ولس غږ عالي خصوصي لیسه

ولس غږ عالي خصوصي لیسه ولس غږ روزنیز مرکز تل د هیواد د بچیانو په روزنه کې زیار او کوشش کوي.

نن سه شنبه د ولس غږ خصوصي عالي لېسې په تالار کې د (سم تلفظ او سم لیکل) پروګرام و. نن پکې په څلورو ژبو د زده کوونکو لخوا ...
05/11/2024

نن سه شنبه د ولس غږ خصوصي عالي لېسې په تالار کې د (سم تلفظ او سم لیکل) پروګرام و.
نن پکې په څلورو ژبو د زده کوونکو لخوا مقالې وړاندې شوې.
د اووم ټولګي زده کوونکي اسدالله په پښتو، اتم الف ټولګي زده کوونکي زبير په انګليسي ، شپږم ب ټولګي زده کوونکي نوراغا په دري او د نهم الف ټولګي زده کوونکي بلال په عربي ژپه مقاله وړاندې کړه.
د سټيج چارې زده کوونکي وصال لخوا په څلورو ژبو سره سمباليدې.
په (سم تلفظ او سم لیکل) پروګرام کې په پښتو، دری، انګليسي او عربي ژبو په زده کوونکو د سټيج په سر ليکنه او لوستنه کيږي.
ولس غږ د ښوونې او روزنې ستر کور!

د اونۍ ستوري پروګرام کې نن ورځ شنبه عمران چې د یوولسم الف ټولګي زده کوونکی دی، دې اوونۍ د ولس غږ ستوری شه!د ياد پروګرام ...
26/10/2024

د اونۍ ستوري پروګرام کې نن ورځ شنبه عمران چې د یوولسم الف ټولګي زده کوونکی دی، دې اوونۍ د ولس غږ ستوری شه!
د ياد پروګرام يو تن ښوونکي جهانګیر مخلص د نوي ستوري معرفۍ ترڅنګ لومړۍ د تیرې اوونۍ ستوري نجیب الله سره خبرې وکړې ورپسې يې د یوولسم الف ټولګي زده کوونکي نیازالله او نګران ښوونکي حمزه همتيار سره هم خبرې وکړې، دوی په خپلو خبرو کې د عمران په اخلاقو، چلند او زده کړه باندې خبرې وکړې او یاده ټاکنه یې په ځای وګڼله. وروسته د ولس غږ لېسې ښوونکو مولوي ابراهیم او قاري فضل الله عمران ته ځانګړي خولۍ ورپه سر کړه.
د لیسې اداره ګران عمران او د ده کورنۍ ته د دې ویاړ مبارکي وایي.
ولس غږ دښوونې اوروزنې ستر کور!

نن چهارشنبه درسي سياليو په لړ کې د پنځم او شپږم ټولګيو زده کوونکو په پښتو ،دری،عربي او انګلیسي ژبو د کال دوولسو مياشتو ن...
23/10/2024

نن چهارشنبه درسي سياليو په لړ کې د پنځم او شپږم ټولګيو زده کوونکو په پښتو ،دری،عربي او انګلیسي ژبو د کال دوولسو مياشتو نومونه په سټیج وړاندې کړل.
ولس غږ د ښوونې او روزنې ستر کور!
عکاس:- عبدالله جبارخیل

نن یکشنبه د ولس غږ لېسې په اسمبلۍ کې د حسن قرآت او دیني علومو په مضمون کې د سیالۍ ورځ وي چې نن په کې د پنځم الف او پنځم ...
20/10/2024

نن یکشنبه د ولس غږ لېسې په اسمبلۍ کې د حسن قرآت او دیني علومو په مضمون کې د سیالۍ ورځ وي چې نن په کې د پنځم الف او پنځم ب ټولګي زده کوونکو تر منځ د په نوراني قاعده او آلم سپاره کې سیالي وه.
د ولس غږ خصوصي لیسې د ديني علومو استاد مولوي صيب اسلام صادق صادق يار لخوا زده کوونکو ته نمرې ورکول کېدې· او قاري صیب کرزي ځلاند لخوا د په نوراني قاعده او آلم سپاره کې پوښتنې وشوې. دواړو ټولګيو زده کوونکو پوښتنو ته سم ځوابونه ورکړل او سیالي په کم توپير سره پنځم ب ټولګي وګټله.
ولس غږ د ښوونې او روزنې ستر کور!

ولس غږ خصوصي لېسې زده کوونکو نن ورځ د لارښود استاد لاهور جان تڼيوال په شتون کې ګجینه افغانستان، تور الماس (جلغوزي) ملي ن...
17/10/2024

ولس غږ خصوصي لېسې زده کوونکو نن ورځ د لارښود استاد لاهور جان تڼيوال په شتون کې ګجینه افغانستان، تور الماس (جلغوزي) ملي نندارتون څخه ليدنه وکړه
په یاد نندارتون کې، قیمتي، علمي، فرهنګي، ادبي، تاریخي او په عموم کې د هیواد تولیدي، هنري او نور ارزښتناک توکي نندارې ته وړاندې شوي و.

ولس غږ خصوصي لېسې لوبډلې خوست معارف جام سیالیو کې دویم پړاو ته لاره پيدا کړه د خوست معارف جام سیالیو پر دوام نن ورځ د مع...
16/10/2024

ولس غږ خصوصي لېسې لوبډلې خوست معارف جام سیالیو کې دویم پړاو ته لاره پيدا کړه
د خوست معارف جام سیالیو پر دوام نن ورځ د معارف جام په درې دیرشمه لوبه کې ولس غږ خصوصي لېسې لوبډلې د قرطبه خصوصي لېسې لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د قرطبه لېسې لوبډلمشر وګټله په خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، په ټاکلو لسو اورونو کې یې د ولس غږ لېسې لوبډلې ته د ۹۹ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې یې د ولس غږ لېسې لوبډلې یاد هدف د لوبې په نهم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.
د ولس غږ لېسې لوبډلې لپاره نثاراحمد ښه توپ اچونه ترسره کړه چې دوه اورونو کې یې د ۱۷ منډو په ورکولو څلور ویکټې ترلاسه کړې، په همدې اساس د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د ولس غږ لېسې، زده کوونکو او د لوبډلې مینوالو ته دې مبارک وي!

د اونۍ ستوري پروګرام کې نن ورځ شنبه بشيراحمد چې د اتم ب ټولګي زده کوونکی دی، دې اوونۍ د ولس غږ ستوری شه!د ياد پروګرام يو...
12/10/2024

د اونۍ ستوري پروګرام کې نن ورځ شنبه بشيراحمد چې د اتم ب ټولګي زده کوونکی دی، دې اوونۍ د ولس غږ ستوری شه!
د ياد پروګرام يو تن ښوونکي محمديوسف آصفي د نوي ستوري معرفۍ ترڅنګ يې د اتم ب ټولګي زده کوونکو ثاقب او محمد عارف سره هم خبرې وکړې، دوی په خپلو خبرو کې د بشيراحمد په اخلاقو، چلند او زده کړه باندې خبرې وکړې. وروسته د ولس غږ لېسې سر ښوونکي حسن مير ځدراڼ او ښوونکي اجمل دانش بشيراحمد ته ځانګړي خولۍ ورپه سر کړه.
د لیسې اداره ګران بشيراحمد او د ده کورنۍ ته د دې ویاړ مبارکي وایي.
ولس غږ دښوونې اوروزنې ستر کور!
عکاس:- زبير احمد

د اونۍ ستوري پروګرام کې نن ورځ شنبه فهيم ولد تاج محمد چې د اتم الف ټولګي زده کوونکی دی، دې اوونۍ د ولس غږ ستوری شه!د ياد...
21/09/2024

د اونۍ ستوري پروګرام کې نن ورځ شنبه فهيم ولد تاج محمد چې د اتم الف ټولګي زده کوونکی دی، دې اوونۍ د ولس غږ ستوری شه!
د ياد پروګرام يو تن ښوونکي یوسف آصفي لومړې د تېرې اونۍ ستوري امين الله سره لنډې خبرې وکړې،نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې ولس غږ خصوصي لېسې ادارې مننه کوم او ياده خولۍ به د ځانګړيو شيانو په قطار کې کيښودل شي. د نوي ستوري معرفۍ ترڅنګ یې د اتم الف ټولګي نګران مایل مير حساس زده کوونکو زبير او نجیب الله سره هم خبرې وکړې، ښوونکي او زده کوونکو په خپلو خبرو کې د فهيم په اخلاقو، چلند او زده کړه باندې خبرې وکړې او یاده ټاکنه یې پرځای وګڼله.وروسته د ولس غږ لېسې ښوونکو کرزي ځلاند او اکرم الله فهيم ته ځانګړي خولۍ ورپه سر کړه.
د لیسې اداره ګران فهيم او د ده کورنۍ ته د دې ویاړ مبارکي وایي.
ولس غږ دښوونې اوروزنې ستر کور!
عکاس:- زبير احمد

02/09/2024

ولس غږ خصوصي لېسې د ۱۴۰۳ کال په کانکور ازموينه کې بريالي زده کوونکي وستايل.
نور معلومات په راپور کې

د ولس غږ خصوصي لېسې بل ستوری زده کوونکی نصیب الله د نجیب الله زوی  په دویم ظرفیت کې خوست شیخ زاید پوهنتون کمپیوټر ساینس ...
24/08/2024

د ولس غږ خصوصي لېسې بل ستوری زده کوونکی نصیب الله د نجیب الله زوی په دویم ظرفیت کې خوست شیخ زاید پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي ته بریالی شو .
مبارک شه ګرانه

ID:R34003963

د اونۍ ستوري پروګرام کې نن ورځ شنبه نصیرالله د شير نواز زوی چې د اتم ج ټولګي زده کوونکی دی، دې اوونۍ د ولس غږ ستوری شه!د...
24/08/2024

د اونۍ ستوري پروګرام کې نن ورځ شنبه نصیرالله د شير نواز زوی چې د اتم ج ټولګي زده کوونکی دی، دې اوونۍ د ولس غږ ستوری شه!
د ياد پروګرام يو تن ښوونکي محمديوسف آصفي د نوي ستوري معرفۍ ترڅنګ يې د اتم ج ټولګي زده کوونکو محمد ارشاد او عمران سره هم خبرې وکړې، زده کوونکو په خپلو خبرو کې د نصيرالله په اخلاقو، چلند او زده کړه باندې خبرې وکړې.وروسته د ولس غږ لېسې ښوونکو محمد رضا او رحمن الله رحماني نصير الله ته ځانګړي خولۍ ورپه سر کړه.
د لیسې اداره ګران نصیرالله او د ده کورنۍ ته د دې ویاړ مبارکي وایي.
ولس غږ دښوونې اوروزنې ستر کور!

Address

Khost-kabul Near Porje Pool
Khost

Opening Hours

Monday 06:00 - 14:00
Tuesday 06:00 - 14:00
Wednesday 06:00 - 14:00
Thursday 06:00 - 14:00
Saturday 06:00 - 14:00
Sunday 06:00 - 14:00

Telephone

+93778999757

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ولس غږ عالي خصوصي لیسه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to ولس غږ عالي خصوصي لیسه:

Shortcuts

Share

Category