17/08/2026
بسم الله الرحمن الرحیم
نېټه: ۱۴۰۵/۰۵/۲۶
د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت آمر، مفتي ذبیح الله حقاني، په داسي حال کې چې دڅارنې او ارزونې ،مالي او اداري اوکارکوونکو چارو مدیریتونو استازو یې ملتیا کوله دعلیشنګ زراعت مسلکي لیسې له اداري، مالي او تدریسي چارو څخه هر اړخیزه څارنه او ارزونه ترسره کړه.
د یادې لیدنې په ترڅ کې د ادارې اړوند ټول مهم اسناد، لکه وارده او صادره مکتوبونه، د سوبتیا کتابونه، د مجازاتو او مکافاتو ثبتونه او نور اداري اسناد په دقت وکتل شول او د تنظیم، ساتنې او قانوني طی مراحلو څرنګوالی یې وارزول شو.
همدارنګه د مالي برخې اړوند اسناد، لکه د جنسي کتاب، د املاکو کتاب، دف س ۵،ف س ۱۳، م ۷، ف س ۸....... فورمې او نور مالي اسناد په هر اړخیز ډول وڅېړل شول، ترڅو د مالي چارو د شفافیت، د اسنادو د خوندي ساتنې او د نافذه اصولو له مخې د چارو د تنظیم څرنګوالی وارزول شي.
په تدریسي برخه کې د اسد میاشتې د عملي ساحي څارنې چک لست، درسي چاپېریال، تدریسي وسایل او نور اړوند اسناد له نږدې وکتل شول او د تدریسي بهیر د کیفیت، نظم او اغېزمنتیا ارزونه ترسره شوه.
د لیدنې په پای کې د چارو د لا ښه والي، د اسنادو د معیاري تنظیم او ساتنې، د مالي او اداري شفافیت د پیاوړتیا، د تدریسي کیفیت د لوړولو او د اصولو او مقرراتو سره سم د چارو د لا اغېزمن پرمخ وړلو په موخه مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او رغنده لارښوونې وړاندې شوې.