27/05/2026
اختریز پیغام !!!
د شهید زوی د کورنۍ لومړۍ مرستيال دانش ځدراڼ له لوری د لوی اختر د مبارکۍ پيغام !!!
د نېکمرغه لوی اختر د رارسيدو په مناسبت د نړۍ ټول اسلامي امت په ځانګړي ډول افغان غيور او ميړني ولس ، د علمي او اکاډميک محول لارويانو ، د هېواد ملي ساتونکو، کونډو او يتيمانو ته د زړه له کومې د لوی اختر مبارکي وړاندې کوم.
اختر مو مبارک او بختور شه!
ټول فرضي ، نفلي عبادتونه او قربانۍ مو د الله ج په دربار کې قبول شه!
هيله ده چې دغه اختر په ګران افغانستان کې د دايمي ، سولې ، امن ، مينې او ورورګلوۍ اختر شي.
د یو خپلواک، هوسا، سولیز او ودان افغانستان په هیله