پامیر پوهنتون اقتصاد پوهنځي

پامیر پوهنتون اقتصاد پوهنځي Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from پامیر پوهنتون اقتصاد پوهنځي, Education Website, بابرک خان پارک لویديځ لوري ته, Khost.

05/03/2026

خبرتيا!
دپامیر پوهنتون ټولو قدرمنو محصلانو ته په خورا درنښت خبر ورکول کېږي، چې د ۱۴۰۵ کال پسرلني سمستر درسونه د روان ۱۴۰۴ کال د حوت (کب) مياشتې په ۱۶مه نېټه چې د راتلونکې شنبې له ورځې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت له لارښوونې سره سم پيلېږي.
پر همدې اساس باید ټول قدرمن محصلان ټاکل شوې نېټې ته پر پام خپلو درسونو ته حاضر شي، څو د پسرلني سمستر اړونده درسونه له پیل څخه په ښه توګه تعقیب کړي.

د پامیر پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلین د سوداګرۍ او پانګونې خونې محترم ریاست ته د عملي کار په موخه معرفي شول.نن ورځ د پا...
31/12/2025

د پامیر پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلین د سوداګرۍ او پانګونې خونې محترم ریاست ته د عملي کار په موخه معرفي شول.
نن ورځ د پامیر پوهنتون د اقتصاد پوهنځي شل تنه محصلین د سوداګرۍ او پانګونې خونې ریاست ته د عملي کار په موخه ور معرفي شول. د دې کار هدف د محصلینو علمي زده‌کړې د عملي تجربو سره نښلول او د سوداګرۍ په برخو کې د هغوی مهارتونو پیاوړتیا ده.
په دې اړه د سوداګرۍ او پانګونې خونې ریاست رئیس ښاغلي نواب امیرزي وویل:
"موږ خوشحاله یو چې د پامیر پوهنتون محصلین زموږ په اداره کې عملي زده‌کړې ترسره کوي. دا همکارۍ د دواړو خواوو لپاره ګټوره ده او محصلینو ته به په بېلابېلو اداري برخو کې د کار ارزښتناکه تجربه ورکړي."
په عین وخت کې د پامیر پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي سعید احمد سعیدي او د سوداګرۍ خونې رئیس ښاغلي امېرزي د همکارۍ پر دوام ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې دا ډول پروګرامونه د پوهنتون او سوداګریزو ادارو ترمنځ همکاري ټینګوي او د محصلینو راتلونکی د مسلکي کار لپاره چمتو کوي.
د پامیر پوهنتون ریاست د ښاغلي نواب امېرزي مننه کوي چې تل یې د خپل مسلک اړوند روزنیزې برنامې په کار اچولي.

د پامیر پوهنتون اقتصاد پوهنځي اداره تجارت څانګي لرلید او ماموریت
03/12/2025

د پامیر پوهنتون اقتصاد پوهنځي اداره تجارت څانګي لرلید او ماموریت

د پامیر پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلینو د مونوګرافونو دفاع مراسم ترسره کړل. دغه علمي ارایه‌ګانې د پوهنځي د اړوندو استادا...
18/10/2025

د پامیر پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلینو د مونوګرافونو دفاع مراسم ترسره کړل.
دغه علمي ارایه‌ګانې د پوهنځي د اړوندو استادانو تر ارزونې لاندې ترسره شوې، چې پکې هر محصل خپل تحقیق، موندنې، وړاندیزونه او علمي لاسته راوړنې تفصیلاً وړاندې کړې.
یادې ارایه‌ګانې د استادانو او محصلینو له‌خوا له پوره پاملرنې او دلچسپۍ سره تعقیب شوې او ګډونوالو د محصلینو د علمي کارونو ستاینه وکړه. استادانو د محصلینو هڅې وستایلې او هغوی ته یې د څېړنیزو معیارونو د لا ښه رعایت لپاره ګټورې مشورې او سپارښتنې هم وړاندې کړې.
د اقتصاد پوهنځي مشرتابه ټینګار وکړ چې دا ډول فعالیتونه د محصلینو علمي پوهه غښتلې کوي او هغوی د تحقیق، تحلیل، انتقاد او حل‌لارو وړاندیز کولو مهارتونو ته عملي لار هواروي. ټاکل شوې چې د مونوګرافونو دغه لړۍ به د نورو محصلینو له‌خوا هم په نږدې راتلونکي کې دوام ومومي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

د ځوانانو د علم سره ژوره علاقه او پر له‌ پسې مراجعې موږ ته نوی مورال راکوي. د نوم‌ لېکنې بهیر لا هم روان دی. د کانکور از...
30/07/2025

د ځوانانو د علم سره ژوره علاقه او پر له‌ پسې مراجعې موږ ته نوی مورال راکوي. د نوم‌ لېکنې بهیر لا هم روان دی. د کانکور ازموینه به د اسد میاشتې په ۱۰مه نېټه، د پامیر پوهنتون د ازموینو په تالار کې اخیستل کیږي."

پامیر لوړو زده کړو مؤسسې  د خوست اسلامي بانک فعالیتونه د محصلینو لپاره د عملي زده کړو او نورو برخو کې د یوې ځانګړې ناستې...
28/07/2025

پامیر لوړو زده کړو مؤسسې د خوست اسلامي بانک فعالیتونه د محصلینو لپاره د عملي زده کړو او نورو برخو کې د یوې ځانګړې ناستې په ترڅ کې تقدیر کړل .
په همدې مناسبت جوړه شوې ناسته کې د پامیر لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځي یو تن محصل رحیم الله ته هم د اسلامي بانک له خوا د عملي کار رسمي تصدیق پاڼه ورکړل شوه. دغه محصل څه موده وړاندې د یاد بانک سره د همکارۍ هوکړه‌لیک پر بنسټ عملي کار ته معرفي شوی و.
د تصدیق پاڼې ورکولو مراسمو کې د پامیر لوړو زده کړو مؤسسې د علمي چارو معاون پوهنوال محمدالله مندوزي، د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلی سمیع‌الله عاطف، او د اسلامي بانک مسؤلینو ګډون کړی و.
پوهنوال مندوزي د خپلو خبرو پر مهال وویل:
"موږ د اسلامي بانک له مدیریت څخه منندوی یو چې زموږ محصلینو ته یې د عملي کار زمینه برابره کړه. دا ډول همکارۍ زموږ د محصلینو د استعدادونو د وده او د بازار اړتیاو سره د تطابق لپاره خورا مهمې دي."
هغه زیاته کړه چې زموږ تحصیلي نهاد اداره به هڅه کوي دا ډول دوه اړخیزې همکارۍ لا پراخه کړي او له نورو نهادونو سره هم ورته هوکړه‌ل یکونه لاسلیک کړي.
د اسلامي بانک مسؤلینو هم د خپلو خبرو پر مهال ډاډ ورکړ چې د پامیر لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته به د عملي زده کړو فرصتونه برابرېږي. هغوی وویل:
"دا ډول علمي-مسلکي همکارۍ د خصوصي سکتور او علمي بنسټونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کوي او د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره اغېزناک رول لري."
دا ډول برنامې چې د خصوصي سکتور او لوړو زده کړو ترمنځ د همکاریو یوه بېلګه ګڼل کېږي، د محصلینو ظرفیت د لوړولو سربېره هغوی ته دا زمینه برابروي چې له فراغت وړاندې د کار بازار سره بلد شي او خپله علمي پوهه په عملي میدان کې و ازمایي.
پامیر لوړو زده کړو مؤسسه له بېلابېلو دولتي او خصوصي بنسټونو سره د همکارۍ دا لړۍ پراخوي، څو د خپلو محصلینو د بریالي راتلونکي لپاره عملي فرصتونه ومومي.

د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Address

بابرک خان پارک لویديځ لوري ته
Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when پامیر پوهنتون اقتصاد پوهنځي posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share