروسته به نور هم ستاسو د اولادونو په موثره زده کړه او دزده کړې تر څنګه دزده کوونکو په سالمه تربیه کار وکړي او همیشه به يي کوښښ داوي چي زده کوونکي په معیاري ډول وروزي دغونډي نورو ګډونوالو هم خوښي وښودل چي اولادونه يي په داسي ښوونځی کي زدکړې کوي چي له نوروښونځیو څخه په لومړي مقام کي کرار لري دویناوو څخه وروسته د زده کوونکو تراني او معلوماتي برخه وړاندي سوي او وروسته تشویق لړۍ پیل سوه او په پای کي غونډه په دعا سره پاي ته ورسیده.

Photos from ‎Nasib Ashna parivat school نصیب اشنا خصوصي ښوونځی‎'s post 09/11/2025

نن مودټولګيو له کفتانانو څخه دټولګي احوال راټول کړي تر ډیره حده زده کوونکي له درسي ماحوله خوشحاله وه وروسته له احواله مو تري وپوښتل چي دښوونځي په پرمختګ کي لا نور څه وکړو چي لا هم دزده کړې ماحول موثر او اغیزمن سي باور وکړي زما لپاره دهر زده کوونکي نظر خورا نوي او په زړه پوري وه زه به تل هڅه کوم چي له نورو کسانو څخه دکارونو دښه پرمختګ لپاره له ټولو اړخونو مشورې واخلم. ځکه مشوره دبریا زیری درکوي.

Photos from ‎Nasib Ashna parivat school نصیب اشنا خصوصي ښوونځی‎'s post 06/11/2025

الحمدالله ثم الحمدالله
دنصیب آشناخصوصي ښوونځي لپاره زرین ویاړ دی: چي دولایت په سطحه لومړی مقام خپلوي زموږ ټول کاري ټیم او دزده کوونکو قدرمونو کورنیو ته دي دا ویاړ مبارک وي موږ دهلمند ولایت دپوهني ریاست درهبري څخه مننه کوو چي زموږ هڅي يي وستایلي او موږ دوي ته دا ډاډ ورکوو چي موږ به تل هڅه کوو چي زده کوونکو ته اغیزمنه او مؤثره زده کړه ورکړو.
په درنښت
دښوونځي اداره

12/09/2025

دمبارکي پیغام!
#نصیب آشنا خصوصي ښوونځی
موږ 1404او1405 ښوونیز کال له یوې ستري بریا سره پیل کړي. نصیب آشنا خصوصي ښوونځی چي کلونو کیږي په هلمند مرکز کي فعالیت کوي او په دي تعلمي بهیر کي يي له ویاړه ډکي لاسته راوړني لري داځل مو دتعلمي دوري دلوړوني په برخه کي له منځنۍ دوري څخه لېسي دوري ته ارتقاع وکړل. دا ویاړ دي ټولو تعلیم مینو وګړو ته #مبارک وي.
موږ به تل هڅه کوو چي دتعلیم په برخه کي دمعارف دبڼ ګلانو ته اړین توکي او ماحول برابر کړو. تر څو په اغیزمنه توګه زده کړه وکړي. اوس موږ چمتویو چي دښوونځي په برخه دلسم، یوولسم او دوولسم ټولګیو زده کوونکي جذب کړو.
#علم, #آدب, #نظم, #وطن سره مینه
نصیب آشنا دهر ماشوم دهیلو کور.

ادرس: هلمند لښکرګاه صافیان دلقمان حکیم لېسي ته څیرمه نصیب آشنا خصوصي ښوونځی.
تماس:0700510576/0799283698

Photos from ‎Nasib Ashna parivat school نصیب اشنا خصوصي ښوونځی‎'s post 06/09/2025

د1403/ 1404 ښوونیز کال پاي او1404/1405 ښوونیز کال پیل.
شا ته مو یو زرین کال پریښودی' نوی کال به له خوښیو ډک وﺉ انشاالله.
نصیب آشنا کي دننني غونډې دغوره ښوونکو او غوره زده کوونکو انځورونه.

21/08/2025

نن راسره دامادګي ټولګي دزده کوونکي حساب وګورﺉ.

08/08/2025

کلني غونډه 1404/1403ښوونیز کال.

12/07/2025

دښوونځي دتراني ټیم.

Want your school to be the top-listed School/college in Lashkar Gah?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address

صافیانو دلقمان حکیم د لیسې مخامخ د حاجی سید فتح اغاد مسجد څنګ هلمند لشکرګاه
Lashkar Gah