پاچا خان خصوصي ښوونځی

پاچا خان خصوصي ښوونځی د پاچاخان خصوصي ښوونځي رسمي فېسبوک‌پاڼې ته ښهٔ راغلاست.
پاچاخان خصوصي ښوونځی د تعلیمي افغانستان بنسټ!

 !د پاچاخان خصوصي ښوونځي ګلالیو زده کوونکو او قدرمنو والیدینو! سبا یک شنبه چې د ۱۴۰۵/۵/۱۱ تاریخ سره برابره ده، زموږ درسو...
01/08/2026

!
د پاچاخان خصوصي ښوونځي ګلالیو زده کوونکو او قدرمنو والیدینو!
سبا یک شنبه چې د ۱۴۰۵/۵/۱۱ تاریخ سره برابره ده، زموږ درسونه په متفاوت ډول بېرته پیل کیږي.
له تاسو قدرمنو والیدینو مو هیله ده؛ چې خپل اولادونه له ټاکلي وخت سره سم درسونو ته حاضر کړئ!
درنښت،
پاچاخان د تعلیمي افغانستان پر لور منلی ګام...

16/07/2026



د ګلالیو زده کوونکو خوږ شور او ځوږ؛ دوی دلته د پرونۍ ور کړل شوې ازموینې نمرې او نتېجې ګوري.
د ازموینو پر مهال به، د یو مضمون د امتحان له تېریدو وروسته لۀ زده کوؤنکو سره یؤه اندېښنه دا هم ؤه، چې پۀ ؤرکړل شوي امتحان کې به مې نتېجه څنګه وي؟
د زده کوؤنکو د همدې اندېښنې د حل لپاره موږ چټک کار کوو او د هرې ازموینې نمرې په سم لاسي توګه اعلانوو.
ګټه یې دا ده، چې د نمرو د اعلان وروسته زده کوؤنکي په راتلونکو ازموینو تمرکز کوي، د ضعف او قوت ټکي ؤر معلومیږي، د دوی تر منځ خپلمنځي سالم رقابت زیاتیږي، د نورو ازموینو لپاره ؤر سره د لازمې او درستې اماده ګۍ روحیه لوړیږي او بالاخره هر زده کوؤنکی خپله نتېجه ویني او د نتایجو لیدل ضرور دي، بیخي ډېر.
ستاسو د اولادونو د سالمې ښوونې او روزنې کلکه او پخه اراده لرو. پاچاخان خصوصي ښوونځی...

09/07/2026

هیلې پالل غواړي.
د شپې تر ناوختهٔ د کتابونو کتل؛ سهار وختي له خوبه را پورته کېدل او په دې سخته ګرمۍ کې تر یو او دوو ساعتونو د پارچو د حل لپاره په صحنه کې کښېناستل اسانه نهٔ دي. کورنۍ پایلهٔ غواړي، ښوونکي پایله غواړي او زده کوونکي د خپلې کړې خوارۍ پایله غواړي. خو ولې؟! ځکه؛ دلته هدفونه ټاکل شوي دي او هغو ته د رسېدلو لپاره کار کیږي.
زموږ ګلالي زده کوونکي دعوه لري چې موږ د تعلیمي افغانستان جوړوونکي یو او زېری بیا دادی چې دا خبرې قرار قرار په حقیقت بدلیږي.
دا ویډیویي کلیپ مو د پاچاخان خصوصي ښوونځي د ازموینې له صحنې درته راخیستی دی.
تاسې یې په کتلو سترګې خوږې کړی!
#پاچاخان د تعلیمي افغانستان پر لور اخیستل شوی ګام!!!

ازموینه(امتحان)موږ یې داسې تعریفوو: دا ایله د زده کوونکو نه؛ بلکې د ښوونځي د ادارې، ښوونکو او د زده کوونکو د والدینو او ...
06/07/2026

ازموینه(امتحان)

موږ یې داسې تعریفوو: دا ایله د زده کوونکو نه؛ بلکې د ښوونځي د ادارې، ښوونکو او د زده کوونکو د والدینو او د دوی د کورنۍ د غړیو ازمون هم دی.
موږ له ځانه پوښتنه کوو، چې:
1⃣د ښوونځي د ادارې په حیث د زده کوونکو د ښې ښوونې او روزنې لپاره زموږ رول څومره ښه و؟
2⃣د ښوونکي تدریسي میتود څومره کامیاب و؟
3⃣ په خپله زده کوونکو څومره زده کړه کړې ده؟
4⃣د زده کوونکو والدینو څومره خپل مسؤلیتونه ادا کړي؟
دغه ازموینه باید همدې پوښتنو ته دقیق ځواب ووایي، موږ ایله له زده کوونکو ازموینه نه اخلو، له ځانه یې هم اخلو، زموږ بحث پر نتایجو دی، غوره، مثبت او متفاوت نتایج، داسې چې د تعلیمي افغانستان سپېڅلي داعیې ته قوت ور کړي، زموږ هدف دی.
ستاسو د اولادونو د سالمې ښوونې او روزنې کلکه او پخه اراده لرو.
دچهارنېمه ازموینو لومړی ورځ!
پاچاخان خصوصي ښوونځی د تعلیمي افغانستان بنسټ!

 د پاچاخان خصوصي ښوونځي ګلالیو زده کوونکو او د زده کوونکو قدرمنو والدینو!  نن (یکشنبه شنبه) په رسمي ډول درسونه پیلیږي؛ ح...
31/05/2026


د پاچاخان خصوصي ښوونځي ګلالیو زده کوونکو او د زده کوونکو قدرمنو والدینو!
نن (یکشنبه شنبه) په رسمي ډول درسونه پیلیږي؛
حاضري او ګډون د تعلیمي افغانستان د هیلو پاللو لپاره لومړنی شرط دی.
پاچاخان خصوصي ښوونځی د پرمختللي، عمراني او تعلیمي افغانستان بې درېغه هڅه...

18/05/2026

12/05/2026

دا زده کوونکي باید عادي خلک نه وي؛ باظرفیته، مسلکي او قابل به وي. د وطن پر خړه سینه به د پرمختګ نقشې اچوي. د وطن اوبو ته به فولادي او اوسپنیز ورخونه وهي. د پنجشېر، بدخشان، کنړ، هرات، خوست او بالاخره د ټول هېواد د کانونو مسوولیت به اخلي، پروسېس کوي به یې او ګټه به یې د همدې وطن زړونو او رګونو ته ور پمپ کوي.
خلاصه دا چې دوی باید دټولو ستونزو او نېمګړتیاوو ځوابګوی شي. د وطن پرمختګ، عزت او هوساینه باید تضمین کړي.
همدا زموږ لیدلوری، مسیر او هدف دی.

پاچاخان خصوصي ښوونځی د تعلیمي افغانستان بنسټ!

#: د ریاضي اوونۍ

موږ د مخکښتوب دعوه نه کوو؛ بلکې ثابتوو یې! #: د ریاضي اوونۍ
12/05/2026

موږ د مخکښتوب دعوه نه کوو؛ بلکې ثابتوو یې!

#: د ریاضي اوونۍ

Address

Ismailkhil And Mondzai District
Khost

Telephone

+93764900006

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when پاچا خان خصوصي ښوونځی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to پاچا خان خصوصي ښوونځی:

Shortcuts

Share

Category