ځوان بدلون خصوصي ښوونځی zwan badloon private school

ځوان بدلون خصوصي ښوونځی                        zwan badloon private school معارف او نوی نسل زموږ او ستاسو مشترکه پانــــــــګه ده!
د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي رسمي فسبوک پاڼې ته ښۀ راغلاست!

*📚 د ازموینو د بریا لمانځغونډه 🎉*  ځوان بدلون خصوصي ښوونځي د څلورنیمه ازموینو پای ته رسېدلو او د هغې د نتایجو د ښودلو په...
28/08/2025

*📚 د ازموینو د بریا لمانځغونډه 🎉*
ځوان بدلون خصوصي ښوونځي د څلورنیمه ازموینو پای ته رسېدلو او د هغې د نتایجو د ښودلو په ویاړ، یوه په زړه پورې غونډه د ۱۴۰۴/۶/۶ نېټه ترسره کړه. چې د غونډې پرانیستونکي وینا استاد عبیدالله ترسره او غونډه د مولوي صاحب اکرام الله دقرآن کریم په مبارک تلاوت سره پیل شوه، وروسته لومړی وینا محترم مدیر صاحب دلاورخان مخبت د ازموینې د شفافیت او ارزښت په اړه مفصلې خبرې ترسره او استاد مولوي صاحب اکرام الله فاتح د جرات،هڅونې او دیني ارزښتونو په اړه ژورې خبرې ترسره او سرمعلم صاحب محمد نظیر ثمر او استاد رومان ګل په ګډه سره د ځوان بدلون اړوند ترانه ترانُم کړه. تر څنګ یې تمثیلي ټوتي، د ناکام او بریالي په اړه مقالې،شعرونه او ترانې د زده کوونکو او استادانو لخوا وړاندې شوې ، چې ګډونوالو ته یې روحیه ورکړه ۰ د غونډې ځانګړی ښکلا د اداري او ښوونکو لخوا تمثیلي صحنه وه،چې ډېر تود هر کلی یې ترسره شو۰ په پای کې بریالیو زده کوونکو ته ستاینلیکونه او اطلانامې ورکړل شوې ۰ غونډه د دعا په کولو سره پای ته ورسېده۰
چې د درېځ چارې استاد عبیدالله ( ابرار) لخوا پر مخ وړل کېدې۰
ځوان بدلون خصوصي ښوونځی د علمي، تشویقي او نوښتګرو برنامو رښتینی ماحؤل!
ځوان بدلون خصوصي ښوونځي فرهنګي او نشراتي کمېټه!

د قرآن کریم د حفظ او تجوید د سیالۍ په پار پرتمینه راټولېدنه!نن ورځ پنج شنبه د ۱۴۰۴ تعلیمي کال د اسد میاشتې  پر (۳۰) مه ن...
21/08/2025

د قرآن کریم د حفظ او تجوید د سیالۍ په پار پرتمینه راټولېدنه!

نن ورځ پنج شنبه د ۱۴۰۴ تعلیمي کال د اسد میاشتې پر (۳۰) مه نېټه د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي په انګړ کې د کلام الله د حفظ او تجوید په اړه سیالي د ښایسته مراسمو په نتیجه کې ترسره شوه، پیل خبرې د پنځم ټولګي زده کوونکي حبیب الله ترسره کړې، د حفظ اوتجوید د اهمیت په اړه وینا سرمعلم محمدنظیر خان ثمر ترسره کړه، سیالي د قاري صاحب اکرام الله فاتح او ورسره د کمیټې ملګري مدیر صاحب دلاورخان او استاد محترم قاذیرالله افغان په ملتیا ترسره شوه، د استاد عبیدالله استاد رومان ګل او استاد افغان د همکاریو تر څنګ بېلابېلو زده کوونکو مقالې او شعرونه وویل، په جمله شلو کسانو کې پنځه تنه زده کوونکي په نوموړي سیالۍ کې بریالي وپیژندل شول چې د اداري لخوا بریالیو زده کوونکو ته انعامات او تحفې په تشویقي فضاء کې وویشل شوې، او دغه خوندؤر مراسم د اکرام الله فاتح په دعا سره پای ته ورسېدل.

درنښت!
نشراتي کمېټه!

د رخصتۍ په پار آړینه خبرتیا! د کار او ټولنيزو چارو وزارت سبا د سه شنبې ورځ د زمري/اسد میاشتې(۲۸)مه نېټه د افغانستان د خپ...
18/08/2025

د رخصتۍ په پار آړینه خبرتیا!

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سبا د سه شنبې ورځ د زمري/اسد میاشتې(۲۸)مه نېټه د افغانستان د خپلواکۍ د (۱۰۶)مې کليزې په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړي ده.
په همدې اساس دځوان بدلون خصوصي ښوونځي ټول زده کوونکي سبا ورځ رخصت دي.

په ډېر احترام!
د ځوان بدلون نشراتي کمېټه📷

د حفظ او تجوید د سیالۍ په پار! د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي په انګړ کې د راتلونکي پنج شنبې په ورځ د درېیم نه تر شپږم ټولګي ...
16/08/2025

د حفظ او تجوید د سیالۍ په پار!
د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي په انګړ کې د راتلونکي پنج شنبې په ورځ د درېیم نه تر شپږم ټولګي پوري د حفظ او تجوید اړوند تدریس شويو معلوماتو کې په انفرادي ډول سیالي ترسره کیږي، درانۀ والدین کولای شي پکې ګډون وکړي،څو زموږ مراسمو ته لا ښکلا ور وبخښي، د خپلو بچیانو زده کړه اوخواري له نږدي تعقیب کړي او لا یې تشویق کړي.

سهار ۶:۳۰ بجې

درنښت!
نشراتي کمېټه! 📝

د ګرمۍ رخصتۍ وروسته د درسي لړۍ د پیل په پار اطلاعیه!د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي د معارف دبڼ ځلانده ستورو!هیله ده چې رخصتۍ ...
01/08/2025

د ګرمۍ رخصتۍ وروسته د درسي لړۍ د پیل په پار اطلاعیه!
د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي د معارف دبڼ ځلانده ستورو!
هیله ده چې رخصتۍ مو په خیر، سلامتیا او د اذهانو په پوره آرامتیا سره سرته رسولي وي، او څه ناڅه مطالعه به مو پکې کړي وي.
#قدرمنو: د ۱۴۰۴ تعلیمي کال د اسد (زمري) میاشتنې په (۱۱) مه نېټه د شنبې په ورځ زموږ درسي بهیر پیلیږي، هیله ده چې په ټاکلي وخت په پوره اماده ګۍ سره ښوونځي ته د درس لپاره حاضر شئ، څو د زده کړې بې برخې نشئ.

په ډېر وقار او متدین احترام!
د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي اداره! ✒️🎤📝📷

 #ځوان  #بدلون  #څارندوی د نظم او دسپلین څخه ډکه فضاء.د مثبت ذهن شیندنې پر لور.         په ډېر وقار او متدین احترام! د ځ...
22/07/2025

#ځوان
#بدلون
#څارندوی
د نظم او دسپلین څخه ډکه فضاء.
د مثبت ذهن شیندنې پر لور.

په ډېر وقار او متدین احترام!
د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي فرهنګي او نشراتي کمېټه! ✒️🎤📝📷

 #د  #څلورنیم  #میاشتنۍ  #آزموینې  #وروسته  #د  #ګرمۍ  #په  #مناسبت  #رخصتۍ! د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي قدرمنو ښوونکو، او...
21/07/2025

#د #څلورنیم #میاشتنۍ #آزموینې #وروسته #د #ګرمۍ #په #مناسبت #رخصتۍ!

د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي قدرمنو ښوونکو، او زده کوونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د پوهنې وزارت د لایحې مطابق د زیاتې ګرمې هوا له سببه د (۱۴۰۴/۵/۱) اولې نېټې څخه تر اسد د (۱۰) مې نېټې پورې رخصت یاست، هیله ده چې له رخصتیو سالمه استفاده وکړئ،هغه څه ته اولیت ورکړئ، چې راتلونکی مو ور پورې تړلی دی، او د اسد میاشتې پر ( ۱۱) مه نېټه په ټاکلي وخت ښوونځي د درسونو لپاره حاضر شئ، څو له زده کړې بې برخې نشئ.

په ډېر وقار او متدین احترام!
د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي فرهنګي او نشراتي کمېټه! ✒️🎤📝📷

19/07/2025
 #څلور  #نیم  #میاشتنۍ  #آزموینه د ځوان بدلون له کورنۍ د معارف د بڼ ځلانده ستوری د خپل ځان آرزؤنې په درشل کې ! #نن  #خوا...
19/07/2025

#څلور #نیم #میاشتنۍ #آزموینه

د ځوان بدلون له کورنۍ د معارف د بڼ ځلانده ستوری د خپل ځان آرزؤنې په درشل کې !
#نن #خواري #سبا #پاچاهي

په ډېر وقار او متدین احترام!
د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي فرهنګي او نشراتي کمېټه! ✒️📝🎤📷

 #راتلونکی  #سیر  #راتلونکي  #نوښتونه!په ځوان بدلون خصوصي ښوونځي کې دا صفونه د نظم، اطاعت او تربیې ژؤر پیغام لري.  دا ما...
17/07/2025

#راتلونکی #سیر #راتلونکي #نوښتونه!

په ځوان بدلون خصوصي ښوونځي کې دا صفونه د نظم، اطاعت او تربیې ژؤر پیغام لري.
دا ماشومان یوازې نۀ ولاړ دي، بلکې د سبا رهبران، عالمان او خادمان هم ګڼل کېږي، چې د علم، آدب او اخلاقو په لار روان دي.
هر ګام یې د یو بدلون زیری دی، او هر صف یې د راتلونکي د بریا مقدمه!
هر قدم یې د ښوونځي د نظم او دسپلین رښتینی سمبول دی.
هر قطار یې، د هڅو او هیلو ژوندي تصویر دی؛
دا یوازې زده کوونکي نه، بلکې د سبا رهبران دي!
ځوان بدلون خصوصي ښوونځی نه، بلکې د ذهنونو د روښانېدو یو بهیر دی—
هلته چې هر ماشوم د درناوي، پوهې او بریا پر لور ګامونه اخلي!



#زموږ #ژمنه!

د نوي نسل روزنه، پالنه او ذهن جوړؤنه ده!

#زموږ. #شعار: ژوند او څرګند پرمختګ له ځوان بدلون سره!

په ډېر وقار او متدین احترام!
د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي فرهنګي او نشراتي کمېټه! ✒️📝🎤📷

 #پر  #نوښتونو  #پوښلی  #اکاډمیک  #ماحؤل! د ځوان خصوصي ښوونځي اداره تل د بدلون او پرمختګ په هڅه کې ده. #ځکه اداره د علمي...
16/07/2025

#پر #نوښتونو #پوښلی #اکاډمیک #ماحؤل!

د ځوان خصوصي ښوونځي اداره تل د بدلون او پرمختګ په هڅه کې ده. #ځکه
اداره د علمي نظم زړۀ دی، چې د زده کړو فضاء رهبري، د شاګردانو ودې او تمدن ته لاره هواروي او ښوونځی د بریا پر لور بیایي.
دا ځل مو د ادارې د کاري ځایونو بګراونډ ته نوی رنګ ورکړ، څو چاپېریال مو لا زیات منظم، پاک، زړۀ راښکونکی او الهام‌بخښونکی شي.
د دې ښکلي ماحؤل هره کړکۍ، هره چوکۍ او هر رنګ د زده کړو نوې فضا انځوروي، داسې فضاء چې زده‌کوونکي، والدین او ښوونکي ټول پکې ځان آرام او درناوی احساسوي.

✅ نوی نظم
✅ ښکلی بګراونډ
✅ فعاله اداره
✅ د نوښت روحیه

زموږ باور دا دی: چاپېریال که پاک وي، ذهن به رڼا وي!
راشئ، زموږ له نوښتونو سره یوځای شئ. خپل اولادونه داسې فضا ته راولئ چې علم او اخلاق پکې یوځای غوړېږي!



#نوښت

#ځوان #بدلون

په درنښت!
د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي فرهنګي او نشراتي کمېټه!📝📷🎤

#نشرات: استاد: مخلص

آفرین دې وي پر دې هوښیار او ذهین شاګرد چې له اخلاقو یې ښوونکي متاثره دي،  #خزان  #ګل!  د ځوان بدلون خصوصي  ښوونځي دا ځلا...
15/07/2025

آفرین دې وي پر دې هوښیار او ذهین شاګرد چې له اخلاقو یې ښوونکي متاثره دي، #خزان #ګل!

د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي
دا ځلانده ستوری نۀ یوازې په زده‌کړو کې ځلیدلی، بلکې خپل لوړ اخلاق، نظم، د څارندوی په برخه کې بې مثاله زحمت او درناوی یې د ښوونکو زړونه ګټلي دي.

دۀ خپله خواري، تمرکز، او استعداد په عمل کې ثابت کړی دی او د خپلو همزولو لپاره یو ښکلی مثال دی.
داسې شاګردان د ملت راتلونکي، د ټولنې عزت، او د ښوونځي ویاړونه دي.



#استعداد
#بریا


په ډېر وقار!
د ځوان بدلون خصوصي ښوونځي فرهنګي او نشراتي څانګه! 🎤

Address

خیراباد کلی
Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ځوان بدلون خصوصي ښوونځی zwan badloon private school posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category